Al-Mu'minun

المؤمنون

The Believers118 ayahsMeccan

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

قَدۡ أَفۡلَحَ ٱلۡمُؤۡمِنُونَ﴿١

1پرته له شکه هغه مومنان بريالي شول.

ٱلَّذِينَ هُمۡ فِي صَلَاتِهِمۡ خَٰشِعُونَ﴿٢

2هغوی (مومنان) چې په خپلو لمونځونو کې عاجزي کوونکي ویریدونکي دي (له الله تعالی څخه).

وَٱلَّذِينَ هُمۡ عَنِ ٱللَّغۡوِ مُعۡرِضُونَ﴿٣

3او هغوى چې له چټياتو ډډه كونكي دي.

وَٱلَّذِينَ هُمۡ لِلزَّكَوٰةِ فَٰعِلُونَ﴿٤

4او هغوى چې زكات ورکوونکي دي.

وَٱلَّذِينَ هُمۡ لِفُرُوجِهِمۡ حَٰفِظُونَ﴿٥

5هغه كسان چې د خپلو شرم ځايونو ساتونکي دي.

إِلَّا عَلَىٰٓ أَزۡوَٰجِهِمۡ أَوۡ مَا مَلَكَتۡ أَيۡمَٰنُهُمۡ فَإِنَّهُمۡ غَيۡرُ مَلُومِينَ﴿٦

6پرته له مېرمنو او وينځو يې چې په هغو كې دوى د ملامتۍ وړ نه دي.

فَمَنِ ٱبۡتَغَىٰ وَرَآءَ ذَٰلِكَ فَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡعَادُونَ﴿٧

7نو چا چې ولټاوه پرته لدې نه نو همدغه کسان له حد نه تېریدونکي دي.

وَٱلَّذِينَ هُمۡ لِأَمَٰنَٰتِهِمۡ وَعَهۡدِهِمۡ رَٰعُونَ﴿٨

8او هغوى چې د خپلو امانتونو او ژمنو خيال ساتونكي دي.

وَٱلَّذِينَ هُمۡ عَلَىٰ صَلَوَٰتِهِمۡ يُحَافِظُونَ﴿٩

9او هغوى چې (تل) د خپلو لمونځونو ساتنه كوي

أُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡوَٰرِثُونَ﴿١٠

10همدوى وارثان دي.

ٱلَّذِينَ يَرِثُونَ ٱلۡفِرۡدَوۡسَ هُمۡ فِيهَا خَٰلِدُونَ﴿١١

11چې په ميراث كې به فردوس ومومي اوپه هغې كې به د تل لپاره هستوګن وي.

وَلَقَدۡ خَلَقۡنَا ٱلۡإِنسَٰنَ مِن سُلَٰلَةٖ مِّن طِينٖ﴿١٢

12او بې شکه پیدا کړی موږ انسان له چاڼ کړی شوې خټې نه.

ثُمَّ جَعَلۡنَٰهُ نُطۡفَةٗ فِي قَرَارٖ مَّكِينٖ﴿١٣

13بيا مو هغه د يو څاڅكي په بڼه محكم خوندي ځاى كې كېښود.

ثُمَّ خَلَقۡنَا ٱلنُّطۡفَةَ عَلَقَةٗ فَخَلَقۡنَا ٱلۡعَلَقَةَ مُضۡغَةٗ فَخَلَقۡنَا ٱلۡمُضۡغَةَ عِظَٰمٗا فَكَسَوۡنَا ٱلۡعِظَٰمَ لَحۡمٗا ثُمَّ أَنشَأۡنَٰهُ خَلۡقًا ءَاخَرَۚ فَتَبَارَكَ ٱللَّهُ أَحۡسَنُ ٱلۡخَٰلِقِينَ﴿١٤

14بيا مو هغه څاڅكى د وينې يوه ټوټه وګرځوله، بيا مو هغه ټوټه د غوښې يوه بوټۍ وګرځوله، چې له بوټۍ مو هډوكي پيدا كړل نو هډوكو ته مو غوښه ور واغوستله، بيا مو هغه يو بل مخلوق جوړ كړ نو الله ډېر بركتناك دى، تر ټولو غوره پيدا كوونكى دی.

ثُمَّ إِنَّكُم بَعۡدَ ذَٰلِكَ لَمَيِّتُونَ﴿١٥

15بيا له هغه وروسته تاسو هرومرو مړه كېدونكي ياست.

ثُمَّ إِنَّكُمۡ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِ تُبۡعَثُونَ﴿١٦

16بيا به تاسو هرومرو د قيامت په ورځ راپاڅول كيږئ.

وَلَقَدۡ خَلَقۡنَا فَوۡقَكُمۡ سَبۡعَ طَرَآئِقَ وَمَا كُنَّا عَنِ ٱلۡخَلۡقِ غَٰفِلِينَ﴿١٧

17او موږ ستاسي د پاسه اوه لارې جوړې كړې دي او (تر هغو لاندې) مخلوق څخه موږ بې خبره نه يو.

وَأَنزَلۡنَا مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءَۢ بِقَدَرٖ فَأَسۡكَنَّٰهُ فِي ٱلۡأَرۡضِۖ وَإِنَّا عَلَىٰ ذَهَابِۭ بِهِۦ لَقَٰدِرُونَ﴿١٨

18او له ااسمانه مو په يوه ټاكلې اندازه اوبه را اوورولې او هغه مو په ځمكه كې ودرولې او په له منځه وړلو يې هم بې شکه موږ قادر يو.

