Sad

ص

Sad88 ayahsMeccan

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

صٓۚ وَٱلۡقُرۡءَانِ ذِي ٱلذِّكۡرِ﴿١

1ص [1]

بَلِ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ فِي عِزَّةٖ وَشِقَاقٖ﴿٢

2بلکه هغوى چې كافر شوي په كبر او مخالفت كې (لګيا) دي.

كَمۡ أَهۡلَكۡنَا مِن قَبۡلِهِم مِّن قَرۡنٖ فَنَادَواْ وَّلَاتَ حِينَ مَنَاصٖ﴿٣

3موږ له دوى مخكې څومره ولسونه تباه كړل چې (ډېرې) چيغې بغارې يې ووهلې خو هغه وخت د خلاصون (وخت) نه و.

وَعَجِبُوٓاْ أَن جَآءَهُم مُّنذِرٞ مِّنۡهُمۡۖ وَقَالَ ٱلۡكَٰفِرُونَ هَٰذَا سَٰحِرٞ كَذَّابٌ﴿٤

4او دوى په دې حيران دي چې څنګه د دوى (له قوم) نه يو وېروونكى ورته راغى! او كافرانو وويل چې دا خو يو ډېر دروغجن كوډګر دى.

أَجَعَلَ ٱلۡأٓلِهَةَ إِلَٰهٗا وَٰحِدًاۖ إِنَّ هَٰذَا لَشَيۡءٌ عُجَابٞ﴿٥

5اّيا له ټولو (باطلو) معبودانو يې يو معبود [حق] جوړ كړى؟ دا خو يقيني ډېر عجيبه شى دى.

وَٱنطَلَقَ ٱلۡمَلَأُ مِنۡهُمۡ أَنِ ٱمۡشُواْ وَٱصۡبِرُواْ عَلَىٰٓ ءَالِهَتِكُمۡۖ إِنَّ هَٰذَا لَشَيۡءٞ يُرَادُ﴿٦

6او سرداران يې په دې خبره ولاړل چې ځئ ځئ په خپلو معبودانو (ټينګ) صبر وكړئ، يقيناً دا يو شى دى چې (څه غرض پكې) غوښتل كيږي.

مَا سَمِعۡنَا بِهَٰذَا فِي ٱلۡمِلَّةِ ٱلۡأٓخِرَةِ إِنۡ هَٰذَآ إِلَّا ٱخۡتِلَٰقٌ﴿٧

7دا خو موږ په وروستي دين (نصرانيت) كې هم نه دي اورېدلي، دا له ځانه جوړ شوو دروغو پرته بل هيڅ نه دي.

أَءُنزِلَ عَلَيۡهِ ٱلذِّكۡرُ مِنۢ بَيۡنِنَاۚ بَلۡ هُمۡ فِي شَكّٖ مِّن ذِكۡرِيۚ بَل لَّمَّا يَذُوقُواْ عَذَابِ﴿٨

8آيا زموږ له منځه ايله په ده باندې دغه ذكر (قراّن) رانازل شو؟ بلكې دوى لا زما له ذكره (وحى) په شك كې دي، خو په اصل كې دوى لا زما عذاب نه دى څكلى.

أَمۡ عِندَهُمۡ خَزَآئِنُ رَحۡمَةِ رَبِّكَ ٱلۡعَزِيزِ ٱلۡوَهَّابِ﴿٩

9ايا له دوى سره ستا د برلاسي ډېر بخښونكي رب خزانې دي؟

أَمۡ لَهُم مُّلۡكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ وَمَا بَيۡنَهُمَاۖ فَلۡيَرۡتَقُواْ فِي ٱلۡأَسۡبَٰبِ﴿١٠

10يا كه له دوى سره د اّسمانو، ځمكې او د هغو ترمنځ شيانو پاچايي ده؟ نو په اسبابو دې پورته وخيژي.

جُندٞ مَّا هُنَالِكَ مَهۡزُومٞ مِّنَ ٱلۡأَحۡزَابِ﴿١١

11دا هلته د لښكرو نه يو ماتې خوړونکی لښكر دى.

