الشعراء
The Poets • 227 ayahs • Meccan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1طسم [1].
2دا د هغه څرګند كتاب آيتونه دي.
3اى محمده! ښايي ته پدې غم كې خپل ځان بايلې چې دغه خلك ايمان نه راوړي.
4كه موږ وغواړونو له اسمانه داسې نښانه نازلولى شو چې د دوى غاړې د هغې پر وړاندې ښكته شي.
5او نه راځي دوی ته هېڅ یاداښت د رحمن له لورې چې نوی وي (د هغه راتلل) مګر دوی له هغه څخه مخ اړوونکي دي.
6نو اوس چې درواغ يې وګڼلو ډېر زر به د هغه څه خبرونه ورته راشي چې ملنډې به يې پرې وهلې.
7آیا دوی نه ګوري ځمکې ته چې څومره رازرغون کړي دي موږ په هغې کې د هر قسم ګټور بوټي څخه.
8په دې كې خو په رېښتيا (لويه) نښانه ده، خو ډېری يې منونكي نه دي.
9او بې شكه همغه ستا رب ښه مهربان برلاسى دى.
10او هغه مهال چې ستا رب غږ وکړ موسى ته چې لاړ شه قوم ظالمانو ته.
11د فرعون قوم ته! آيا هغوى نه ويريږي؟
12ويې ويل زما ربه! زه ډارېږم چې درواغجن به مې وګڼي.
13او سينه مې (هم) تنګيږي او ژبه مې نه ګرځي نو هارون ته يې ولېږه (وحی).
14او پر ما باندې د هغوی لخوا د يو جرم تور هم شته، ځكه نو زه ويريږم چې هغوى به ما ووژني.
15الله وويل: هېڅكله نه، نو دواړه زموږ له نښانو سره ورشئ، موږ درسره يو، د (هر څه) اورېدونكي.
16نو ورشئ دواړه فرعون ته ورته او وايئ چې موږ رالیږل شوي یو د مخلوقاتو د پالونكي لخوا.
17چې ته بني اسرائيل له موږ سره ولېږې.
18وېلې: آيا ته مو له ځان سره وړوكى ونه روزلې او د خپل عمر ډېر كلونه دې راسره تېر (نه) كړل.
19او ها چې كړى دې و هغه كار دې هم وكړ او ته له ناشكرانو څخه يې.
20(موسى) وويل: ما هغه وخت كړى و چې زه له ناپوهانو وم.
21بيا چې كله ووېرېدم نو درڅخه وتښتېدم، نو خپل رب مې حكم (علم) راكړ او په رسولانو كې يې شامل كړم.
22او (آيا) دا كومه پېرزوينه ده چې پر ما يې احسان باروې دا چې بني اسرائيل دې مريان كړي.
23فرعون وويل: او دا رب العالمين لاڅه دى؟
24وېلې د آسمانو، ځمكې او د هغو تر منځ د ټولو شيانو پالونكى، كه تاسو باور كوونكي ياست.
25فرعون خپلو شاوخوا خلكو ته وويل: تاسو نه اورئ؟
26موسى وويل: ستاسو پالونكى او ستاسو د مخکېنيو پلرونو پالونكى دی.
27فرعون وويل: يقيناً ستاسو دا رسول چې درته رالېږل شوى بالكل ليونى دى.
28موسى وويل: د ختيځ، لويديځ او د هغو تر منځ شيانو رب دى، كه تاسو عقل كاروئ.
29فرعون وويل: كه له ما پرته دې بل معبود ونيولو، هرومرو به دې له بنديانو وګرځوم.
30موسى وويل: كه څه هم يو څرګند شى درته راوړم.
31ويې ويل: كه ته رښتينى يې نو رايې وړه!
32نو ګذاره یې کړه لکړه (امسا) خپله؛ نو هغه يو دم ښكاره ښامار و.
33او چې خپل لاس يې راوويستو نو هغه (ټولو) كتونكو ته روڼ ځلاند و.
34فرعون خپلو چاپېرو سردارانو ته وويل: بې شكه چې دا سړى هرومرو يو پوه كوډګر دى.
35غواړي چې په خپلو كوډو تاسي له خپلې ځمكې وباسي؛ نو تاسو څه حكم كوئ؟
36هغوى وويل: دى او ورور يې ايسار كړه او ولیږه ښارونو ته راټولوونکي.
37چې هر يو پوه كوډګر درته راولي.
38بيا نو د يوې معلومې ورځې په ټاكلي وخت كوډګران راټول كړى شول.
