Muhammad

محمد

Muhammad38 ayahsMedinan

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ وَصَدُّواْ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ أَضَلَّ أَعۡمَٰلَهُمۡ﴿١

1كومو خلکو چې کفر وکړ او د الله له لارې يې (خلک) اېسارول، الله يې عملونه له منځه وړي دي.

وَٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ وَءَامَنُواْ بِمَا نُزِّلَ عَلَىٰ مُحَمَّدٖ وَهُوَ ٱلۡحَقُّ مِن رَّبِّهِمۡ كَفَّرَ عَنۡهُمۡ سَيِّـَٔاتِهِمۡ وَأَصۡلَحَ بَالَهُمۡ﴿٢

2او هغه کسان چې ايمان يې راوړى، سم كارونه يې كړي او خصوصا په هغه څه يې هم ايمان راوړى چې پر محمد صلی الله عليه وسلم نازل شوي او هغه يې د خپل پالونکي له لوري حق هم دي، نو الله به يې ګناهونه ترې ورژوي او حال به يې سم كړي.

ذَٰلِكَ بِأَنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ ٱتَّبَعُواْ ٱلۡبَٰطِلَ وَأَنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ ٱتَّبَعُواْ ٱلۡحَقَّ مِن رَّبِّهِمۡۚ كَذَٰلِكَ يَضۡرِبُ ٱللَّهُ لِلنَّاسِ أَمۡثَٰلَهُمۡ﴿٣

3دا ځكه چې كافرانو د باطل پيروي وكړه او مومنانو د هغه حق پيروي وكړه چې د هغو د رب لخوا راغلى دى، پدې ډول الله خلكو ته د هغو مثالونه (احوال) ورښايي.

فَإِذَا لَقِيتُمُ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ فَضَرۡبَ ٱلرِّقَابِ حَتَّىٰٓ إِذَآ أَثۡخَنتُمُوهُمۡ فَشُدُّواْ ٱلۡوَثَاقَ فَإِمَّا مَنَّۢا بَعۡدُ وَإِمَّا فِدَآءً حَتَّىٰ تَضَعَ ٱلۡحَرۡبُ أَوۡزَارَهَاۚ ذَٰلِكَۖ وَلَوۡ يَشَآءُ ٱللَّهُ لَٱنتَصَرَ مِنۡهُمۡ وَلَٰكِن لِّيَبۡلُوَاْ بَعۡضَكُم بِبَعۡضٖۗ وَٱلَّذِينَ قُتِلُواْ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ فَلَن يُضِلَّ أَعۡمَٰلَهُمۡ﴿٤

4او كله چې له دغو كافرانو سره تاسي مخامخ كيدلئ نو (لومړى كار) د څټونو وهل دي، تر دې پورې چې كله تاسي هغوې ښه وټكوئ نو بنديان كلک وتړئ، له هغه وروسته (ستاسي خوښه چې) ښېګنه كوئ او كه د فديې معامله كوئ تر هغه پورې چې جګړه (جنګیالي) خپله وسله وغورځوي. دغه دى ستاسي دكولو كار، كه الله غوښتي واى نو پخپله به يې له هغو څخه غچ اخستى و، خو (دغه كړنلاره هغه د دې لپاره غوره كړيده) څو تاسي يو د بل په وسيله وازمائي. او كوم كسان چې د الله په لار كې و وژل شي الله به د هغوی عملونه هيڅكله ورک نكړي.

سَيَهۡدِيهِمۡ وَيُصۡلِحُ بَالَهُمۡ﴿٥

5زر به سمه لار ورته وښايي او حال به يې سم كړي.

وَيُدۡخِلُهُمُ ٱلۡجَنَّةَ عَرَّفَهَا لَهُمۡ﴿٦

6او هغوى به هغه جنت ته ننباسي چې هغوی ته يې ورپيژندلى دى.

