Al-Layl

الليل

The Night21 ayahsMeccan

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

وَٱلَّيۡلِ إِذَا يَغۡشَىٰ﴿١

1قسم دی پر شپه کله چې را خپره شي.

وَٱلنَّهَارِ إِذَا تَجَلَّىٰ﴿٢

2او په ورځ قسم کله چې رڼا شي.

وَمَا خَلَقَ ٱلذَّكَرَ وَٱلۡأُنثَىٰٓ﴿٣

3او د نارينه او ښځينه په پيدايښت قسم.

إِنَّ سَعۡيَكُمۡ لَشَتَّىٰ﴿٤

4بېشکه ستاسو هڅې راز راز دي.

فَأَمَّا مَنۡ أَعۡطَىٰ وَٱتَّقَىٰ﴿٥

5نو هغه څوک چې ور یې کړ حق او تقوا یې وکړه.

وَصَدَّقَ بِٱلۡحُسۡنَىٰ﴿٦

6او ښه خبره يې رېښتيا وبلله.

فَسَنُيَسِّرُهُۥ لِلۡيُسۡرَىٰ﴿٧

7نو خامخا اسانه به کړو هغه لار د اسانۍ.

وَأَمَّا مَنۢ بَخِلَ وَٱسۡتَغۡنَىٰ﴿٨

8او چاچې بخيلي وکړه او (له خپل الله يې) بې پروايي وکړه.

وَكَذَّبَ بِٱلۡحُسۡنَىٰ﴿٩

9او ښه خبره يې درواغ وګڼله.

فَسَنُيَسِّرُهُۥ لِلۡعُسۡرَىٰ﴿١٠

10نو زر ده چې هغه به سختې لارې ته تيار کړو.

وَمَا يُغۡنِي عَنۡهُ مَالُهُۥٓ إِذَا تَرَدَّىٰٓ﴿١١

11او مال به يې هيڅ شی ترې ايسار نه کړي کله چې هغه تباه شي.

إِنَّ عَلَيۡنَا لَلۡهُدَىٰ﴿١٢

12بېشکه لارښوونه پر موږ ده.

وَإِنَّ لَنَا لَلۡأٓخِرَةَ وَٱلۡأُولَىٰ﴿١٣

13او پرته له شکه آخرت او دنيا هم موږ لره دي.

فَأَنذَرۡتُكُمۡ نَارٗا تَلَظَّىٰ﴿١٤

14نو تاسې مو له لمبه وهونکي اور څخه وېرولي ياست.

لَا يَصۡلَىٰهَآ إِلَّا ٱلۡأَشۡقَى﴿١٥

15چې يوازې ډېر بدمرغه خلک به ورننوځي.

ٱلَّذِي كَذَّبَ وَتَوَلَّىٰ﴿١٦

16هغه چې درواغ يې وګڼل او مخ يې واړولو.

وَسَيُجَنَّبُهَا ٱلۡأَتۡقَى﴿١٧

17او ډېر پرهېزګار به ترې په څنګ کړل شي.

ٱلَّذِي يُؤۡتِي مَالَهُۥ يَتَزَكَّىٰ﴿١٨

18کوم چې د ځان پاکولو لپاره خپل مال ورکوي.

وَمَا لِأَحَدٍ عِندَهُۥ مِن نِّعۡمَةٖ تُجۡزَىٰٓ﴿١٩

19او له هغه سره د هيچا کومه ښېګڼه نه وي چې بدله يې ورکړی شي.

إِلَّا ٱبۡتِغَآءَ وَجۡهِ رَبِّهِ ٱلۡأَعۡلَىٰ﴿٢٠

20مګر د خپل رب د مخ د لټولو د پاره چې په ټول مخلوق اوچت دی.

وَلَسَوۡفَ يَرۡضَىٰ﴿٢١

21او زر ده چې هغه به راضي شي.

RELATED SURAHS