39او خلكو ته وويل شول چې تاسې به راټوليږئ؟
40چې ښايې موږ كوډګرو پسې لاړ شو، كه چېرې هغوى برلاسي شول.
41نو كوډګر چې راغلل فرعون ته يې وويل: موږ ته خو به څه بدله وي كه چېرې موږ بريالي شولو؟
42وېلې هو او بيا به تاسي (زموږ) له نېږدې كسانو ياستئ.
43موسى ورته وويل: څه چې غورځوئ هغه وغورځوئ.
44نو (له واره يې) خپلې رسۍ او لکړې (امساګانې) وغورځولې او ويې ويل: په عزت د فرعون (قسم چې) همدا موږ به بريالي يو!
45بيا موسى خپله امسا وغورځوله نو په ناڅاپي ډول هغې د هغو د دروغو كارنامې خوړلې تيرولې.
46نو كوډګر (سملاسي) په سجده پرېوتل.
47وېلې: موږ په رب العالمين ايمان راوړ.
48د موسى او هارون پر رب.
49وېلې (فرعون): (ښه) تاسي بيا د هغه ومنله مخكې لدې چې زه اجازه درته وكړم؟ خامخا همدى ستاسو هماغه مشر دى چې كوډې يې در زده كړي دي، نو زر به پوه شئ، زه به هرومرو ستاسي لاسونه او پښې چپه غوڅ كړم او ټول به په دار وځړوم.
50هغوى وويل هېڅ تاوان نه دى، موږ د خپل رب لور ته ورتلونكي يو.
51او موږ هيله من يو چې زموږ رب به زموږ ګناهونه وبخښي ځكه چې موږ تر ټولو مخكې ايمان راوړی دى.
52او موسى ته مو وحى وكړه چې (شپه په شپه) زما بندګان درسره روان كړه، (او) تاسو به هرومرو له څټه پلټل كېږئ.
53بيا نو فرعون (ټولو) ښارونو ته ماسلان ولېږل.
54چې دغه (بني اسرائيل) يوه ډله لږ كسان دي.
55او بې شكه موږ يې ډېر په غوسه كړي يو.
56او موږ يوه چمتو بيداره ډله يو.
57پس وویستل دوی لره موږ له باغونو او چینو څخه.
58او له خزانو او ښه هستوګنځي څخه.
59همدارنګه وشول او بني اسرائيل مو د هغو (شيانو) وارثان وګرځول.
60پس روان شول (فرعونیان) هغوی پسې د لمر ختو پر مهال.
61كله چې دواړه ډلې سره مخامخ شوې، د موسى ملګرو وويل: چې (دا دى) موږ خو ګيرېدونكي يو.
62وېلې هېڅكله نه! پرته له شکه ما سره مې رب دى، زر به لار راوښايي.
63نو موسى ته مو وحي وكړه چې په خپله لکړه (امسا) دې سيند و وهه؛ نو هغه وچاودلو او هره ټوټه لكه لوى غر وه.
64او رانږدې کړل موږ هلته نور کسان.
65او موسى او څوك چې ورسره وو، ټول مو وژغورل.
66بيا مو هغه نور (ټول) غرق كړل.
67په دې كې خو په رېښتيا (لوی) پند دی، خو ډېری يې منونكي نه دي.
68او بې شكه همغه ستا رب ډیر زورو او مهربان دى.
69او په هغوى د ابراهيم خبر (هم) ولوله.
70كله چې خپل پلار او قوم ته يې وويل: (دا) څه شى لمانځئ؟
71وېلې: بوتان لمانځو او همداسې به يې په خدمت (او درناوي) لګيا اوسو.
72ابراهيم وويل: آيا هغوى ستاسي (خبره) اوري كله يې چې رابولئ؟
73يا څه ګټه يا زيان در رسوي؟
74هغوى وويل: نه، خو خپل پلرونه مو موندلي دي چې همداسې به يې كول.
75هغه وويل:نو آيا خبر یاست تاسو په حال د هغه چا چې تاسو یې بندګي کوله.
76تاسو او ستاسي پخوانيو پلرونو.
77نو هغوى خو ټول زما دښمنان دي، پرته د مخلوقاتو له پالونکي څخه.
78هماغه چې زه يې پيدا كړى يم او لارښوونه راته كوي.
79هغه ذات چې ماته خوراك او څښاك راكوي.
80او چې ناروغ شم، خو هماغه مې روغوي.
81او همغه چې مړ كوي مې او بيا مې راژوندى كوي.
