الشمس
The Sun • 15 ayahs • Meccan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1قسم دی پر لمر او د هغه پر غرمو.
2او پر سپوږمۍ قسم چې ور پسې راشي.
3او په ورځ قسم چې هغه (لمر) څرګند کړي.
4او په شپه قسم چې کله هغه وپوښي.
5او په اسمان قسم او په هغه ذات قسم چې جوړ کړی یې دی.
6او په ځمكه او په هغه ذات چې غوړولې يې ده.
7او پر (انساني) نفس او هغه ذات قسم چې برابر کړی يې دی.
8نو ښودلې یې ده هغه ته لار د بدۍ او د تقوا.
9په رېښتيا هغه څوک بریالی شو چې پاک يې کړ(خپل ځان).
10او په تحقيق سره نامراد زيانمن شو هغه څوك چې پټ يې كړ دغه (نفس په ګناهونو کې).
11ثموديانو په خپله سرکښۍ هغه درواغ وباله.
12کله چې تر ټولو بدمرغه سړي يې ترپ کړل.
13نو د الله رسول ورته وويل پرېږدئ د الله اوښه او د هغې د څښاک نوبت.
14خو هغوی درواغجن وګڼلو او اوښه يې ووژله، بيا نو د هغوی پالونکي سخت عذاب پرې راکوز کړ د هغوی د ګناه له امله يې ټول سره يو برابر کړل.
15او هغه يې له پايلې څخه نه وېريږي.