النور
The Light • 64 ayahs • Medinan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1دا يو سورت دى چې موږ رانازل كړى او فرض كړى دى او په هغه كې مو څرګند آيتونه نازل كړي، ښايي چې تاسو څه پند واخلئ.
2زنا كاره ښځه او زنا كار سړى، هر يو له هغوی دواړو څخه سل دورې ووهئ او د الله په دين كې دې پر هغوى دواړو څه زړه سوى نه درباندې راځې، كه تاسي (رېښتيا) پر الله او د آخرت پر ورځ باور لرئ، او د هغوى سزا ته دې يوه ډله مومنان حاضر شي.
3زناكار سړى له زناكارې يا مشركې پرته بل چا سره نكاح نه كوي او زناكاره بل څوك نه په نكاح كوي مګر زناكار يا مشرك، او دا كار پر مومنانو حرام کړل شوى دى.
4او هغه كسان چې پر پاك لمنو ښځو تور لګوي بيا څلور شاهدان رانه ولي، نو اتيا دورې يې ووهئ او هيڅكله يې شاهدي مه منئ او همدوی فاسقان دي.
5پرته له هغو کسانو چې له دغه كار وروسته يې توبه ویستلې او ځان يې سم كړ، نو (بيا) بې شکه الله بخښونكى مهربان دى.
6او كوم كسان چې په خپلو مېرمنو تور لګوي او له ځانو پرته څوك شاهدان ورسره نه وي؛ نو له هغو څخه د يو تن شاهدي (دا ده چې هغه) د الله په نوم څلور (ځلې) شاهدي ووايي چې پرته له شکه هغه له رېښتينو څخه دى.
7او پنځم (ځل به ووايي) چې كه هغه درواغجن وي، نو د الله لعنت دې ورباندې وي.
8او له هغې (ښځې) څخه د سزا مخنيوى داسې كيږي چې هغه ښځه د الله په نوم څلور ځلې شاهدى ووايي چې بې شكه هغه سړى له درواغجنو دى.
9او پنځم ځل دا چې پر هغې دې د الله غضب وي، كه هغه سړى به له رښتينو څخه وي.
10او كه پر تاسي د الله فضل او رحمت نه وى (نو رسوا شوي به وئ)، او دا چې الله ښه توبه قبلوونكى حكمت والا دى.
11بې شكه كومو كسانو چې دا لوى درواغ راوړي، هغوى له تاسي څخه يوه ډله ده، د ځان لپاره يې شر مه ګڼئ هغه تاسو ته خير دى، د هغوی هر يوه لپاره هغومره ګناه ده چې څومره يې (خپله) ترلاسه كړې، او چا چې له هغوی د دغه (بهتان) لوى پېټى اخيستى، هغه لره لوى عذاب دى.
12کله مو چې دا خبره واورېده ولې مومنو سړو او مومنو ښځو پر ځانونو ښه ګومان ونه كړ او ويې نه ويل چې دا يو څرګند تور دى.
13ولې يې پر دې خبره څلور شاهدان رانه وستل، خو (اوس) چې هغوى څلور شاهدان رانه وستل، د الله پر وړاندې همدوى درواغجن دي.
14كه پر تاسي باندې په دنيا او اخرت كې د الله فضل او مهرباني نه واى نو په كومو خبرو كې چې تاسي غورځېدلي وئ د هغو په مجازات كې به لوى عذاب درته رسېدلى و.
15كله چې تاسو پر خپلو ژبو هغه درواغ نقلول او په خولو مو هغه څه ويل چې په هغه كې تاسو لره څه پوهه نه وه او هغه مو يوه آسانه خبره ګڼله، حال دا چې د الله پر وړاندې هغه ډېره لويه وه.
16او كله مو چې هغه واورېده ولې مو ونه ويل چې موږ ته دا نه ښايي چې په دې (خبره) خوله وخوځوو، (الله) تا لره پاكي ده، دا خو ستر بهتان دى.
17الله تاسو ته نصيحت كوي چې بيا دا شان خبره هيڅكله تكرار نه كړئ، كه تاسو مومنان ياست.
18او الله تاسو ته آيتونه بيانوي او الله ډېر پوه حكمت والا دى.