82او هغه چې زه ترې هيله لرم چې د جزا په ورځ به مې تېروتنې را وبخښي.
83زما ربه! ماته حكم (علم او نبوت) راکړه او له صالحانو سره مې يوځاى كړې.
84او په وروستيو نسلونو كې د نېكنامۍ يادونه را په برخه كړې.
85او د نعمتونو د جنت له وارثانو مې وګرځوې!
86او پلار ته مې بخښنه وكړې، هغه له بې لارو څخه دى.
87او په هغه ورځ مې مه شرموې چې خلك راپاڅول كيږي.
88همغه ورځ چې نه مال ګټه رسوي او نه زامن.
89پرته له دې چې څوك په روغ زړه الله ته ورغلى وي.
90او (كله) چې متقيانو ته جنت ورنږدې كړى شي.
91او بې لارې شوو ته دوزخ ورڅرګند كړى شي.
92او ورته وويل شي: هغه شيان چېرته دي چې تاسو به لمانځل.
93له الله پرته، آيا څه مرسته مو كوي؟ يا د خپل ځان مرسته كولاى شي؟
94نو پړمخ به پكې وغورځول شي، هغوى (معبودان يې) او بې لارې شوي كسان.
95او د ابليس ټول لښكر.
96هلته به خپلو كې شخړه كوي او وايي به.
97په الله قسم موږ خو يقيناً په ښكاره بې لارېتوب كې وو.
98چې تاسو (باطل معبودان) مو له رب العالمين سره برابرولئ.
99او موږ پرته له همغو مجرمانو (مشرانو) بل چا نه يو بې لارې كړي.
100نو (اوس) زموږ هيڅوك سپارښتونكى نشته.
101او نه څوك مخلص ملګرى.
102خو كاشكې كه موږ ته يو ځل (بيا وخت) واى نو موږ به مومنان وو.
103په دې كې خو په رېښتيآ (لويه) نښانه ده، خو ډېری يې منونكي نه دي.
104او بې شكه همغه ستا رب ښه زورور مهربان دی.
105د نوح قوم (هم) رسولان درواغجن وګڼل.
106کله چې وویل دوی ته ورور د دوی نوح، آیا ځان نه بچ کوئ (له عذاب څخه).
107زه ستاسي لپاره يو امانتګر پيغمبر يم.
108نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ.
109او په دې له تاسو څه بدله هم نه غواړم زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده.
110نو له الله ووېرېږئ او زما خبره ومنئ.
111هغوى وويل: آيا موږ به تا منو حال دا چې (يوازې) رذيلانو (خوارانو) ستا پيروي کړې ده.
112نوح وويل: او زه څه پوهه لرم په هغه څه چې هغوى به كول.
113د هغوى حساب زما له ربه پرته په بل چا نه دى كه تاسو پوهېږئ.
114او زه د دې مومنانو شړونكى هم نه يم.
115زه له يو څرګند وېروونكي پرته بل څه نه يم.
116هغوى وويل: ای نوحه! كه ته له دې (خبرو) منع نه شوې نو خامخا به له ويشتل شويو څخه شې.
117هغه ته يې قوم وويل: که چېرې له هغه څه څخه لاس په سر نه شې چې موږ وربولې؛ نو هرومرو به له ښکنځل شويو او په ډبرو له وژل شويو څخه شې.
118نو ته زما او د دوى په مینځ كې فیصله وكړه واضحه فیصله او ته ما ته نجات راكړه او هغه چا ته چې له ما سره كوم مومنان دي.
119نو موږ هغه او څوك چې ورسره وو په يوه ډكه بېړۍ كې وژغورل.
120بيا وروسته مو هغه پاتې كسان غرق كړل.
121په دې كې خو په رېښتيا (لويه) نښانه ده، خو ډېری يې منونكي نه دي.
122او بې شكه همغه ستا رب ښه مهربان برلاسى دى.
123عاديانو رسولان درواغجن وګڼل.
124کله چې وویل دوی ته ورور د دوی هود، آیا ځان نه بچ کوئ (له عذاب څخه).
125زه ستاسي لپاره يو امانتګر پيغمبر يم.
126نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ.
127او په دې له تاسو څه بدله هم نه غواړم زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده.
128آيا تاسي په هره لوړه يوه نښه جوړوئ (او) چټيات كوئ.
129او (داسې) پخې كلاګانې جوړوئ لكه چې تل به ياست.
130او چاته چې لاس اچوئ نو په سختۍ (او ظلم) سره يې اچوئ.
131نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ.
