As-Saffat

الصافات

Those Ranged in Ranks182 ayahsMeccan

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

وَٱلصَّٰٓفَّٰتِ صَفّٗا﴿١

1قسم دى په هغه پرېښتو چې صفونه جوړوي، صفونه.

فَٱلزَّٰجِرَٰتِ زَجۡرٗا﴿٢

2بيا په سختۍ سره شړونكو (ملايكو) قسم.

فَٱلتَّٰلِيَٰتِ ذِكۡرًا﴿٣

3بیا په ذکر (قرآن) لوستونکو (پرېښتو) قسم.

إِنَّ إِلَٰهَكُمۡ لَوَٰحِدٞ﴿٤

4چې بېشكه ستاسو معبود يو دى.

رَّبُّ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ وَمَا بَيۡنَهُمَا وَرَبُّ ٱلۡمَشَٰرِقِ﴿٥

5د اسمانو، ځمكې او د هغو تر منځه شيانو رب او د ختيځونو رب.

إِنَّا زَيَّنَّا ٱلسَّمَآءَ ٱلدُّنۡيَا بِزِينَةٍ ٱلۡكَوَاكِبِ﴿٦

6يقيناً موږ د دنيا اسمان ښكلى كړى د ستورو په ښايست.

وَحِفۡظٗا مِّن كُلِّ شَيۡطَٰنٖ مَّارِدٖ﴿٧

7او له هر سرکښ شيطانه مو په ساتنه خوندي كړى دى.

لَّا يَسَّمَّعُونَ إِلَى ٱلۡمَلَإِ ٱلۡأَعۡلَىٰ وَيُقۡذَفُونَ مِن كُلِّ جَانِبٖ﴿٨

8پاسني مخلوق ته غوږ نه شي اېښودلاى او له هرې خوا ويشتل كيږي.

دُحُورٗاۖ وَلَهُمۡ عَذَابٞ وَاصِبٌ﴿٩

9رټلی کیدی شي په رټني سره او دوی لره عذاب پيوست کېدونکی دی.

إِلَّا مَنۡ خَطِفَ ٱلۡخَطۡفَةَ فَأَتۡبَعَهُۥ شِهَابٞ ثَاقِبٞ﴿١٠

10پرته له دې چې كه څوك تښتوونكى كومه خبره وتښتوي نو يوه سوځونكې لمبه ورپسې شي.

فَٱسۡتَفۡتِهِمۡ أَهُمۡ أَشَدُّ خَلۡقًا أَم مَّنۡ خَلَقۡنَآۚ إِنَّا خَلَقۡنَٰهُم مِّن طِينٖ لَّازِبِۭ﴿١١

11نو ويې پوښته چې اّيا د دوى پيدا كېدل به ګران وي كه هغه (نور مخلوق) چې موږ پيدا كړي؟ موږ خو هغوى له سرېښناكې خټې پيدا كړي.

بَلۡ عَجِبۡتَ وَيَسۡخَرُونَ﴿١٢

12بلكې ته تعجب كوې او دوى ملنډې وهي.

وَإِذَا ذُكِّرُواْ لَا يَذۡكُرُونَ﴿١٣

13او كله چې نصيحت ورته وشي نه يې مني.

وَإِذَا رَأَوۡاْ ءَايَةٗ يَسۡتَسۡخِرُونَ﴿١٤

14او كله چې كومه نښانه وويني ملنډې وهي.

وَقَالُوٓاْ إِنۡ هَٰذَآ إِلَّا سِحۡرٞ مُّبِينٌ﴿١٥

15او دوى وويل: دا خو له ښكاره كوډو پرته بل څه نه دي.

أَءِذَا مِتۡنَا وَكُنَّا تُرَابٗا وَعِظَٰمًا أَءِنَّا لَمَبۡعُوثُونَ﴿١٦

16اّيا كله چې موږ ومرو، خاورې او هډوكې شو نو بيا به ژوندي راپاڅول كيږو؟

أَوَءَابَآؤُنَا ٱلۡأَوَّلُونَ﴿١٧

17او اّيا پلرونه زموږ لومړني؟

قُلۡ نَعَمۡ وَأَنتُمۡ دَٰخِرُونَ﴿١٨

18ورته ووايه هو او تاسي به ذلیله هم ياست.

