الأحقاف
The Wind-Curved Sandhills • 35 ayahs • Meccan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1حم [1]
2د دغه كتاب نازلېدل دالله لخوا دي چې برلاسى او د حكمت څښتن دى.
3موږ ندي پيدا کړي اسمانونه، ځمكه او څه چې د دې دواړو تر منځه دي مګر په حقه [حکمت] او ټاكلې نېټې سره او هغه کسان چې کفر يې کړی له کوم څه چې وېرول كيږي مخ اړوونكي دي.
4ورته ووايه: آيا پام مو كړی څه چې له الله پرته يې رابولئ، راوښاياست چې له ځمكې يې څه پيدا كړي؟ يا هغوى لره په اسمانونو كې څه برخه شته؟ راوړئ له دې مخکې كوم كتاب يا له علم څخه څه (نقل شوى) دليل، كه تاسې رښتيني ياست.
5او له هغه چا څخه به زيات بې لارې څوك وي چې پرته له الله څخه داسې یو څوك رابولي چې د قيامت تر ورځې يې دعا نه شي قبلولى، بلكې هغه يې له بلنې (بيخي) بې خبره وي.
6او كله چې خلك راغونډ كړل شي نو بيا به يې دښمنان وي او له عبادته څخه به يې منكر وي.
7او كله چې زموږ څرګند ايتونه پر دوی لوستل كيږي، نو هغه کسان چې کفر (انکار) يې کړی، کله چې حق ورته راشي، وايي دا خو ښكاره كوډې دي.
8ايا دوى وايې چې پېغمبر دا (قرآن) له خپله ځانه جوړكړی؟ دوى ته ووايه: كه ما دا له ځانه جوړ كړى وي نو تاسي به ما د الله له نيونې څخه هيڅ ونشئ ژغورلى، كومې خبرې چې تاسي جوړوئ الله ورباندې ښه پوهېږي، زما او ستاسي په منځ كې، همغه د شاهدۍ ويلو لپاره كافي دى او هغه ډير بخښونكى او خورا مهربان دى.
9ورته ووايه: زه خو څه نوى رسول نه يم او نه په دې پوهېږم چې پر ما او تاسي به (په دنیا) کې څه كيږي؟ زه هغه څه پسې ځم چې راته وحي كيږي او له يو څرګند خبرداري وركوونكي پرته بل څه نه يم.
10(اى پېغمبره!) دوى ته ووايه: اّيا تاسي كله په دې فكر كړى چې كه دغه كلام د الله لخوا وي او تاسي ترېنه انكار وكړ(نو ستاسې عاقبت به څه وي؟) او د همدې په څېر (يو كلام باندې) خو د بني اسرائيلو يو شاهد، شاهدي هم ويلې ده، هغه ايمان راوړ او تاسي لويي وکړله، بېشکه ظالمو خلكو ته الله هدايت نه كوي.
11او هغه کسان چې کفر يې کړی د هغو کسانو په اړه چې ايمان يې راوړی وايي: كه چېرې دا (ايمان راوړل) ښه واى نو له موږ به ور مخکې شوي نه وو! او كله يې چې سمه لار پرې ونه موندله، نو وايي دا پخواني درواغ دي.
12او (حال دا چې) له هغه مخكې د موسى كتاب هم و، د لارښود او رحمت په توګه او دا په عربي ژبه يو تصديقونكى كتاب دى، تر څو ظالمان ووېروي او د نېكانو لپاره يو زېرى دى.
13له شک پرته هغه كسان چې وايي زموږ رب الله دى بيا ( یې په عبادت ټېنګ ودريږي، نو پر هغو نه څه ډار شته او نه به ( په اخرت کې) خپه كيږي.
14دا خلک جنتيان دي، تل تر تله پكې اوسېدونكي دي، د هغو عملونو په بدله كې چې دوى به كول.
15او سپارښتنه مو کړې انسان ته د مور او پلار سره د ښېګڼې کولو، پورته کړی دی مور ده لرهر( په خېټه کې) په (ډېر) كړاو سره او په كړاو سره يې زېږولى، او په خېټه كېدل او له تي شوکېدل يې (ټول) دېرش مياشتې دي، تر دې چې هغه بيا ځوانۍ او څلوېښتو كلونو ته ورسېد، وېلې زما پالونکيه توفيق راكړې چې ستا د هغه نعمت شكر وباسم چې پر ما او زما پر مور او پلار دې لورولى او چې داسې نېک عملونه وكړم چې ته پرې راضي كيږې او خېلخانه (اولاد) مې هم نېکه وګرځوه، ما تا ته توبه اېستلې او زه له مسلمانانو څخه يم.
16دوى هغه خلك دي چې غوره کړنې يې موږ قبلوو او له بدو يې تېرېږو، دوى په جنتيانو كې دي (دا) هغه رښتينې ژمنه ده چې دوى سره كېدله.
17او هغه (چا) چې ويې ويل مور او پلار خپل ته: افسوس دی په تاسو دواړو! آیا ویروئ تاسو ما لره چې زه به بیا را وویستلی شم بیا (د ځمکې نه) او حال دا چې تیرې شوې دي ډیرې پیړۍ زما نه وړاندې او دوی دواړو فریاد کاوه الله تعالی ته د (زوی په باره کې) تباه به شې، ایمان راوړه، یقینا وعده د الله تعالی رښتیا ده، نو وایي: ندي دا مګر نقل شوي (دروغ) کېسې د ړومبنیو.
