الحجر
The Rocky Tract • 99 ayahs • Meccan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1الر [1]، دغه د كتاب او واضح قرآن آیتونه دي.
2ډیر ځلې به ارزو (هېله) کوي هغه کسان چې کافران شوي دي چې کاشکې وی دوی مسلمانان.
3پريږده دوی (ای پیغمبره) چې خوراکونه کوي او مزې اخلي (د دنیا) او غافل کړي دوی لره امیدونو، نو زر دی چې دوی ته به ښکاره شي.
4او موږ هيڅ كلي والا نه دي تباه كړي مګر د هغوی لپاره ټاکلي لیکل وو.
5نه شي مخکې کیدلی هیڅ قوم له خپلې نېټې څخه او نه وروسته کیدلی شي.
6او ویلی (دغو کافرانو محمد صلی الله علیه وسلم ته) ای هغه سړیه چې نازل کړی شوی دی پر هغه باندې ذکر (قرآن) بې شکه ته خامخا لیونی يې.
7ولې نه راولې ته موږ ته ملائکې که یې ته له ريښتینو څخه.
8نه نازلوو موږ پريښتې مګر له حق سره، او بيا خلكو ته مهلت نه وركول كېږي.
9بې شکه موږ پخپله نازل کړې دی ذکر (قرآن کریم) او بې شکه چې موږ د ده خامخا ساتونکي یو.
10او خامخا په تحقیق سره لیږلي و موږ (رسولان) پخوا له تا په ډلو د پخوانیو (خلکو) کې.
11او نه به راته هغوی ته هیڅ رسول مګر حال دا چې وو به دوی چې په هغه پورې به یې مسخری کولې.
12همدغه شان موږ ورننباسو دا (انكار) د مجرمانو په زړونو كې.
13هغوى پرې ايمان نه راوړي، له پخوا نه د دغه ډول خلكو همدا كړنلاره ده.
14او که راپرانیزو موږ په دوی باندې یوه دروازه له اسمانه چې شي دوی په دې کې (ټوله ورځ) ورخیژي.
15بيا به يې هم همدا ويل چې زموږ سترګې غولول كېږي، بلكې پر موږ كوډې شوې دي.
16او بې شکه په اسمان كې موږ ډير پاخه برجونه جوړ كړي او هغه مو د نندارچيانو لپاره ښايسته كړيدي.
17او له هر رټل شوي شيطان څخه مو هغه خوندي ساتلي دی.
18مګر هغه څوک چې په غلا غوږ ونیسي، نو بیا هم يوه روښانه پلوشه ورپسې شي.
19او موږ ځمكه غوړولې، په هغې كې مو غرونه نصب كړي، په هغې كې مو هر ډول شينکي په ټاكلې تللې اندازه راټوكولي.
20او پیدا کړي مو دي تاسي ته په دغه (ځمکه) کې (اسباب د) ژوند او هغه چا لره چې نه ياست تاسي هغوی ته رزق روزي ورکوونکي.
21هېڅ څه شی نشته چې د هغه زيرمې له موږ سره نه وي، او موږ چې هر شى نازلوو په يوه ټاكلې اندازه يې نازلوو.
22موږ بارداروونكى بادونه ليږو، بيا له اسمانه اوبه وروو او په هغو اوبو سره تاسي خړوبه كوو، د دې (زېرمې) خزانه داران تاسي نه ياست.
23ژوند او مرګ موږ وركوو، او همدا موږ د ټولو وارثان يو.
24له تاسي نه مخكې چې كوم خلك تېر شويدي پر هغوى هم موږ علم لرو او وروسته راتلونكي هم موږ ته معلوم دي.
25او یقینا ستا رب به راجمع کوي دې خلکو لره، او یقینا ستا رب حکمت والا، پوه دی.
26او یقینا پیدا کړی موږ (اولنی) انسان د کړنګاري کوونکی له تورې زړې خټې نه.
27او جان (د پیریانو پلار) موږ پیدا کړی دی پخوا له (ادم علیه السلام) له ګرم بې لوګي اور څخه.
28او (یاد کړه) کله چې وویل ستا رب ملایکو ته یقینا زه جوړوم یو بنده د کړنګاری کوونکې تورې زړې خټې نه.
29پس كله چې ما هغه برابر كړ او له خپل روح څخه مې پکې ورپو کړ، نو پرېوځئ ورته سجده کوونکي.
30پس سجده وكړه ملائكو ټولو په یو ځل.
31بې له ابليس نه چې هغه د سجده كوونكو له ملګرتيا څخه انكار وكړ.