19بې شكه هغه كسان چې په مومنانو كې فحشا خپرول خوښوي، د هغوی لپاره په دنيا او آخرت كې دردناك عذاب دى، او الله پوهېږي او تاسي نه پوهېږئ.
20او كه د الله فضل او رحمت درباندې نه وى او دا چې الله ډېر نرمي كوونكى مهربان دى. (نو په دنيا كې به په عذاب اخته شوي وئ).
21اى هغو کسانو چې ايمان مو راوړی د شيطان په پلونو پل مه ږدئ، او چا چې د شيطان په پلونو پل کېښود؛ نو هغه د بدكارۍ او ناوړه كار امر كوي، او كه پر تاسي د الله پېرزوينه او لورېينه نه واى؛ نو له تاسو به يې هيڅكله يو هم نه وى پاك كړى خو چاته چې د الله خوښه شي، پاكوي يې او الله ښه اورېدونكى او پوه دى.
22او له تاسي دې د فضيلت او پراخۍ څښتنان دا لوړه (قسم) نه كوي چې خپلوانو، مسكينانو او د الله د لارې مهاجرو سره به مرسته نه كوي، عفوه او تېرېدنه دې وكړي، آيا نه خوښوئ چې الله بخښنه درته وكړي او الله خو ډېر بخښونكى مهربان دى.
23بې شکه هغه كسان چې پر پاك لمنو، ناخبره مومنو ښځو تورونه لګوي، په دنيا او آخرت كې لعنت ورباندې شوى او د دوى لپاره ستر عذاب دى.
24په کومه ورځ چې د هغوی ژبې، لاسونه او پښې د هغوی پر خلاف د هغو كارونو شاهدي وايي چې هغوى به كول.
25په همغه ورځ به يې الله هغه بدله پوره وركړي چې وړ يې ده او پوه به شي چې په رښتيا همغه الله حق، څرګند دی.
26نا پاكې ښځې د نا پاكو نارينه وو لپاره دي او نا پاك نارينه د نا پاكو ښځو لپاره، او پاكې ښځې د پاكو نارينه وو لپاره دي او پاك نارينه د پاكو ښځو لپاره، دوى له هغو خبرو پاك دي چې (درواغجن يې) وايي، هغوى لره بخښنه او ښه روزي ده.
27اى هغو کسانو چې ايمان مو راوړی له خپلو كورو پرته نورو كورو ته تر هغه مه ننوځئ چې اجازه مو نه وي اخيستې او د هغو پر خلكو مو سلام نه وي اچولی، دا ستاسي لپاره ښه ده، ښايي چې تاسو پند واخلئ.
28نو كه څوك مو پكې ونه موندل، تر هغه مه ورننوځئ چې اجازه نه وي درته شوې او كه درته وويل شو چې بېرته وګرځئ نو راستانه شئ، دا ستاسو لپاره ډېره پاكيزه لار ده، او الله په هغو كارو چې تاسي يې كوئ، ډېر ښه پوه دى.
29پر تاسو څه ګناه نشته که داسې كورونو ته ننوځئ، چې د استوګنې نه وي او په هغه كې ستاسو د ګټې كوم شى وي او الله پوهيږي پر هغه چې تاسو يې ښكاروئ او په هغه چې پټوئ يې.
30نارينه مومنانو ته ووايه چې خپل خپل نظرونه ښكته وساتي او د خپلو عورتونو ساتنه دې كوي، دا كار د هغوى لپاره ډېر پاك دى، په رېښتيا الله ښه خبر دى په هغو كارو چې هغوى يې كوي.
31او مومنو ښځو ته هم ووايه چې خپل نظرونه ښكته ساتي، د خپلو عورتونو ساتنه دې كوي او د زینت ځایونه دې نه ښكاره کوي پرته له هغه چې په ښکاره وي او پر خپلو سينو دې خپل پړوني واچوي او خپل سينګار دې نه ښكاره كوي، مګر خپلو مېړونو ته، پلرونو ته، د مېړونو پلرونو ته، زامنو ته، د مېړونو زامنو ته، وروڼو ته، د وروڼو زامنو ته، د خويندو زامنو ته، خپلو (مومنو) ښځو ته، خپلو مريانو ته يې، خپلو هغو لاس لاندې نارينه وو ته چې شهوت والا نه وي او يا هغو ماشومانو ته چې لا د ښځو پر پټو خبرو نه وي خبر شوي او خپلې پښې دې دومره په زوره نه وهي چې د هغوى پټ كړى سينګار څرګند كړى شي، او اي مومنانو تاسو ټول الله ته توبه وباسئ د دې لپاره چې برى در په برخه شي.
