An-Naba

النبأ

The Tidings40 ayahsMeccan

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

عَمَّ يَتَسَآءَلُونَ﴿١

1د څه په اړه دوی پوښتنې کوي (یو له بل نه).

عَنِ ٱلنَّبَإِ ٱلۡعَظِيمِ﴿٢

2د هغه لوى خبر په اړه.

ٱلَّذِي هُمۡ فِيهِ مُخۡتَلِفُونَ﴿٣

3هغه چې دوى پكې سره اختلاف كوونكي دي.

كَلَّا سَيَعۡلَمُونَ﴿٤

4هيڅكله نه، ژر به هغوى پوه شي.

ثُمَّ كَلَّا سَيَعۡلَمُونَ﴿٥

5بیا هېڅكله نه، ډېره ژر به دوې ته څرګنده شي.

أَلَمۡ نَجۡعَلِ ٱلۡأَرۡضَ مِهَٰدٗا﴿٦

6آيا موږ ځمكه فرش نه ده ګرځولې.

وَٱلۡجِبَالَ أَوۡتَادٗا﴿٧

7او غرونه مېخونه؟

وَخَلَقۡنَٰكُمۡ أَزۡوَٰجٗا﴿٨

8او تاسي مو جوړه جوړه پيدا كړي ياست.

وَجَعَلۡنَا نَوۡمَكُمۡ سُبَاتٗا﴿٩

9او ګرځولی دی موږ خوب ستاسو آرام.

وَجَعَلۡنَا ٱلَّيۡلَ لِبَاسٗا﴿١٠

10او ګرځولې ده موږ شپې لره جامه.

وَجَعَلۡنَا ٱلنَّهَارَ مَعَاشٗا﴿١١

11او ګرځولې ده موږ ورځ وخت د ګټلو د روزۍ.

وَبَنَيۡنَا فَوۡقَكُمۡ سَبۡعٗا شِدَادٗا﴿١٢

12او جوړ کړي مو دي ستاسې له پاسه اووه آسمانونه کلک.

وَجَعَلۡنَا سِرَاجٗا وَهَّاجٗا﴿١٣

13او جوړ کړی دی موږ چراغ ځلیدونکی.

وَأَنزَلۡنَا مِنَ ٱلۡمُعۡصِرَٰتِ مَآءٗ ثَجَّاجٗا﴿١٤

14او له ډكو ورېځو مو پرله پسې اوبه را ورولې دي.

لِّنُخۡرِجَ بِهِۦ حَبّٗا وَنَبَاتٗا﴿١٥

15ترڅو پرې غلې دانې او شنه ګيا راوټوكوو.

وَجَنَّٰتٍ أَلۡفَافًا﴿١٦

16او ګڼ باغونه.

إِنَّ يَوۡمَ ٱلۡفَصۡلِ كَانَ مِيقَٰتٗا﴿١٧

17بېشكه د پرېكړې ورځ يو ټاكلى وخت دى.

يَوۡمَ يُنفَخُ فِي ٱلصُّورِ فَتَأۡتُونَ أَفۡوَاجٗا﴿١٨

18كومه ورځ چې په شپېلۍ كې پو كړى شي نو بيا به تاسي ډلې ډلې راځئ.

وَفُتِحَتِ ٱلسَّمَآءُ فَكَانَتۡ أَبۡوَٰبٗا﴿١٩

19او آسمان به پرانيستل شي نو دروازې دروازې به وي.

وَسُيِّرَتِ ٱلۡجِبَالُ فَكَانَتۡ سَرَابًا﴿٢٠

20او روان به کړی شي غرونه نو شي به په څېر د شګې.

إِنَّ جَهَنَّمَ كَانَتۡ مِرۡصَادٗا﴿٢١

21بېشكه چې دوزخ يو څارنځى دى.

لِّلطَّٰغِينَ مَـَٔابٗا﴿٢٢

22د سركښانو استوګنځى دی.

لَّٰبِثِينَ فِيهَآ أَحۡقَابٗا﴿٢٣

23اوسیږي به هغه کې تر ډیرې مودې پورې.

