Al-Furqan

الفرقان

The Criterion77 ayahsMeccan

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

تَبَارَكَ ٱلَّذِي نَزَّلَ ٱلۡفُرۡقَانَ عَلَىٰ عَبۡدِهِۦ لِيَكُونَ لِلۡعَٰلَمِينَ نَذِيرًا﴿١

1هغه ذات بركتناك دى چې فرقان يې پر خپل بنده نازل كړی تر څو د ټولو خلكو لپاره خبردارى وركوونكى وي.

ٱلَّذِي لَهُۥ مُلۡكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ وَلَمۡ يَتَّخِذۡ وَلَدٗا وَلَمۡ يَكُن لَّهُۥ شَرِيكٞ فِي ٱلۡمُلۡكِ وَخَلَقَ كُلَّ شَيۡءٖ فَقَدَّرَهُۥ تَقۡدِيرٗا﴿٢

2هغه ذات چې د آسمانونو او ځمكې پاچايي هغه لره ده، نه يې څوك زوى كړى، نه يې پاچايي كې څوك شريك شته او هر څه هماغه پيدا كړي او برخليك يې ورته ټاكلى دى.

وَٱتَّخَذُواْ مِن دُونِهِۦٓ ءَالِهَةٗ لَّا يَخۡلُقُونَ شَيۡـٔٗا وَهُمۡ يُخۡلَقُونَ وَلَا يَمۡلِكُونَ لِأَنفُسِهِمۡ ضَرّٗا وَلَا نَفۡعٗا وَلَا يَمۡلِكُونَ مَوۡتٗا وَلَا حَيَوٰةٗ وَلَا نُشُورٗا﴿٣

3او هغوی له هغه پرته داسې معبودان (ځانته) ونيول چې هيڅ نه پيدا كوي بلكې په خپله هغوى پيدا كول كيږي، او خپلو ځانو ته هم د څه تاوان او ګټې واك نه لري او نه يې مرګ، نه ژوند او نه (مړي) بيا راژوندي كول په واك كې دي.

وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓاْ إِنۡ هَٰذَآ إِلَّآ إِفۡكٌ ٱفۡتَرَىٰهُ وَأَعَانَهُۥ عَلَيۡهِ قَوۡمٌ ءَاخَرُونَۖ فَقَدۡ جَآءُو ظُلۡمٗا وَزُورٗا﴿٤

4او كافر شويو خلکو وويل چې دا له درواغو پرته بل څه نه دي چې خپله يې جوړ كړي او نورو خلكو يې په هغه كې مرسته كړې! په حقيقت كې (خپله) دوى سخت ظلم او درواغ منځ ته راوړل.

وَقَالُوٓاْ أَسَٰطِيرُ ٱلۡأَوَّلِينَ ٱكۡتَتَبَهَا فَهِيَ تُمۡلَىٰ عَلَيۡهِ بُكۡرَةٗ وَأَصِيلٗا﴿٥

5او هغوى (دا هم) وويل: دا د پخوانيو كيسې دي، په چا يې ليكلې؛ نو (اوس) هماغه سهار او ماښام ده ته لوستل كيږي.

قُلۡ أَنزَلَهُ ٱلَّذِي يَعۡلَمُ ٱلسِّرَّ فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۚ إِنَّهُۥ كَانَ غَفُورٗا رَّحِيمٗا﴿٦

6ورته ووايه: دا هغه ذات رانازل كړى چې په آسمانونو او ځمكه كې په هر پټ شي پوهيږي، بې شكه هماغه ښه بخښونكى مهربان دى.

وَقَالُواْ مَالِ هَٰذَا ٱلرَّسُولِ يَأۡكُلُ ٱلطَّعَامَ وَيَمۡشِي فِي ٱلۡأَسۡوَاقِ لَوۡلَآ أُنزِلَ إِلَيۡهِ مَلَكٞ فَيَكُونَ مَعَهُۥ نَذِيرًا﴿٧

7هغوى وويل: دا څنګه رسول دى چې خواړه خوري او بازارونو كې ګرځي راګرځي، ولې كومه پرېښته ورته راكوزه نه كړى شوه چې هغه هم د وېروونكي په توګه ورسره وى.

أَوۡ يُلۡقَىٰٓ إِلَيۡهِ كَنزٌ أَوۡ تَكُونُ لَهُۥ جَنَّةٞ يَأۡكُلُ مِنۡهَاۚ وَقَالَ ٱلظَّٰلِمُونَ إِن تَتَّبِعُونَ إِلَّا رَجُلٗا مَّسۡحُورًا﴿٨

8يا كومه خزانه ورته راغورځول شوی وی، يا د هغه يو بڼ وى چې (بې غمه يې) ترې خوړلاى! او دې ظالمانو (لا دا هم) وويل چې تاسي په يو كوډو وهلي سړي پسې روان ياست.