كَذَّبَتۡ قَبۡلَهُمۡ قَوۡمُ نُوحٖ وَعَادٞ وَفِرۡعَوۡنُ ذُو ٱلۡأَوۡتَادِ﴿١٢

12له دوى مخكې هم د نوح قوم، عاديانو او د مېخونو والا فرعون (دا خبره) دروغ ګڼلې وه.

وَثَمُودُ وَقَوۡمُ لُوطٖ وَأَصۡحَٰبُ لۡـَٔيۡكَةِۚ أُوْلَٰٓئِكَ ٱلۡأَحۡزَابُ﴿١٣

13او ثموديانو، د لوط قوم او دبڼ والا وو، دوى (لويې لويې) ډلې وې.

إِن كُلٌّ إِلَّا كَذَّبَ ٱلرُّسُلَ فَحَقَّ عِقَابِ﴿١٤

14دوى ټول يو هم داسې نه وو چې رسولان يې دروغجن نه وي ګڼلي، چې بيا زما عذاب (هم) پرې ثابت شو.

وَمَا يَنظُرُ هَٰٓؤُلَآءِ إِلَّا صَيۡحَةٗ وَٰحِدَةٗ مَّا لَهَا مِن فَوَاقٖ﴿١٥

15او دا خلك له يوې (سختې) كړيكې پرته د بل څه انتظار نه باسي چې بيا به د هغې لږ ځنډېدل هم نه وي.

وَقَالُواْ رَبَّنَا عَجِّل لَّنَا قِطَّنَا قَبۡلَ يَوۡمِ ٱلۡحِسَابِ﴿١٦

16او دوى وويل: زموږ ربه! زموږ برخه عذاب (يا عملنامه) د حساب له ورځې مخكې راكړه.

ٱصۡبِرۡ عَلَىٰ مَا يَقُولُونَ وَٱذۡكُرۡ عَبۡدَنَا دَاوُۥدَ ذَا ٱلۡأَيۡدِۖ إِنَّهُۥٓ أَوَّابٌ﴿١٧

17دوى چې څه وايي په هغه صبر كوه او زموږ يو بنده داود (علیه السلام) درياد كړه چې د قوت خاوند و [په عبادت کې]، يقيناً هغه ډېر توبه كوونكى و.

إِنَّا سَخَّرۡنَا ٱلۡجِبَالَ مَعَهُۥ يُسَبِّحۡنَ بِٱلۡعَشِيِّ وَٱلۡإِشۡرَاقِ﴿١٨

18موږ غرونه تابع كړي وو چې ماښام او سهار كې به يې له هغه سره تسبيح ويله.

وَٱلطَّيۡرَ مَحۡشُورَةٗۖ كُلّٞ لَّهُۥٓ أَوَّابٞ﴿١٩

19او مرغان به هم (تابع) راغونډ شوي وو، ټول هغه ته ورګرځېدونكي وو.

وَشَدَدۡنَا مُلۡكَهُۥ وَءَاتَيۡنَٰهُ ٱلۡحِكۡمَةَ وَفَصۡلَ ٱلۡخِطَابِ﴿٢٠

20او موږ يې پاچايي ټينګه كړې او هغه ته مو حكمت او د فيصلې كولو بيان وركړى و.

۞ وَهَلۡ أَتَىٰكَ نَبَؤُاْ ٱلۡخَصۡمِ إِذۡ تَسَوَّرُواْ ٱلۡمِحۡرَابَ﴿٢١

21او آيا تا ته د جګړه مارو خبر رسېدلى چې (د هغه) د عبادت ځای ته پر دېوال وروختل.

