الغاشية
The Overwhelming • 26 ayahs • Meccan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1آیا تا ته د هغه پټوونکي (آفت) خبر رسېدلی؟
2په هغه ورځ به ځينې مخونه سپک (ذلیل) وي.
3سخت زيار اېستونکي ستومانه به وي.
4سره اور ته به ور ننوځي.
5له خوټېدونکې چينې به (اوبه) ورڅښل کيږي.
6د هغوی لپاره به له ترخه اغزي لرونکي بوټي پرته بل خواړه نه وي.
7نه چاغوي او نه لوږه له منځه وړي.
8او ځينې مخونه هغه ورځ خوشحاله وي.
9خپلو هڅو ته به خوشحاله وي.
10په لوړ جنت کې به وي.
11چټيات به پکې نه اوري.
12په هغو کې روانه (بهېدونکې) چينه وي.
13اوچت اوچت تختونه پکې دي.
14او ډکې (اېښودل شوې) پيالې به وي.
15او کتار بالښتونه به وي.
16او غوره فرشونه به وي.
17ایا هغوی اوښانو ته نه ګوري چې څنګه پیدا کړل شوي دي.
18او اسمان ته چې څنګه اوچت کړل شوی دی.
19او غرونو ته چې څنګه درول شوي دي.
20او ځمکې ته چې څنګه غوړول شوې ده.
21نو نصیحت کوه! ته خو یوازې نصیحت کوونکی یې.
22ته پر هغوی جبر کوونکی نه يې.
23پرته له هغه چا چې مخ واړوي او ګقر کوي.
24نو هغه ته به الله سزا ورکړي ښه لويه سزا.
25بېشکه د هغوی را ګرځېدل زموږ لوري ته دي.
26بيا بېشکه حساب هم زموږ پر غاړه دی.