التكوير
The Overthrowing • 29 ayahs • Meccan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1كله چې لمر ونغښتل شي.
2او کله چې ستوري خړ واوړي.
3او كله چې غرونه روان كړل شي.
4او كله چې لس مياشتینۍ (بلاربې اوښې) خوشې كړل شي.
5او كله چې (وحشي) ځناور سره غونډ كړل شي.
6او كله چې سمندرونه لمبې وكړي.
7او كله چې ساوې (روحونه) جوړه كړاى شي (جسدونو سره).
8او كله چې ژوندۍ خښه شوې جينۍ وپوښتل شي.
9چې په كومه ګناه وژل شوې ده؟
10او كله چې عملنامې پرانيستل شي.
11او كله چې د آسمان پوستكى واړول شي.
12او كله چې د دوزخ لمبې بلې كړى شي.
13او كله چې جنت را نېږدې كړى شي.
14بيا به هركس ته معلومه شي چې څه يې راوړي.
15نو نه، زه پر بېرته پټېدونکو ستورو لوړه كوم.
16پر ګرځېدونكو - پټېدونكو باندې.
17او پر شپه چې كله ولاړه شي.
18او قسم دی پر سهار کله چې سا واخلي.
19چې بېشكه دا د يو عزتمن رسول وينا ده.
20چې زورور (او) د عرش څښتن پر وړاندې مرتبې والا دى.
21هلته ( په پرېښتو كې) د ده خبره منل كيږي - امانتداره دی.
22او ستاسې (دا) ملګرى هم لېونى نه دى.
23او ده هغه په يوه روښانه څنډه كې ليدلى دى.
24او نه هغه (محمد صلی الله عليه وسلم) پر غيبو (رسولو) بخيل دى.
25او نه دا د رټلي شيطان خبره ده.
26نو بيا چېرته ځئ؟
27هغه د ټولو نړيوالو لپاره پرته له نصيحته بل څه نه دى.
28له تاسې څخه د هغه چا لپاره چې غواړي په لاره سم شي.
29او ستاسې په غوښتو څه كېداى شي پرته له دې چې رب العالمين څه وغواړي.