إِذۡ دَخَلُواْ عَلَىٰ دَاوُۥدَ فَفَزِعَ مِنۡهُمۡۖ قَالُواْ لَا تَخَفۡۖ خَصۡمَانِ بَغَىٰ بَعۡضُنَا عَلَىٰ بَعۡضٖ فَٱحۡكُم بَيۡنَنَا بِٱلۡحَقِّ وَلَا تُشۡطِطۡ وَٱهۡدِنَآ إِلَىٰ سَوَآءِ ٱلصِّرَٰطِ﴿٢٢

22هغه مهال چې پر داود (علیه السلام) ورننوتل نو هغه ترې وډار شو دوى ويل مه ډارېږه، موږ دوه جګړه كوونكي يو چې له موږ نه ځينو پر ځينو تېرى كړى نو ته مو تر منځ په حقه پریکړه وكړه او بې انصافي مه كوه او سمې لارې ته مو برابر كړه.

إِنَّ هَٰذَآ أَخِي لَهُۥ تِسۡعٞ وَتِسۡعُونَ نَعۡجَةٗ وَلِيَ نَعۡجَةٞ وَٰحِدَةٞ فَقَالَ أَكۡفِلۡنِيهَا وَعَزَّنِي فِي ٱلۡخِطَابِ﴿٢٣

23دا زما ورور دى چې د ده نهه نوي (99) مېږې دي او زما يوه مېږه ده، خو دى وايي چې (دا هم) ماته راكړه او په خبرو كې هم راباندې برلاسى شوى دى.

قَالَ لَقَدۡ ظَلَمَكَ بِسُؤَالِ نَعۡجَتِكَ إِلَىٰ نِعَاجِهِۦۖ وَإِنَّ كَثِيرٗا مِّنَ ٱلۡخُلَطَآءِ لَيَبۡغِي بَعۡضُهُمۡ عَلَىٰ بَعۡضٍ إِلَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ وَقَلِيلٞ مَّا هُمۡۗ وَظَنَّ دَاوُۥدُ أَنَّمَا فَتَنَّٰهُ فَٱسۡتَغۡفَرَ رَبَّهُۥ وَخَرَّۤ رَاكِعٗاۤ وَأَنَابَ۩﴿٢٤

24وېلې رښتيا چې ظلم يې درباندې كړى ستا د مېږې په غوښتو سره چې خپلو مېږو سره يې يو ځاى كړي او بېشكه زياتره شريكان يو پر بل زياتى كوي پرته له هغو كسانو چې ايمان يې راوړى او سم كارونه يې كړي خو داسې خلك (ډېر) لږ دي. او داود (عليه السلام) پوه شو چې موږ وازمايه نو له خپل رب نه يې بخښنه وغوښته او پړمخې په سجده پرېوت او بېرته وګرځېد (الله ته).

فَغَفَرۡنَا لَهُۥ ذَٰلِكَۖ وَإِنَّ لَهُۥ عِندَنَا لَزُلۡفَىٰ وَحُسۡنَ مَـَٔابٖ﴿٢٥

25نو هغه (خطا) مو ورته وبخښله، او يقيناً زموږ پر وړاندې د هغه لويه مرتبه او غوره استوګنځى دى.

يَٰدَاوُۥدُ إِنَّا جَعَلۡنَٰكَ خَلِيفَةٗ فِي ٱلۡأَرۡضِ فَٱحۡكُم بَيۡنَ ٱلنَّاسِ بِٱلۡحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ ٱلۡهَوَىٰ فَيُضِلَّكَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِۚ إِنَّ ٱلَّذِينَ يَضِلُّونَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ لَهُمۡ عَذَابٞ شَدِيدُۢ بِمَا نَسُواْ يَوۡمَ ٱلۡحِسَابِ﴿٢٦

26اى داوده! موږ ته پر ځمكه كې خليفه ټاكلى يې نو د خلكو تر منځ په حقه فيصله كوه او په هوس پسې مه ځه چې بيا به دې د الله له لارې واړوي، بېشكه هغه خلك چې د الله له لارې اوړي د هغوى لپاره سخت عذاب دى، په دې چې د حساب ورځ يې هېره كړې وه.

وَمَا خَلَقۡنَا ٱلسَّمَآءَ وَٱلۡأَرۡضَ وَمَا بَيۡنَهُمَا بَٰطِلٗاۚ ذَٰلِكَ ظَنُّ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْۚ فَوَيۡلٞ لِّلَّذِينَ كَفَرُواْ مِنَ ٱلنَّارِ﴿٢٧

27او موږ آسمان، ځمكه او ترمنځ شيان يې چټي نه دي پيدا كړي، دا خو د كافرانو ګومان دى او چا چې كفر كړى د هغو لپاره د اور له عذابه تباهي ده.