فَأَنشَأۡنَا لَكُم بِهِۦ جَنَّٰتٖ مِّن نَّخِيلٖ وَأَعۡنَٰبٖ لَّكُمۡ فِيهَا فَوَٰكِهُ كَثِيرَةٞ وَمِنۡهَا تَأۡكُلُونَ﴿١٩

19بيا مو تاسو ته په هغو سره د كجورو او انګورو باغونه پيدا كړل چې په هغو كې ستاسي لپاره ډېرې مېوى دي او له همدغو نه تاسو خوراك كوئ.

وَشَجَرَةٗ تَخۡرُجُ مِن طُورِ سَيۡنَآءَ تَنۢبُتُ بِٱلدُّهۡنِ وَصِبۡغٖ لِّلۡأٓكِلِينَ﴿٢٠

20او هغه ونه موهم پيدا كړه چې له ښایسته غر څخه راوځي، د خوړونكو لپاره له غوړيو او ترکارۍ سره را زرغونيږي.

وَإِنَّ لَكُمۡ فِي ٱلۡأَنۡعَٰمِ لَعِبۡرَةٗۖ نُّسۡقِيكُم مِّمَّا فِي بُطُونِهَا وَلَكُمۡ فِيهَا مَنَٰفِعُ كَثِيرَةٞ وَمِنۡهَا تَأۡكُلُونَ﴿٢١

21او رېښتيا چې ستاسي لپاره په څارويو كې هم يو درس شته، چې د هغو په خیټو كې څه دي، له هغو موږ تاسو ته يو (پاك) شى درڅښو او تاسو ته په هغو كې ډېرې ګټې دي او خوراك هم ترې كوئ.

وَعَلَيۡهَا وَعَلَى ٱلۡفُلۡكِ تُحۡمَلُونَ﴿٢٢

22او په دغو (څارويو) او بېړئ باندې بارول كېږئ هم.

وَلَقَدۡ أَرۡسَلۡنَا نُوحًا إِلَىٰ قَوۡمِهِۦ فَقَالَ يَٰقَوۡمِ ٱعۡبُدُواْ ٱللَّهَ مَا لَكُم مِّنۡ إِلَٰهٍ غَيۡرُهُۥٓۚ أَفَلَا تَتَّقُونَ﴿٢٣

23او بېشكه موږ نوح د هغه خپل قوم ته ورواستلو نو ورته ويې ويل: ای زما قومه! الله ولمانځئ، له هغه پرته ستاسو كوم بل معبود نشته، اّيا تاسو نه وېرېږئ؟

فَقَالَ ٱلۡمَلَؤُاْ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ مِن قَوۡمِهِۦ مَا هَٰذَآ إِلَّا بَشَرٞ مِّثۡلُكُمۡ يُرِيدُ أَن يَتَفَضَّلَ عَلَيۡكُمۡ وَلَوۡ شَآءَ ٱللَّهُ لَأَنزَلَ مَلَٰٓئِكَةٗ مَّا سَمِعۡنَا بِهَٰذَا فِيٓ ءَابَآئِنَا ٱلۡأَوَّلِينَ﴿٢٤

24نو د هغه د قوم هغو سردارانو – چې كافر شوي وو وويل: دا ستاسو په شان يو انسان نه پرته بل څه نه دى! غواړي چې پر تاسي لوړتيا ولري او الله خو كه غوښتي واى نو پرېښتې به يې رالېږلې وې، دا خبره خو مو پخوانيو پلرونو كې هم نه وه اورېدلې.

إِنۡ هُوَ إِلَّا رَجُلُۢ بِهِۦ جِنَّةٞ فَتَرَبَّصُواْ بِهِۦ حَتَّىٰ حِينٖ﴿٢٥

25هغه بل څه نه دى مګر يو داسې سړى چې په هغه ليونتوب دى نو تر يو څه وخته هغه ته انتظار وكړئ.

قَالَ رَبِّ ٱنصُرۡنِي بِمَا كَذَّبُونِ﴿٢٦

26نوح وويل: ای زما پالونکيه! پرهغه څه مې مرسته وکړه چې هغوی پرې درواغجن وګڼلم.

فَأَوۡحَيۡنَآ إِلَيۡهِ أَنِ ٱصۡنَعِ ٱلۡفُلۡكَ بِأَعۡيُنِنَا وَوَحۡيِنَا فَإِذَا جَآءَ أَمۡرُنَا وَفَارَ ٱلتَّنُّورُ فَٱسۡلُكۡ فِيهَا مِن كُلّٖ زَوۡجَيۡنِ ٱثۡنَيۡنِ وَأَهۡلَكَ إِلَّا مَن سَبَقَ عَلَيۡهِ ٱلۡقَوۡلُ مِنۡهُمۡۖ وَلَا تُخَٰطِبۡنِي فِي ٱلَّذِينَ ظَلَمُوٓاْ إِنَّهُم مُّغۡرَقُونَ﴿٢٧

27نو هغه ته مو وحې وكړه چې زموږ تر څارنې لاندې یې او زموږ په وحى بېړۍ جوړه كړه کله چې زموږ امر راغی او تنور وخوټېد، نو له ټولو (ځناورو) څخه جوړه جوړه، دوه دوه ورننباسه او خپله كورنۍ هم، پرته له هغه چا چې په اړه يې (د عذاب) خبره ړومبۍ شوې ده او چا چې ظلم كړى، د هغوی په اړه له ماسره خبره مه كوه، هغوى يقيناً ډوبېدونكي دي.

فَإِذَا ٱسۡتَوَيۡتَ أَنتَ وَمَن مَّعَكَ عَلَى ٱلۡفُلۡكِ فَقُلِ ٱلۡحَمۡدُ لِلَّهِ ٱلَّذِي نَجَّىٰنَا مِنَ ٱلۡقَوۡمِ ٱلظَّٰلِمِينَ﴿٢٨

28نو كله چې ته او هغه څوك چې درسره وي، پر بېړۍ سم برابر شوئ نو بيا ووايه چې هغه الله لره ستاينه ده چې موږ يې له ظالمانو وژغورلو.

