'Abasa

عبس

He Frowned42 ayahsMeccan

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

عَبَسَ وَتَوَلَّىٰٓ﴿١

1وچولی یې تریو شو او مخ يې واړوه.

أَن جَآءَهُ ٱلۡأَعۡمَىٰ﴿٢

2لدې امله چې ړوند ورته راغی.

وَمَا يُدۡرِيكَ لَعَلَّهُۥ يَزَّكَّىٰٓ﴿٣

3او ته څه خبر يې ښايي هغه پاك شي.

أَوۡ يَذَّكَّرُ فَتَنفَعَهُ ٱلذِّكۡرَىٰٓ﴿٤

4يا پند واخلي او نصيحت څه ګټه ورته ورسوي.

أَمَّا مَنِ ٱسۡتَغۡنَىٰ﴿٥

5خو څوك چې بې پروايي كوي.

فَأَنتَ لَهُۥ تَصَدَّىٰ﴿٦

6نو ته ورپسې يې.

وَمَا عَلَيۡكَ أَلَّا يَزَّكَّىٰ﴿٧

7او نشته پر تا باندې ګناه که دی پاک نشې.

وَأَمَّا مَن جَآءَكَ يَسۡعَىٰ﴿٨

8او هغه څوک چې راغلی دی تا ته منډي وهي.

وَهُوَ يَخۡشَىٰ﴿٩

9او هغه وېريږي هم.

فَأَنتَ عَنۡهُ تَلَهَّىٰ﴿١٠

10نو ته له هغه نه بې پروایې کوې.

كَلَّآ إِنَّهَا تَذۡكِرَةٞ﴿١١

11هيڅكله نه، دا خو يو نصيحت دى.

فَمَن شَآءَ ذَكَرَهُۥ﴿١٢

12نو د چا چې خوښه شي دا دې یاد کړي.

فِي صُحُفٖ مُّكَرَّمَةٖ﴿١٣

13هغه په عزتمنو پاڼوكې (نغښتی) دی.

مَّرۡفُوعَةٖ مُّطَهَّرَةِۭ﴿١٤

14پورته کړی شوي دي، پاکې ساتلی شوي دي.

بِأَيۡدِي سَفَرَةٖ﴿١٥

15په لاسونو د لیکونکو ملایکو.

كِرَامِۭ بَرَرَةٖ﴿١٦

16چې عزتمندې او نېکې دي.

قُتِلَ ٱلۡإِنسَٰنُ مَآ أَكۡفَرَهُۥ﴿١٧

17تباه دې شي (دروغ ګڼونکی)انسان څومره غټ کافر دی.

مِنۡ أَيِّ شَيۡءٍ خَلَقَهُۥ﴿١٨

18له څه شي يې پيدا كړى دى؟

مِن نُّطۡفَةٍ خَلَقَهُۥ فَقَدَّرَهُۥ﴿١٩

19له يو څاڅكي (مني) څخه يې پيداکړ بيايې د هغه برخليك وټاكلو.

ثُمَّ ٱلسَّبِيلَ يَسَّرَهُۥ﴿٢٠

20بيايې لار ورته آسانه كړه.

ثُمَّ أَمَاتَهُۥ فَأَقۡبَرَهُۥ﴿٢١

21بيا يې هغه مړ كړ او قبر ته يې ورسولو.

ثُمَّ إِذَا شَآءَ أَنشَرَهُۥ﴿٢٢

22بيا كله چې وغواړي نو را پورته به کړي ده لره.

كَلَّا لَمَّا يَقۡضِ مَآ أَمَرَهُۥ﴿٢٣

23هيڅكله نه، هغه لا هغه څه نه دي ترسره كړي چې الله ورته امر كړى.

فَلۡيَنظُرِ ٱلۡإِنسَٰنُ إِلَىٰ طَعَامِهِۦٓ﴿٢٤

24نو انسان دې خپلو خوړو ته وګوري.

أَنَّا صَبَبۡنَا ٱلۡمَآءَ صَبّٗا﴿٢٥

25چې موږ ښې (پرېمانه) اوبه راتويې كړې دي.

ثُمَّ شَقَقۡنَا ٱلۡأَرۡضَ شَقّٗا﴿٢٦

26بيا مو زمكه چولې (څيرلې) ده.

فَأَنۢبَتۡنَا فِيهَا حَبّٗا﴿٢٧

27او په هغې كې مو (غلې) دانې را زرغونې كړې دي.

وَعِنَبٗا وَقَضۡبٗا﴿٢٨

28او انګور او سابه.

وَزَيۡتُونٗا وَنَخۡلٗا﴿٢٩

29او زيتون او خرماوې.

وَحَدَآئِقَ غُلۡبٗا﴿٣٠

30او ګڼ ګڼ باغونه.

وَفَٰكِهَةٗ وَأَبّٗا﴿٣١

31او مېوې او شينې ګیاوې.

مَّتَٰعٗا لَّكُمۡ وَلِأَنۡعَٰمِكُمۡ﴿٣٢

32ستاسي او ستاسي د څارويو د ګټې اخيستنې لپاره.

فَإِذَا جَآءَتِ ٱلصَّآخَّةُ﴿٣٣

33نو كله چې هغه كڼوونكې چيغه راشي.

يَوۡمَ يَفِرُّ ٱلۡمَرۡءُ مِنۡ أَخِيهِ﴿٣٤

34هغه ورځ چې انسان به له خپله وروره تښتي.

وَأُمِّهِۦ وَأَبِيهِ﴿٣٥

35او له خپلې مور او پلاره.

وَصَٰحِبَتِهِۦ وَبَنِيهِ﴿٣٦

36او له مېرمنې او زامنو يې.

لِكُلِّ ٱمۡرِيٕٖ مِّنۡهُمۡ يَوۡمَئِذٖ شَأۡنٞ يُغۡنِيهِ﴿٣٧

37د هغوى د هر سړي به هغه ورځ داسې حالت وي چې (له نورو يې) بې پروا كوي.

وُجُوهٞ يَوۡمَئِذٖ مُّسۡفِرَةٞ﴿٣٨

38ځينې مخونه به هغه ورځ روښانه وي.

ضَاحِكَةٞ مُّسۡتَبۡشِرَةٞ﴿٣٩

39خندېدونكي خوشاله به وي.

وَوُجُوهٞ يَوۡمَئِذٍ عَلَيۡهَا غَبَرَةٞ﴿٤٠

40او پرځينو مخونو به هغه ورځ دوړې وي.

تَرۡهَقُهَا قَتَرَةٌ﴿٤١

41توروالى به پرې خپور وي.

أُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡكَفَرَةُ ٱلۡفَجَرَةُ﴿٤٢

42همدغه خلك كافران – فاجران دي.

RELATED SURAHS