ٱنظُرۡ كَيۡفَ ضَرَبُواْ لَكَ ٱلۡأَمۡثَٰلَ فَضَلُّواْ فَلَا يَسۡتَطِيعُونَ سَبِيلٗا﴿٩

9ګوره هغوی څنګه مثالونه درپورې وويل چې (دا دى) په خپله بې لارې شول او (اوس) د هيڅ لارې وس نه لري.

تَبَارَكَ ٱلَّذِيٓ إِن شَآءَ جَعَلَ لَكَ خَيۡرٗا مِّن ذَٰلِكَ جَنَّٰتٖ تَجۡرِي مِن تَحۡتِهَا ٱلۡأَنۡهَٰرُ وَيَجۡعَل لَّكَ قُصُورَۢا﴿١٠

10هغه ذات بركتناك دى چې كه وغواړې له دې غوره شيان به درته پيدا كړي، ډېر داسې باغونه چې ترې لاندې يې ويالې بهيږي او ماڼۍ به (هم) درته پيدا كړي.

بَلۡ كَذَّبُواْ بِٱلسَّاعَةِۖ وَأَعۡتَدۡنَا لِمَن كَذَّبَ بِٱلسَّاعَةِ سَعِيرًا﴿١١

11خو هغوى قيامت درواغ ګڼلى او موږ هغه چاته چې قيامت درواغ ګڼي بل شوى اور چمتو كړى دى.

إِذَا رَأَتۡهُم مِّن مَّكَانِۭ بَعِيدٖ سَمِعُواْ لَهَا تَغَيُّظٗا وَزَفِيرٗا﴿١٢

12كله چې د لرې ځايه يې وويني نو خوټېدل او غورېدل به يې واوري.

وَإِذَآ أُلۡقُواْ مِنۡهَا مَكَانٗا ضَيِّقٗا مُّقَرَّنِينَ دَعَوۡاْ هُنَالِكَ ثُبُورٗا﴿١٣

13او كله چې هغه په كوم تنـګ ځاى كې تړل شوی وغورځول شي نو بيا به (خپل) مرګ غواړي.

لَّا تَدۡعُواْ ٱلۡيَوۡمَ ثُبُورٗا وَٰحِدٗا وَٱدۡعُواْ ثُبُورٗا كَثِيرٗا﴿١٤

14ورته وبه ويل شي: نن يو مرګ مه غواړئ ډېر مرګونه وغواړئ.

قُلۡ أَذَٰلِكَ خَيۡرٌ أَمۡ جَنَّةُ ٱلۡخُلۡدِ ٱلَّتِي وُعِدَ ٱلۡمُتَّقُونَۚ كَانَتۡ لَهُمۡ جَزَآءٗ وَمَصِيرٗا﴿١٥

15ورته ووايه: آیا دا ښه ده كه تلپاتې جنت چې له پرهېزګارو سره يې ژمنه شوې؟ چې د هغوى بدله او هستوګنځى به وي.

لَّهُمۡ فِيهَا مَا يَشَآءُونَ خَٰلِدِينَۚ كَانَ عَلَىٰ رَبِّكَ وَعۡدٗا مَّسۡـُٔولٗا﴿١٦

16هلته به د هغوى لپاره هغه څه وي چې غواړي يې، تل ترتله اوسېدونكي، دا ستا پر رب يوه غوښتل كېدونكې ژمنه ده.

وَيَوۡمَ يَحۡشُرُهُمۡ وَمَا يَعۡبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ فَيَقُولُ ءَأَنتُمۡ أَضۡلَلۡتُمۡ عِبَادِي هَٰٓؤُلَآءِ أَمۡ هُمۡ ضَلُّواْ ٱلسَّبِيلَ﴿١٧

17او هغه ورځ چې هغوى او هغه (معبودان) چې له الله پرته به يې لمانځل، راغونډ كړي نو (الله) به ورته ووايي: آيا تاسو زما دغه بندګان بې لارې كړل كه هغوى خپله لار غلطه كړې وه؟

قَالُواْ سُبۡحَٰنَكَ مَا كَانَ يَنۢبَغِي لَنَآ أَن نَّتَّخِذَ مِن دُونِكَ مِنۡ أَوۡلِيَآءَ وَلَٰكِن مَّتَّعۡتَهُمۡ وَءَابَآءَهُمۡ حَتَّىٰ نَسُواْ ٱلذِّكۡرَ وَكَانُواْ قَوۡمَۢا بُورٗا﴿١٨

18هغوى به وايي: تا لره پاكي ده، موږ ته نه ښايي چې له تا پرته بل څوك دوستان ونيسو، خو تا هغوى او د هغوى پلرونو ته تر هغه پورې د ژوند وسايل وركړل چې درس يې هېر كړ او دا خلك وو تباه كېدونكي.