وَقُل رَّبِّ أَنزِلۡنِي مُنزَلٗا مُّبَارَكٗا وَأَنتَ خَيۡرُ ٱلۡمُنزِلِينَ﴿٢٩

29او ووايه پروردګاره! ما په بركتناك ځاى كې ښكته كړه او ته ډېر ښه ځاى وركوونكى يې.

إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَٰتٖ وَإِن كُنَّا لَمُبۡتَلِينَ﴿٣٠

30بې شكه په دې كې یقینًا دلیلونه (نښې) دي او بې شكه موږ خامخا ازمېښت كوونكي یو.

ثُمَّ أَنشَأۡنَا مِنۢ بَعۡدِهِمۡ قَرۡنًا ءَاخَرِينَ﴿٣١

31بيا موږ له هغو وروسته نور قومونه راپورته كړل.

فَأَرۡسَلۡنَا فِيهِمۡ رَسُولٗا مِّنۡهُمۡ أَنِ ٱعۡبُدُواْ ٱللَّهَ مَا لَكُم مِّنۡ إِلَٰهٍ غَيۡرُهُۥٓۚ أَفَلَا تَتَّقُونَ﴿٣٢

32نو په هغوی كې مو له هغوى څخه رسول واستولو چې الله ولمانځئ، ستاسو لپاره له هغه پرته بل معبود نشته، آيا تاسو نه وېرېږئ؟

وَقَالَ ٱلۡمَلَأُ مِن قَوۡمِهِ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ وَكَذَّبُواْ بِلِقَآءِ ٱلۡأٓخِرَةِ وَأَتۡرَفۡنَٰهُمۡ فِي ٱلۡحَيَوٰةِ ٱلدُّنۡيَا مَا هَٰذَآ إِلَّا بَشَرٞ مِّثۡلُكُمۡ يَأۡكُلُ مِمَّا تَأۡكُلُونَ مِنۡهُ وَيَشۡرَبُ مِمَّا تَشۡرَبُونَ﴿٣٣

33او د هغه د قوم هغو مشرانو چې کفر يې کړی و، له آخرت سره مخامخ كېدل يې دروغ ګڼلي وو او د دنيا په ژوند كې مو سو كاله كړي وو، داسې وويل: دغه ستاسو په شان له يو انسان پرته بل څه نه دى، هغه څه خوري چې تاسو يې خورئ او هغه څه څښي چې تاسو يې څښئ.

وَلَئِنۡ أَطَعۡتُم بَشَرٗا مِّثۡلَكُمۡ إِنَّكُمۡ إِذٗا لَّخَٰسِرُونَ﴿٣٤

34او كه ستاسو په شان يو بشر ته مو غاړه كېښوده نو بيا به تاسو هرومرو تاوانيان ياست.

أَيَعِدُكُمۡ أَنَّكُمۡ إِذَا مِتُّمۡ وَكُنتُمۡ تُرَابٗا وَعِظَٰمًا أَنَّكُم مُّخۡرَجُونَ﴿٣٥

35آيا هغه دا ژمنه درسره كوي چې كه تاسو كله مړه او خاورې او هډوكي شوئ نو (بيا به) را اېستل كېږئ.

۞ هَيۡهَاتَ هَيۡهَاتَ لِمَا تُوعَدُونَ﴿٣٦

36لرې ده، بيخي لرې ده دغه ژمنه چې له تاسي سره كېږي.

إِنۡ هِيَ إِلَّا حَيَاتُنَا ٱلدُّنۡيَا نَمُوتُ وَنَحۡيَا وَمَا نَحۡنُ بِمَبۡعُوثِينَ﴿٣٧

37نور څه نه دي، همدا زموږ د دنيا ژوند دى چې مرو او (تر څه وخته) ژوند كوو، خو بيا ژوندي راپورته كېدونكي نه يو.

إِنۡ هُوَ إِلَّا رَجُلٌ ٱفۡتَرَىٰ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبٗا وَمَا نَحۡنُ لَهُۥ بِمُؤۡمِنِينَ﴿٣٨

38دا هم يوازې داسې يو سړى دی چې پر الله يې درواغ تړلي او موږ يې منونكي نه يو.

قَالَ رَبِّ ٱنصُرۡنِي بِمَا كَذَّبُونِ﴿٣٩

39وويل (نوح) ای زما پالونکيه! پرهغه څه مې مرسته وکړه چې هغوی پرې درواغجن وګڼلم.

قَالَ عَمَّا قَلِيلٖ لَّيُصۡبِحُنَّ نَٰدِمِينَ﴿٤٠

40ويې فرمايل: لږ وخت وروسته به هغوى هرومرو پښېمانه شي.

فَأَخَذَتۡهُمُ ٱلصَّيۡحَةُ بِٱلۡحَقِّ فَجَعَلۡنَٰهُمۡ غُثَآءٗۚ فَبُعۡدٗا لِّلۡقَوۡمِ ٱلظَّٰلِمِينَ﴿٤١

41پس ونیول په پاى کې دوی لره له حق سره سم يوې سترې چغې او موږ هغوى نيزوړو غوندې وغورځول، ايسته دې وي ظالم قوم!

ثُمَّ أَنشَأۡنَا مِنۢ بَعۡدِهِمۡ قُرُونًا ءَاخَرِينَ﴿٤٢

42بيا مو له هغوى وروسته نور ولسونه را پيدا كړل.

