النمل
The Ant • 93 ayahs • Meccan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1طس [1]، دا د قرآن او څرګندوونكي كتاب آيتونه دي.
2لارښوونه او زېرى دى مومنانو لپاره.
3هغوى چې لمونځونه ترسره كوي، زكات وركوي او پر آخرت باور كوي.
4بې شكه كوم كسان چې پر آخرت باور نه لري، موږ يې (بد) اعمال ورته ښايسته كړي؛ نو هغوى په همغو كې لالهانده دي.
5دا هغه كسان دي چې د هغوى لپاره بد عذاب دى او همدوى به په آخرت كې ډېر تاوانيان وي.
6او بې شكه چې تاته دا قرآن د يو ډېر پوه حكمت لرونکي ذات لخوا درښوول كيږي.
7ياد کړه کله چې موسی خپلې کور والا ته وويل: ما يو اور وليد، زر به څه خبر درته ترې راوړم يا به څه سكروټه درته راوړم تر څو تاسو تاوده شئ.
8خو بيا چې ورغی نو آواز ورته وشو چې: مبارك دى هغه چې په اور كې دى او هغه چې چاپېره يي دى او د مخلوقاتو پالونكي الله لره پاکي ده.
9اى موسى همدا زه الله يم ډېر حكمت والا برلاسى.
10او لکړه (امسا) دې وغورځوه! نو ويې ليدل چې هغه داسې خوځيږي لكه مار، نو (موسی) په څټ تاو شو او بيرته را ونه ګرځېد، ای موسى مه ويرېږه، بې شكه زما پر وړاندې رسولان نه وېريږي.
11پرته له هغه چا چې ظلم يې كړى بيا يې له بدۍ وروسته ښېګڼه په بدل كې راوړه، نو بې شكه چې زه ډېر مهربان بخښونكى يم.
12او خپل لاس دې په ګرېوان كې ننباسه سپين ځلاند به راووځي بى عيبه (دا دواړه نښانې) په نهو نښانو كې دي فرعون او د هغه قوم ته، بې شكه هغوى بدكاره خلك وو.
13نو كله چې زموږ څرګندې نښانې هغوى ته ورغلې، وېلې دا خو ښكاره كوډې دي.
14او هغوى د ظلم او لويۍ له كبله نټه ترې وكړه، حال دا چې زړونو يې يقين پرې كړى و، نو ګوره چې د هغو مفسدانو پايله بيا څنګه شوه؟
15او په رېښتيا داود او سليمان ته موږ پوهه ورکړې وه او دواړو ويل چې هغه الله لره ستاينه ده چې موږ ته يې پر خپلو ډېرو مومنو بندګانو غوراوی راكړى.
16او سليمان بيا د داود وارث شو او ويې ويل: ای خلكو موږ ته د مرغانو ژبه زده کړل شوې او هر څه راكړل شوي دي، دا خامخا (د الله) ښكاره لورينه ده.
17د سليمان لپاره د پيريانو او انسانانو او مرغانو لښكرې راغونډې كړاى شوې وې او هغوى تر پوره انضباط لاندې ساتل كېدل.
18تر دې چې د مېږيانو ناو ته ورسېدل، يو مېږي وويل: اې مېږيانو خپلو کورونو ته ننوځئ، هسې نه چې سليمان او د هغه لښكرې مو مات كړي او هغوى به خبر هم نه وي.
19نو سليمان د هغه په خبره مسكی په خندا شو او ويې ويل: زما ربه! توفیق راکړې ماته چې ستا د هغه نعمت شكر وباسم چې پر ما او زما پر مور او پلار دې پېرزو كړى او دا چې زه سم كارونه وكړم كوم چې ته يې خوښوې او په خپل رحمت سره مې خپلو نېكو بندګانو كې شامل كړې!
20او (يو بل ځل) هغه د مرغانو پلټنه کوله نو ويې ويل: څه خبره ده چې هغه ملاچرګك نه وينم؟ كه (رېښتيا هم) ناسوب دى.
21هرومرو به سخت عذاب ورکړم، يا به يې حلالوم يا دا چې څه ښكاره دليل به راته راوړي.
22نو لاډېر ځنډېدلى نه و چې ويې ويل: زه له يو داسې څه خبر شوم چې ته نه يې ترې خبر او له (سبا) نه مې يو باوري خبر درته راوړى دى.
23ما يوه ښځه وموندله چې د هغوى پاچايي يې کوله، هغې ته هر څه وركړل شوي وو او د هغې لوى تخت دى.
24ما هغه او د هغې قوم داسې وموندل چې له الله پرته لمر ته يې سجده كوله او شيطان يې عملونه ورته ښايسته كړي وو نو له سمې لارې يې ايسار كړي وو، اوس هغوى لار نه مومي.
