Al-Mursalat

المرسلات

Those Sent Forth50 ayahsMeccan

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

وَٱلۡمُرۡسَلَٰتِ عُرۡفٗا﴿١

1په پرله پسې لېږل شوو بادونو باندې قسم.

فَٱلۡعَٰصِفَٰتِ عَصۡفٗا﴿٢

2بيا پر سختو توپاني چلېدونكو باندې.

وَٱلنَّٰشِرَٰتِ نَشۡرٗا﴿٣

3بيا (دورېځو) پرخپروونكو بادونو باندې.

فَٱلۡفَٰرِقَٰتِ فَرۡقٗا﴿٤

4بيا (د حق او باطل) په بېلوونكو.

فَٱلۡمُلۡقِيَٰتِ ذِكۡرًا﴿٥

5بيا د ذكر (قرآن) پر راښكته كوونكو باندې.

عُذۡرًا أَوۡ نُذۡرًا﴿٦

6چې د عذر يا وېرونې په توګه وي.

إِنَّمَا تُوعَدُونَ لَوَٰقِعٞ﴿٧

7بېشكه څه چې درسره ژمنه كيږي هغه هرومرو پېښېدونكي دي.

فَإِذَا ٱلنُّجُومُ طُمِسَتۡ﴿٨

8نو كله چې ستوري پيکه شي.

وَإِذَا ٱلسَّمَآءُ فُرِجَتۡ﴿٩

9اوکله چې آسمان څيرې کړل شي.

وَإِذَا ٱلۡجِبَالُ نُسِفَتۡ﴿١٠

10اوغرونه ميده ميده والوزول شي.

وَإِذَا ٱلرُّسُلُ أُقِّتَتۡ﴿١١

11او هر کله چې د رسولانو وخت پوره کړی شي.

لِأَيِّ يَوۡمٍ أُجِّلَتۡ﴿١٢

12د كومې ورځې لپاره (دا كار) ځنډول شوى دى؟

لِيَوۡمِ ٱلۡفَصۡلِ﴿١٣

13د پريكړې ورځې لپاره.

وَمَآ أَدۡرَىٰكَ مَا يَوۡمُ ٱلۡفَصۡلِ﴿١٤

14او ته څه شي خبركړى يې چې د پريكړې ورځ څه ده؟

وَيۡلٞ يَوۡمَئِذٖ لِّلۡمُكَذِّبِينَ﴿١٥

15تباهي ده په هغه ورځ درواغ ګڼونكو لره.

أَلَمۡ نُهۡلِكِ ٱلۡأَوَّلِينَ﴿١٦

16آيا موږ مخکېني نه دي تباه كړي؟

ثُمَّ نُتۡبِعُهُمُ ٱلۡأٓخِرِينَ﴿١٧

17بيا به وروستني هم ورپسې كړو.

كَذَٰلِكَ نَفۡعَلُ بِٱلۡمُجۡرِمِينَ﴿١٨

18دغسې کار کوو موږ د مجرمانو سره.

وَيۡلٞ يَوۡمَئِذٖ لِّلۡمُكَذِّبِينَ﴿١٩

19په هغه ورځ درواغ ګڼونكو لپاره تباهي ده.

أَلَمۡ نَخۡلُقكُّم مِّن مَّآءٖ مَّهِينٖ﴿٢٠

20آيا تاسې مو له سپكو (خوارو) اوبو څخه نه يئ پيدا كړي؟

فَجَعَلۡنَٰهُ فِي قَرَارٖ مَّكِينٍ﴿٢١

21چې هغه مو بيا يو خوندي ځاى كې وساتلې.

إِلَىٰ قَدَرٖ مَّعۡلُومٖ﴿٢٢

22تر يوې ټاكلې مودې پورې.

فَقَدَرۡنَا فَنِعۡمَ ٱلۡقَٰدِرُونَ﴿٢٣

23بيا مو اندازه كړ نو (ګوره) موږ ښه اندازه كوونكي يو.

وَيۡلٞ يَوۡمَئِذٖ لِّلۡمُكَذِّبِينَ﴿٢٤

24تباهي ده په هغه ورځ د درواغ ګڼونكو لپاره.

أَلَمۡ نَجۡعَلِ ٱلۡأَرۡضَ كِفَاتًا﴿٢٥

25آيا موږ ځمكه راغونډېدونكې نه ده ګرځولې؟

أَحۡيَآءٗ وَأَمۡوَٰتٗا﴿٢٦

26د ژوندويو او مړيو لپاره.

وَجَعَلۡنَا فِيهَا رَوَٰسِيَ شَٰمِخَٰتٖ وَأَسۡقَيۡنَٰكُم مَّآءٗ فُرَاتٗا﴿٢٧

27او په هغې كې مو لوړ لوړ غرونه پيدا كړي او تاسې ته مو خوږې اوبه درڅښلې دي.