فَقَدۡ كَذَّبُوكُم بِمَا تَقُولُونَ فَمَا تَسۡتَطِيعُونَ صَرۡفٗا وَلَا نَصۡرٗاۚ وَمَن يَظۡلِم مِّنكُمۡ نُذِقۡهُ عَذَابٗا كَبِيرٗا﴿١٩

19نو (دا دى) تاسي خو يې درواغجن وګڼلئ په هغه خبره كې چې كوئ يې نو (اوس) نه د عذاب ګرځولو وس لرئ او نه (يو او بل سره) د مرستې، او هر څوك چې له تاسي څخه ظلم وكړي، موږ به هغه ته لوى عذاب وروڅكو.

وَمَآ أَرۡسَلۡنَا قَبۡلَكَ مِنَ ٱلۡمُرۡسَلِينَ إِلَّآ إِنَّهُمۡ لَيَأۡكُلُونَ ٱلطَّعَامَ وَيَمۡشُونَ فِي ٱلۡأَسۡوَاقِۗ وَجَعَلۡنَا بَعۡضَكُمۡ لِبَعۡضٖ فِتۡنَةً أَتَصۡبِرُونَۗ وَكَانَ رَبُّكَ بَصِيرٗا﴿٢٠

20او له تا مخكې مو هم (څه بل شان) رسولان نه وو لېږلي پرته له داسې كسانو چې هغوى به خواړه خوړل او په بازارو كې به ګرځېدل، او تاسي مو د يو او بل لپاره ازمايښت ګرځولي ياست، (نو) آيا تاسې صبر كوئ؟ او ستا رب خو ښه ليدونكى دى.

۞ وَقَالَ ٱلَّذِينَ لَا يَرۡجُونَ لِقَآءَنَا لَوۡلَآ أُنزِلَ عَلَيۡنَا ٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ أَوۡ نَرَىٰ رَبَّنَاۗ لَقَدِ ٱسۡتَكۡبَرُواْ فِيٓ أَنفُسِهِمۡ وَعَتَوۡ عُتُوّٗا كَبِيرٗا﴿٢١

21او كوم كسان چې له موږ سره د مخامخ كېدو هيله نه لري وايي ولې موږ ته پرېښتې راكوزې نه كړل شوې؟ يا ولې خپل رب نه وينو؟ په رېښتيا هغوى په خپلو ځانو كې ډېر كبرجن شوي او سرغړونه يې وكړه، لويه سر غړونه.

يَوۡمَ يَرَوۡنَ ٱلۡمَلَٰٓئِكَةَ لَا بُشۡرَىٰ يَوۡمَئِذٖ لِّلۡمُجۡرِمِينَ وَيَقُولُونَ حِجۡرٗا مَّحۡجُورٗا﴿٢٢

22په کومه ورځ چې هغوی پرېښتې وويني؛ نو هغه ورځ به د مجرمانو لپاره څه زېرى نه وى (بلكې) وايي به: ايسار دې كړى شي (عذاب) ايسار.

وَقَدِمۡنَآ إِلَىٰ مَا عَمِلُواْ مِنۡ عَمَلٖ فَجَعَلۡنَٰهُ هَبَآءٗ مَّنثُورًا﴿٢٣

23او هر څه چې د هغو كړه وړه دي موږ به هغه راواخلو د دوړې په څېر به يې والوځوو.

أَصۡحَٰبُ ٱلۡجَنَّةِ يَوۡمَئِذٍ خَيۡرٞ مُّسۡتَقَرّٗا وَأَحۡسَنُ مَقِيلٗا﴿٢٤

24خو د جنت خلك به هغه ورځ هم د هستوګنځي له پلوه ښه وي او هم به د غرمې دمه ځاى له پلوه ډېر غوره وي.

وَيَوۡمَ تَشَقَّقُ ٱلسَّمَآءُ بِٱلۡغَمَٰمِ وَنُزِّلَ ٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ تَنزِيلًا﴿٢٥

25او هغه ورځ چې آسمان له نرۍ وريځې سره څيرې شي او پرېښتې پرله پسې راكوزې شي.

ٱلۡمُلۡكُ يَوۡمَئِذٍ ٱلۡحَقُّ لِلرَّحۡمَٰنِۚ وَكَانَ يَوۡمًا عَلَى ٱلۡكَٰفِرِينَ عَسِيرٗا﴿٢٦

26حقيقي پاچايي په هغه ورځ يوازې رحمن لره ده او هغه پر كافرانو يوه سخته ورځ ده.