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِن تَنصُرُواْ ٱللَّهَ يَنصُرۡكُمۡ وَيُثَبِّتۡ أَقۡدَامَكُمۡ﴿٧

7ای مومنانو! كه تاسي د الله (د دين) مرسته وكړئ هغه به ستاسي مرسته وكړي او پښې به مو ټينګې كړي.

وَٱلَّذِينَ كَفَرُواْ فَتَعۡسٗا لَّهُمۡ وَأَضَلَّ أَعۡمَٰلَهُمۡ﴿٨

8او كوم خلک چې كافر شوي نو هغوی لره تباهي ده، او عملونه به يې وربرباد كړي.

ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمۡ كَرِهُواْ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ فَأَحۡبَطَ أَعۡمَٰلَهُمۡ﴿٩

9دا له دې امله چې هغوى هغه څه بد ګڼلي چې الله رانازل كړي، نو (الله) یې عملونه له منځه يوړل.

۞ أَفَلَمۡ يَسِيرُواْ فِي ٱلۡأَرۡضِ فَيَنظُرُواْ كَيۡفَ كَانَ عَٰقِبَةُ ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِهِمۡۖ دَمَّرَ ٱللَّهُ عَلَيۡهِمۡۖ وَلِلۡكَٰفِرِينَ أَمۡثَٰلُهَا﴿١٠

10آيا هغوى په ځمكه كې نه دي ګرځېدلي څو وګوري چې تر هغوى مخکې خلكو پايله څنګه وه؟ الله هغوى تباه كړل او كافرانو ته همداسې سزاګانې دي.

ذَٰلِكَ بِأَنَّ ٱللَّهَ مَوۡلَى ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَأَنَّ ٱلۡكَٰفِرِينَ لَا مَوۡلَىٰ لَهُمۡ﴿١١

11دا ځكه چې د مومنانو كار جوړوونكى الله دى، او د كافرانو څوک (ملګرى) كار جوړوونكى نشته.

إِنَّ ٱللَّهَ يُدۡخِلُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ جَنَّٰتٖ تَجۡرِي مِن تَحۡتِهَا ٱلۡأَنۡهَٰرُۖ وَٱلَّذِينَ كَفَرُواْ يَتَمَتَّعُونَ وَيَأۡكُلُونَ كَمَا تَأۡكُلُ ٱلۡأَنۡعَٰمُ وَٱلنَّارُ مَثۡوٗى لَّهُمۡ﴿١٢

12پرته له شکه كومو خلكو چې ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي الله به يې داسې جنتونو ته ننباسي چې ترې لاندې ويالې بهيږي او كوم خلك چې كافر شوي (لږه) دنيايي ګټه اخلي، د څارويو غوندې خوراكونه كوي او اور د هغوى اصلي هستوګنځى دى.

وَكَأَيِّن مِّن قَرۡيَةٍ هِيَ أَشَدُّ قُوَّةٗ مِّن قَرۡيَتِكَ ٱلَّتِيٓ أَخۡرَجَتۡكَ أَهۡلَكۡنَٰهُمۡ فَلَا نَاصِرَ لَهُمۡ﴿١٣

13او څومره (زیات) داسې كلي وو چې هغه ستا له دې كلي نه چې ته يې بهر اېستلى يې، ډېر ځواكمن و، موږ هغوى تباه كړل، بيا يې نو څوك مرستندوى نه و.

أَفَمَن كَانَ عَلَىٰ بَيِّنَةٖ مِّن رَّبِّهِۦ كَمَن زُيِّنَ لَهُۥ سُوٓءُ عَمَلِهِۦ وَٱتَّبَعُوٓاْ أَهۡوَآءَهُم﴿١٤

14ايا هغه څوك چې د خپل رب له لوري په روښانه او څرګند هدايت باندې وي د هغو خلكو په څېر دی چې د هغو لپاره د هغوی بد عمل ښايسته كړى شويدى او هغوى د خپلو نفسي غوښتنو پيروان ګرځيدلي دي.

