Al-Muddaththir

المدثر

The Cloaked One56 ayahsMeccan

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

يَٰٓأَيُّهَا ٱلۡمُدَّثِّرُ﴿١

1اې په جامه كې ځان نغښتونكيه!

قُمۡ فَأَنذِرۡ﴿٢

2پاڅېږه او خبرداری وركړه.

وَرَبَّكَ فَكَبِّرۡ﴿٣

3او د خپل پالونکي لويي بيان كړه.

وَثِيَابَكَ فَطَهِّرۡ﴿٤

4او خپلې جامې پاكې وساته.

وَٱلرُّجۡزَ فَٱهۡجُرۡ﴿٥

5او له هري پلیتۍ نه ډډه وکړه.

وَلَا تَمۡنُن تَسۡتَكۡثِرُ﴿٦

6او داسې ښېګڼه مه كوه چې د بدل زياتوالی غواړې.

وَلِرَبِّكَ فَٱصۡبِرۡ﴿٧

7او پالونکي ته دې صبر كوه.

فَإِذَا نُقِرَ فِي ٱلنَّاقُورِ﴿٨

8نو كله چې په شپېلۍ كې پو كړل شي.

فَذَٰلِكَ يَوۡمَئِذٖ يَوۡمٌ عَسِيرٌ﴿٩

9بيا به دغه ورځ سخته ورځ وي.

عَلَى ٱلۡكَٰفِرِينَ غَيۡرُ يَسِيرٖ﴿١٠

10چې پر كافرانو به آسانه نه وي.

ذَرۡنِي وَمَنۡ خَلَقۡتُ وَحِيدٗا﴿١١

11ما او هغه سره پرېږده چې يوازې مې پيدا كړی.

وَجَعَلۡتُ لَهُۥ مَالٗا مَّمۡدُودٗا﴿١٢

12او بيا مې ډېر مال وركړ.

وَبَنِينَ شُهُودٗا﴿١٣

13او حاضر (چمتو) زامن.

وَمَهَّدتُّ لَهُۥ تَمۡهِيدٗا﴿١٤

14او پراخه پراختيا مې وركړه.

ثُمَّ يَطۡمَعُ أَنۡ أَزِيدَ﴿١٥

15(خو) بيا هم هيله كوي چې لا يې ورزيات كړم.

كَلَّآۖ إِنَّهُۥ كَانَ لِأٓيَٰتِنَا عَنِيدٗا﴿١٦

16هيڅكله نه، هغه خو زموږ د آيتونو دښمن و.

سَأُرۡهِقُهُۥ صَعُودًا﴿١٧

17عذاب به ورکړم عذاب سخت [د غره ختلو ته به یې اړ کړم]

إِنَّهُۥ فَكَّرَ وَقَدَّرَ﴿١٨

18هغه سوچ وكړ او څه خبره يې جوړه كړه.

فَقُتِلَ كَيۡفَ قَدَّرَ﴿١٩

19نو تباه دې شي، څرنګه اندازه یي ولګوله.

ثُمَّ قُتِلَ كَيۡفَ قَدَّرَ﴿٢٠

20بيا دې تباه شي، څنګه خبره يې جوړه كړه.

ثُمَّ نَظَرَ﴿٢١

21بيايې وكتل.

ثُمَّ عَبَسَ وَبَسَرَ﴿٢٢

22بيا یې تندی تريو کړ او ښه یې تریو کړ.

ثُمَّ أَدۡبَرَ وَٱسۡتَكۡبَرَ﴿٢٣

23بیا يې شا واړوله او كبر يې وكړ.

فَقَالَ إِنۡ هَٰذَآ إِلَّا سِحۡرٞ يُؤۡثَرُ﴿٢٤

24نو ويې ويل: دا له هغو كوډو پرته بل څه نه دي چې له پخوا نه راروانې دي.