32پروردګار پوښتنه وكړه: اى ابليسه! پر تا څه وشول چې تا له سجده كوونكو سره ملګرتيا ونه كړه؟
33و ویل (ابلیس) چې نه یم زه چې سجده دې وکړم بنده ته چې تا جوړ کړی د کړنګارې کوونکي تورې زړې خټې نه.
34وفرمایل (الله تعالی) پس ووځه له هغه (جنته)، یقینا ته یې رټلی شوی.
35او بی شکه پر تا باندې (ای شیطانه) لعنت دی د جزا تر ورځې پورې.
36وويل (ابليس): اى ربه زما! پس مهلت راكړه ما ته تر هغي ورځې پورې چې پورته كولی شي مړي (له قبرونو نه).
37وفرمایل (الله تعالی) پس بي شكه ته (اى ابليسه) له مهلت وركړل شويو څخه يې.
38د ټاكلي وخت تر ورځې.
39هغه وويل: زما پروردګاره! څنګه چې تا زه بې لارې كړم په هماغه شان به اوس زه په ځمكه كې د دوى لپاره د غولوونكو وسايلو په وړاندې كولو دوى ټول بې لارې كړم.
40مګر له دوی څخه ستا هغه بندګان چې بچ پاتي کړی شوي.
41ويې فرمايل: دا هغه لاره ده چې سمه نیغه ماته رارسېدلې ده.
42بې شکه زما پر خاصو بندګانو ستا واک نشته، مګر هغه څوک چې ستا تابعداري وکړي د بې لارې شویو څخه.
43او بیشکه چې جهنم (دوزخ) خامخا ځای د وعدی د دغو (ستا د پېروانو) دی د ټولو.
44چې دې (دوزخ) لره اوه دروازې دي او د هرې دروازې لپاره د دې خلکو نه برخه ده تقسیم کړی شوې.
45یقینا پرهیزګاران خلک به وي په جنتونو او چینو کې.
46(ویلی کیږي به دوی ته) ننوځئ دې جنتونو ته په سلامتۍ سره په داسې حال کې چې په امن به یاستئ.
47او وبه باسو (لرې به کړو) هر هغه حسد چې د دې په سینو کې و، ورونه ورونه به وي او په تختونو به وي یو بل ته مخامخ.
48نه به رسیږي دغه (جنتیانو) ته په دغه (جنت) کې هیڅ ستړې والی او نه به دوی د هغه نه ویستلی کیږي.
49خبر ورکړه (ای پیغمبره!) زما بندګانو لره چې زه یم بخښنه کوونکی رحم کوونکی.
50او (بله دا چې) بې شکه عذاب زما هم دی دردناک عذاب.
51او خبر ورکړه دوی ته په باره د میلمنو د ابراهیم -علیه السلام- کې.
52کله چې دوی ننوتل (ابراهیم -علیه السلام) ته نو وویل دوی موږ سلام کوو، هغه ورته وویل یقینا موږ له تاسي څخه ویریدونکي یو.
53نو وویل (ملاېکو) مه ویریږه بې شکه موږ زیری کوو تا ته په هلک ډیر پوه سره.
54ابراهيم علیه السلام وويل: آيا تاسي په دې زوړوالي كې ماته زېرى راكوئ؟ نو د څه زېرى راكوئ؟
55وویل (ملائکو ابراهیم -علیه السلام- ته) چې زیری کړی دی موږ تا ته په یقیني خبره نو مه کیږه ته د ناهیلي کېدونکو څخه.
56وویل (ابراهیم -علیه السلام-) ناهیلي نه ښکاره کوي د خپل رب له رحمت څخه مګر ګمراهان.
57وويل (ابراهيم -علیه السلام-) نو څه دی لوی کار ستاسو ای رالیږل شویو ملاېکو.
58وويل دوي بې شكه موږ رالیږل شوي د مجرمانو یو قوم پسې.
59يوازې د لوط علیه السلام كورنۍ مستثنا ده، هغوى ټول به موږ وژغورو.
60پرته د هغه (لوط -علیه السلام-) له میرمنې، مقرر کړې موږ چې یقینا دا به خامخا د پاتې کیدونکی څخه وي (په عذاب کې).
61نو کله چې راغلل کورنۍ د لوط -علیه السلام- ته رالیږل شوي ملائک.
62نو هغه وويل: تاسپ نا اشنا ښكارېږئ.
63هغو ځواب وركړ: نه بلكې موږ له هماغه څه سره درته راغلې يو چې د هغه په راتګ كې دوی شک کاوه.
