الإنسان
Man • 31 ayahs • Medinan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1په تحقیق سره پر انسان د زمانې يو داسې وخت راغلى چې هغه هيڅ د يادېدو شى نه و.
2انسان خو په رېښتيا موږ له يو ګډ شوي څاڅكي پيدا كړ چې هغه و ازمويو؛ نو اورېدونكى ليدونکی مو وګرځولو.
3موږ لار ورښودلې ده ( نو اوس به) يا شكر اېستونكى او يا به ناشكره شي.
4(او) د كافرانو لپاره موږ ځنځيرونه، زندۍ او لمبه وهونكى اور چمتو كړى.
5بېشكه نېكان به په جنت كې له داسې جامونو (شراب) څښي چې ګډون به يې كافور وي.
6دا يوه چينه ده چې د الله (غوره) بندګان يې (اوبه) څښي، ( چېرته يې چې غواړي) بهوي به يې.
7هغوی نذر پوره كوي او له هغې ورځې ډارېږي چې د هغې شر خپور دى.
8او له هغه سره د مينې سربېره، بې وزله، يتيم او بندي ته خواړه وركوي.
9(وايي) موږ يوازې د الله د مخ لپاره خواړه دركوو، نه له تاسې بدله غواړو او نه مننه (تشکري)
10موږ په رېښتيا له خپل پالونکي ډارېږو، د سخت كړاو اوږدې ورځې (عذاب) څخه.
11نو الله به يې د هغې ورځې له شره وساتي او تازګي او خوښي به وركړي.
12او د صبر بدله كې به يې جنت او ورېښمين لباس وركړي.
13په تختونو به هلته تكيه وهلي ناست وي، نه به د لمر ګرمي پكې ويني او نه (د ژمي) ساړه.
14سيورى به يې ورباندې رانېږدې او مېوې به يې راټيټې شوې آسانه وي.
15او پر هغوى به د سپينو زرو لوښي او د شيشو ګيلاسونه ګرځول كيږي.
16شيشې هم د سپينو زرو په ډول چې سمبالوونكو به سم په اندازه (ډك) كړي وي.
17او پر هغوى به هلته داسې جامونه څښل كيږي چې ګډون به يې سونډ وي.
18دا په جنت كې يوه چينه ده چې سلسبيل بلل كيږي.
19او پر هغوى به تلپاتې هلكان ګرځي راګرځي. چې ته يې ووينې د خپرو ورو ملغلرو ګومان به پرې كوې.
20او چې ته هرې خواته وګورې سراسر نعمتونه او لويه پاچايي به وينې.
21د پاسه د دوی به جامې د نریو شنو وريښمو وي او غټ وریښم (به لاندې وي) او اچولی کیږي به دوی ته بنګړي د سپینو زرو او ورڅښوي به دوی ته رب د دوی د څښلو څيز پاکوونکی.
22بېشكه همدا ستاسې بدله ده او ستاسې هلې ځلې د قدر وړ دي.
23بېشکه همدا موږ پر تا باندې قرآن كرار كرار نازل كړى.
24نو د خپل پالونکي حكم ته صبر كوه او له هغوى د هيڅ يو بد عمله او ناشكره خبره مه منه.
25او د خپل رب نوم دې يادوه سهار او ماښام.
26او د شپې هم سجده ورته كوه او تسبيح يې وايه د شپې په اوږدو كې.
27په رېښتيا دغه خلك بيړنى شى خوښوي او (راتلونكى) درنه ورځ تر شا پرېږدي.
28هغوى خو موږ پيدا كړي او موږ يې اندامونه (بندونه) ورټينګ كړي او كله چې موږ وغواړو په بدل كې به يې نور د هغوى غوندې راولو.
29بېشكه دا يو نصيحت دى، نو د چا چې خوښه وي د خپل پالونکي لوري ته دې لار ونيسي.
30او د الله له خوښې پرته تاسې څه نه شئ غوښتی، په رېښتيا هغه ډېر پوه ځيرك دى.
31چاته يې چې خوښه شي په خپل رحمت كې يې داخلوي او د ظالمانو لپاره يې دردوونكى عذاب چمتو كړى دی.