فَإِنَّمَا هِيَ زَجۡرَةٞ وَٰحِدَةٞ فَإِذَا هُمۡ يَنظُرُونَ﴿١٩

19یقینا (قيامت) يوه چيغه [پوکی دی شپیلۍ کې] بيا به دوى ګوري (چې څه ورسره كيږي).

وَقَالُواْ يَٰوَيۡلَنَا هَٰذَا يَوۡمُ ٱلدِّينِ﴿٢٠

20او وايي به هاى زموږ تباهۍ دا خو د جزا ورځ ده.

هَٰذَا يَوۡمُ ٱلۡفَصۡلِ ٱلَّذِي كُنتُم بِهِۦ تُكَذِّبُونَ﴿٢١

21(ورته وبه ويل شي) دا هماغه د فيصلې ورځ ده چې تاسي به دروغ ګڼله.

۞ ٱحۡشُرُواْ ٱلَّذِينَ ظَلَمُواْ وَأَزۡوَٰجَهُمۡ وَمَا كَانُواْ يَعۡبُدُونَ﴿٢٢

22راغونډ كړئ هغه کسان چې ظلم یې كړى او ملګري يې او (ټول) هغه چې دوى به یې عبادت کولو.

مِن دُونِ ٱللَّهِ فَٱهۡدُوهُمۡ إِلَىٰ صِرَٰطِ ٱلۡجَحِيمِ﴿٢٣

23له الله نه پرته، بيا يې د جهنم لارې ته ور سم كړئ.

وَقِفُوهُمۡۖ إِنَّهُم مَّسۡـُٔولُونَ﴿٢٤

24او ويې دروئ، یقینا له دوی پوښتنه کېدونکې ده.

مَا لَكُمۡ لَا تَنَاصَرُونَ﴿٢٥

25په تاسو څه شوي چې يو بل سره مرسته نه كوئ؟

بَلۡ هُمُ ٱلۡيَوۡمَ مُسۡتَسۡلِمُونَ﴿٢٦

26بلكې هغوى نن تسليم شوي دى. .

وَأَقۡبَلَ بَعۡضُهُمۡ عَلَىٰ بَعۡضٖ يَتَسَآءَلُونَ﴿٢٧

27او هغوى به يو بل ته مخ كړي، پوښتنې به كوي.

قَالُوٓاْ إِنَّكُمۡ كُنتُمۡ تَأۡتُونَنَا عَنِ ٱلۡيَمِينِ﴿٢٨

28وايي به (كشران) همدا تاسو به له ښۍ خوا (د ښېګڼې په نامه) موږ ته راتلئ.

قَالُواْ بَل لَّمۡ تَكُونُواْ مُؤۡمِنِينَ﴿٢٩

29(مشران به) وايي په اصل كې خپله تاسو ايمان راوړونكي نه وئ.

وَمَا كَانَ لَنَا عَلَيۡكُم مِّن سُلۡطَٰنِۭۖ بَلۡ كُنتُمۡ قَوۡمٗا طَٰغِينَ﴿٣٠

30او پر تاسو خو زموږ كوم برلاسى نه و، خو خپله سرکښه خلك وئ.

فَحَقَّ عَلَيۡنَا قَوۡلُ رَبِّنَآۖ إِنَّا لَذَآئِقُونَ﴿٣١

31نو (اوس) پر موږ ټولو زموږ د رب (هغه) خبره ثابته شوه چې موږ به (د عذاب) څكونكي يو.

فَأَغۡوَيۡنَٰكُمۡ إِنَّا كُنَّا غَٰوِينَ﴿٣٢

32نو موږ خپله هم بې لارې وو او تاسي مو هم بې لارې كړئ.