32ستاسو له بې واده كسانو او ستاسي له مريانواو وينځو څخه چې څوك نيكان وي، د هغوی نكاح وكړئ، كه هغوى بې وزلي وي، الله به يې له خپل فضله شتمن كړي او الله پراخي راوستونكى او ډېر پوه دی.
33او هغه كسان دې پاك لمني اوسي چې نكاح نه مومي، تر دې چې الله يې له خپل فضله غنيان كړي او ستاسي له مريانو او وينځو نه چې څوك په بدل وركولو ازادي غواړي نو لوظ ليكنه ورسره وكړئ كه په هغوى كې درته خير معلومېدو او هغوى ته يې له ماله څه وركوئ چې الله تاسي ته دركړى دى. او د دې لپاره خپلې وينځې بدكارۍ ته مه اړ باسئ چې دنيوي ګټه ترلاسه كړئ كه چيرې هغوى پاك لمني غوښتله، او څوك چې هغوى اړ باسي نو له (داسې) اړ اېستلو وروسته الله (وینځو ته) بخښونكى مهربان دى.
34او بې شکه تاسو ته مو روښانه، روښانه آیتونه او د هغو خلکو بېلګې نازلې كړې دي چې له تاسو مخكې تېر شوي او د متقيانو لپاره نصيحت.
35الله د آسمانو او ځمكې نور (روښانوونكى) دى، د هغه د نور مثال داسې دى لكه يوه تاخچه كې چې ډېوه وي، ډېوه په يوه شيشه كې وي، شيشه هم داسې لكه يو ځلېدونكى ستورى چې (هغه ډېوه) د ښوون د كومې داسې بركتي ونې (له تېلو) بله شوې وي چې هغه نه ختيځه وي، نه لويديځه نږدې وي چې تېل يې په خپله رڼا وكړي كه څه هم اور نه وي ورته رسېدلى، (داسې چې) د رڼا له پاسه رڼا وي چاته چې د الله خوښه شي د خپل نور خواته يې لارښوونه كوي او الله خلكو ته (همداسې) مثالونه بيانوي او الله په هر شي ښه پوه دى.
36په هغو كورونو كې چې الله يې د اوچتولو او په هغو كې د هغه د نوم يادولو حكم كړى دى په هغو كې سهار او ماښام د هغه تسبيح وايي.
37داسې نارينه چې سوداګري او خرڅلاو يې د الله له ياده، د لمانځه له ترسره كولو او زكات وركولو څخه نه غافلوي هغوى له يوې داسې ورځې ډاريږي چې زړونه او سترګې پكې اوړي را اوړي.
38تر څو الله يې د ډېرو غوره عملونو بدله او له خپل فضل څخه لا زيات (اجر) وركړي او چاته چې الله وغواړي بې حسابه روزي وركوي.
39او د هغو خلكو عملونه چې كافر شوي لكه په يو ميدان كې د شګي ګل (سراب) چې تږى يې اوبه ګڼي، خو چې ورشي هيڅ شى يې ونه موندل او (يوازې) الله يې وموند، چې د هغه پوره حساب يې وركړ او الله ډېر زر حساب اخيستونكى دى.
40يا (دا بېلګه) لكه په يو ژور سمندر كې ترږمۍ چې د څپې له پاسه څپه ورباندې خپره وي او په هغى د پاسه ورېځ، يو پر بل باندې تيارې، كله چې (څوك) خپل لاس وباسي، نېږدې وي چې هغه هم ونه ويني او چاته چې الله رڼا پيدا نه كړي، نو بيا هغه ته رڼا نشته.