64او راوړې ده موږ تا ته حق خبره او یقینا موږ خامخا ریښتیا ویونکي یو.
65نو بوځه کورنۍ خپله په یوه برخه د شپې کې او ورپسې شاته روان شه، او وروسته دې نه ګوري هیڅ یو کس ستاسو څخه، او ځئ تاسې هغه ځای ته چې تاسو ته حکم شوی دی.
66او فیصله واوروله موږ دې ته دغه فیصله چې یقنیا د دې کسانو جرړي به پرې کړای شي په وخت د سبا کې.
67او راغلل د ښار والا چې خوشحالي یې ښکاره کوله.
68(لوط علیه السلام) وويل: دوى زما مېلمانه دي، ما مه شرموئ.
69له الله نه ووېرېږئ ما مه رسوا كوئ.
70دوی وویل: آیا ته مو نه یې منع کړی د خلکو (د میلمه پالنې) څخه؟
71وویل (لوط -علیه السلام-): دغه زما لوڼي دي ( نکاح ورسره وکړئ) که چېرته تاسو تر سره کوونکي یاست.
72قسم دی ستا په ژوند؛ یقینا دوی په خپله نشه کې دي پریشانه.
73نو د لمر له څرك سره سم هغوى يوې قوي چغې ونيول.
74او موږ هغه سيمه پر بل مخ نسكوره كړه او پر هغو مو د پخې شوې خټې د تيږو باران ووراوه.
75په دې پېښه كې د ځيركو خلكو لپاره سترې نښانې دي.
76او بې شکه دغه (کلي) خامخا پراته دي په لار سمه (چلنده) کې.
77په هغې كې د عبرت درس دى هغو خلكو لپاره چې د ايمان خاوندان دي.
78او یقینا وو خاوندان د بڼ (ځنګل) خامخا ظلم کوونکي.
79نو بدل واخیست موږ له دوی څخه او یقینا خامخا دوی دواړه قومونه په مشهوره او ښکاره لاره باندې دي.
80د حجر خلكو (د كندې اوسيدونكو ثموديانو) هم پېغمبران دروغجن ګڼلي وو.
81او ورکړي وو موږ دوی ته ډیر معجزات خپل نو وو دوی له هغو (معجزو) څخه مخ ګرځوونکي.
82او دوی به د غرونو نه تراشلې کوټې او په امن سره اوسیدونکي وو.
83نو ونیول دوی لره یوې ناڅاپه چغې په وخت د سبا کې.
84او د هغو ګټلې هغوی ته هېڅ په درد ونه خوړل.
85او نه دي پیدا کړي موږ اسمانونه او ځمکه او هر هغه څه چې په منځ د دواړو کې دي مګر د حق د ښکاره کولو لپاره، او بې شکه قیامت خامخا راتلونکی دی نو مخ واړوه له دې خلکو څخه په ښایسته مخ اړولو سره.
86بې شکه رب ستا دی ښه پیداکوونکی او پوهه دی په هر څه.
87موږ تا ته اوه بیا تکرارېدونکې ايتونه دركړيدي، او تا ته مو ستر قراّن دركړيدى.
88ته هغه سامانونو ته سترګې مه اړوه چې موږ له دوى څخه بيلابېلو خلكو ته وركړيدي، او مه د دوى پر حال خپل زړه ځوروه، او مومنانو ته د خواخوږۍ او مهربانۍ وزرې ښکته کړه.
89او (نه منونكو ته) ووايه: بې شکه زه خو ښكاره څرګند اخطار وركوونكى يم.
90دا هماغسې اخطار دى لكه چې مو تفرقه اچوونكو ته لېږلى و.
91هغوی چې ګرځولی یې و (قرآن کریم) ټوټې ټوټې.
92نو قسم دى ستا په رب، موږ به هرومرو له دوى ټولو څخه پوښتنه وكړو.
93د هغو عملونو باره کې چې دوی يې کوي.
94نو ښکاره بیان کړه هغه چې تا ته حکم شوی دی، او مخ واړوه له مشرکانو څخه.
95ستا له لوري موږ له ملنډو وهونكو څخه (د غچ اخيستلو) لپاره كافي يو.
96هغه کسان چې له الله سره بل د عبادت وړ نیسي، ډېر ژر به دوى ته معلومه شي.
97او موږ ته معلومه ده كومې خبرې چې دوى پر تا پورې كوي په هغو سره ستا زړه ته خپګان رسيږي.
98نو تسبیح وایه سره د حمدونو د رب خپل، او شه له سجده کوونکو څخه.
99او د خپل رب بندګي تر هغه چې مرګ درته راشي.