25دا چې هغه الله ته سجده ونه كړي كوم چې د آسمانونو او ځمكې پټ شيان راڅرګندوي او په هغه څه پوهيږي چې تاسو يې پټوئ او (يا يې) ښكاره كوئ.
26الله، هغه چې له هغه پرته بل معبود نشته، د لوى عرش رب دی.
27سليمان وويل: اوس به موږ وګورو چې رېښتيا دې ويلي دي كه له درواغجنو يې.
28زما دا ليك وېسه، هغوى ته يې وروغورځوه، بيا ترې شاته شه، ګوره چې هغوى څه (ځواب را) ګرځوي.
29هغې وويل: اى سردارانو! ماته يو عزتمن ليك راغورځول شوى.
30هغه د سليمان لخوا او د ډېر مهربان بخښونكي الله په نوم دى.
31چې پر ما لويي مه كوئ او مسلمان شوي راته راشئ.
32ملكې وويل: اى سردارانو! زما په دې كار كې مشوره راكړئ زه تر هغه د يو كار پرېکړه كوونكې نه يم څو چې تاسو نه ياست حاضر شوي.
33هغوى وويل: موږ خو د ځواك څښتنان او د سخت جنـګ والا خلك يو او نور ستا كار دى نو ګوره چې (موږ ته) څه امر كوې؟
34هغې وويل: شك نشته چې كله پاچايان يوه كلي ته ننوځې نو ورانوي يې او عزتمن خلك يې خواروي او دغسې دوی کوي.
35او زه هغوى ته يوه ډالۍ ورلېږم، بيا به ګورم چې هغه استازي له څه ځواب سره راګرځي.
36كله چې هغه (استازى) سليمان ته ورغی، وېلې تاسو په مال زما مرسته كوئ؟ نو څه چې الله راكړي، له هغه څه غوره دي چې تاسو ته يې دركړي، خو تاسو په خپله ډالۍ خوشالېږئ.
37بېرته هغوى ته ورشه، موږ به له داسې لښكرو سره ورشو چې هغوى به يې د مقابلې نه وي او له هغه (ځايه) به يې په رسوايۍ وباسو او هغوى به خواران وي.
38بيا يې وويل: ای درباريانو! ستاسو كوم يو به د هغې عرش راته راوړي، مخکې تر دې چې هغوی مسلمان شوي راشي؟
39له پېريانو څخه يوه ستر ځواكمن (عفریت) وويل: زه به يې درته راوړم، مخكې له دې چې ته له خپله ځايه پاڅېږې، او زه خامخا په هغه باندې زورور او امانتداره يم.
40هغه كس چې د كتاب څه پوهه ورسره وه، وويل: زه به يې مخکې د سترګو له رپ څخه درته راوړم، نو كله چې هغه (تخت) يې خپلې خواته اېښودل شوى وليد، ويې ويل: دا زما د رب فضل دى، تر څو ما وازمويي چې شكر باسم كه ناشكري كوم او چا چې شكر واېست؛ نو يوازې د خپل ځان لپاره يې باسي او څوك چې ناشكري وكړي نو زما رب يقيناً بې پروا سخاوت والا دى.
41سليمان وويل: تخت يې ورته نا اشنا (بدل غوندې) كړئ چې وګورو دا يې پېژني او كه له هغو كسانو ده چې سمه لار نه مومي.
42نو كله چې راغله ورته وويل شول: آيا ستا تخت همداسى دى؟ وېلې: دا لكه چې همغه دى، موږ ته لا مخكې علم راكړى شوى و او موږ مسلمانان وو.
43او له هغه څه يې ايساره كړه چې له الله پرته به يې لمانځل، يقيناً هغه له يو كافر قوم څخه وه.
44(بيا) هغې ته وويل شول: بنګلې ته ننوځه، نو چې ويې ليده، ګومان يې وكړ چې ډنډ دى او پايڅې يې له پنډيو پورته كړې سليمان وويل: دا د شيشې هواره بنګله ده، هغې وويل: زما ربه! ما پر خپل ځان ظلم كړى و او (اوس) ما له سليمان سره د مخلوقاتو پالونكي الله ته غاړه كېښودله.
45او بې شكه موږ ثموديانو ته د هغوى ورور صالح ورلېږلى وو چې (يوازې) الله ولمانځئ نو يو دم هغوى دوې ډلې شول چې سره جنګېدل به.
46(صالح) وويل: زما قومه! له نېكۍ وړاندې ولې د بدۍ لپاره بيړه كوئ؟ ولې له الله بخښنه نه غواړئ چې رحم درباندې وكړى شي.
47هغوى ويل: موږ په تا او ستا په ملګرو پورې بدمرغي نيولې ده! (صالح) وويل: ستاسو (بدمرغي) الله سره ده، خو تاسي يو قوم ياست چې ازمويل کېږئ.