مَا تَسۡبِقُ مِنۡ أُمَّةٍ أَجَلَهَا وَمَا يَسۡتَـٔۡخِرُونَ﴿٤٣

43نشي مخکې کیدلی هیڅ قوم له خپلې مقررې وعدې او نه ترې وروسته پاتې کیدلی شي.

ثُمَّ أَرۡسَلۡنَا رُسُلَنَا تَتۡرَاۖ كُلَّ مَا جَآءَ أُمَّةٗ رَّسُولُهَا كَذَّبُوهُۖ فَأَتۡبَعۡنَا بَعۡضَهُم بَعۡضٗا وَجَعَلۡنَٰهُمۡ أَحَادِيثَۚ فَبُعۡدٗا لِّقَوۡمٖ لَّا يُؤۡمِنُونَ﴿٤٤

44بيا مو پرله پسې خپل رسولان واستول، كله به چې يو قوم ته د هغوى رسول ورغلو، هغه به يې درواغجن وباله، نو موږ هم يو پر بل پسې تباه كړل، تر دې چې له هغوى مو افسانې جوړې كړې نو تباهي (يا له رحمته لرې والى) دې وي پر داسې خلكو چې ايمان نه راوړي.

ثُمَّ أَرۡسَلۡنَا مُوسَىٰ وَأَخَاهُ هَٰرُونَ بِـَٔايَٰتِنَا وَسُلۡطَٰنٖ مُّبِينٍ﴿٤٥

45بيا مو موسىٰ او ورور يې هارون له خپلو نښانو او ښكاره دليل سره ولېږل.

إِلَىٰ فِرۡعَوۡنَ وَمَلَإِيْهِۦ فَٱسۡتَكۡبَرُواْ وَكَانُواْ قَوۡمًا عَالِينَ﴿٤٦

46فرعون او سردارانو ته يې، خو هغوى لويي وكړه او دوى كبرجن خلك وو.

فَقَالُوٓاْ أَنُؤۡمِنُ لِبَشَرَيۡنِ مِثۡلِنَا وَقَوۡمُهُمَا لَنَا عَٰبِدُونَ﴿٤٧

47نو هغوى وويل: آيا موږ پر داسې دوو کسانو ايمان راوړو چې زموږ غوندې انسانان دي او قوم يې زموږ مريان دي.

فَكَذَّبُوهُمَا فَكَانُواْ مِنَ ٱلۡمُهۡلَكِينَ﴿٤٨

48بيايې هغوى دواړه درواغجن وګڼل؛ نو له تباه کېدونکو وګرځېدل.

وَلَقَدۡ ءَاتَيۡنَا مُوسَى ٱلۡكِتَٰبَ لَعَلَّهُمۡ يَهۡتَدُونَ﴿٤٩

49او بې شكه موسىٰ ته مو كتاب وركړ تر څو هغوى سمه لار ومومي.

وَجَعَلۡنَا ٱبۡنَ مَرۡيَمَ وَأُمَّهُۥٓ ءَايَةٗ وَءَاوَيۡنَٰهُمَآ إِلَىٰ رَبۡوَةٖ ذَاتِ قَرَارٖ وَمَعِينٖ﴿٥٠

50او موږ د مريم زوى او مور يې نښانه وګرځول او هغوى ته مو په يوه داسې هسكه ځمكه كې ځاى وركړ چې د كراري او روانو چينو والا وه.

يَٰٓأَيُّهَا ٱلرُّسُلُ كُلُواْ مِنَ ٱلطَّيِّبَٰتِ وَٱعۡمَلُواْ صَٰلِحًاۖ إِنِّي بِمَا تَعۡمَلُونَ عَلِيمٞ﴿٥١

51ای رسولانو! له پاكو شيانو خوراك كوئ او سم عملونه وكړئ (د قران او سنت موافق)، بې شکه زه پر هغه څه ښه پوه يم چې کوئ يې.

وَإِنَّ هَٰذِهِۦٓ أُمَّتُكُمۡ أُمَّةٗ وَٰحِدَةٗ وَأَنَا۠ رَبُّكُمۡ فَٱتَّقُونِ﴿٥٢

52او همدغه ستاسو امت يو امت دى او زه مو پالونکی يم را څخه ووېرېږئ.

فَتَقَطَّعُوٓاْ أَمۡرَهُم بَيۡنَهُمۡ زُبُرٗاۖ كُلُّ حِزۡبِۭ بِمَا لَدَيۡهِمۡ فَرِحُونَ﴿٥٣

53خو بيا يې خپل دين سره ټوټه ټوټه كړ، هرې ډلې سره چې څه وو پرهماغه خوشحاله وه.

فَذَرۡهُمۡ فِي غَمۡرَتِهِمۡ حَتَّىٰ حِينٍ﴿٥٤

54نو تر يوې نېټې يې په خپل غفلت كې همداسې ډوب پرېږده.

أَيَحۡسَبُونَ أَنَّمَا نُمِدُّهُم بِهِۦ مِن مَّالٖ وَبَنِينَ﴿٥٥

55آيا دوى دا انګېري چې موږ په مالونواولادونو كې له دوى سره مرسته كوو.

نُسَارِعُ لَهُمۡ فِي ٱلۡخَيۡرَٰتِۚ بَل لَّا يَشۡعُرُونَ﴿٥٦

56چې موږ د هغوى لپاره په ښېګڼه كې هڅه كوو؟ نه، بلكې هغوى نه پوهيږي.

إِنَّ ٱلَّذِينَ هُم مِّنۡ خَشۡيَةِ رَبِّهِم مُّشۡفِقُونَ﴿٥٧

57بې شكه هغه خلك چې د خپل پالونکي له وېرې لړزېدونكي وي.