41آيا ته نه وينې چې په پاكۍ سره الله ستايي ټول هغه مخلوقات چې په آسمانونو او ځمكه كې دي او هغه الوتونكي چې په وزرونو غوړولو سره الوځي؟ هر يو د خپل لمانځه او ثنا ستاينې كړنلاره پېژني او دوې ټول چې څه كوي الله پرې پوهېږي.
42او د آسمانو او ځمكې پاچايي الله لره ده او هماغه الله ته ورګرځېدل دي.
43آيا ته نه وينې چې الله وریځ روانوي (شړي)، بيا يې سره يو ځاى كوي، بيا يې ټينګه درنده ورېځ ګرځوي بيا ته وينې چې له منځه يې باران راوځي او هغه (الله) د آسمان له لوري هغو غرونو څخه چې پكې دي، ږلۍ راوروي نو چاته يې چې خوښه شي (زيان) وررسوي او چاته چې وغواړي ترې ګرځوي يې، نږدې وي چې د برېښنا پړك يې سترګې يوسي.
44الله شپه او ورځ (سره) اړوي بې شكه په دې كې د سترګورو لپاره يو (لوى) درس دى.
45او الله هر سا كښ له اوبو پيدا كړ نو ځينې يې هغه دي چې په ګېډه ښوييږي، ځينې يې په دوو پښو درومي او ځينې يې په څلورو درومي، الله چې څه غواړي هماغه پيدا كوي، بې شكه الله په هر څه قادر دى.
46بې شكه موږ څرګند آيتونه نازل كړي او الله چې هر چاته وغواړي سمې لارې ته يې لارښوونه كوي.
47او هغوى وايي موږ په الله او رسول يې ايمان راوړى او پيروي مو کړې، خو بيا له دې وروسته هم د دوى يوه ډله مخ ګرځوي او دوى مومنان نه دي.
48او كله چې هغوى الله او رسول ته يې ور وبلل شي، چې ترمنځ يې پرېکړه وکړي نو له هغوى نه يوه ډله يو دم مخ ګرځوونكې شي.
49او كه چېرې حق د دوى (په خوا) وي نو بيا هغه (رسول) ته غاړه اېښودونكي ورځي.
50آیا په زړونو كې يې ناروغي ده، كه په شك كې لوېدلي دي؟ يا له دې ډاريږي چې الله او د هغه رسول به ظلم ورباندې وكړي، بلكې دوى خپله ظالمان دي.
51خبره دا ده چې كله مومنان الله او د هغه رسول ته وروبلل شي تر څو يې په منځ كې پرېکړه وكړي؛ نو د هغوى وينا داسې په كار ده چې ووايي: موږ واورېدل او ومو منل، او همدوى بريالي دي.
52او څوك چې د الله او د هغه د رسول امر ومني، له الله وېره وكړي او ځان ترې وساتي نو هماغه خلك بريالي دي.
53او هغوى پر الله په كلكه قسمونه وكړل چې كه ته امر ورته وكړې نو خامخا به راووځي (جهاد ته)، ورته ووايه: قسمونه مه كوئ، (ستاسو) منل معلوم دي، پرته له شکه الله په هغه څه ښه خبر دى چې تاسو يې كوئ.
54ورته ووايه: د الله خبره ومنئ او د رسول ومنئ او كه مخ وګرځوئ نو (پوه شئ چې) پر هغه خپله ذمه واري او پر تاسي خپله ذمه واري ده، او كه امر يې ومنئ لار به ومومئ او پر رسول له ښكاره رسونې پرته بل څه نشته.
55له تاسي چې كومو كسانو ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي، الله ژمنه ورسره كړې ده چې خامخا به يې په ځمكه كې هماغه شان خليفه ګان وګرځوي لكه هغه خلك چې له هغوى مخكې يې خليفه ګان كړي وو او حتماً به يې هغه دين ورته محكم كړي چې هغوى ته يې خوښ كړى او له وېرې وروسته به يې حالت په امن بدل كړي، يوازې ما به لمانځي، هيڅ شى به نه راسره شريكوي او له هغه وروسته چې هر څوك كافر شو نو هغوى به فاسقان وي.
56او بشپړ لمونځ كوئ، زكات وركوئ او د رسول امر منئ، ښايي چې رحم درباندې وشي.