48او په هغه ښار كې نه (9) ټولي مشران وو چې په هغه سيمه كې يې فساد خپرولو او څه سمون يې نه كولو.
49ويې ويل: پر الله قسم سره وكړئ چې هرومرو به پر هغه او كورنۍ يې د شپې يرغل كوو بيا به يې خپلوانو ته وايو چې موږ د هغه د كورنۍ د وژنې په ځاى كې حاضر نه وو او موږ بالكل رښتيني يو.
50هغوى يوه دسيسه جوړه كړه خو موږ هم يو تدبیر جوړ كړ چې هغوى خبر هم نه وو.
51نو ګوره چې د هغوى د دسيسې پايله څه وه؟ دا چې موږ هغوى او ټول قوم يې تباه كړ.
52هغه دي كورونه يې وران تش پراته دي په دې چې ظلم يې كړى وو، يقيناً په دې كې يوه (ستره) نښانه ده هغو خلكو لپاره چې پوهيږي.
53او هغه خلك مو وساتل چې ايمان يې راوړى و او تقوا يې كوله.
54او (در په ياد كړئ) لوط كله چې خپل قوم ته يې وويل: آيا تاسو په (رڼو) سترګو وينئ بدكاري كوئ؟
55آيا تاسو ښځې پرېږدئ، سړيو ته د شهوت لپاره ورځئ؟ بلكې داسې خلك ياست چې ډېر جهالت كوئ.
56نو نه و جواب د قوم د هغه مګر دا چې ویې ویل هغوی وباسئ کورنۍ د لوط لره له خپل کلي خپل څخه، یقینا دوی خلک دي چې د پاکۍ دعوا کوي.
57پس وژغوره موږ هغه او کورنۍ د هغه، پرته د هغه له مېرمنې څخه ځکه موږ ( په کلي کې ) د هغې پاتې کېدل ټاکلي و.
58او موږ پر دوی ناشنا باران را ووراوه، نو ناکاره و باران د ویرولیو شوو.
59ووايه الله لره ستاينه ده او د ده پر هغو بندګانو دې سلام وي چې غوره كړي يې دي آيا (يو) الله غوره دى كه هغه (معبودان) چې هغوى يې (ورسره) شريكوي.
60ایا هغه چا چې آسمانونه او ځمكه پيدا كړي او تاسو ته يې له آسمانه اوبه را اورولې دي بيا مو په هغو سره ښايسته باغونه را زرغون كړل چې د هغو د ونو زرغونول ستاسي په وس كې نه وو، آيا له الله سره كوم بل معبود شته؟ بلكې هغوى داسې خلك دي چې له سمې لارې كږيږي.
61آیا هغه ذات چې ګرځولې یې ده ځمكه ځای د آرام ، او د هغې منځ كې يې سيندونه پيدا كړل، هغې ته يې محكم ولاړ غرونه پيدا كړل او د دوو سمندرونو تر منځ يې پرده اچولې ده، آيا له الله سره په دغه کارونوکې بل معبود شته؟ بلكې زياتره انسانان له عقل څخه کار نه اخلي.
62آیا هغه څوك چې د ډیر ناچاره دعا قبلوي كله يې چې را وبولي او هغه كړاو لرې كوي او تاسي د ځمكې خليفه ګان ګرځوي، آیا الله سره كوم بل معبود شته؟ تاسي ډېر لږ نصيحت منئ.
63آیا هغه ذات چې د وچې او سمندر په تیارو كې لاره درښايي او هغه ذات چې د خپل رحمت [باران] څخه مخكې زېرى وركوونكي بادونه ليږي؟ آيا الله سره كوم بل معبود شته؟ چې دا کارونه وکړي؛ الله ډېر اوچت دى له هغو شيانو چې هغوى يې ورسره شريكوي.
64آیا هغه څوك چې د پيدايښت پيل كوي او بيا يې (هم) تكراروي؟ او هغه څوک چې له آسمان او ځمكې تاسو ته روزي دركوي [چې هغه یوالله دی]؟ آيا دې الله سره كوم بل معبود شریک شته [چې دا کارونه وکړي ]؟ ورته وايه كه تاسي رښتيني ياست دليل مو راوړئ.
65ورته ووايه: په آسمانو او ځمكه كې هيڅوك په غيبو نه پوهيږي او هغوى (په دې هم) نه پوهيږي چې كله به راپاڅول كيږي؟
66بلكې د آخرت په هكله د هغوى علم ختم شوى دى، (نه) بلكې هغوى له هغه نه په شك كې لاڅه چې ترې ړانده دي.
67او كافران وايي: آيا كله چې موږ او زموږ پلرونه خاورې شوي يو؛ نو آيا بيا را اېستل كېدونكي يو.
68بې شكه دا ژمنه خو له موږ سره او مخكې زموږ له پلرونو سره هم شوې وه، دا همغه د پخوانيو له درواغجنو كيسو پرته بل څه نه دي.