أَمۡ نَجۡعَلُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ كَٱلۡمُفۡسِدِينَ فِي ٱلۡأَرۡضِ أَمۡ نَجۡعَلُ ٱلۡمُتَّقِينَ كَٱلۡفُجَّارِ﴿٢٨

28آيا موږ به هغه كسان چې ايمان يې راوړى او ښه كارونه يې كړي، په ځمكه كې د فساد كوونكو غوندې وګرځوو يا به متقيان د بد كارو په شان؟!

كِتَٰبٌ أَنزَلۡنَٰهُ إِلَيۡكَ مُبَٰرَكٞ لِّيَدَّبَّرُوٓاْ ءَايَٰتِهِۦ وَلِيَتَذَكَّرَ أُوْلُواْ ٱلۡأَلۡبَٰبِ﴿٢٩

29دا يو بركتي كتاب دى – تاته مو د دې لپاره نازل كړى چې خلك يې په آيتونو کې ښه سوچ وكړي او عقلمند څه درس ترې واخلي.

وَوَهَبۡنَا لِدَاوُۥدَ سُلَيۡمَٰنَۚ نِعۡمَ ٱلۡعَبۡدُ إِنَّهُۥٓ أَوَّابٌ﴿٣٠

30او داود (علیه السلام) ته مو سليمان علیه السلام (زوى) وروبخښلو، هغه غوره بنده و، او (الله ته) ښه ورګرځېدونكى و.

إِذۡ عُرِضَ عَلَيۡهِ بِٱلۡعَشِيِّ ٱلصَّٰفِنَٰتُ ٱلۡجِيَادُ﴿٣١

31يو وخت چې هغه ته ماځيګر مهال اصيل ګړندي اسونه وړاندې كړل شول.

فَقَالَ إِنِّيٓ أَحۡبَبۡتُ حُبَّ ٱلۡخَيۡرِ عَن ذِكۡرِ رَبِّي حَتَّىٰ تَوَارَتۡ بِٱلۡحِجَابِ﴿٣٢

32وېلې رښتيا چې ما خو له دې مال سره د خپل رب له ياده زيات محبت وكړ تر دې چې هغه (لمر) په پرده كې پټ شو.

رُدُّوهَا عَلَيَّۖ فَطَفِقَ مَسۡحَۢا بِٱلسُّوقِ وَٱلۡأَعۡنَاقِ﴿٣٣

33دا بېرته ماته راولئ، نو د هغو په پنډيو او غاړو يې لاس مښل (حلالول) پيل كړل.

وَلَقَدۡ فَتَنَّا سُلَيۡمَٰنَ وَأَلۡقَيۡنَا عَلَىٰ كُرۡسِيِّهِۦ جَسَدٗا ثُمَّ أَنَابَ﴿٣٤

34او بېشكه (يو ځل) موږ سليمان (علیه السلام) وازمايلو او د هغه پر تخت مو يو (بى روحه) جسد وغورځولو، بيا ده توبه وكړه.

قَالَ رَبِّ ٱغۡفِرۡ لِي وَهَبۡ لِي مُلۡكٗا لَّا يَنۢبَغِي لِأَحَدٖ مِّنۢ بَعۡدِيٓۖ إِنَّكَ أَنتَ ٱلۡوَهَّابُ﴿٣٥

35وېلې زما ربه ما ته بخښنه وكړه او يوه داسې پاچايي راوبخښه چې ما نه وروسته بل هيچا سره نه ښايي، يقيناً همدا ته ډېر ښه وركړې والا يې.

فَسَخَّرۡنَا لَهُ ٱلرِّيحَ تَجۡرِي بِأَمۡرِهِۦ رُخَآءً حَيۡثُ أَصَابَ﴿٣٦

36نو باد مو ورته تابع كړ چې په نرمۍ سره به هر هغه ځاى ته چلېدلو چې د ده به اراده وه.