وَيَوۡمَ يَعَضُّ ٱلظَّالِمُ عَلَىٰ يَدَيۡهِ يَقُولُ يَٰلَيۡتَنِي ٱتَّخَذۡتُ مَعَ ٱلرَّسُولِ سَبِيلٗا﴿٢٧

27او هغه ورځ چې ظالم به خپل دواړه لاسونه چيچي، وايي به كاشكې مې د رسول سره لار نيولی واى.

يَٰوَيۡلَتَىٰ لَيۡتَنِي لَمۡ أَتَّخِذۡ فُلَانًا خَلِيلٗا﴿٢٨

28هاى كاشكې فلانى مې په دوستۍ نه وای نيولی.

لَّقَدۡ أَضَلَّنِي عَنِ ٱلذِّكۡرِ بَعۡدَ إِذۡ جَآءَنِيۗ وَكَانَ ٱلشَّيۡطَٰنُ لِلۡإِنسَٰنِ خَذُولٗا﴿٢٩

29پرته له شکه له هغه وروسته يې هم له نصيحت را واړولم چې ماته راغلي و، او شيطان خو (له دوكې وروسته) انسان لره پرېښودونكى دی.

وَقَالَ ٱلرَّسُولُ يَٰرَبِّ إِنَّ قَوۡمِي ٱتَّخَذُواْ هَٰذَا ٱلۡقُرۡءَانَ مَهۡجُورٗا﴿٣٠

30او رسول وويل: ای زما ربه! زما قوم خو دا قرآن پرېښود.

وَكَذَٰلِكَ جَعَلۡنَا لِكُلِّ نَبِيٍّ عَدُوّٗا مِّنَ ٱلۡمُجۡرِمِينَۗ وَكَفَىٰ بِرَبِّكَ هَادِيٗا وَنَصِيرٗا﴿٣١

31او همدا رنګه مو هر نبي ته له مجرمانو څه دښمنان ګرځولي وو، او ستا پالونکی د لارښوونكي او مرستندوى په توګه بسنه کوي.

وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ لَوۡلَا نُزِّلَ عَلَيۡهِ ٱلۡقُرۡءَانُ جُمۡلَةٗ وَٰحِدَةٗۚ كَذَٰلِكَ لِنُثَبِّتَ بِهِۦ فُؤَادَكَۖ وَرَتَّلۡنَٰهُ تَرۡتِيلٗا﴿٣٢

32او هغه کسان چې کفر يې کړی، وايي: ولې دا قرآن ټول په يو ځل ورباندې نازل نه شو؟ (هو) په همدې شان (مو نازل كړ) تر څو ستا زړه پرې محكم كړو، او هغه مو كرار كرار لږ لږ درباندې ولوست.

وَلَا يَأۡتُونَكَ بِمَثَلٍ إِلَّا جِئۡنَٰكَ بِٱلۡحَقِّ وَأَحۡسَنَ تَفۡسِيرًا﴿٣٣

33او (د دې لپاره هم چې) هغوى كه تا ته هر ډول مثال (يا پوښتنه) راوړي، موږ يې سم ځواب او غوره بيان درته راوړو.

ٱلَّذِينَ يُحۡشَرُونَ عَلَىٰ وُجُوهِهِمۡ إِلَىٰ جَهَنَّمَ أُوْلَٰٓئِكَ شَرّٞ مَّكَانٗا وَأَضَلُّ سَبِيلٗا﴿٣٤

34هغه كسان چې پړمخې به د جهنم اور ته ورغونډيږي، په ډېر ناوړه دريځ او ډېره غلطه لار كې دي.

وَلَقَدۡ ءَاتَيۡنَا مُوسَى ٱلۡكِتَٰبَ وَجَعَلۡنَا مَعَهُۥٓ أَخَاهُ هَٰرُونَ وَزِيرٗا﴿٣٥

35او موسى ته مو كتاب وركړ او له هغه سره مو ورور يې هارون ورته مرستيال وګرځولو.

فَقُلۡنَا ٱذۡهَبَآ إِلَى ٱلۡقَوۡمِ ٱلَّذِينَ كَذَّبُواْ بِـَٔايَٰتِنَا فَدَمَّرۡنَٰهُمۡ تَدۡمِيرٗا﴿٣٦

36بيا مو ورته وويل: دواړه هغو خلكو ته ورشئ چې زموږ آيتونه يې درواغ ګڼلي، چې بيا مو هغه خلك يو مخ تباه كړل.