مَّثَلُ ٱلۡجَنَّةِ ٱلَّتِي وُعِدَ ٱلۡمُتَّقُونَۖ فِيهَآ أَنۡهَٰرٞ مِّن مَّآءٍ غَيۡرِ ءَاسِنٖ وَأَنۡهَٰرٞ مِّن لَّبَنٖ لَّمۡ يَتَغَيَّرۡ طَعۡمُهُۥ وَأَنۡهَٰرٞ مِّنۡ خَمۡرٖ لَّذَّةٖ لِّلشَّٰرِبِينَ وَأَنۡهَٰرٞ مِّنۡ عَسَلٖ مُّصَفّٗىۖ وَلَهُمۡ فِيهَا مِن كُلِّ ٱلثَّمَرَٰتِ وَمَغۡفِرَةٞ مِّن رَّبِّهِمۡۖ كَمَنۡ هُوَ خَٰلِدٞ فِي ٱلنَّارِ وَسُقُواْ مَآءً حَمِيمٗا فَقَطَّعَ أَمۡعَآءَهُمۡ﴿١٥

15بیان د هغه جنت چې دپرهيز ګارانو سره یې ژمنه شوې ده (داسې دی:)، په هغه كې به ويالې وي د صافو اوبو (چې بد بویه نه وي) او بهیدونکي ويالې د داسې شيدو چې بد خونده به نه وي، او ويالې د داسې شرابو چې څښونكو لپاره خوندور وي او ويالى د صافو (خالصو) شاتو، په هغه كې به د هغوی لپاره هر راز ميوې وي او د هغوی د رب لخوا بخښنه (ايا هغه څوك چې د دغه وړ دى) د هغو خلكو په څېر كيداى شي چې په دوزخ كې به تل اوسيدونكى وي او په هغو باندې به داسې ګرمې اوبه څښلى شي چې د هغوی كولمې به غوڅې غوڅې كړي؟!

وَمِنۡهُم مَّن يَسۡتَمِعُ إِلَيۡكَ حَتَّىٰٓ إِذَا خَرَجُواْ مِنۡ عِندِكَ قَالُواْ لِلَّذِينَ أُوتُواْ ٱلۡعِلۡمَ مَاذَا قَالَ ءَانِفًاۚ أُوْلَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ طَبَعَ ٱللَّهُ عَلَىٰ قُلُوبِهِمۡ وَٱتَّبَعُوٓاْ أَهۡوَآءَهُمۡ﴿١٦

16او ځینې له دوی نه تا ته غوږ نيسي تر دې چې کله له تا بهر لاړ شي بيا د پوهې څښتنانو ته وايي: (لږ) وړاندې يې څه وويل؟ دوى هغه خلك دي چې الله يې په زړونو ټاپه وهلې او خپلو هوسونو پسې روان دي.

وَٱلَّذِينَ ٱهۡتَدَوۡاْ زَادَهُمۡ هُدٗى وَءَاتَىٰهُمۡ تَقۡوَىٰهُمۡ﴿١٧

17او كومو خلكو چې لار موندلې، الله به يې هدايت ورزيات او تقوا به وركړي.

فَهَلۡ يَنظُرُونَ إِلَّا ٱلسَّاعَةَ أَن تَأۡتِيَهُم بَغۡتَةٗۖ فَقَدۡ جَآءَ أَشۡرَاطُهَاۚ فَأَنَّىٰ لَهُمۡ إِذَا جَآءَتۡهُمۡ ذِكۡرَىٰهُمۡ﴿١٨

18نو اّيا دوى د هغه قیامت انتظار باسي چې په ناڅاپي ډول به ورباندې راشي؟ د هغه علامات (نښې) خو راغلي دي، كله چې هغه پخپله راشي نو اّيا د دوى لپاره به د نصيحت قبلولو څه فرصت پاتې شي؟