وَٱلَّذِينَ هُم بِـَٔايَٰتِ رَبِّهِمۡ يُؤۡمِنُونَ﴿٥٨

58او هغوى چې د خپل پالونکي پر آيتونو ايمان راوړي.

وَٱلَّذِينَ هُم بِرَبِّهِمۡ لَا يُشۡرِكُونَ﴿٥٩

59او هغوى چې له خپل پالونکي سره څه نه شريكوي.

وَٱلَّذِينَ يُؤۡتُونَ مَآ ءَاتَواْ وَّقُلُوبُهُمۡ وَجِلَةٌ أَنَّهُمۡ إِلَىٰ رَبِّهِمۡ رَٰجِعُونَ﴿٦٠

60او هغوى چې وركوي، څه چې وركوي حال دا چې زړونه يې په دې وېره کې وي چې دوى د خپل رب لور ته ورګرځېدونكي دي.

أُوْلَٰٓئِكَ يُسَٰرِعُونَ فِي ٱلۡخَيۡرَٰتِ وَهُمۡ لَهَا سَٰبِقُونَ﴿٦١

61همدا خلك په ښېګڼو كې منډې ترړې وهي او همدوى ور وړاندې كېدونكي دي.

وَلَا نُكَلِّفُ نَفۡسًا إِلَّا وُسۡعَهَاۚ وَلَدَيۡنَا كِتَٰبٞ يَنطِقُ بِٱلۡحَقِّ وَهُمۡ لَا يُظۡلَمُونَ﴿٦٢

62او موږ هيڅوك د هغه له توانه پورته نه مکلفوو، او له موږ سره يو داسې كتاب دى چې رېښتيا بيانوي او په دوى به هيڅ ظلم ونه شي.

بَلۡ قُلُوبُهُمۡ فِي غَمۡرَةٖ مِّنۡ هَٰذَا وَلَهُمۡ أَعۡمَٰلٞ مِّن دُونِ ذَٰلِكَ هُمۡ لَهَا عَٰمِلُونَ﴿٦٣

63خو د هغوى زړونه له دې څخه په غفلت كې دي او څه نور عملونه يې هم شته چې كوونكي يې دي.

حَتَّىٰٓ إِذَآ أَخَذۡنَا مُتۡرَفِيهِم بِٱلۡعَذَابِ إِذَا هُمۡ يَجۡـَٔرُونَ﴿٦٤

64تر دې چې عياشان يې په سزا كې راګير كړو نو بيا به يو دم په رمباړو شي.

لَا تَجۡـَٔرُواْ ٱلۡيَوۡمَۖ إِنَّكُم مِّنَّا لَا تُنصَرُونَ﴿٦٥

65نن رمباړې مه وهئ (اوس به) زموږ لخوا څه مرسته درنه کړل شي.

قَدۡ كَانَتۡ ءَايَٰتِي تُتۡلَىٰ عَلَيۡكُمۡ فَكُنتُمۡ عَلَىٰٓ أَعۡقَٰبِكُمۡ تَنكِصُونَ﴿٦٦

66زموږ آيتونه خو پرتاسو لوستل كېدل خو تاسو به پر پوندو شاته ګرځېدئ.

مُسۡتَكۡبِرِينَ بِهِۦ سَٰمِرٗا تَهۡجُرُونَ﴿٦٧

67پر هغه لويي کوونکي وئ، د شپى كيسې به مو پرې جوړولې، سپكې سپورې مو پرې وېلې.

أَفَلَمۡ يَدَّبَّرُواْ ٱلۡقَوۡلَ أَمۡ جَآءَهُم مَّا لَمۡ يَأۡتِ ءَابَآءَهُمُ ٱلۡأَوَّلِينَ﴿٦٨

68نو آيا هغوى په دې وينا څه غور نه دى كړى، كه هغوى ته يو داسې څه راغلي چې پخوانيو پلرونو ته يې نه وو راغلي.

أَمۡ لَمۡ يَعۡرِفُواْ رَسُولَهُمۡ فَهُمۡ لَهُۥ مُنكِرُونَ﴿٦٩

69يا يې خپل رسول نه دى پېژندلى نو (ځكه) ترې نټه کوونکي دي.

أَمۡ يَقُولُونَ بِهِۦ جِنَّةُۢۚ بَلۡ جَآءَهُم بِٱلۡحَقِّ وَأَكۡثَرُهُمۡ لِلۡحَقِّ كَٰرِهُونَ﴿٧٠

70او يا دوى وايي چې په هغه (كې) لېونتوب دى؟ نه بلكې هغوی ته يې حق راوړى او د هغوى ډېری د حق ناخوښوونكي دي.

وَلَوِ ٱتَّبَعَ ٱلۡحَقُّ أَهۡوَآءَهُمۡ لَفَسَدَتِ ٱلسَّمَٰوَٰتُ وَٱلۡأَرۡضُ وَمَن فِيهِنَّۚ بَلۡ أَتَيۡنَٰهُم بِذِكۡرِهِمۡ فَهُمۡ عَن ذِكۡرِهِم مُّعۡرِضُونَ﴿٧١

71او كه حق د هغوى په هوسونو پسې تللى وى نو هرومرو به اسمانونه، ځمكه او څه چې په هغو كې دي، ګډ وډ شوي وو. خو، نه، موږ هغوى ته يې ذكر (نصيحت) راوړى او هغوى له خپله ذكر څخه مخ ګرځوونكي دي.

أَمۡ تَسۡـَٔلُهُمۡ خَرۡجٗا فَخَرَاجُ رَبِّكَ خَيۡرٞۖ وَهُوَ خَيۡرُ ٱلرَّٰزِقِينَ﴿٧٢

72آيا ته له دوی نه څه اجر غواړې؟ ستا لپاره ستا د رب دركړه ډېره ښه ده او هغه ډېر ښه روزي دركوونكى دى.