132او له هغه ذاته ووېرېږئ چې په هغه څه يې ستاسو مرسته كړې، كوم چې درته معلوم دي.
133په څارويو او زامنو يې ستاسو مرسته كړې.
134او په باغونو او چينو سره.
135زه په رېښتيا پر تاسو د سترې ورځې له عذابه وېرېږم.
136هغوى وويل: موږ ته برابره ده كه نصيحت كوې، يا (هيڅ) نصيحت كوونكى نه اوسې.
137دا خو همغه د پخوانيو له عادته پرته بل څه نه دي.
138او موږ (هېڅكله) عذابېدونكي نه يو.
139نو چې درواغجن يې وبللو، هلاك مو كړل، يقيناً په دې كې يوه (ستره) نښانه ده، او زياتره يې ايمان راوړونكي نه وو.
140او بې شكه همغه ستا رب ښه مهربان برلاسى دى.
141ثموديانو رسولان درواغجن وګڼل.
142كله چې ورور يې صالح ورته وويل: آيا نه ډارېريږئ؟
143زه ستاسي لپاره يو امانتګر پيغمبر يم.
144نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ.
145او په دې له تاسو څه بدله هم نه غواړم زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده.
146آيا تاسو به په هغو شيانو (او نعمتونو) كې چې دلته دي، بې غمه پرېښودل شئ؟
147په (همدې) باغونو او چينو كې.
148او كښتونو او داسې كجورو كې چې وږي يې پاسته او تازه (يا ډك) وي.
149او غرونه توږئ، مهارت سره كورونه (پكې) جوړوئ.
150نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ.
151او له برېده اوښتونكو خلكو امر مه منئ.
152هغوى چې په ځمكه كې (ايله) فساد خپروي او څه سمون نه راولي.
153هغوى ويل: خبره دا ده چې ته يو كوډو وهلى (جادو کړی شوی) انسان يې.
154ته (هم) زموږ په شان له يو بشر پرته بل څه نه يې، نو كه رښتينى يې څه نښانه خو راوړه!
155صالح وويل: دا ده اوښه، هغې لره د اوبو څښلو نوبت او ستاسو د څښاك خپله ورځ معلومه ده.
156او هغې ته هيڅ ضرر مه رسوئ كنه د لويې ورځې عذاب به مو راګير كړي.
157خو هغه يې مړه كړه او هغوى هم بيا پښېمانه شول.
158نو عذاب راونيول، په رېښتيا په دې كې خامخا يوه نښانه ده او زياتره يې ايمان راوړونكي نه وو.
159او بې شكه همغه ستا رب ښه مهربان برلاسى دى.
160د لوط (علیه السلام) قوم رسولان درواغجن وګڼل.
161كله چې ورور يې لوط ورته وويل: آیا نه ډارېږئ.
162زه ستاسي لپاره يو امانتګر پيغمبر يم.
163نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ.
164او په دې له تاسو څه بدله هم نه غواړم زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده.
165آیا راتګ کوئ تاسي (په لواطت کولو) نارینه وو ته له خلکو.
166او هغه مېرمنې مو پرېږدئ چې خپل رب مو درته پيدا كړې دي، بلكې تاسي له پولې تېرېدونكي خلك ياست.
167هغوى وويل: اى لوطه! كه ايسار نه شوې، خامخا به ته هم له اېستل شويو څخه يې.
168هغه وويل: بې شكه زه ستاسي د دې عمل له بدګڼونكو څخه يم.
169زما ربه! ما او كورنۍ مې له هغه څه وژغورې چې هغوى يې كوي.
170نو هغه او د هغه كورنۍ مو ټول وژغورل.
171پرته له يوې بوډى، چې پاتېدونكو كې وه.
172بيا مو هغه نور تباه كړل.
173او يو باران مو پرې واورولو، نو د هغو وېرول شويو ډېر ناكاره باران وو.
174په دې كې خو په رېښتيا (لويه) نښانه ده، خو ډېری يې منونكي نه دي.
175او بې شكه همغه ستا رب ښه مهربان برلاسى دى.
176د ګڼ ځنګل څښتنانو رسولان درواغجن وګڼل.
177كله يې چې ورور شعيب (علیه السلام) ورته وويل: آيا نه ډارېږئ؟
178زه ستاسي لپاره يو امانتګر پيغمبر يم.
179نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ.
180او په دې له تاسو څه بدله هم نه غواړم زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده.
181پيمانه پوره وركوئ او له كموونكو مه كېږئ.
182او په سمه تله تول كوئ.