وَيۡلٞ يَوۡمَئِذٖ لِّلۡمُكَذِّبِينَ﴿٢٨

28درواغ ګڼونكو لره په هغه ورځ تباهي ده.

ٱنطَلِقُوٓاْ إِلَىٰ مَا كُنتُم بِهِۦ تُكَذِّبُونَ﴿٢٩

29اوس ځئ د هغه شي لور ته چې تاسي درواغ ګڼلو.

ٱنطَلِقُوٓاْ إِلَىٰ ظِلّٖ ذِي ثَلَٰثِ شُعَبٖ﴿٣٠

30روان شئ دريو څانګو والا سيوري خوا ته.

لَّا ظَلِيلٖ وَلَا يُغۡنِي مِنَ ٱللَّهَبِ﴿٣١

31چې هغه نه يخوونكى او نه د لمبو مخنيوونكى دى.

إِنَّهَا تَرۡمِي بِشَرَرٖ كَٱلۡقَصۡرِ﴿٣٢

32هغه د ماڼيو غوندې (لوى) بڅركي غورځوي.

كَأَنَّهُۥ جِمَٰلَتٞ صُفۡرٞ﴿٣٣

33لكه چې هغه زېړ توربخن اوښان وي.

وَيۡلٞ يَوۡمَئِذٖ لِّلۡمُكَذِّبِينَ﴿٣٤

34تباهي ده په هغه ورځ درواغ ګڼونكو لره.

هَٰذَا يَوۡمُ لَا يَنطِقُونَ﴿٣٥

35داهسې ورځ ده چې هغوى به څه نه شي ويلاى.

وَلَا يُؤۡذَنُ لَهُمۡ فَيَعۡتَذِرُونَ﴿٣٦

36او نه به اجازه وركولى شي چې څه عذر وړاندې كړي.

وَيۡلٞ يَوۡمَئِذٖ لِّلۡمُكَذِّبِينَ﴿٣٧

37تباهي ده په هغه ورځ درواغ ګڼونكو لره.

هَٰذَا يَوۡمُ ٱلۡفَصۡلِۖ جَمَعۡنَٰكُمۡ وَٱلۡأَوَّلِينَ﴿٣٨

38همدا د پريكړې ورځ ده، تاسي او پخواني مو (ګرد) راټول كړي ياست.

فَإِن كَانَ لَكُمۡ كَيۡدٞ فَكِيدُونِ﴿٣٩

39اوس كه څه چل لرئ نو جوړ يې كړئ.

وَيۡلٞ يَوۡمَئِذٖ لِّلۡمُكَذِّبِينَ﴿٤٠

40تباهى ده په هغه ورځ د درواغ ګڼونكو لپاره.

إِنَّ ٱلۡمُتَّقِينَ فِي ظِلَٰلٖ وَعُيُونٖ﴿٤١

41بېشكه متقيان (ځان ساتونکي) به په سيورو او چينو كې وي.

وَفَوَٰكِهَ مِمَّا يَشۡتَهُونَ﴿٤٢

42او له هغو مېوو څخه چې هغوى يې غواړي.

كُلُواْ وَٱشۡرَبُواْ هَنِيٓـَٔۢا بِمَا كُنتُمۡ تَعۡمَلُونَ﴿٤٣

43خورئ او څښئ په خوند سره د هغو عملونو په بدله كې چې تاسي به كول.

إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجۡزِي ٱلۡمُحۡسِنِينَ﴿٤٤

44بېشكه موږ نېكانو ته همدغه شان بدله وركوو.

وَيۡلٞ يَوۡمَئِذٖ لِّلۡمُكَذِّبِينَ﴿٤٥

45په هغه ورځ درواغ ګڼونكو لره تباهي ده.

كُلُواْ وَتَمَتَّعُواْ قَلِيلًا إِنَّكُم مُّجۡرِمُونَ﴿٤٦

46لږه موده خورئ او مزې كوئ په رېښتيا تاسې مجرمان ياست.

وَيۡلٞ يَوۡمَئِذٖ لِّلۡمُكَذِّبِينَ﴿٤٧

47په هغه ورځ درواغ ګڼونكو لره تباهي ده.

وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ ٱرۡكَعُواْ لَا يَرۡكَعُونَ﴿٤٨

48او كله چې ورته وويل شي (د الله پر وړاندې) ټيټ شئ نو هغوى نه ټيټيږي.

وَيۡلٞ يَوۡمَئِذٖ لِّلۡمُكَذِّبِينَ﴿٤٩

49تباهي ده په هغه ورځ درواغ ګڼونكو لره.

فَبِأَيِّ حَدِيثِۭ بَعۡدَهُۥ يُؤۡمِنُونَ﴿٥٠

50نو له دې وروسته په كومه خبره ايمان راوړي؟

RELATED SURAHS