فَإِنَّهُمۡ يَوۡمَئِذٖ فِي ٱلۡعَذَابِ مُشۡتَرِكُونَ﴿٣٣

33نو په هغه ورځ به هغوى (ټول) په عذاب كې سره شريك وي.

إِنَّا كَذَٰلِكَ نَفۡعَلُ بِٱلۡمُجۡرِمِينَ﴿٣٤

34موږ په مجرمانو همداسې چارې كوو.

إِنَّهُمۡ كَانُوٓاْ إِذَا قِيلَ لَهُمۡ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا ٱللَّهُ يَسۡتَكۡبِرُونَ﴿٣٥

35هغوى داسې وو چې كله به ورته وويل شول چې: له الله پرته كوم بل د عبادت لایق نشته، نو لويي به يې كوله.

وَيَقُولُونَ أَئِنَّا لَتَارِكُوٓاْ ءَالِهَتِنَا لِشَاعِرٖ مَّجۡنُونِۭ﴿٣٦

36او دوى به ويل چې اّيا موږ به د يو لېوني شاعر لپاره د خپلو باطلو معبودانو پرېښودونكي يو؟

بَلۡ جَآءَ بِٱلۡحَقِّ وَصَدَّقَ ٱلۡمُرۡسَلِينَ﴿٣٧

37بلكې هغه له حق سره راغلى او د ټولو پېغمبرانو تصديق يې كړى.

إِنَّكُمۡ لَذَآئِقُواْ ٱلۡعَذَابِ ٱلۡأَلِيمِ﴿٣٨

38(او) تاسي به يقيناً د دردناك عذاب څكونكي ياست.

وَمَا تُجۡزَوۡنَ إِلَّا مَا كُنتُمۡ تَعۡمَلُونَ﴿٣٩

39او له هغه پرته چې تاسو به كول، بله بدله نه دركول كيږي.

إِلَّا عِبَادَ ٱللَّهِ ٱلۡمُخۡلَصِينَ﴿٤٠

40پرته د الله له سوچه بندګانو.

أُوْلَٰٓئِكَ لَهُمۡ رِزۡقٞ مَّعۡلُومٞ﴿٤١

41د هغوى لپاره يوه ټاكل شوې روزي ده.

فَوَٰكِهُ وَهُم مُّكۡرَمُونَ﴿٤٢

42يعنې مېوې، او هغوى به عزتمن وي.

فِي جَنَّٰتِ ٱلنَّعِيمِ﴿٤٣

43نعمت والا جنتونو كې.

عَلَىٰ سُرُرٖ مُّتَقَٰبِلِينَ﴿٤٤

44په تختونو به يو بل ته مخامخ ناست وي.

يُطَافُ عَلَيۡهِم بِكَأۡسٖ مِّن مَّعِينِۭ﴿٤٥

45د روانو شرابو ګيلاسونه به ورباندې ګرځول كيږي.

بَيۡضَآءَ لَذَّةٖ لِّلشَّٰرِبِينَ﴿٤٦

46تك سپين، د څښونكو لپاره خوندور.

لَا فِيهَا غَوۡلٞ وَلَا هُمۡ عَنۡهَا يُنزَفُونَ﴿٤٧

47نه به وي په هغې کې آفتونه او نه به دوی لره د هغې (شرابو) له امله قی ورځي.

وَعِندَهُمۡ قَٰصِرَٰتُ ٱلطَّرۡفِ عِينٞ﴿٤٨

48او هغوى سره به ښكته نظر اچونكې غټ سترګې (حورې) وي.

كَأَنَّهُنَّ بَيۡضٞ مَّكۡنُونٞ﴿٤٩

49لكه هغوى چې پټې ساتل شوې هګۍ وي.

فَأَقۡبَلَ بَعۡضُهُمۡ عَلَىٰ بَعۡضٖ يَتَسَآءَلُونَ﴿٥٠

50نو دوى به يو پر بل رامخ كړي تپوسونه به كوي.