وَإِنَّكَ لَتَدۡعُوهُمۡ إِلَىٰ صِرَٰطٖ مُّسۡتَقِيمٖ﴿٧٣

73او بې شکه ته خو يې سمې نېغى لارې ته رابولې.

وَإِنَّ ٱلَّذِينَ لَا يُؤۡمِنُونَ بِٱلۡأٓخِرَةِ عَنِ ٱلصِّرَٰطِ لَنَٰكِبُونَ﴿٧٤

74او هغه خلك چې آخرت نه مني له همدې سمې لارې كږېدونكي دي.

۞ وَلَوۡ رَحِمۡنَٰهُمۡ وَكَشَفۡنَا مَا بِهِم مِّن ضُرّٖ لَّلَجُّواْ فِي طُغۡيَٰنِهِمۡ يَعۡمَهُونَ﴿٧٥

75او كه پر هغوى رحم وكړو او كوم كړاو چې ورباندې پروت دى، هغه ترې لرې كړو، لا به خپله ناړامۍ كې ټينـګ شي، پریشان او لالهانده به وي.

وَلَقَدۡ أَخَذۡنَٰهُم بِٱلۡعَذَابِ فَمَا ٱسۡتَكَانُواْ لِرَبِّهِمۡ وَمَا يَتَضَرَّعُونَ﴿٧٦

76او بې شکه هغوی مو په عذاب كې راګير كړل، خو نه يې خپل پالونکي ته غاړه كېښوده او نه يې عاجزي وكړه.

حَتَّىٰٓ إِذَا فَتَحۡنَا عَلَيۡهِم بَابٗا ذَا عَذَابٖ شَدِيدٍ إِذَا هُمۡ فِيهِ مُبۡلِسُونَ﴿٧٧

77تر دې چې پر هغوى د يوې سختې سزا دروازه ورپرانېزو؛ نو بيا به يو دم پكې ناهيلى وي.

وَهُوَ ٱلَّذِيٓ أَنشَأَ لَكُمُ ٱلسَّمۡعَ وَٱلۡأَبۡصَٰرَ وَٱلۡأَفۡـِٔدَةَۚ قَلِيلٗا مَّا تَشۡكُرُونَ﴿٧٨

78او دى هماغه ذات دى چې تاسو ته يې غوږونه، سترګې او زړونه پيدا كړي، خو تاسو ډېر لږ شكر وباسئ.

وَهُوَ ٱلَّذِي ذَرَأَكُمۡ فِي ٱلۡأَرۡضِ وَإِلَيۡهِ تُحۡشَرُونَ﴿٧٩

79او هماغه ذات دى چې تاسو يې په ځمكه كې خپاره كړي ياست او (بيا به) هماغه ته ورغونډېږئ.

وَهُوَ ٱلَّذِي يُحۡيِۦ وَيُمِيتُ وَلَهُ ٱخۡتِلَٰفُ ٱلَّيۡلِ وَٱلنَّهَارِۚ أَفَلَا تَعۡقِلُونَ﴿٨٠

80اوهماغه ذات دى چې ژوندي كوي او مړه كوي او د شپې ورځې اړول د هغه په لاس کې دي؛ نو آيا له عقل کار نه اخلئ؟

بَلۡ قَالُواْ مِثۡلَ مَا قَالَ ٱلۡأَوَّلُونَ﴿٨١

81خو هغوى هماغسې وايي لكه پخوانيو يې چې ويلي وو.

قَالُوٓاْ أَءِذَا مِتۡنَا وَكُنَّا تُرَابٗا وَعِظَٰمًا أَءِنَّا لَمَبۡعُوثُونَ﴿٨٢

82هغوى ویل: آیا كله چې موږ مړه شو او خاورې او هډوكې شو، آیا موږ به په رښتیا یقینًا بیا راژوندي كولى شو.

لَقَدۡ وُعِدۡنَا نَحۡنُ وَءَابَآؤُنَا هَٰذَا مِن قَبۡلُ إِنۡ هَٰذَآ إِلَّآ أَسَٰطِيرُ ٱلۡأَوَّلِينَ﴿٨٣

83بې شکه دغه ژمنه له موږ سره هم وشوه او له دې مخکې زموږ له پلرو سره هم، خو دا هماغه د پخوانيو له كيسو پرته بل څه نه دي.

قُل لِّمَنِ ٱلۡأَرۡضُ وَمَن فِيهَآ إِن كُنتُمۡ تَعۡلَمُونَ﴿٨٤

84ورته ووايه! (ښه نو) چا لره دي ځمكه او څه چې پكې دي؟ كه چېرې تاسو پوهېږئ.

سَيَقُولُونَ لِلَّهِۚ قُلۡ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ﴿٨٥

85ژر به هغوی ووايي: الله لره. ورته ووايه: نو آيا تاسو پند نه اخلئ؟

قُلۡ مَن رَّبُّ ٱلسَّمَٰوَٰتِ ٱلسَّبۡعِ وَرَبُّ ٱلۡعَرۡشِ ٱلۡعَظِيمِ﴿٨٦

86ورته ووايه: د اوو آسمانونو او لوى عرش څښتن څوك دى؟

سَيَقُولُونَ لِلَّهِۚ قُلۡ أَفَلَا تَتَّقُونَ﴿٨٧

87ژر به هغوی ووايي: د الله دي، ورته ووايه: نو آيا تاسو نه وېرېږئ.