183او خلكو ته د هغوی شيان كم مه وركوئ، په ځمكه كې فساد مه خپروئ.
184او له هغه ذات نه وويريږئ چې تاسي او پخواني نسلونه یې پيداكړي دي.
185هغوى ويل: خبره دا ده چې ته يو كوډو وهلى (جادو کړی شوی) انسان يې.
186او زموږ په شان يو انسان پرته بل څه نه يې او بې شكه موږ په تا ګومان كوو چې له درواغجنو يې.
187نو كه ته رښتينى يې له اسمانه يوه ټوټه پر موږ راوغورځوه.
188شعيب وويل: زما رب په هغو كارو ډېر ښه پوه دى چې تاسو يې كوئ.
189خو بيا يې دى هم درواغجن وبللو نو د چترۍ (وریځې) والا ورځې عذاب راونيول، بې شكه هغه د يوې لويې ورځې عذاب و.
190په دې كې خو په رېښتيا (لويه) نښانه ده، خو ډېری يې منونكي نه دي.
191او بې شكه همغه ستا رب ښه مهربان برلاسى دى.
192او هغه خامخا د رب العالمين لخوا نازل کړل شوی دی.
193چه امانتداره روح (جبريل) ورسره نازل شوى دى.
194ستا پر زړه (نازل شو)، د دې لپاره چې ته له وېروونكو واوسې.
195په څرګنده عربى ژبه دی.
196او بې شکه د پخوانيو خلكو په كتابو كې هم شته.
197آيا د هغوى (مكې والو) لپاره دا يوه نښانه نه ده چې د بني اسرائيلو عالمان هم ورباندې پوهيږي.
198او كه دا مو په چا عجميانو نازل كړى واى.
199هغه پر دوى لوستى واى، بيا به يې هم نه واى منلى.
200همدغه شان مو دا (انكار) د مجرمانو په زړونو كې ورننه اېستلى دى.
201نو تر هغو يې نه مني ترڅو دردناك عذاب ونه ويني.
202بيا كله چې يو ناڅاپه ورته راشي او هغوى خبر هم نه وي.
203نو وايي به آيا موږ ته به مهلت راكول كيږي؟
204نو آیا هغوى زموږ د عذاب لپاره بيړه كوي.
205آيا نو ته وينې چې كه تر كلونو هغوى ته د ژوند د مزو مهلت وركړو.
206بيا هغه (عذاب) ورته راشي چې ژمنه يې ورسره كېدله.
207نو بيا به هم د دوی هغه د ګټې توکي له هغوى څه ايسار نه كړي.
208او موږ هېڅ كلى هسې نه دى تباه كړى چې هغوى ته وېروونكي نه وي.
209د نصيحت كولو لپاره او موږ خو څه ظالمان نه يو.
210او دا (قرآن) خو شيطانانو نه دى راوړى.
211او نه له هغوى سره وړ دى او نه كولاى شي.
212هغوى خو په رېښتيا له دې اورېدلو هم ګوښه كړى شوي دي.
213نو الله سره بل معبود مه رابوله كنه بيا به ته هم له عذاب ورکړل شويو څخه شې.
214او خپل نږدې خپلوان دې ووېروه.
215او هغوى مومنانو ته چې ستا متابعت يې كړى، خپل وزر ښكته كړه.
216نو كه له تا يې سرغړونه وكړه، ورته وايه چې زه له هغو كارو بېزار يم چې تاسو يې كوئ.
217او پر ډېر مهربان برلاسي (الله) بروسه وكړه.
218هغه ذات چې تا وينې كله چې پاڅېږې.
219او په سجده كوونكو كې ستا پرېوتل پاڅېدل (ويني).
220بېشكه همغه ښه پوه اورېدونكى دى.
221آيا خبر مو كړم چې شيطانان پر چا نازليږي؟
222هغوى په هر درواغ جوړوونكي ګناهګار نازليږي.
223اورېدل شوې خبرې (د ځينو) په غوږو كې ور اچوې او زياتره يې درواغجن دي.
224او په شاعرانو پسې خو (يوازې) بې لارې خلك ځي.
225آيا ته وينې چې دوى په هر ناو كې لالهانده وي.
226او هغه څه وايي چې نه يې كوي.
227له هغو كسانو پرته چې ايمان يې راوړى، سم كارونه يې كړي، الله يې ډېر ياد كړى او (يوازې) له هغه وروسته يې غچ اخيستى چې ظلم پرې شوى، او چا چې ظلمونه كړي زر به وپوهېږي چې كوم ځاى ته بېرته ورګرځي.