قَالَ قَآئِلٞ مِّنۡهُمۡ إِنِّي كَانَ لِي قَرِينٞ﴿٥١

51په دوى كې به يو ويونكى وايي چې يقيناً زما يو ملګرى ؤ.

يَقُولُ أَءِنَّكَ لَمِنَ ٱلۡمُصَدِّقِينَ﴿٥٢

52هغه به ويل چې اّيا ته (د قيامت) له تصديقونكو څخه يې؟

أَءِذَا مِتۡنَا وَكُنَّا تُرَابٗا وَعِظَٰمًا أَءِنَّا لَمَدِينُونَ﴿٥٣

53اّيا كله چې موږ (ګډ وډ) خاورې او هډوكي شو بيا به موږ جزا موندونكي يو؟

قَالَ هَلۡ أَنتُم مُّطَّلِعُونَ﴿٥٤

54(بيا به) وايي اّيا تاسو وركتونكي ياست؟

فَٱطَّلَعَ فَرَءَاهُ فِي سَوَآءِ ٱلۡجَحِيمِ﴿٥٥

55نو چې ور وګوري هغه به د دوزخ په منځ كې وويني.

قَالَ تَٱللَّهِ إِن كِدتَّ لَتُرۡدِينِ﴿٥٦

56وايي به والله تا خو نږدې زه هم تباه كړى وم.

وَلَوۡلَا نِعۡمَةُ رَبِّي لَكُنتُ مِنَ ٱلۡمُحۡضَرِينَ﴿٥٧

57او كه زما د رب لورينه نه واى، خامخا به زه هم په جهنم كې حاضر كړى شوى وم.

أَفَمَا نَحۡنُ بِمَيِّتِينَ﴿٥٨

58(ښه) نو اوس موږ (بل وار) مړه كېدونكي نه يو؟

إِلَّا مَوۡتَتَنَا ٱلۡأُولَىٰ وَمَا نَحۡنُ بِمُعَذَّبِينَ﴿٥٩

59پرته زموږ له هماغه لومړي مرګه او موږ عذابېدونكي هم نه يو؟

إِنَّ هَٰذَا لَهُوَ ٱلۡفَوۡزُ ٱلۡعَظِيمُ﴿٦٠

60(نو چې داسې وي) دا خو يقيناً لوى برى دى.

لِمِثۡلِ هَٰذَا فَلۡيَعۡمَلِ ٱلۡعَٰمِلُونَ﴿٦١

61د دې په شان (نعمتونو) لپاره دې عمل كوونكي عمل وكړي.

أَذَٰلِكَ خَيۡرٞ نُّزُلًا أَمۡ شَجَرَةُ ٱلزَّقُّومِ﴿٦٢

62اّيا دا غوره دي په مېلمستيا کې که ونه د زقوم؟

إِنَّا جَعَلۡنَٰهَا فِتۡنَةٗ لِّلظَّٰلِمِينَ﴿٦٣

63موږ هغه د ظالمانو لپاره يوه فتنه (يا عذاب) ګرځولې ده.

إِنَّهَا شَجَرَةٞ تَخۡرُجُ فِيٓ أَصۡلِ ٱلۡجَحِيمِ﴿٦٤

64هغه يوه (داسې) ونه ده چې د دوزخ په تل كې راوځي.

طَلۡعُهَا كَأَنَّهُۥ رُءُوسُ ٱلشَّيَٰطِينِ﴿٦٥

65د هغې مېوې د شيطانانو (يا مارانو) سرونو غوندې دي.

فَإِنَّهُمۡ لَأٓكِلُونَ مِنۡهَا فَمَالِـُٔونَ مِنۡهَا ٱلۡبُطُونَ﴿٦٦

66نو هغوى به يې خوړونكي او هغې نه ګېډه ډكونكي وي.

ثُمَّ إِنَّ لَهُمۡ عَلَيۡهَا لَشَوۡبٗا مِّنۡ حَمِيمٖ﴿٦٧

67بيا به دوى لره پر هغه د پاسه خامخا د خوټېدلو اوبو ورګډول وي.