وَٱلشَّيَٰطِينَ كُلَّ بَنَّآءٖ وَغَوَّاصٖ﴿٣٧

37او شيطانان هم هر ودانۍ جوړونكي او ښه غوټه او لامبو وهونكي.

وَءَاخَرِينَ مُقَرَّنِينَ فِي ٱلۡأَصۡفَادِ﴿٣٨

38او څه نور هم په ځنځيرو كې تړل شوي.

هَٰذَا عَطَآؤُنَا فَٱمۡنُنۡ أَوۡ أَمۡسِكۡ بِغَيۡرِ حِسَابٖ﴿٣٩

39دا زموږ وركړه ده نو (اوس) ته ښېګڼه كوه يا يې وساته، هيڅ حساب نشته.

وَإِنَّ لَهُۥ عِندَنَا لَزُلۡفَىٰ وَحُسۡنَ مَـَٔابٖ﴿٤٠

40او بېشكه هغه لره زموږ پر وړاندې مرتبه او غوره استوګنځى دى.

وَٱذۡكُرۡ عَبۡدَنَآ أَيُّوبَ إِذۡ نَادَىٰ رَبَّهُۥٓ أَنِّي مَسَّنِيَ ٱلشَّيۡطَٰنُ بِنُصۡبٖ وَعَذَابٍ﴿٤١

41او زموږ د بنده ايوب (علیه السلام) يادونه وكړه كله چې هغه خپل رب ته غږ وكړ چې شيطان زه په سخت تكليف او عذاب کې اچولى يم.

ٱرۡكُضۡ بِرِجۡلِكَۖ هَٰذَا مُغۡتَسَلُۢ بَارِدٞ وَشَرَابٞ﴿٤٢

42(ورته وويل شول) پښه دې (په ځمكه) ووهه، دا د لمبلو يخ ځاى او څښاك دى.

وَوَهَبۡنَا لَهُۥٓ أَهۡلَهُۥ وَمِثۡلَهُم مَّعَهُمۡ رَحۡمَةٗ مِّنَّا وَذِكۡرَىٰ لِأُوْلِي ٱلۡأَلۡبَٰبِ﴿٤٣

43او موږ هغه ته د ده كورنۍ او ورسره هغومره نور وبخښل (ورکړل)، زموږ له لوري د يو رحمت په توګه، او د هوښيارانو لپاره يو نصيحت.

وَخُذۡ بِيَدِكَ ضِغۡثٗا فَٱضۡرِب بِّهِۦ وَلَا تَحۡنَثۡۗ إِنَّا وَجَدۡنَٰهُ صَابِرٗاۚ نِّعۡمَ ٱلۡعَبۡدُ إِنَّهُۥٓ أَوَّابٞ﴿٤٤

44او د ډكو يوه ګېډۍ دې په لاس كې واخله، (خپله مېرمن) پرى ووهه او قسم مه ماتوه، هغه يقيناً موږ صابر وموند، غوره بنده و، بېشكه هغه (الله ته) ډېر ورګرځېدونكى و.

وَٱذۡكُرۡ عِبَٰدَنَآ إِبۡرَٰهِيمَ وَإِسۡحَٰقَ وَيَعۡقُوبَ أُوْلِي ٱلۡأَيۡدِي وَٱلۡأَبۡصَٰرِ﴿٤٥

45او زموږ (خاص) بندګان ابراهيم، اسحاق او يعقوب (علیهم السلام) در ياد كړه چې د لاسو او سترګو خاوندان وو.

إِنَّآ أَخۡلَصۡنَٰهُم بِخَالِصَةٖ ذِكۡرَى ٱلدَّارِ﴿٤٦

46هغوى موږ په يوه ځانګړتيا يعنې د اّخرت په يادولو سره غوره كړي وو.

وَإِنَّهُمۡ عِندَنَا لَمِنَ ٱلۡمُصۡطَفَيۡنَ ٱلۡأَخۡيَارِ﴿٤٧

47او هغوى زموږ پر وړاندې خامخا له غوره شويو نېکو خلكو څخه وو.