قُلۡ مَنۢ بِيَدِهِۦ مَلَكُوتُ كُلِّ شَيۡءٖ وَهُوَ يُجِيرُ وَلَا يُجَارُ عَلَيۡهِ إِن كُنتُمۡ تَعۡلَمُونَ﴿٨٨

88ورته ووايه: كه پوهېږئ څوك دى هغه ذات چې د هر شي واكمني يې په لاس كې ده او هغه پناه وركوي خو د هغه په مقابل كې څوك (چاته) پناه نه شي وركولى.

سَيَقُولُونَ لِلَّهِۚ قُلۡ فَأَنَّىٰ تُسۡحَرُونَ﴿٨٩

89ژر به ووايي: الله دى، ورته وايه: نو له كومې خوا جادو درباندې كيږي.

بَلۡ أَتَيۡنَٰهُم بِٱلۡحَقِّ وَإِنَّهُمۡ لَكَٰذِبُونَ﴿٩٠

90بلكې موږ حق ورته راوړى خو هغوى (په خپله) درواغجن دي.

مَا ٱتَّخَذَ ٱللَّهُ مِن وَلَدٖ وَمَا كَانَ مَعَهُۥ مِنۡ إِلَٰهٍۚ إِذٗا لَّذَهَبَ كُلُّ إِلَٰهِۭ بِمَا خَلَقَ وَلَعَلَا بَعۡضُهُمۡ عَلَىٰ بَعۡضٖۚ سُبۡحَٰنَ ٱللَّهِ عَمَّا يَصِفُونَ﴿٩١

91الله هيڅوك په اولاد نه دى نيولى، او نه له هغه سره بل معبود شته، (كنه) بيا به هر معبود له خپل مخلوق سره (بېل شوى) تللى و او يو پر بل به يي لوړتيا كوله الله لره پاكي ده، له هغه څه چې ورته بيانوي يې.

عَٰلِمِ ٱلۡغَيۡبِ وَٱلشَّهَٰدَةِ فَتَعَٰلَىٰ عَمَّا يُشۡرِكُونَ﴿٩٢

92پر پټو او ښکاره و پوه دی، له هغه څه ډېر اوچت دى چې هغوى يې ورسره شريكوي.

قُل رَّبِّ إِمَّا تُرِيَنِّي مَا يُوعَدُونَ﴿٩٣

93ووايه: ای زما پالونکيه! كه هغه سزا راووينې چې له هغوی سره يې ژمنه كيږي.

رَبِّ فَلَا تَجۡعَلۡنِي فِي ٱلۡقَوۡمِ ٱلظَّٰلِمِينَ﴿٩٤

94ای زما پالونکيه! ما خو په ظالمانو خلكو كې مه شاملوه.

وَإِنَّا عَلَىٰٓ أَن نُّرِيَكَ مَا نَعِدُهُمۡ لَقَٰدِرُونَ﴿٩٥

95او بې شكه موږ پر دې قادر يو چې د كوم عذاب ژمنه هغوی سره كوو، هغه تا ته وښايو.

ٱدۡفَعۡ بِٱلَّتِي هِيَ أَحۡسَنُ ٱلسَّيِّئَةَۚ نَحۡنُ أَعۡلَمُ بِمَا يَصِفُونَ﴿٩٦

96د بدۍ ايسارول په هغه توګه كوه چې ډېره غوره وي، موږ په هغه څه ډېر پوه يو چې دوى يې بيانوي.

وَقُل رَّبِّ أَعُوذُ بِكَ مِنۡ هَمَزَٰتِ ٱلشَّيَٰطِينِ﴿٩٧

97او وايه چې اى زما ربه! د شيطان له وسوسو په تا پورې پناه غواړم.

وَأَعُوذُ بِكَ رَبِّ أَن يَحۡضُرُونِ﴿٩٨

98او له دې نه هم پناه غواړم چې هغوى ما ته راشي.

حَتَّىٰٓ إِذَا جَآءَ أَحَدَهُمُ ٱلۡمَوۡتُ قَالَ رَبِّ ٱرۡجِعُونِ﴿٩٩

99تر هغه چې كوم يوه ته يې مرګ راشي، وايې اې زما ربه! بېرته مې وګرځوې.

لَعَلِّيٓ أَعۡمَلُ صَٰلِحٗا فِيمَا تَرَكۡتُۚ كَلَّآۚ إِنَّهَا كَلِمَةٌ هُوَ قَآئِلُهَاۖ وَمِن وَرَآئِهِم بَرۡزَخٌ إِلَىٰ يَوۡمِ يُبۡعَثُونَ﴿١٠٠

100ښايي په خپله شاته پريښې (دنيا كې) ښه كارونه وكړم، هيڅكله نه، دا يوه خبره ده چې هغه يې کوونکی دی. او (اوس) د هغوى په مخكې يوه پرده ده، تر هغې ورځې چې بيا ژوندي راپاڅول كيږي.

فَإِذَا نُفِخَ فِي ٱلصُّورِ فَلَآ أَنسَابَ بَيۡنَهُمۡ يَوۡمَئِذٖ وَلَا يَتَسَآءَلُونَ﴿١٠١

101نو كله چې په شپېلۍ كې پوکی وشي بيا به يې هغه ورځ نه ترمنځ څه خپلوي وي او نه به پوښتنې سره كوي.

فَمَن ثَقُلَتۡ مَوَٰزِينُهُۥ فَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡمُفۡلِحُونَ﴿١٠٢

102نو د چا تلې چې درنې شوې، هماغه خلك برى موندونكي دي.

وَمَنۡ خَفَّتۡ مَوَٰزِينُهُۥ فَأُوْلَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ خَسِرُوٓاْ أَنفُسَهُمۡ فِي جَهَنَّمَ خَٰلِدُونَ﴿١٠٣

103او د چا چې تلې سپكې شي نو همدغه خلك دي چې خپل ځانونه يې تاواني كړي، په جهنم كې به تل اوسېدونكي وي.