إِنۡ هَٰذَآ إِلَّا قَوۡلُ ٱلۡبَشَرِ﴿٢٥

25دا د بشر له وينا پرته بل څه نه دي!

سَأُصۡلِيهِ سَقَرَ﴿٢٦

26(الله فرمايي) ژر به يې دوزخ ته ننباسم.

وَمَآ أَدۡرَىٰكَ مَا سَقَرُ﴿٢٧

27او ته څه پوهېږې چې سقر څه دى؟

لَا تُبۡقِي وَلَا تَذَرُ﴿٢٨

28هغه يې نه پاتې کوي او نه يې خوشې كوي.

لَوَّاحَةٞ لِّلۡبَشَرِ﴿٢٩

29د پوستكي سوځوونكى دى.

عَلَيۡهَا تِسۡعَةَ عَشَرَ﴿٣٠

30پر هغه نولس (پرېښتې) ټاكل شوې دي.

وَمَا جَعَلۡنَآ أَصۡحَٰبَ ٱلنَّارِ إِلَّا مَلَٰٓئِكَةٗۖ وَمَا جَعَلۡنَا عِدَّتَهُمۡ إِلَّا فِتۡنَةٗ لِّلَّذِينَ كَفَرُواْ لِيَسۡتَيۡقِنَ ٱلَّذِينَ أُوتُواْ ٱلۡكِتَٰبَ وَيَزۡدَادَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِيمَٰنٗا وَلَا يَرۡتَابَ ٱلَّذِينَ أُوتُواْ ٱلۡكِتَٰبَ وَٱلۡمُؤۡمِنُونَ وَلِيَقُولَ ٱلَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٞ وَٱلۡكَٰفِرُونَ مَاذَآ أَرَادَ ٱللَّهُ بِهَٰذَا مَثَلٗاۚ كَذَٰلِكَ يُضِلُّ ٱللَّهُ مَن يَشَآءُ وَيَهۡدِي مَن يَشَآءُۚ وَمَا يَعۡلَمُ جُنُودَ رَبِّكَ إِلَّا هُوَۚ وَمَا هِيَ إِلَّا ذِكۡرَىٰ لِلۡبَشَرِ﴿٣١

31او موږ د دوزخ دا څوكيداران پرته له پرېښتو بل څوك نه دي ګومارلي او د هغو شمېر مو هم يوازې د كافرانو لپاره ازمویښت ګرځولى، تر څو اهل كتاب يقين وكړي او د مومنانو ايمان زيات شي او اهل كتاب او مومنان څه شک ونه كړي او د دې لپاره چې په زړه ناروغان او كافران ووايي چې الله په دې بيان سره څه غوښتي دي؟ په همدې ډول چا ته چې الله وغواړي بې لارې كوي يې او چا ته چې وغواړي هدايت ورته كوي او ستا د رب لښكرې له هغه پرته بل چا ته نه دي معلومې او هغه (دوزخ) بل څه نه دى مګر د بشر لپاره يو نصيحت.

كَلَّا وَٱلۡقَمَرِ﴿٣٢

32هيڅكله نه، قسم دى په سپوږمۍ.

وَٱلَّيۡلِ إِذۡ أَدۡبَرَ﴿٣٣

33او په شپه چې بېرته وګرځي.

وَٱلصُّبۡحِ إِذَآ أَسۡفَرَ﴿٣٤

34او په سهار چې رڼا شي.

إِنَّهَا لَإِحۡدَى ٱلۡكُبَرِ﴿٣٥

35چې په رېښتيا هغه (دوزخ) له سترو شيانو څخه يو دى.

نَذِيرٗا لِّلۡبَشَرِ﴿٣٦

36د انسانانو لپاره وېروونكى دی.

لِمَن شَآءَ مِنكُمۡ أَن يَتَقَدَّمَ أَوۡ يَتَأَخَّرَ﴿٣٧

37له تاسي څخه د هغه چا لپاره چې پرمختګ غواړي يا وروسته كېدل.