وَقَوۡمَ نُوحٖ لَّمَّا كَذَّبُواْ ٱلرُّسُلَ أَغۡرَقۡنَٰهُمۡ وَجَعَلۡنَٰهُمۡ لِلنَّاسِ ءَايَةٗۖ وَأَعۡتَدۡنَا لِلظَّٰلِمِينَ عَذَابًا أَلِيمٗا﴿٣٧

37او د نوح قوم چې کله رسولان درواغجن وبلل نو غرق مو كړل او د خلكو لپاره مو نښانه وګرځول او موږ ظالمانو ته دردناك عذاب چمتو كړى.

وَعَادٗا وَثَمُودَاْ وَأَصۡحَٰبَ ٱلرَّسِّ وَقُرُونَۢا بَيۡنَ ذَٰلِكَ كَثِيرٗا﴿٣٨

38او عاديان، ثموديان، د كوهي خاوندان او د دې په منځ منځ كې ډېر ولسونه (مو تباه کړل).

وَكُلّٗا ضَرَبۡنَا لَهُ ٱلۡأَمۡثَٰلَۖ وَكُلّٗا تَبَّرۡنَا تَتۡبِيرٗا﴿٣٩

39او هغوى هر يوه ته موږ بېلګې (دلايل) بيان كړي وو او بيا مو هر يو تباه برباد كړل.

وَلَقَدۡ أَتَوۡاْ عَلَى ٱلۡقَرۡيَةِ ٱلَّتِيٓ أُمۡطِرَتۡ مَطَرَ ٱلسَّوۡءِۚ أَفَلَمۡ يَكُونُواْ يَرَوۡنَهَاۚ بَلۡ كَانُواْ لَا يَرۡجُونَ نُشُورٗا﴿٤٠

40او پر هغه كلي خو هغوى خامخا تېر شوي چې ډېر بد باران پرې اورول شوى و، آيا هغه يې نه و ليدلى؟ بلكى هغوى د بيا راژوندي كېدو هيله نه لري.

وَإِذَا رَأَوۡكَ إِن يَتَّخِذُونَكَ إِلَّا هُزُوًا أَهَٰذَا ٱلَّذِي بَعَثَ ٱللَّهُ رَسُولًا﴿٤١

41او كله چې هغوى تا وويني؛ نو ملنډې درپورې وهي، چې آيا دا هماغه كس دى چې الله د رسول په توګه رالېږلى؟

إِن كَادَ لَيُضِلُّنَا عَنۡ ءَالِهَتِنَا لَوۡلَآ أَن صَبَرۡنَا عَلَيۡهَاۚ وَسَوۡفَ يَعۡلَمُونَ حِينَ يَرَوۡنَ ٱلۡعَذَابَ مَنۡ أَضَلُّ سَبِيلًا﴿٤٢

42دغه خو نږدې موږ له خپلو معبودانو اړولي وو، كه چېرې پرې ټينګ شوي نه واى! او هغوى چې کله عذاب وويني؛ نو زر به پوه شي چې څوك له لارې ډېر اوښتی و.

أَرَءَيۡتَ مَنِ ٱتَّخَذَ إِلَٰهَهُۥ هَوَىٰهُ أَفَأَنتَ تَكُونُ عَلَيۡهِ وَكِيلًا﴿٤٣

43آيا هغه كس دې ليدلى چې خپل هوس يې ځان ته معبود ګرځولى؟ آيا ته د هغوى ساتونكى (يا ذمه وار) يې؟

أَمۡ تَحۡسَبُ أَنَّ أَكۡثَرَهُمۡ يَسۡمَعُونَ أَوۡ يَعۡقِلُونَۚ إِنۡ هُمۡ إِلَّا كَٱلۡأَنۡعَٰمِ بَلۡ هُمۡ أَضَلُّ سَبِيلًا﴿٤٤

44آيا ته انګېرې چې له دوى نه زياتره كسان اوري او پوهېږي؟ دوى خو د څارويو په شان دي بلكې له هغو نه هم هاخوا لار وركي دي.

أَلَمۡ تَرَ إِلَىٰ رَبِّكَ كَيۡفَ مَدَّ ٱلظِّلَّ وَلَوۡ شَآءَ لَجَعَلَهُۥ سَاكِنٗا ثُمَّ جَعَلۡنَا ٱلشَّمۡسَ عَلَيۡهِ دَلِيلٗا﴿٤٥

45آيا تا خپل رب ته نه دي كتلي چې څنګه يې سيورى غځولى دى؟ او كه هغه غوښتي واى نو پر ځاى به يې درولى و، بيا مو لمر پر هغه دليل (پېژندونكى) وګرځولو.

ثُمَّ قَبَضۡنَٰهُ إِلَيۡنَا قَبۡضٗا يَسِيرٗا﴿٤٦

46بيا مو ورو ورو هغه ځان ته راټول کړ.