ثُمَّ إِنَّ مَرۡجِعَهُمۡ لَإِلَى ٱلۡجَحِيمِ﴿٦٨

68بيا به د دوى ورتګ خامخا د دوزخ په لور وي.

إِنَّهُمۡ أَلۡفَوۡاْ ءَابَآءَهُمۡ ضَآلِّينَ﴿٦٩

69بېشكه هغوى خپل پلرونه بې لارې موندلي وو.

فَهُمۡ عَلَىٰٓ ءَاثَٰرِهِمۡ يُهۡرَعُونَ﴿٧٠

70نو د هغو په پلونو به يې منډې وهلې.

وَلَقَدۡ ضَلَّ قَبۡلَهُمۡ أَكۡثَرُ ٱلۡأَوَّلِينَ﴿٧١

71او خامخا له دوى مخكې هم زياتره لومړني خلك بې لارې شوي وو.

وَلَقَدۡ أَرۡسَلۡنَا فِيهِم مُّنذِرِينَ﴿٧٢

72او په هغوى كې مو هم وېرونكي (پېغمبران) لېږلي وو.

فَٱنظُرۡ كَيۡفَ كَانَ عَٰقِبَةُ ٱلۡمُنذَرِينَ﴿٧٣

73نو ګوره چې د هغو وېرول شوو انجام څنګه شو؟

إِلَّا عِبَادَ ٱللَّهِ ٱلۡمُخۡلَصِينَ﴿٧٤

74مګر بنده ګان د الله تعالی چې بچ ساتلی شوي دي.

وَلَقَدۡ نَادَىٰنَا نُوحٞ فَلَنِعۡمَ ٱلۡمُجِيبُونَ﴿٧٥

75او بېشكه موږ ته نوح آواز وكړ نو موږ ښه ځواب وركونكي يو.

وَنَجَّيۡنَٰهُ وَأَهۡلَهُۥ مِنَ ٱلۡكَرۡبِ ٱلۡعَظِيمِ﴿٧٦

76او موږ هغه او كورنۍ يې له ستر كړاو څخه وژغورل.

وَجَعَلۡنَا ذُرِّيَّتَهُۥ هُمُ ٱلۡبَاقِينَ﴿٧٧

77او د ده اولاده مو پاتېدونكې وګرځوله.

وَتَرَكۡنَا عَلَيۡهِ فِي ٱلۡأٓخِرِينَ﴿٧٨

78او په وروستنو كې مو د هغه ښه نوم پرېښودلو.

سَلَٰمٌ عَلَىٰ نُوحٖ فِي ٱلۡعَٰلَمِينَ﴿٧٩

79په ټولو مخلوقاتو كې دې پر نوح سلام وي.

إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجۡزِي ٱلۡمُحۡسِنِينَ﴿٨٠

80نېكانو ته موږ همداسې بدله وركوو.

إِنَّهُۥ مِنۡ عِبَادِنَا ٱلۡمُؤۡمِنِينَ﴿٨١

81هغه يقيناً زموږ له مومنو بندګانو څخه و.

ثُمَّ أَغۡرَقۡنَا ٱلۡأٓخَرِينَ﴿٨٢

82بيا مو هغه نور غرق كړل.

۞ وَإِنَّ مِن شِيعَتِهِۦ لَإِبۡرَٰهِيمَ﴿٨٣

83او بېشكه د هغه له تابعدارانو څخه ابراهيم و.

إِذۡ جَآءَ رَبَّهُۥ بِقَلۡبٖ سَلِيمٍ﴿٨٤

84كله چې خپل رب ته له روغ زړه سره راغى.

إِذۡ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوۡمِهِۦ مَاذَا تَعۡبُدُونَ﴿٨٥

85كله چې هغه خپل پلار او قوم ته وويل: دا څه دي چې تاسي يې عبادت كوئ؟

أَئِفۡكًا ءَالِهَةٗ دُونَ ٱللَّهِ تُرِيدُونَ﴿٨٦

86اّيا له الله پرته په دروغو جوړ شوي معبودان غواړئ.