كُلُّ نَفۡسِۭ بِمَا كَسَبَتۡ رَهِينَةٌ﴿٣٨

38هر څوک په خپلو کړو اعمالو کې نيولی شوی دی، يا به يې اعمال تباه کوي او يا به يې خلاصوي او له تباهۍ به يې ژغوري.

إِلَّآ أَصۡحَٰبَ ٱلۡيَمِينِ﴿٣٩

39پرته له ښي لاس والا و.

فِي جَنَّٰتٖ يَتَسَآءَلُونَ﴿٤٠

40چې جنتو كې به سره پوښتي.

عَنِ ٱلۡمُجۡرِمِينَ﴿٤١

41د مجرمانو په باره کې.

مَا سَلَكَكُمۡ فِي سَقَرَ﴿٤٢

42چې دوزخ ته څه شي بوتلئ؟

قَالُواْ لَمۡ نَكُ مِنَ ٱلۡمُصَلِّينَ﴿٤٣

43هغوى به وايي: موږ خو له لمونځ كوونكو څخه نه وو.

وَلَمۡ نَكُ نُطۡعِمُ ٱلۡمِسۡكِينَ﴿٤٤

44او نه مو مسكين ته خواړه وركول.

وَكُنَّا نَخُوضُ مَعَ ٱلۡخَآئِضِينَ﴿٤٥

45او غلطو بحث كوونكو سره يوځاى موږ هم بحثونه كول.

وَكُنَّا نُكَذِّبُ بِيَوۡمِ ٱلدِّينِ﴿٤٦

46او د جزا ورځ مو درواغ ګڼله.

حَتَّىٰٓ أَتَىٰنَا ٱلۡيَقِينُ﴿٤٧

47تر دې چې همغه يقيني شى [مرګ] راته راغى.

فَمَا تَنفَعُهُمۡ شَفَٰعَةُ ٱلشَّٰفِعِينَ﴿٤٨

48نو بيا به د سپارښت كوونكو سپارښت څه ګټه ور ونه رسوي.

فَمَا لَهُمۡ عَنِ ٱلتَّذۡكِرَةِ مُعۡرِضِينَ﴿٤٩

49نو څه پرې شوي چې له دې نصيحته مخ اړوونكي دي؟

كَأَنَّهُمۡ حُمُرٞ مُّسۡتَنفِرَةٞ﴿٥٠

50هغوی لكه ترېدلي خره داسې دي.

فَرَّتۡ مِن قَسۡوَرَةِۭ﴿٥١

51چې له زمري تښتېدلي وي.

بَلۡ يُرِيدُ كُلُّ ٱمۡرِيٕٖ مِّنۡهُمۡ أَن يُؤۡتَىٰ صُحُفٗا مُّنَشَّرَةٗ﴿٥٢

52اصلاً هغوى هر يو غواړي چې (ځانګړي) پرانيستي ليكونه وركړل شي.

كَلَّاۖ بَل لَّا يَخَافُونَ ٱلۡأٓخِرَةَ﴿٥٣

53هيڅكله نه، په اصل كې هغوى له آخرته نه وېريږي.

كَلَّآ إِنَّهُۥ تَذۡكِرَةٞ﴿٥٤

54هيڅكله نه، دا خو يو نصيحت دى.

فَمَن شَآءَ ذَكَرَهُۥ﴿٥٥

55نو د چا چې خوښه وي درس دې ترې واخلي.

وَمَا يَذۡكُرُونَ إِلَّآ أَن يَشَآءَ ٱللَّهُۚ هُوَ أَهۡلُ ٱلتَّقۡوَىٰ وَأَهۡلُ ٱلۡمَغۡفِرَةِ﴿٥٦

56او هغوى څه درس نه شي اخيستلاى پرته له دې چې الله وغواړي، همغه د دې وړ دى چې ترې وېره وشي او همغه د بخښلو واک لري.

RELATED SURAHS