وَٱذۡكُرۡ إِسۡمَٰعِيلَ وَٱلۡيَسَعَ وَذَا ٱلۡكِفۡلِۖ وَكُلّٞ مِّنَ ٱلۡأَخۡيَارِ﴿٤٨

48او اسماعيل، اليسع او ذوالكفل (علیهم السلام) در ياد كړه او (دا) ټول له ښو خلكو څخه وو.

هَٰذَا ذِكۡرٞۚ وَإِنَّ لِلۡمُتَّقِينَ لَحُسۡنَ مَـَٔابٖ﴿٤٩

49دايوه يادونه ده، د پرهيزګارانو لپاره، په يقيني ډول ډير ښه استوګنځی دى.

جَنَّٰتِ عَدۡنٖ مُّفَتَّحَةٗ لَّهُمُ ٱلۡأَبۡوَٰبُ﴿٥٠

50(يعنې) د دوى لپاره د پرانيستو ورونو جنتونه د همیشوالي دي.

مُتَّكِـِٔينَ فِيهَا يَدۡعُونَ فِيهَا بِفَٰكِهَةٖ كَثِيرَةٖ وَشَرَابٖ﴿٥١

51هغوى به په کې تكيه وهونكي ناست وي، د ښو مېوو او څښلو وړ شيانو غوښتونكي به وي.

۞ وَعِندَهُمۡ قَٰصِرَٰتُ ٱلطَّرۡفِ أَتۡرَابٌ﴿٥٢

52او دوى سره به ښكته نظر اچونكې همزولې (حورې) وي.

هَٰذَا مَا تُوعَدُونَ لِيَوۡمِ ٱلۡحِسَابِ﴿٥٣

53دا ده هغه وعده چې تاسو ته د حساب ورځې لپاره دركول كيږي.

إِنَّ هَٰذَا لَرِزۡقُنَا مَا لَهُۥ مِن نَّفَادٍ﴿٥٤

54بېشكه دا زموږ (له خوا) يو داسې رزق دى چې ختمېدل يې نشته.

هَٰذَاۚ وَإِنَّ لِلطَّٰغِينَ لَشَرَّ مَـَٔابٖ﴿٥٥

55دا خو وشوه، او بېشكه د سر كښانو لپاره ډېر ناكاره استوګنځى دى.

جَهَنَّمَ يَصۡلَوۡنَهَا فَبِئۡسَ ٱلۡمِهَادُ﴿٥٦

56چې هغه دوزخ دى، هغوى به ورننوځي خو ډېره بده بستره ده.

هَٰذَا فَلۡيَذُوقُوهُ حَمِيمٞ وَغَسَّاقٞ﴿٥٧

57دا دى د هغو لپاره، نو هغوى دې خوند وڅكي د خوټکيدلو اوبو، وينو زوو.

وَءَاخَرُ مِن شَكۡلِهِۦٓ أَزۡوَٰجٌ﴿٥٨

58او د دې په شان نور ډول ډول (عذابونه).

هَٰذَا فَوۡجٞ مُّقۡتَحِمٞ مَّعَكُمۡ لَا مَرۡحَبَۢا بِهِمۡۚ إِنَّهُمۡ صَالُواْ ٱلنَّارِ﴿٥٩

59دا يوه (بله) ننوتونكې ډله ده له تاسي سره، دوى ته دې هېڅ هر كلى نه وي، يقيناً هغوى اور ته ننوتونكي دي.

قَالُواْ بَلۡ أَنتُمۡ لَا مَرۡحَبَۢا بِكُمۡۖ أَنتُمۡ قَدَّمۡتُمُوهُ لَنَاۖ فَبِئۡسَ ٱلۡقَرَارُ﴿٦٠

60هغوى به وايي بلكې تاسو ته دې هركلى نه وي، همدا تاسو موږ ته راوړاندې كړى دى نو (دا) ډېر بد تمځاى دى.