وَهُوَ ٱلَّذِي جَعَلَ لَكُمُ ٱلَّيۡلَ لِبَاسٗا وَٱلنَّوۡمَ سُبَاتٗا وَجَعَلَ ٱلنَّهَارَ نُشُورٗا﴿٤٧

47او هماغه ذات دى چې شپه يې تاسو ته پوښاك، خوب يې آرام او ورځ يې د پاڅېدلو (وخت) ګرځولى.

وَهُوَ ٱلَّذِيٓ أَرۡسَلَ ٱلرِّيَٰحَ بُشۡرَۢا بَيۡنَ يَدَيۡ رَحۡمَتِهِۦۚ وَأَنزَلۡنَا مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءٗ طَهُورٗا﴿٤٨

48او همغه ذات دى چې له خپل رحمت وړاندې زېرى وركوونكي بادونه ليږي او موږ له آسمانه پاكې اوبه را اورولي دي.

لِّنُحۡـِۧيَ بِهِۦ بَلۡدَةٗ مَّيۡتٗا وَنُسۡقِيَهُۥ مِمَّا خَلَقۡنَآ أَنۡعَٰمٗا وَأَنَاسِيَّ كَثِيرٗا﴿٤٩

49چې پر هغو مړه ځمكه را ژوندى او د خپلو مخلوقاتو څخه ډېر څاروي او انسانان پرې خړوب كړو.

وَلَقَدۡ صَرَّفۡنَٰهُ بَيۡنَهُمۡ لِيَذَّكَّرُواْ فَأَبَىٰٓ أَكۡثَرُ ٱلنَّاسِ إِلَّا كُفُورٗا﴿٥٠

50او هغه مو د دوى ترمنځ راز راز بيان كړ تر څو درس واخلي، خو بيا هم زياتره خلكو له ناشكرۍ پرته بل څه ونه منل.

وَلَوۡ شِئۡنَا لَبَعَثۡنَا فِي كُلِّ قَرۡيَةٖ نَّذِيرٗا﴿٥١

51او كه موږ غوښتي واى نو خامخا به مو په هر كلي كې يو وېروونکی راپورته كړى و.

فَلَا تُطِعِ ٱلۡكَٰفِرِينَ وَجَٰهِدۡهُم بِهِۦ جِهَادٗا كَبِيرٗا﴿٥٢

52نو د كافرانو مه منه او په دې (قرآن) له هغوى سره جهاد كوه، ستر جهاد.

۞ وَهُوَ ٱلَّذِي مَرَجَ ٱلۡبَحۡرَيۡنِ هَٰذَا عَذۡبٞ فُرَاتٞ وَهَٰذَا مِلۡحٌ أُجَاجٞ وَجَعَلَ بَيۡنَهُمَا بَرۡزَخٗا وَحِجۡرٗا مَّحۡجُورٗا﴿٥٣

53او همغه ذات دى چې دوه سمندرونه يې خوشې كړي چې دا يو ډېر خوږ خوندور دى او دا بل مالګين تريخ او د دواړو ترمنځ يې يوه پرده واچوله، او يو بند چې منع كړى شوى دى.

وَهُوَ ٱلَّذِي خَلَقَ مِنَ ٱلۡمَآءِ بَشَرٗا فَجَعَلَهُۥ نَسَبٗا وَصِهۡرٗاۗ وَكَانَ رَبُّكَ قَدِيرٗا﴿٥٤

54او همغه ذات دى چې انسان يې له اوبو پيدا كړ بيا يې د نسب او خسرګنۍ خاوند وګرځولو او ستا رب ډېر قادر دى.

وَيَعۡبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَا يَنفَعُهُمۡ وَلَا يَضُرُّهُمۡۗ وَكَانَ ٱلۡكَافِرُ عَلَىٰ رَبِّهِۦ ظَهِيرٗا﴿٥٥

55او هغوى الله له پرته هغه څه لمانځي چې نه څه ګټه ور رسوي او نه كوم تاوان، او کافر خو د خپل رب پر خلاف د (شيطان) ملاتړی دی.

وَمَآ أَرۡسَلۡنَٰكَ إِلَّا مُبَشِّرٗا وَنَذِيرٗا﴿٥٦

56او ته مو پرته له يو زېري وركوونكي او وېروونكي بل څه نه يې لېږلى.

قُلۡ مَآ أَسۡـَٔلُكُمۡ عَلَيۡهِ مِنۡ أَجۡرٍ إِلَّا مَن شَآءَ أَن يَتَّخِذَ إِلَىٰ رَبِّهِۦ سَبِيلٗا﴿٥٧

57ورته ووايه: زه خو په دې له تاسي څه بدله نه غواړم پرته له دې چې كه څوك غواړي نو د خپل رب خواته دې لارونيسى.