لَّا يَذُوقُونَ فِيهَا بَرۡدٗا وَلَا شَرَابًا﴿٢٤

24نه به يخوالى پكى وڅكي او نه څښاك.

إِلَّا حَمِيمٗا وَغَسَّاقٗا﴿٢٥

25پرته له خوټېدلو اوبو او زوو.

جَزَآءٗ وِفَاقًا﴿٢٦

26سمه برابره بدله ده.

إِنَّهُمۡ كَانُواْ لَا يَرۡجُونَ حِسَابٗا﴿٢٧

27په رېښتيا هغوى د هيڅ حساب هيله نه درلوده.

وَكَذَّبُواْ بِـَٔايَٰتِنَا كِذَّابٗا﴿٢٨

28او زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي وو.

وَكُلَّ شَيۡءٍ أَحۡصَيۡنَٰهُ كِتَٰبٗا﴿٢٩

29او موږ هرڅه په شمېر ليكلي وو.

فَذُوقُواْ فَلَن نَّزِيدَكُمۡ إِلَّا عَذَابًا﴿٣٠

30نو ويې څكئ! اوس به موږ پرته له عذابه نور څه در زيات نه كړو.

إِنَّ لِلۡمُتَّقِينَ مَفَازًا﴿٣١

31یقینا متقیانو لره ځای د کامیابۍ دی.

حَدَآئِقَ وَأَعۡنَٰبٗا﴿٣٢

32باغونه او انګور دي.

وَكَوَاعِبَ أَتۡرَابٗا﴿٣٣

33او نوې پېغلې همزولې دي.

وَكَأۡسٗا دِهَاقٗا﴿٣٤

34او ډك ډك جامونه.

لَّا يَسۡمَعُونَ فِيهَا لَغۡوٗا وَلَا كِذَّٰبٗا﴿٣٥

35نه به هلته چټيات پكې اوري او نه دروغ.

جَزَآءٗ مِّن رَّبِّكَ عَطَآءً حِسَابٗا﴿٣٦

36ستا د پالونکي لخوا بدله او پوره پوره لورېينه.

رَّبِّ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ وَمَا بَيۡنَهُمَا ٱلرَّحۡمَٰنِۖ لَا يَمۡلِكُونَ مِنۡهُ خِطَابٗا﴿٣٧

37د آسمانونو، ځمكې او د هغو ترمنځ شيانو ډېر مهربان پالونکی دى، هغوى به له هغه سره د خبرو كولو وس نه لري.

يَوۡمَ يَقُومُ ٱلرُّوحُ وَٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ صَفّٗاۖ لَّا يَتَكَلَّمُونَ إِلَّا مَنۡ أَذِنَ لَهُ ٱلرَّحۡمَٰنُ وَقَالَ صَوَابٗا﴿٣٨

38هغه ورځ چې روح او پرېښتې كتار كتار ودريږي، هيڅوك به خبرې نه كوي له هغه چا پرته چې رحمان اجازه وركړې وي او سمې خبرې به كوي.

ذَٰلِكَ ٱلۡيَوۡمُ ٱلۡحَقُّۖ فَمَن شَآءَ ٱتَّخَذَ إِلَىٰ رَبِّهِۦ مَـَٔابًا﴿٣٩

39دا حقه ورځ ده نو چې د چا خوښه وي د خپل پالونکي لور ته د ورګرځېدو لار دې ونيسي.

إِنَّآ أَنذَرۡنَٰكُمۡ عَذَابٗا قَرِيبٗا يَوۡمَ يَنظُرُ ٱلۡمَرۡءُ مَا قَدَّمَتۡ يَدَاهُ وَيَقُولُ ٱلۡكَافِرُ يَٰلَيۡتَنِي كُنتُ تُرَٰبَۢا﴿٤٠

40بېشكه موږ له (راتلونكي) نېږدې عذابه ووېرولئ هغه ورځ چې هرسړى به هغه څه وويني چې خپلو لاسونو يې وړاندې لېږلي او كافر به وايي: كاشكې زه خاورې واى.

RELATED SURAHS