تَلۡفَحُ وُجُوهَهُمُ ٱلنَّارُ وَهُمۡ فِيهَا كَٰلِحُونَ﴿١٠٤

104اور به يې مخونه سوځوي او هغوی به بد شکله پكې پراته وي.

أَلَمۡ تَكُنۡ ءَايَٰتِي تُتۡلَىٰ عَلَيۡكُمۡ فَكُنتُم بِهَا تُكَذِّبُونَ﴿١٠٥

105آيا زموږ آيتونه پر تاسو نه لوستل كېدل چې تاسو به هغه درواغ ګڼل.

قَالُواْ رَبَّنَا غَلَبَتۡ عَلَيۡنَا شِقۡوَتُنَا وَكُنَّا قَوۡمٗا ضَآلِّينَ﴿١٠٦

106وايي به ای زموږ پالونکيه! (رښتيا چې) خپله بد مرغي راباندې غالبه شوې وه او موږ له حق څخه بې لارې خلك وو.

رَبَّنَآ أَخۡرِجۡنَا مِنۡهَا فَإِنۡ عُدۡنَا فَإِنَّا ظَٰلِمُونَ﴿١٠٧

107ای زموږ ربه! له دې مو وباسه، كه بيا مو هماغسې وكړل؛ نو موږ به خامخا ظالمان يو.

قَالَ ٱخۡسَـُٔواْ فِيهَا وَلَا تُكَلِّمُونِ﴿١٠٨

108وبه فرمايي: لرې چوپ شئ او مه راسره غږيږئ.

إِنَّهُۥ كَانَ فَرِيقٞ مِّنۡ عِبَادِي يَقُولُونَ رَبَّنَآ ءَامَنَّا فَٱغۡفِرۡ لَنَا وَٱرۡحَمۡنَا وَأَنتَ خَيۡرُ ٱلرَّٰحِمِينَ﴿١٠٩

109بې شكه زما بندګانو كې يوه ډله وه: ويل به يې زموږ ربه! موږ ايمان راوړى نو بخښنه راته وكړه او رحم راباندې وكړه او همدا ته له ټولو زيات مهربانه يې.

فَٱتَّخَذۡتُمُوهُمۡ سِخۡرِيًّا حَتَّىٰٓ أَنسَوۡكُمۡ ذِكۡرِي وَكُنتُم مِّنۡهُمۡ تَضۡحَكُونَ﴿١١٠

110نو تاسو دومره ملنډې ورباندې وهلې چې آن زما ياد يې در څخه هېر كړ او تاسو به ورپورې خندل.

إِنِّي جَزَيۡتُهُمُ ٱلۡيَوۡمَ بِمَا صَبَرُوٓاْ أَنَّهُمۡ هُمُ ٱلۡفَآئِزُونَ﴿١١١

111بې شکه نن مې هغوى ته په همدې صبر دا بدله وركړه چې همدوى بريالي دي.

قَٰلَ كَمۡ لَبِثۡتُمۡ فِي ٱلۡأَرۡضِ عَدَدَ سِنِينَ﴿١١٢

112الله به ووايي: په ځمكه كې مو څومره وخت تېر کړ؟ د كلونو په شمېر.

قَالُواْ لَبِثۡنَا يَوۡمًا أَوۡ بَعۡضَ يَوۡمٖ فَسۡـَٔلِ ٱلۡعَآدِّينَ﴿١١٣

113هغوى به وايي: يوه ورځ يا د ورځې څه برخه به ځنډېدلي يو؛ نو شمېرونكي وپوښته!

قَٰلَ إِن لَّبِثۡتُمۡ إِلَّا قَلِيلٗاۖ لَّوۡ أَنَّكُمۡ كُنتُمۡ تَعۡلَمُونَ﴿١١٤

114وبه وايي: نه یاست پاتې شوي مګر لږ، كه تاسو (هغه وخت) پوهېدلى.

أَفَحَسِبۡتُمۡ أَنَّمَا خَلَقۡنَٰكُمۡ عَبَثٗا وَأَنَّكُمۡ إِلَيۡنَا لَا تُرۡجَعُونَ﴿١١٥

115نو آیا تاسو دا ګومان كړی و چې موږ عبث (چټي) پيدا كړي ياست او تاسو به موږ ته نه راګرځئ.

فَتَعَٰلَى ٱللَّهُ ٱلۡمَلِكُ ٱلۡحَقُّۖ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ رَبُّ ٱلۡعَرۡشِ ٱلۡكَرِيمِ﴿١١٦

116نو الله اوچت دى، رېښتينى پاچا، له هغه پرته بل الله نشته، هماغه د لوى (يا عزتمن) عرش څښتن دى.

وَمَن يَدۡعُ مَعَ ٱللَّهِ إِلَٰهًا ءَاخَرَ لَا بُرۡهَٰنَ لَهُۥ بِهِۦ فَإِنَّمَا حِسَابُهُۥ عِندَ رَبِّهِۦٓۚ إِنَّهُۥ لَا يُفۡلِحُ ٱلۡكَٰفِرُونَ﴿١١٧

117او څوك چې له الله سره بل معبود رابولي چې په اړه يې كوم دليل هم ورسره نشته؛ نو حساب يې له خپل رب سره دى، پرته له شکه چې داسې كافران نه بريالي کيږي.

وَقُل رَّبِّ ٱغۡفِرۡ وَٱرۡحَمۡ وَأَنتَ خَيۡرُ ٱلرَّٰحِمِينَ﴿١١٨

118او ووايه: ای زما پالونکيه بخښنه او رحم وكړې او ته تر ټولو زيات مهربان يې.

RELATED SURAHS