فَمَا ظَنُّكُم بِرَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ﴿٨٧

87نو څه ګمان دی ستاسو په رب د عالمینو باندې.

فَنَظَرَ نَظۡرَةٗ فِي ٱلنُّجُومِ﴿٨٨

88بيا يې په ستورو كې يو نظر واچولو.

فَقَالَ إِنِّي سَقِيمٞ﴿٨٩

89وېلې: زه خو ناروغ يم.

فَتَوَلَّوۡاْ عَنۡهُ مُدۡبِرِينَ﴿٩٠

90نو روان شول دوی د هغه نه شا ګرځوونکي.

فَرَاغَ إِلَىٰٓ ءَالِهَتِهِمۡ فَقَالَ أَلَا تَأۡكُلُونَ﴿٩١

91نو دى پټ پټ د هغوى معبودانو [بوتان] ته ورغلو وېلې: آيا تاسي نه خورئ؟

مَا لَكُمۡ لَا تَنطِقُونَ﴿٩٢

92څه شوي دي پر تاسي خبرې هم نه كوئ؟

فَرَاغَ عَلَيۡهِمۡ ضَرۡبَۢا بِٱلۡيَمِينِ﴿٩٣

93نو پيل یې وکړ د هغوی په وهلو په ښې لاس سره.

فَأَقۡبَلُوٓاْ إِلَيۡهِ يَزِفُّونَ﴿٩٤

94نو هغوى په منډه ورته رامخه كړه.

قَالَ أَتَعۡبُدُونَ مَا تَنۡحِتُونَ﴿٩٥

95وېلې اّيا د هغه څه عبادت کوئ چې په خپله يې تراشئ؟

وَٱللَّهُ خَلَقَكُمۡ وَمَا تَعۡمَلُونَ﴿٩٦

96حال دا چې تاسو هم الله پيدا كړي ياست او څه چې كوئ هغه هم.

قَالُواْ ٱبۡنُواْ لَهُۥ بُنۡيَٰنٗا فَأَلۡقُوهُ فِي ٱلۡجَحِيمِ﴿٩٧

97هغوى ويل: ده ته يوه ودانۍ جوړه كړئ بيا يې په اور كې واچوئ.

فَأَرَادُواْ بِهِۦ كَيۡدٗا فَجَعَلۡنَٰهُمُ ٱلۡأَسۡفَلِينَ﴿٩٨

98خو چې په ده يې هغه چل كول وغوښتل نو موږ هغوى لاندې كړل.

وَقَالَ إِنِّي ذَاهِبٌ إِلَىٰ رَبِّي سَيَهۡدِينِ﴿٩٩

99او ده وويل: زه د خپل رب په لوري تلونكى يم، زر به هغه لار راوښايي.

رَبِّ هَبۡ لِي مِنَ ٱلصَّٰلِحِينَ﴿١٠٠

100زما ربه! ما ته صالح اولاد راكړه.

فَبَشَّرۡنَٰهُ بِغُلَٰمٍ حَلِيمٖ﴿١٠١

101نو موږ د يو زغمونكي هلك زېرى وركړ.

فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ ٱلسَّعۡيَ قَالَ يَٰبُنَيَّ إِنِّيٓ أَرَىٰ فِي ٱلۡمَنَامِ أَنِّيٓ أَذۡبَحُكَ فَٱنظُرۡ مَاذَا تَرَىٰۚ قَالَ يَٰٓأَبَتِ ٱفۡعَلۡ مَا تُؤۡمَرُۖ سَتَجِدُنِيٓ إِن شَآءَ ٱللَّهُ مِنَ ٱلصَّٰبِرِينَ﴿١٠٢

102بيا كله چې له ده سره د منډې ترړې توانایي ته ورسېد، وېلې: زما زويه! زه خوب كې وينم چې تا حلالوم! نو ګوره چې ستا څه خيال دى؟ وېلې پلاره څه چې درته امر شوى هماغه وكړه، ان شاء الله ما به له صابرانو ومومې.