قَالُواْ رَبَّنَا مَن قَدَّمَ لَنَا هَٰذَا فَزِدۡهُ عَذَابٗا ضِعۡفٗا فِي ٱلنَّارِ﴿٦١

61دوى به ووايي: زموږ ربه! چا چې دا (د كفر دود) موږ ته راوړاندې كړى وي هغه ته په اور كې دوه برابره عذاب ور زيات كړه.

وَقَالُواْ مَا لَنَا لَا نَرَىٰ رِجَالٗا كُنَّا نَعُدُّهُم مِّنَ ٱلۡأَشۡرَارِ﴿٦٢

62او وايي به پر موږ څه شوي هغه سړي خو (اوس) نه وينو چې موږ به شريان (بدیان) ګڼل.

أَتَّخَذۡنَٰهُمۡ سِخۡرِيًّا أَمۡ زَاغَتۡ عَنۡهُمُ ٱلۡأَبۡصَٰرُ﴿٦٣

63موږ (په نا حقه) هغوی مسخره كړي وو، او كه هغوى چېرته له نظره پناه دي؟

إِنَّ ذَٰلِكَ لَحَقّٞ تَخَاصُمُ أَهۡلِ ٱلنَّارِ﴿٦٤

64بيشكه دا خبره رښتيا ده، په دوزخيانو کې همداسې شخړې كيدونكې دي.

قُلۡ إِنَّمَآ أَنَا۠ مُنذِرٞۖ وَمَا مِنۡ إِلَٰهٍ إِلَّا ٱللَّهُ ٱلۡوَٰحِدُ ٱلۡقَهَّارُ﴿٦٥

65ورته وايه زه خو يو وېروونكى يم، او كوم بل لایق د عبادت نشته پرته له يوه برلاسي الله څخه.

رَبُّ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ وَمَا بَيۡنَهُمَا ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡغَفَّٰرُ﴿٦٦

66هماغه د آسمانو، ځمكې او ترمنځ شيانو برلاسى (او) بخښونكى رب.

قُلۡ هُوَ نَبَؤٌاْ عَظِيمٌ﴿٦٧

67ورته وايه هغه يو لوى خبر دى.

أَنتُمۡ عَنۡهُ مُعۡرِضُونَ﴿٦٨

68چې تاسو ترې مخ ګرځونكي ياست.

مَا كَانَ لِيَ مِنۡ عِلۡمِۭ بِٱلۡمَلَإِ ٱلۡأَعۡلَىٰٓ إِذۡ يَخۡتَصِمُونَ﴿٦٩

69ما سره هیڅ پوهه نه وه په حال د هغه ملایکو چې بره دي کله یې چې بحثونه کول.

إِن يُوحَىٰٓ إِلَيَّ إِلَّآ أَنَّمَآ أَنَا۠ نَذِيرٞ مُّبِينٌ﴿٧٠

70وحي نه کیږي ما ته مګر د دې چې بیشکه هم دا خبره ده چې زه ویروونکې یم ښکاره (له عذابه).

إِذۡ قَالَ رَبُّكَ لِلۡمَلَٰٓئِكَةِ إِنِّي خَٰلِقُۢ بَشَرٗا مِّن طِينٖ﴿٧١

71كله چې ستا رب پرېښتو ته وويل: زه له خټې نه د بشر پيداكوونكى يم.

فَإِذَا سَوَّيۡتُهُۥ وَنَفَخۡتُ فِيهِ مِن رُّوحِي فَقَعُواْ لَهُۥ سَٰجِدِينَ﴿٧٢

72نو كله چې زه هغه په بشپړه توګه جوړ كړم او په هغه کې د خپل طرفه روح پو كړم نو تاسي د هغه پر وړاندې په سجده پريوځئ.

فَسَجَدَ ٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ كُلُّهُمۡ أَجۡمَعُونَ﴿٧٣

73بيا ګردو (ټولو) ملايكو سجده وكړه په ګډه.

إِلَّآ إِبۡلِيسَ ٱسۡتَكۡبَرَ وَكَانَ مِنَ ٱلۡكَٰفِرِينَ﴿٧٤

74خو پرته له ابليسه، هغه لويي وكړه او له كافرانو څخه و.