57كوم كسان چې كافر دي د هغو په باب په دې غلطه انګېرنه كې مه اوسه چې هغوى به په زمكه كې الله بې وسې كړي د هغو هستوګنځى دوزخ دى او هغه ډېر ناكاره هستوګنځى دى.
58اې مومنانو! په كار ده چې ستاسو مريان او وينځې او هغه ماشومان مو چې لا د پوهې عمر ته نه وي رسېدلي، (د ننوتلو په وخت كې) درې ځلې اجازه در څخه وغواړي: د سهار له لمانځه مخكې، غرمه مهال چې كله تاسي جامې باسئ او د ماسختن له لمانځه وروسته دا درې ستاسو لپاره د پردې وختونه دي، له دې وختو پرته نه پر تاسي څه ګناه شته او نه پر هغوى، تاسو (ټول) يو بل ته بيا بيا ورتلونكي ياست، همدغه شان الله ستاسو لپاره آیتونه بيانوي او الله ډېر پوه حكمت والا دى.
59او كله چې مو ماشومان بلوغ ته ورسېدل؛ نو بيا دې هماغه شان اجازه غواړي لكه چې له هغوى مخكې (مشرانو) يې چې اجازه غوښتله، الله همدغه شان خپل آيتونه درته بيانوي او الله ډېر پوه حكمت والا دى.
60او هغه (بوډۍ) ناستې ښځې چې د ودېدلو هيله نه لري، پر هغوى څه ګناه نشته كه خپلې جامې وباسي خو چې د ښكلا څرګندوونكې نه وي او كه چېرې لا هم ځان (په ستر كې) وساتي دا ډېره ورته غوره ده او الله ښه اورېدونكى پوه دى.
61نه پر ړانده څه باك شته، نه پر ګوډ، ناروغ او نه خپله پر تاسي چې له خپلو كورونو څه وخورئ، يا د خپلو پلرونو له كورونو، يا مو د ميندو له كورونو، يا مو د وروڼو له كورونو، يا مو د خويندو له كورونو، يا مو د ترونو له كورونو، يا مو د تریندو (عمه ګانو) له كورونو، يا مو د ماماګانو له كورونو، يا مو د توړۍ ګانو (خاله ګانو) له كورونو، يا له هغو كورونو چې کنجیګانې (چابيانې) يې ستاسو په لاس كې وي او يا مو د ملګري له كوره، په دې كې هم څه باك نشته چې تاسو يو ځاى ګډ خوراك وكړئ يا بېل بېل، خو كله چې كورونو ته ننوتئ نو پر خپلو كسانو سلام اچوئ، د الله له لوري يوه (ټاكل شوې) د خير دعا، بختوره پاكيزه (خبره)، همدغه شان الله تاسي ته خپل آيتونه بيانوي، ښايي چې تاسي له عقله کار واخلئ.
62بې شكه مومنان هغه كسان دي چې پر الله او د هغه پر رسول يې ايمان راوړى وي او كله چې د څه ټولنيز كار په وخت كې هغه سره وي نو تر هغه ترې نه ځي څو يې اجازه نه وي غوښتې، دوى هغه كسان دي چې پر الله او رسول يې ايمان لري، نو كله چې د خپل څه كارو لپاره اجازه در څخه وغواړي، نو چاته چى دې خوښه وي اجازه وركوه او هغوى ته له الله څخه بخښنه وغواړه، بې شكه الله بخښونكى مهربان دى.
63د رسول بلنه ستاسي د يو او بل د را بلنې په شان مه ګڼئ، الله له تاسو څخه هغه كسان ښه پېژني چې (يو او بل ته) پناه وركولو سره غلى غلى كيږي؛ نو هغه كسان چې د هغه له امره مخالفت كوي، له دې څخه دې ووېريږي چې څه فتنه ور ونه رسي، يا څه دردناك عذاب ورته ونه رسيږي.
64خبردار اوسئ! څه چې په آسمانونو او ځمكه كې دي هغه الله لره دي، په هر حالت چې تاسي ياست هغه ورباندې پوهيږي او هغه ورځ چې هغه ته ورستنيږي؛ نو په هغه څه به يې خبر كړي چې كړي يې دي، او الله په هر څه ښه پوه دى.