وَتَوَكَّلۡ عَلَى ٱلۡحَيِّ ٱلَّذِي لَا يَمُوتُ وَسَبِّحۡ بِحَمۡدِهِۦۚ وَكَفَىٰ بِهِۦ بِذُنُوبِ عِبَادِهِۦ خَبِيرًا﴿٥٨

58او په هغه (تل) ژوندي ذات بروسه وكړه چې (هيڅكله) نه مري او له ستاينې سره يې پاكي بيانوه، او هماغه د خپلو بنده ګانو پر ګناهونو باخبر كافي دى.

ٱلَّذِي خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ وَمَا بَيۡنَهُمَا فِي سِتَّةِ أَيَّامٖ ثُمَّ ٱسۡتَوَىٰ عَلَى ٱلۡعَرۡشِۖ ٱلرَّحۡمَٰنُ فَسۡـَٔلۡ بِهِۦ خَبِيرٗا﴿٥٩

59هغه چې آسمانونه، ځمكه او د هغو تر منځ هر څه يې په شپږو ورځو كې پيدا كړل بيا پر عرش پورته شو، هغه ډېر مهربان دى، نو له كوم ښه باخبر څخه يې پوښتنه وكړه.

وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ ٱسۡجُدُواْۤ لِلرَّحۡمَٰنِ قَالُواْ وَمَا ٱلرَّحۡمَٰنُ أَنَسۡجُدُ لِمَا تَأۡمُرُنَا وَزَادَهُمۡ نُفُورٗا۩﴿٦٠

60او كله چې هغوی ته وويل شي: رحمن ته سجده وكړئ وايي: رحمن څه دى؟ څه شى چې ته يې راته امر كوې موږ به هغه ته سجده كوو؟ او لا يې كركه زياتوي.

تَبَارَكَ ٱلَّذِي جَعَلَ فِي ٱلسَّمَآءِ بُرُوجٗا وَجَعَلَ فِيهَا سِرَٰجٗا وَقَمَرٗا مُّنِيرٗا﴿٦١

61ډير مبارك دى هغه ذات چې په اسمان كې يې برجونه پېداكړل او په هغه كې يې يوه ډيوه او يوه ځلانده سپوږمۍ روڼه كړه.

وَهُوَ ٱلَّذِي جَعَلَ ٱلَّيۡلَ وَٱلنَّهَارَ خِلۡفَةٗ لِّمَنۡ أَرَادَ أَن يَذَّكَّرَ أَوۡ أَرَادَ شُكُورٗا﴿٦٢

62او همغه ذات دى چې شپه او ورځ يې يو د بل ځاى ناستي وګرځول، هغه چا ته چې غواړي څه درس واخلي يا غواړي شكر اېستونكى شي.

وَعِبَادُ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلَّذِينَ يَمۡشُونَ عَلَى ٱلۡأَرۡضِ هَوۡنٗا وَإِذَا خَاطَبَهُمُ ٱلۡجَٰهِلُونَ قَالُواْ سَلَٰمٗا﴿٦٣

63او د رحمن (اصلى) بنده ګان هغه دي چې په ځمكه ورو ورو (په عاجزۍ) درومي او كله چې جاهلان ورسره مخامخ شي وايى سلام دې وي.

وَٱلَّذِينَ يَبِيتُونَ لِرَبِّهِمۡ سُجَّدٗا وَقِيَٰمٗا﴿٦٤

64او هغه كسان چې خپل رب ته په سجده او ولاړه شپې تېروي.

وَٱلَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا ٱصۡرِفۡ عَنَّا عَذَابَ جَهَنَّمَۖ إِنَّ عَذَابَهَا كَانَ غَرَامًا﴿٦٥

65او هغه کسان چې وايي: ای زموږ پالونکيه! د دوزخ سزا له موږ لرې کړه، بې شکه د دوزخ سزا (له هغه چا سره تل تړلې وي څوک چې کافر مړ شوی وي).

إِنَّهَا سَآءَتۡ مُسۡتَقَرّٗا وَمُقَامٗا﴿٦٦

66هغه ډېر بد ټاټوبى او هستوګنځى دى.

وَٱلَّذِينَ إِذَآ أَنفَقُواْ لَمۡ يُسۡرِفُواْ وَلَمۡ يَقۡتُرُواْ وَكَانَ بَيۡنَ ذَٰلِكَ قَوَامٗا﴿٦٧

67او هغوى چې كله لګښت كوي؛ نو نه زياتى كوي او نه بخيلي، بلكې د دې تر منځ سم برابر وي.