18دا هغه خلک دي چې په اړه یي (د عذاب) پریکړه شوې ده، د هغو ولسونو په ډله كې چې له دوی مخکې تېر شوي له پېريانو او انسانانو څخه، هغوى بېشكه تاوانيان دي.
19او هر يوه ته به د خپلو عملونو درجې وي تر څو د خپلو عملونو پوره بدله وركړى شي او ظلم به نه پرې كيږي.
20او هغه ورځ چې كافران اور ته وړاندې كړل شي چې تاسي خو خپلې ښېګڼې په دنيايي ژوند كې وړي دي او ګټه مو ترې اخيستې ده نو نن به د سپكوونكي عذاب سزا دركول كيږي، په دې چې تاسي په ناحقه په ځمكه كې لويي او سرغړونه كوله.
21او یاد کړه ورور د عاديانو، کله يې چې په احقاف (سیمه) کې خپل قوم ووېرولو او په رېښتيا له ده مخكې او وروسته (ډېر) وېروونكي تېر شوي وو (په دې خبره) چې له الله پرته بل څه مه لمانځئ، زه پر تاسې د يوې (سختې) لويې ورځې له عذابه وېرېږم.
22هغوى ويل: آيا د دې لپاره موږ ته راغلى يې چې له خپلو معبودانو مو واړوې؟ نو كه ته رښتينى يې هغه عذاب راته راوله چې ویروې ته موږ لره په هغې سره.
23هغه وويل چې د دې علم خو له الله سره دى، زه صرف هغه پيغام تاسي ته رسوم چې زه له هغه سره لېږل شوى يم، خو زه ګورم چې تاسي ناپوهي كوئ.
24نو بيا يې چې هغه عذاب د ورېځې په بڼه د هغوى ناو ته راروان وليد، وېلې: دا ورېځ پر موږ باران اوروي، (نه) په اصل كې دا هغه عذاب دى چې تاسي بېړه پرې كوله! يوه سيلۍ ده چې دردوونکی عذاب دی پکې.
25چې د خپل پالونکي په امر هر څه تباه كوي، نو په پای کې داسې شول چې له (ورانو) كورو پرته يې بل څه نه ليدل كېدل، موږ ګناهکارو خلكو ته همدغسې سزا وركوو.
26او په رېښتيا هغوى ته مو ځواک وركړى و په هغه څېزونو کې چې تاسو ته مو نه دى دركړى او هغوى ته مو غوږونه، سترګې او زړونه هم وركړي وو، خو نه يې غوږونو څه ترې ايسار كړل، نه يې سترګو او نه يې زړونو ځكه چې هغوى د الله له ايتونو نټه کوله او هغه (عذاب) ورباندې راپرېوت چې هغوى به ملنډې پرې وهلې.
27او بېشكه ستاسي شاوخوا مو ډېر كلي تباه كړل او په راز راز مو (د خپل قدرت) نښانې بيان كړې تر څو هغوى راوګرځي.
28نو هغوى چې (الله ته) د نږدېوالي لپاره له الله پرته كوم معبودان نيولي وو، ولې يې د هغوى مرسته ونه كړه؟ بلكې بيخې ترې ورك شول. او دا يې (بالكل) درواغ او هغه تور و چې له ځانه يې جوړولو.
29او (ياد كړه) هغه وخت چې موږ د پېريانو يو ټولى درته راوګرځولو چې قرآن واوري، نو كله چې ورته حاضر شول هغوی ووېل: چوپ شئ، بيا چې تمام شو نو بېرته خپل قوم ته وېروونكي ورستانه شول.
30وېلې ای زموږ قومه! موږ يو كتاب واورېدلو چې له موسى وروسته نازل شوی، (او) د مخكېنيو (كتابونو) تصديقوونكى دى، د حق او سمې لارې خواته ښوونه كوي.
31ای زموږ قومه! د الله د بلونكي خبره ومنئ او ايمان پرې راوړئ، چې ګناهونه مو دروبخښي او له دردوونکي عذابه مو وژغوري.
32او څوک چې د الله د بلونكي ونه مني، نو هغه په ځمكه كې (تښتېدو سره) د الله عاجزوونكى نه دى او نه به له هغه پرته د ده څوک ملګري وي، دا خلك په ښكاره بې لاريتوب كې دي.
33آيا دوى نه ويني چې په رېښتيا الله هغه ذات دی چې اسمانونه او ځمكه يې پيدا كړي دي او په پيدا كولو یې ستړی شوی نه دى، په دې ځواکمن دى چې مړي راژوندي كړي؟ هو (ولې نه) هغه په هر څه ځواکمن دى.
34او كومه ورځ چې كافران اور ته وروړاندې كړل شي (ورته به وویل شي) آيا دا رښتيا نه دى؟ وايي به ولې نه، په رب مو قسم (رښتيا دى). وايي (ښه) نو (اوس) عذاب وڅكئ چې تاسي به پرې کفر کولو.
35نو صبر كوه لكه څرنګه چې همتناكو رسولانو صبر کړی و، او هغوى لپاره (د عذاب) بيړه مه كوه، هغوى چې كله هغه ورځ وويني، كومه چې ژمنه يې ورسره كيږي نو (داسې به انګيري) لكه چې د ورځې له يو ساعت پرته زيات نه وو ځنډېدلي! په تا باندې رسول دي د دې قران، [د بیان څخه وروسته] نه تباه کیږي مګر سرغړونکي.