فَلَمَّآ أَسۡلَمَا وَتَلَّهُۥ لِلۡجَبِينِ﴿١٠٣

103نو كله چې دواړو ومنله او په اړخ يې وغورځولو.

وَنَٰدَيۡنَٰهُ أَن يَٰٓإِبۡرَٰهِيمُ﴿١٠٤

104نو موږ ورغږ كړ چې ای ابراهيمه!

قَدۡ صَدَّقۡتَ ٱلرُّءۡيَآۚ إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجۡزِي ٱلۡمُحۡسِنِينَ﴿١٠٥

105دا دى خوب خو دې رښتيا كړ، يقيناً موږ (هم) نيكانو ته دغه شان بدله وركوو.

إِنَّ هَٰذَا لَهُوَ ٱلۡبَلَٰٓؤُاْ ٱلۡمُبِينُ﴿١٠٦

106بېشكه دا يو څرګند ازميښت و.

وَفَدَيۡنَٰهُ بِذِبۡحٍ عَظِيمٖ﴿١٠٧

107او موږ د هغه په فديه (قربانۍ) كې ستره حلاله وركړه.

وَتَرَكۡنَا عَلَيۡهِ فِي ٱلۡأٓخِرِينَ﴿١٠٨

108او په وروستنو كې مو د هغه ښه ياد پرېښود.

سَلَٰمٌ عَلَىٰٓ إِبۡرَٰهِيمَ﴿١٠٩

109په ابراهيم دې سلام وي.

كَذَٰلِكَ نَجۡزِي ٱلۡمُحۡسِنِينَ﴿١١٠

110نېكانو ته همداسې بدله وركوو.

إِنَّهُۥ مِنۡ عِبَادِنَا ٱلۡمُؤۡمِنِينَ﴿١١١

111هغه يقيناً زموږ له مومنو بندګانو څخه و.

وَبَشَّرۡنَٰهُ بِإِسۡحَٰقَ نَبِيّٗا مِّنَ ٱلصَّٰلِحِينَ﴿١١٢

112او هغه ته مو په اسحاق زېرى وركړ، له صالحانو څخه يو نبي دی.

وَبَٰرَكۡنَا عَلَيۡهِ وَعَلَىٰٓ إِسۡحَٰقَۚ وَمِن ذُرِّيَّتِهِمَا مُحۡسِنٞ وَظَالِمٞ لِّنَفۡسِهِۦ مُبِينٞ﴿١١٣

113او موږ په ده او اسحاق بركت اچولى و. او د هغوى دواړو له اولاده ځينې نېك، او څوك د خپل ځان لپاره ښكاره ظالم دي.

وَلَقَدۡ مَنَنَّا عَلَىٰ مُوسَىٰ وَهَٰرُونَ﴿١١٤

114او بېشکه موږ پر موسى او هارون احسان كړى و.

وَنَجَّيۡنَٰهُمَا وَقَوۡمَهُمَا مِنَ ٱلۡكَرۡبِ ٱلۡعَظِيمِ﴿١١٥

115هغوى دواړه او قوم يې موږ د لوى غم نه ژغورلي وو.

وَنَصَرۡنَٰهُمۡ فَكَانُواْ هُمُ ٱلۡغَٰلِبِينَ﴿١١٦

116او مرسته مو د دوی وكړه چې بيا همدوى برلاسي شول.

وَءَاتَيۡنَٰهُمَا ٱلۡكِتَٰبَ ٱلۡمُسۡتَبِينَ﴿١١٧

117او هغوى ته مو څرګند كتاب وركړ.

وَهَدَيۡنَٰهُمَا ٱلصِّرَٰطَ ٱلۡمُسۡتَقِيمَ﴿١١٨

118او دواړو ته مو سيده لاره ورښوولې وه.

