الفجر
The Dawn • 30 ayahs • Meccan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1قسم دی پر سهار.
2او پر لسو شپو.
3او پر جفت او تاق.
4او پر شپه کله چې روانه وي.
5آیا په دې کې د عقل څښتن ته څه قسم شته؟
6ايا ودې نه ليدل چې پالونکي دې له عاديانو سره څه وکړل.
7ارم سره، د لوړو ستنو والا سره.
8هغه چې سيال يې په ښارونو کې نه و پيدا شوی.
9او له هغو ثموديانو سره چې په ناو کې يې (د سمڅو لپاره) لويې ډبرې تراشلې وې.
10او د ميخونو والا فرعون سره.
11هغه چې په ښارونو کې يې سرکښي کړې وه.
12او ډېره ورانکاري يې پکې کړې وه.
13نو راوغورځوله پر هغوی رب ستا دره (متروکه) د عذاب.
14په رېښتيا چې پالونکی دې په څارنځي کې دی.
15خو انسان ( داسې دی) چې کله يې خپل پالونکی و ازمويي او عزت او نعمت ورکړي، وايي: پالونکي مې عزت راکړ.
16او کله يې چې و ازمويي او روزي يې ورباندې تنګه کړي، بيا وايي پالونکي مې سپک کړم.
17هيڅکله نه، بلکې (ستاسې عمل سم نه دی) تاسې د يتيم عزت نه کوئ.
18او بې وزله ته په خوړو ورکولو يو بل نه هڅوئ.
19او ميراث مال يو ځايي ټول خورئ.
20او مال ډېر زيات خوښوئ.
21هيڅکله نه، کله چې ځمکه په سختو ټکولو سره وټکول شي.
22او راشي رب ستا او پرېښتې کتار کتار.
23او په هغه ورځ چې دوزخ هم راوستل شي، په همغه ورځ به انسان ته نصيحت ور ياد شي خو بيا د هغه لپاره پوهېدل څه ګټه نه لري.
24وايي به کاشکي مې د خپل ژوندانه لپاره مخکې را لېږلي وای.
25نو په هغه ورځ به د الله غوندې عذاب هيڅوک هم نه ورکوي.
26او نه به څوک د هغه غوندې تړل کوي.
27اې ډاډمن نفسه (ځانه)!.
28وګرځه د خپل رب لورې ته خوشحاله، خوشحاله کړی شوی.
29بيا زما په (نېکو) بندګانو کې ور ننوځه.
30او زما جنت ته ننوځه.