القيامة
The Resurrection • 40 ayahs • Meccan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1زه د قيامت په ورځ قسم كوم.
2او زه پر ملامتوونكي نفس قسم كوم.
3آيا انسان دا ګومان كوي چې موږ به يې هډوكي راټول نه كړو؟
4ولې نه، موږ خو آن د هغو بندونو (او ګوتو سرونو) پر سم برابرولو ځواکمن يو.
5خو (منكر) انسان غواړي چې وړاندې هم بدكارونه ترسره كړي.
6پوښتنه كوي: چې د قيامت ورځ به كله وي؟
7نو كله چې سترګې خړې شي.
8او سپوږمۍ توره شي.
9او لمر او سپوږمۍ يو ځاى كړل شي.
10په هغه ورځ به (دا) انسان ووايي: د تېښتې ځاى چېرې دى؟
11هيڅكله نه، د پناه ځاى نشته.
12هغه ورځ (يوازې) ستا د پالونکي لور ته د تمځاى دى.
13خبر به ورکړی شي انسان ته په دغه ورځ په هغه عمل چې مخکې یې لیږلی دی او وروسته یې پریښی دی.
14بلكې انسان خپله هم پر ځان ليدونكى دى.
15كه څه هم (ډېر) عذرونه وړاندې كړي.
16ته پرې ژر ژر ژبه مه خوځوه چې بيړه پرې وكړې.
17بېشكه د هغه جمع كول او پر تا لوستل يې زموږ پر ذمه دي.
18نو كله چې هغه موږ ولوست، بيايې ته ورپسې لوله.
19بيا په رېښتيا د هغه څرګند بيانول هم پر موږ دي.
20داسې نده، بلکه تاسو د دنیا سره مینه کوئ.
21او آخرت پرېږدئ.
22په هغه ورځ به ځينې مخونه تازه وي.
23خپل پالونکي ته به كتونكي وي.
24او ځينې مخونه به هغه ورځ بدرنګه وي.
25ګومان به كوي چې ملاماتوونكى چلند به ورسره وكړى شي.
26هيڅكله نه، كله چې مرۍ ته (سا) ورسيږي.
27او وويل شي: څوك دى دم چوف كوونكى؟
28او ګومان وكړي چې همدا بېلتون دى.
29او پنډۍ په پنډۍ پورې ونښلي.
30همغه ورځ ستا د پالونکي لور ته روانېدل دي.
31هغه خو نه باور درلود او نه يې لمونځ كړى و.
32خو درواغجن يې وباله او مخ يې واړولو.
33بيا په (ډېره) لويۍ خپل كاله (کورنۍ) ته لاړ.
34همدا درسره وړ دي، تا سره ښايي.
35بيا هم ستا وړ دي، له تا سره ښايي.
36آيا انسان دا ګڼي چې خوشې (چيټي) به پرېښودل شي؟
37آيا هغه د منۍ يو څاڅكى نه و چې څڅول كيږي (په رحم کې).
38بيا د وينو يوه ټوټه شو نو الله جوړ او سم برابر كړ.
39بيايې له هغه څخه جوړه پيدا كړه، نارينه او ښځينه.
40آيا هغه پر دې نه دى قادر چې مړي راژوندي كړي؟