فَٱعۡلَمۡ أَنَّهُۥ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا ٱللَّهُ وَٱسۡتَغۡفِرۡ لِذَنۢبِكَ وَلِلۡمُؤۡمِنِينَ وَٱلۡمُؤۡمِنَٰتِۗ وَٱللَّهُ يَعۡلَمُ مُتَقَلَّبَكُمۡ وَمَثۡوَىٰكُمۡ﴿١٩

19نو پوه شه چې په رېښتيا له الله پرته (په حق سره) بل معبود نشته، او د خپلې ګناه او د نورو مومنانو نارينه وو او ښځينه وو لپاره بخښنه وغواړه، او الله ته ستاسي د ګرځېدو راګرځېدو او استوګنې ځاى معلوم دى.

وَيَقُولُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَوۡلَا نُزِّلَتۡ سُورَةٞۖ فَإِذَآ أُنزِلَتۡ سُورَةٞ مُّحۡكَمَةٞ وَذُكِرَ فِيهَا ٱلۡقِتَالُ رَأَيۡتَ ٱلَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٞ يَنظُرُونَ إِلَيۡكَ نَظَرَ ٱلۡمَغۡشِيِّ عَلَيۡهِ مِنَ ٱلۡمَوۡتِۖ فَأَوۡلَىٰ لَهُمۡ﴿٢٠

20او وایي هغه خلک چې دعوا د ایمان کوي ولې نشې نازلیدلی یو سورت، نو کله چې یو محکم (پوخ مضمون والا) سورت نازل کړی شي، او ذکر کړی شي په هغه کې حکم د قتال، ویني ته هغه کسان چې په زړونو د هغوی کې مرض دی چې ګوري به تا ته په څېر د کتلو د هغه چا چې د مرګ له کبله ورباندې بېهوشي راغلې وي، نو تباهي ده دوی لره.

طَاعَةٞ وَقَوۡلٞ مَّعۡرُوفٞۚ فَإِذَا عَزَمَ ٱلۡأَمۡرُ فَلَوۡ صَدَقُواْ ٱللَّهَ لَكَانَ خَيۡرٗا لَّهُمۡ﴿٢١

21امر منل او ښه خبره كول (په كار دي) (او) بيا چې كله غوڅ حکم ورکړل شو نو كه الله سره يې رېښتينولي كړې وی (دا به) هرومرو ورته غوره و.

فَهَلۡ عَسَيۡتُمۡ إِن تَوَلَّيۡتُمۡ أَن تُفۡسِدُواْ فِي ٱلۡأَرۡضِ وَتُقَطِّعُوٓاْ أَرۡحَامَكُمۡ﴿٢٢

22نو آيا تاسي (منافقان) دې ته نه يې نږدې چې كه واكمنان شئ نو په ځمكه كې به فساد وكړئ او خپلوۍ به مو پرې كړئ؟

أُوْلَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ لَعَنَهُمُ ٱللَّهُ فَأَصَمَّهُمۡ وَأَعۡمَىٰٓ أَبۡصَٰرَهُمۡ﴿٢٣

23دوى هغه خلك دي چې الله پرې لعنت كړى نو هغوى يې كاڼه او سترګې يې ورړندې كړې دي.

أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ ٱلۡقُرۡءَانَ أَمۡ عَلَىٰ قُلُوبٍ أَقۡفَالُهَآ﴿٢٤

24آيا دوی سوچ نه کوي په قرآن کې او كه پر زړونو يې تالې لګېدلې دي؟

إِنَّ ٱلَّذِينَ ٱرۡتَدُّواْ عَلَىٰٓ أَدۡبَٰرِهِم مِّنۢ بَعۡدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ ٱلۡهُدَى ٱلشَّيۡطَٰنُ سَوَّلَ لَهُمۡ وَأَمۡلَىٰ لَهُمۡ﴿٢٥

25بېشکه هغه كسان چې واوړېدل (له ایمان څخه) په شاګانو خپلو وروسته لدې چې ښکاره شو دوی ته هدایت، شیطان ډولي (ښایسته) کړي دي دوی لره (بد عملونه د دوی) او مهلت یي ورکړی دی دوی ته.

ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمۡ قَالُواْ لِلَّذِينَ كَرِهُواْ مَا نَزَّلَ ٱللَّهُ سَنُطِيعُكُمۡ فِي بَعۡضِ ٱلۡأَمۡرِۖ وَٱللَّهُ يَعۡلَمُ إِسۡرَارَهُمۡ﴿٢٦

26دا ځكه چې دوى وويل هغو كسانو ته چې د الله را نازله كړې وحى يې بده ګڼله: موږ به هم په ځينو كارونو كې ستاسي خبره ومنو، او الله ته يې پټې خبرې (ښې) معلومې دي.

فَكَيۡفَ إِذَا تَوَفَّتۡهُمُ ٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ يَضۡرِبُونَ وُجُوهَهُمۡ وَأَدۡبَٰرَهُمۡ﴿٢٧

27نو څه حال به وي كله چې پرېښتې يې ساه اخلي، پر مخونو او څټونو يې وهي؟

ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمُ ٱتَّبَعُواْ مَآ أَسۡخَطَ ٱللَّهَ وَكَرِهُواْ رِضۡوَٰنَهُۥ فَأَحۡبَطَ أَعۡمَٰلَهُمۡ﴿٢٨

28دا له دې امله چې دوى په هغه څه پسې ولاړل كوم چې الله غصه (ناخوښه) كړ او د هغه خوښي يې بده وګڼله، نو د هغوى عملونه يې برباد (خراب) كړل.

أَمۡ حَسِبَ ٱلَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ أَن لَّن يُخۡرِجَ ٱللَّهُ أَضۡغَٰنَهُمۡ﴿٢٩

29ايا هغو كسانو چې په زړونو كې يې ناروغي ده دا انګيرلې ده چې الله به د هغوى دزړونو كينه (له مومنانو سره) راښكاره نكړي؟

وَلَوۡ نَشَآءُ لَأَرَيۡنَٰكَهُمۡ فَلَعَرَفۡتَهُم بِسِيمَٰهُمۡۚ وَلَتَعۡرِفَنَّهُمۡ فِي لَحۡنِ ٱلۡقَوۡلِۚ وَٱللَّهُ يَعۡلَمُ أَعۡمَٰلَكُمۡ﴿٣٠

30او كه موږ وغواړو نو هغوى به هرومرو در وښايو بيا به يې په خپلو نښو وپېژنې، او ته به يې هرومرو د خبرو لهجه كې هم وپېژنې، او الله ته خو ستاسو (د ټولو) عملونه معلوم دي.

وَلَنَبۡلُوَنَّكُمۡ حَتَّىٰ نَعۡلَمَ ٱلۡمُجَٰهِدِينَ مِنكُمۡ وَٱلصَّٰبِرِينَ وَنَبۡلُوَاْ أَخۡبَارَكُمۡ﴿٣١

31او تاسي به هرومرو ازمايو تر څو تاسي څخه مجاهدين او صبركوونكي معلوم كړو [الله ته معلوم دي تاسو ته یې راښکاره کړي] او ستاسي حالات وازمايو.

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ وَصَدُّواْ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ وَشَآقُّواْ ٱلرَّسُولَ مِنۢ بَعۡدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ ٱلۡهُدَىٰ لَن يَضُرُّواْ ٱللَّهَ شَيۡـٔٗا وَسَيُحۡبِطُ أَعۡمَٰلَهُمۡ﴿٣٢

32پرته له شکه هغه كسان چې كفر يې کړی، د الله له لارې يې ايسارول كړي او رسول سره يې مخالفت كړى، وروسته له دې چې سمه لار هم ورته څرګنده شوې (نو) الله ته به هيڅ ضرر ونه رسوي او زر ده چې (ټول) عملونه يې برباد (خراب) كړي.

