Al-A'la

الأعلى

The Most High19 ayahsMeccan

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

سَبِّحِ ٱسۡمَ رَبِّكَ ٱلۡأَعۡلَى﴿١

1د خپل ډېر اوچت پالونکي د نوم پاکي دې بيانوه.

ٱلَّذِي خَلَقَ فَسَوَّىٰ﴿٢

2هغه چې پيداکړي او برابر کړي يې دي.

وَٱلَّذِي قَدَّرَ فَهَدَىٰ﴿٣

3او هغه چې تقدير يې وټاکلو بيا يې لارښوونه وکړه.

وَٱلَّذِيٓ أَخۡرَجَ ٱلۡمَرۡعَىٰ﴿٤

4او هغه چې شنه ګيا يې را واېستله.

فَجَعَلَهُۥ غُثَآءً أَحۡوَىٰ﴿٥

5بيا يې وچ تور وګرځول.

سَنُقۡرِئُكَ فَلَا تَنسَىٰٓ﴿٦

6دا دی موږ يې درباندې لولو بيا به يې نه هېروې.

إِلَّا مَا شَآءَ ٱللَّهُۚ إِنَّهُۥ يَعۡلَمُ ٱلۡجَهۡرَ وَمَا يَخۡفَىٰ﴿٧

7مګر داچې الله وغواړي بېشکه هغه پر ښکاره هم پوهيږي او پر هغه څه هم چې پټ دي.

وَنُيَسِّرُكَ لِلۡيُسۡرَىٰ﴿٨

8او تا ته به د اسانۍ لار اسانه کړو.

فَذَكِّرۡ إِن نَّفَعَتِ ٱلذِّكۡرَىٰ﴿٩

9نو نصیحت وکړه که نصیحت څه ګټه کوي.

سَيَذَّكَّرُ مَن يَخۡشَىٰ﴿١٠

10څوک چې وېريږي ژر به هغه نصيحت ومني.

وَيَتَجَنَّبُهَا ٱلۡأَشۡقَى﴿١١

11او ډډه به ترې کوي څوک چې ډېر بدبخته وي.

ٱلَّذِي يَصۡلَى ٱلنَّارَ ٱلۡكُبۡرَىٰ﴿١٢

12هغه چې لوی اور ته ننوځي.

ثُمَّ لَا يَمُوتُ فِيهَا وَلَا يَحۡيَىٰ﴿١٣

13بيا به نه پکې مري او نه به ژوند کولای شي.

قَدۡ أَفۡلَحَ مَن تَزَكَّىٰ﴿١٤

14په حقيقت کې هغه څوک بريالی شو چې پاک شو.

وَذَكَرَ ٱسۡمَ رَبِّهِۦ فَصَلَّىٰ﴿١٥

15او د خپل پالونکي نوم یې ياد کړ او لمونځ يې وکړ.

بَلۡ تُؤۡثِرُونَ ٱلۡحَيَوٰةَ ٱلدُّنۡيَا﴿١٦

16خو تاسې د دنيا ژوند غوره ګڼئ.

وَٱلۡأٓخِرَةُ خَيۡرٞ وَأَبۡقَىٰٓ﴿١٧

17او حال داچې آخرت غوره او پايېدونکی دی.

إِنَّ هَٰذَا لَفِي ٱلصُّحُفِ ٱلۡأُولَىٰ﴿١٨

18دغه خبرې په رېښتيا په پخوانيو صحيفو کې هم وې.

صُحُفِ إِبۡرَٰهِيمَ وَمُوسَىٰ﴿١٩

19(يعني) د ابراهيم او موسی په صحيفو کې.

RELATED SURAHS