وَٱلَّذِينَ لَا يَدۡعُونَ مَعَ ٱللَّهِ إِلَٰهًا ءَاخَرَ وَلَا يَقۡتُلُونَ ٱلنَّفۡسَ ٱلَّتِي حَرَّمَ ٱللَّهُ إِلَّا بِٱلۡحَقِّ وَلَا يَزۡنُونَۚ وَمَن يَفۡعَلۡ ذَٰلِكَ يَلۡقَ أَثَامٗا﴿٦٨

68او هغوى چې الله سره بل معبود نه رابولي او نه پرته له حقه هغه كس وژني چې الله (یې وژل) حرام كړى وي او نه زنا كوي او څوك چې داسې وكړي، هغه به خپله ګناه مومي.

يُضَٰعَفۡ لَهُ ٱلۡعَذَابُ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِ وَيَخۡلُدۡ فِيهِۦ مُهَانًا﴿٦٩

69د هغه لپاره به د قيامت په ورځ عذاب غبرګ (مكرر) كړى شى او تل به پكې خوار ذليل پروت وي.

إِلَّا مَن تَابَ وَءَامَنَ وَعَمِلَ عَمَلٗا صَٰلِحٗا فَأُوْلَٰٓئِكَ يُبَدِّلُ ٱللَّهُ سَيِّـَٔاتِهِمۡ حَسَنَٰتٖۗ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورٗا رَّحِيمٗا﴿٧٠

70پرته له هغه چې توبه وباسي، ايمان راوړي او نېك عمل وکړي؛ نو دا خلك چې دي الله به يې بدۍ په نېكيو بدلې كړي او الله بخښونكى مهربان دى.

وَمَن تَابَ وَعَمِلَ صَٰلِحٗا فَإِنَّهُۥ يَتُوبُ إِلَى ٱللَّهِ مَتَابٗا﴿٧١

71څوك چې توبه وباسي او نيك عمل وكړي هغه نو د الله لوري ته داسې ورګرځې لكه څنګه چې د ګرځېدلو حق دى.

وَٱلَّذِينَ لَا يَشۡهَدُونَ ٱلزُّورَ وَإِذَا مَرُّواْ بِٱللَّغۡوِ مَرُّواْ كِرَامٗا﴿٧٢

72او هغوى چې د درواغو شاهدي نه وايي، او كله چې په كوم عبث كار ورشي نو درانه ورڅخه تېر شي.

وَٱلَّذِينَ إِذَا ذُكِّرُواْ بِـَٔايَٰتِ رَبِّهِمۡ لَمۡ يَخِرُّواْ عَلَيۡهَا صُمّٗا وَعُمۡيَانٗا﴿٧٣

73او هغوى چې كله د خپل رب په آيتونو نصيحت ورته كيږي نو ځانونه پرې كاڼه، ړانده نه اچوي.

وَٱلَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا هَبۡ لَنَا مِنۡ أَزۡوَٰجِنَا وَذُرِّيَّٰتِنَا قُرَّةَ أَعۡيُنٖ وَٱجۡعَلۡنَا لِلۡمُتَّقِينَ إِمَامًا﴿٧٤

74او هغوى چې وايي: زموږ ربه! موږ ته له خپلو مېرمنو او خېلخانو د سترګو يخوالى راكړه او موږ د متقيانو امامان وګرځوه.

أُوْلَٰٓئِكَ يُجۡزَوۡنَ ٱلۡغُرۡفَةَ بِمَا صَبَرُواْ وَيُلَقَّوۡنَ فِيهَا تَحِيَّةٗ وَسَلَٰمًا﴿٧٥

75دوى هغه خلك دي چې په بدله كې (هسكه) ماڼۍ وركول كيږي په دې چې صبر يې كړى و او هلته به يې په دعا او سلام هر كلى وشي.

خَٰلِدِينَ فِيهَاۚ حَسُنَتۡ مُسۡتَقَرّٗا وَمُقَامٗا﴿٧٦

76تلپاتې په هغو كې (دا) غوره آرام ځاى او هستوګنځى دى.

قُلۡ مَا يَعۡبَؤُاْ بِكُمۡ رَبِّي لَوۡلَا دُعَآؤُكُمۡۖ فَقَدۡ كَذَّبۡتُمۡ فَسَوۡفَ يَكُونُ لِزَامَۢا﴿٧٧

77ورته ووايه: زما رب ستاسو څه پروا لري، كه ستاسي (لخوا) بلل نه وي؟ نو اوس چې تاسو درواغ وګڼلو، ډېر زر به (يې سزا) درپسې لازم وګرځي.

RELATED SURAHS