۞ يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ أَطِيعُواْ ٱللَّهَ وَأَطِيعُواْ ٱلرَّسُولَ وَلَا تُبۡطِلُوٓاْ أَعۡمَٰلَكُمۡ﴿٣٣

33اې مومنانو! د الله خبره ومنئ او د رسول الله خبره ومنئ او خپل عملونه مو مه بربادوئ.

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ وَصَدُّواْ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ ثُمَّ مَاتُواْ وَهُمۡ كُفَّارٞ فَلَن يَغۡفِرَ ٱللَّهُ لَهُمۡ﴿٣٤

34بېشكه كومو خلکو چې کفر کړی، د الله له لارې يې ايسارول كړي بيا مړه شوي په داسى حال كې چې كافران وو، نو الله به يې هيڅكله ونه بخښي.

فَلَا تَهِنُواْ وَتَدۡعُوٓاْ إِلَى ٱلسَّلۡمِ وَأَنتُمُ ٱلۡأَعۡلَوۡنَ وَٱللَّهُ مَعَكُمۡ وَلَن يَتِرَكُمۡ أَعۡمَٰلَكُمۡ﴿٣٥

35تاسي مه سستیږۍ او د سولې وړاندیز مه كوئ، همدا تاسي برلاسي كيدونكي ياست، الله ستاسي ملګرى دى او هغه به ستاسي عملونه هيڅكله ضايع نكړي.

إِنَّمَا ٱلۡحَيَوٰةُ ٱلدُّنۡيَا لَعِبٞ وَلَهۡوٞۚ وَإِن تُؤۡمِنُواْ وَتَتَّقُواْ يُؤۡتِكُمۡ أُجُورَكُمۡ وَلَا يَسۡـَٔلۡكُمۡ أَمۡوَٰلَكُمۡ﴿٣٦

36بېشكه د دنيا ژوند لوبې او ساعت تېرى ده او كه تاسې ايمان راوړئ او تقوى غوره كړئ نو اجرونه به مو دركړي او مالونه مو در څخه نه غواړي.

إِن يَسۡـَٔلۡكُمُوهَا فَيُحۡفِكُمۡ تَبۡخَلُواْ وَيُخۡرِجۡ أَضۡغَٰنَكُمۡ﴿٣٧

37كه چېرې هغه درنه وغواړي او ټينګار در باندې وكړي بيا به تاسي بخيلي وكړئ او ستاسي كينې به راڅرګندې كړي.

هَٰٓأَنتُمۡ هَٰٓؤُلَآءِ تُدۡعَوۡنَ لِتُنفِقُواْ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ فَمِنكُم مَّن يَبۡخَلُۖ وَمَن يَبۡخَلۡ فَإِنَّمَا يَبۡخَلُ عَن نَّفۡسِهِۦۚ وَٱللَّهُ ٱلۡغَنِيُّ وَأَنتُمُ ٱلۡفُقَرَآءُۚ وَإِن تَتَوَلَّوۡاْ يَسۡتَبۡدِلۡ قَوۡمًا غَيۡرَكُمۡ ثُمَّ لَا يَكُونُوٓاْ أَمۡثَٰلَكُم﴿٣٨

38خبر اوسئ تاسي هغه خلک ياست چې د الله په لار كې لګښت كولو ته رابلل كيږئ خو په تاسي كې ځينې بخيلي كوي او څوک چې بخيلي كوي نو هغه خپل ځان سره بخيلي كوي او الله غني او تاسي بې وزله ياست او كه تاسي مخ وګرځوئ نو ستاسي په بدل كې به نور خلک راولي، بيا به هغوى ستاسي غوندې نه وي.

RELATED SURAHS