النازعات
Those Who Drag Forth • 46 ayahs • Meccan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1پر سختۍ (سا) اېستونكو (پرېښتو) قسم.
2او پر هغه پرښتو قسم چې وباسي روح د مؤمنانو په آسانه ایستلو سره.
3او پر ګړنديو لامبو وهونكو قسم.
4بيا پر منډه منډه وړاندې كېدونكو قسم.
5بيا د چارو پر سمبالوونكو قسم.
6هغه ورځ چې لړزېدونكې ولړزېږي.
7چې ورپسې بل وروسته راتلونكى (ټكان) راځي.
8ځينې زړونه به هغه ورځ رپېدونکي وي.
9سترګې به يې ښكته وي.
10هغوى به وايي آيا موږ بېرته مخکېني حالت ته ورګرځيدونكي نه يو؟
11آيا كله چې موږ وراسته هډوكي يو؟
12وېلې دا خو به ډېر تاواني ستنېدل وي.
13نو یقینا دا خو یوه چغه ده.
14چې بيا به هغوى(ټول) په دې ميدان (ولاړ) وي.
15په رښتیا سره راغلی دی تا ته خبر د موسی (علیه السلام)
16کله يې چې پالونکي د طوى په سپېڅلي ناو كې اواز ورته وكړ؟
17چې: فرعون ته ورشه هغه سركښي كړې ده.
18بيا ورته ووايه چې آيا ته چمتو يې چې پاك شې.
19او چې د خپل پالونکي په خوا لارښوونه درته وكړم چې ته ووېرېږې؟
20نو بيا موسى (علیه السلام) هغه ته ستره نښانه وښوده.
21خو درواغجن يې وګڼلو او د هغه خبره يې ونه منله.
22بيا يې شا كړه، منډه يې كوله.
23نو خلك يې راټول كړل او غږ يې وكړ.
24وېلې: همدا زه مو ترټولو اوچت رب يم!
25نو ونیوه ده لره الله تعالی په سزا د آخرت او د دنیا سره.
26بېشكه په دې كې هغه چاته هرومرو يو درس دى چې وېريږي.
27آيا ستاسې پيدا كول سخت دي، كه د آسمان؟ چې هغه يې جوړ كړى دی.
28د هغه چت يې هسك او بيا يې سم برابر كړى.
29او تیاره کړې یې ده شپه د هغه او ښکاره کړی یې دی د څاښت وخت.
30او له هغه وروسته يې ځمكه وغوړوله.
31د هغې اوبه او شينکي يې ترې را واېستل.
32او غرونه يې پكې ښخ ودرول.
33ستاسو او ستاسو د څارويو د ګټې اخيستنې لپاره.
34نو كله چې هغه لوى افت راشي.
35هغه ورځ چې انسان ته خپل كړي عملونه ورياد شي.
36او دوزخ به هر هغه چا ته څرګند كړى شى چې ويني يې.
37بيا نو چا چې سركښي كړې وي.
38او دنيوي ژوند يې غوره ګڼلى وي.
39په رېښتيا همدا دوزخ به يې استوګنځى وي.
40او څوك چې د خپل پالونکي په مخكې له درېدو ډار شوى او ځان يې له هوسونو ساتلى وي.
41نو بېشكه جنت يې استوګنځى دى.
42هغوى د قيامت په هكله تا پوښتي چې كله به رامنځته كيږي؟
43په څه کې یې ته د یاداښت د هغې نه.
44د هغه وروستۍ (پوهه) ستا د رب لوري ته ده.
45ته خو يوازې د هغه چا خبروونكى يې چې ترې ډاريږي.
46كله چې هغوى يې وويني نو له يو ماښام يا يو سهار پرته چې نه وي ځنډېدلي.