69ورته ووايه: په ځمكه كې وګرځئ، بيا وګورئ چې د مجرمانو پايله څنګه وه.
70پر هغوى مه خپه كېږه او مه يې په هغو چلونو زړه تنګى كېږه چې هغوى يې جوړوي.
71او هغوى وايي چې (ښه) دا ژمنه به كله وي، كه تاسي رښتيني ياست؟
72ووايه د كوم عذاب لپاره چې تاسي بيړه كوئ كيدى شي د هغه يوه برخه تاسي ته بيخي نږدې شوې وې [تاسو امید ولرئ].
73او يقيناً ستا رب هرومرو پر خلكو د لورينې څښتن دى خو هغوى زياتره شكر نه باسي.
74او بې شكه ستا رب خامخا په هغه څه پوهيږي چې د هغوى سينو دننه پټ كړي او څه چې هغوى يې څرګندوي.
75او په آسمان او ځمكه كې هيڅ داسې كوم پټ شى نشته چې په يو څرګند كتاب كې نه وي.
76بې شكه دا قرآن بني اسرائيلو ته زياتره هغه خبرې بيانوي چې هغوى پكې اختلاف كوي.
77او دا (قران) خامخا لارښوونه او رحمت دى د مومنانو لپاره.
78بې شکه ستا رب په خپل حكم سره د هغوى ترمنځ پرېكړه كوي او همغه ډېر پوه برلاسى دى.
79نو پر الله بروسه وكړه، ته په څرګند حق باندې (ولاړ) يې.
80یقینا ته مړو ته اورول نه شې کولای او نه هغه کڼو ته خپل اوازرسولی شې چې شا اړوي تښتي.
81او نه ړانده له بې لاريتوب سمې لارې ته را اړولئ شې، ته ايله هغه څوك اورولئ شې چې زموږ آيتونه مني (او) بيا غاړه اېښودونكي شي.
82او کله چې وینا (د عذاب) واقع شي، نو يو ځناور به له ځمكې ورته راوباسو، له دوى سره به خبرې كوي چې یقینا وو دا خلک چې زموږ پر آيتونو یې باور نه كولو.
83او هغه ورځ چې موږ به له هر امت څخه د هغو كسانو يو پوځ راغونډ كړو چې زموږ آيتونه يې دروغ ګڼل، بيا به د هغوى ډلې سره ترتيب شوې روانيږي.
84تر دې چې ټول (ميدان ته) راشي، (الله) به ووايي: آيا زما آيتونه مو درواغ وګڼل حال دا چې په هغو مو پوره علم نه درلود، كنه (نور) نو تاسي څه كول؟
85او را به شي پریکړه د عذاب پر دوی باندې له امله د ظلم د دوی، نو دوی به خبرې نه شي کولی.
86آيا هغوى نه دي ليدلي چې موږ شپه د دې لپاره جوړه كړې چې آرام پكې وكړي او ورځ مو روښانه كړې ده، يقيناً په دې كې هرومرو څه نښانې دي د هغو خلكو لپاره چې ايمان راوړي.
87او هغه ورځ چې په شپېلۍ كې پوكى وشي، نو هغه ټول به هيبت وهلي شي، څوك چې په آسمانونو او څوك چې په ځمكه كې وي، پرته له هغو چې الله يې (ژغورل) وغواړي او ټول به هغه ته په عاجزۍ سره راشي.
88او ته غرونه وينې، په خپل ځاى به يې كلك ولاړ ګڼې، خو هغه به د ورېځى غوندې تېرېږي، د هغه الله جوړونه ده چې هر څه يې محكم كړي دي بې شكه همغه ښه خبردار دى په هغو كارو چې تاسي يې كوئ.
89څوك چې له نيكۍ سره راشي نو هغه ته به لا ترې ښه بدله وركړى شي او هغوى به د هغې ورځې له هيبته بې غمه وي.
90او څوك چې له بدۍ سره راشي نو مخونه به يې په اور كې نسكور كړى شي، څه چې تاسي كول له هغو پرته خو به نوره سزا نه دركول كيږي؟
91ماته خو یوازې دا امر شوى چې د دې ښارګوټي د رب بندګي وکړم، كوم یې چې حرام ګرځولى او هر څه د هغه دي او ماته امر شوى چې مسلمان و اوسم.
92او دا چې قرآن تلاوت كړم، نو څوك چې په سمه لار برابر شو، هغه د ځان لپاره سمه لار مومي او څوك چې بې لارې شو نو ورته ووايه چې زه خو ايله بیروونکی يم.
93او ووايه چې ستاينه الله لره ده، زر به خپلې نښانې در وښايي بيا به يې وپېژنئ، او ستا رب له هغو كارو ناخبره نه دى چې تاسو يې كوئ.