قَالَ يَٰٓإِبۡلِيسُ مَا مَنَعَكَ أَن تَسۡجُدَ لِمَا خَلَقۡتُ بِيَدَيَّۖ أَسۡتَكۡبَرۡتَ أَمۡ كُنتَ مِنَ ٱلۡعَالِينَ﴿٧٥

75ويې فرمايل: اې ابليسه! څه شي ايسار كړې تر څو هغه څه ته سجده وكړې كوم چې ما په خپلو دوه لاسو پيدا كړى؟ كبر دې وكړ كه ته (همداسې) له لويانو څخه يې؟

قَالَ أَنَا۠ خَيۡرٞ مِّنۡهُ خَلَقۡتَنِي مِن نَّارٖ وَخَلَقۡتَهُۥ مِن طِينٖ﴿٧٦

76هغه وویل: زه غوره يم له هغه څخه، زه دې له اوره پيدا كړى يم او هغه دى له خټې پيدا كړی.

قَالَ فَٱخۡرُجۡ مِنۡهَا فَإِنَّكَ رَجِيمٞ﴿٧٧

77ویې فرمایل: پس ووځه له دې (جنت) څخه پس بېشكه ته رټلی شوی يې.

وَإِنَّ عَلَيۡكَ لَعۡنَتِيٓ إِلَىٰ يَوۡمِ ٱلدِّينِ﴿٧٨

78او بېشکه د قيامت تر ورځې پوری به پر تا زما لعنت وي.

قَالَ رَبِّ فَأَنظِرۡنِيٓ إِلَىٰ يَوۡمِ يُبۡعَثُونَ﴿٧٩

79ابلیس وویل:ای زما ربه! نو دوى چې راپاڅيږي پس له مرګه تر هغې ورځې خو مهلت راكړه.

قَالَ فَإِنَّكَ مِنَ ٱلۡمُنظَرِينَ﴿٨٠

80ويې فرمايل: (بس) ته به له ځنډېدليو څخه يې.

إِلَىٰ يَوۡمِ ٱلۡوَقۡتِ ٱلۡمَعۡلُومِ﴿٨١

81د ټاكلي وخت تر ورځې.

قَالَ فَبِعِزَّتِكَ لَأُغۡوِيَنَّهُمۡ أَجۡمَعِينَ﴿٨٢

82ابلیس وویل: نو ستا پر عزت مې قسم چې حتماً به دوى ټول بې لارې كړم.

إِلَّا عِبَادَكَ مِنۡهُمُ ٱلۡمُخۡلَصِينَ﴿٨٣

83پرته ستا له هغو بندګانو چې له دوى نه راچاڼ شوي دي.

قَالَ فَٱلۡحَقُّ وَٱلۡحَقَّ أَقُولُ﴿٨٤

84الله وفرمایل: حق زما وینا ده او حق زما صفت دی.

لَأَمۡلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنكَ وَمِمَّن تَبِعَكَ مِنۡهُمۡ أَجۡمَعِينَ﴿٨٥

85قسم دی خامخا ضرور به زه جهنم ډکوم ستا او ستا له ټولو پېروانو څخه.

قُلۡ مَآ أَسۡـَٔلُكُمۡ عَلَيۡهِ مِنۡ أَجۡرٖ وَمَآ أَنَا۠ مِنَ ٱلۡمُتَكَلِّفِينَ﴿٨٦

86ورته ووايه: زه خو په دې خبره له تاسو څه بدله نه غواړم او نه زه له ځانه جوړونکی يم.

إِنۡ هُوَ إِلَّا ذِكۡرٞ لِّلۡعَٰلَمِينَ﴿٨٧

87دا د ټولو خلكو (نړيوالو) لپاره له يو نصيحت پرته بل څه نه دى.

وَلَتَعۡلَمُنَّ نَبَأَهُۥ بَعۡدَ حِينِۭ﴿٨٨

88او له څه مودې وروسته به خامخا تاسو (په ريښتينولۍ) د دې خبر وپوهېږئ.

RELATED SURAHS