وَتَرَكۡنَا عَلَيۡهِمَا فِي ٱلۡأٓخِرِينَ﴿١١٩

119او پر هغوى مو وروستنو خلكو كې (دا خبره) پرېښوده.

سَلَٰمٌ عَلَىٰ مُوسَىٰ وَهَٰرُونَ﴿١٢٠

120(چې) پر موسى او هارون دې سلام وي.

إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجۡزِي ٱلۡمُحۡسِنِينَ﴿١٢١

121نېكانو ته موږ همداسې بدله وركوو.

إِنَّهُمَا مِنۡ عِبَادِنَا ٱلۡمُؤۡمِنِينَ﴿١٢٢

122پېشكه هغوى دواړه زموږ له مومنو بندګانو څخه وو.

وَإِنَّ إِلۡيَاسَ لَمِنَ ٱلۡمُرۡسَلِينَ﴿١٢٣

123او بېشكه الياس له استول شوو رسولانو څخه و.

إِذۡ قَالَ لِقَوۡمِهِۦٓ أَلَا تَتَّقُونَ﴿١٢٤

124كله چې يې خپل قوم ته وويل اّيا نه وېرېږئ؟

أَتَدۡعُونَ بَعۡلٗا وَتَذَرُونَ أَحۡسَنَ ٱلۡخَٰلِقِينَ﴿١٢٥

125اّيا تاسو بعل (نومى بت) رابلئ او تر ټولو غوره خالق پرېږدئ؟

ٱللَّهَ رَبَّكُمۡ وَرَبَّ ءَابَآئِكُمُ ٱلۡأَوَّلِينَ﴿١٢٦

126يعنى الله چې ستاسو او ستاسو د ړومبنيو پلرونو رب دى.

فَكَذَّبُوهُ فَإِنَّهُمۡ لَمُحۡضَرُونَ﴿١٢٧

127خو هغه يې دروغجن وګڼلو نو دوى به خامخا (په عذاب كې) د حاضر کړای شوو څخه وي. .

إِلَّا عِبَادَ ٱللَّهِ ٱلۡمُخۡلَصِينَ﴿١٢٨

128پرته د الله له سوچه بندګانو.

وَتَرَكۡنَا عَلَيۡهِ فِي ٱلۡأٓخِرِينَ﴿١٢٩

129او په وروستنو كې مو د هغه (ښه نوم) پرېښودلو.

سَلَٰمٌ عَلَىٰٓ إِلۡ يَاسِينَ﴿١٣٠

130په الياسين دې سلام وي.

إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجۡزِي ٱلۡمُحۡسِنِينَ﴿١٣١

131نېكانو ته موږ همداسې بدله وركوو.

إِنَّهُۥ مِنۡ عِبَادِنَا ٱلۡمُؤۡمِنِينَ﴿١٣٢

132هغه يقيناً زموږ له مومنو بندګانو څخه و.

وَإِنَّ لُوطٗا لَّمِنَ ٱلۡمُرۡسَلِينَ﴿١٣٣

133او بېشكه لوط له استول شوو رسولانو څخه و.

إِذۡ نَجَّيۡنَٰهُ وَأَهۡلَهُۥٓ أَجۡمَعِينَ﴿١٣٤

134كله چې هغه او د هغه ټوله كورنۍ مو وژغورله.

إِلَّا عَجُوزٗا فِي ٱلۡغَٰبِرِينَ﴿١٣٥

135پرته له يوې بوډۍ چې پاتېدونكو كې وه.

ثُمَّ دَمَّرۡنَا ٱلۡأٓخَرِينَ﴿١٣٦

136بيا مو نور تباه كړل.

وَإِنَّكُمۡ لَتَمُرُّونَ عَلَيۡهِم مُّصۡبِحِينَ﴿١٣٧

137او يقيناً تاسو ورتېریږئ په دوی باندې د سبا په وخت کې.

وَبِٱلَّيۡلِۚ أَفَلَا تَعۡقِلُونَ﴿١٣٨

138او د شپې هم، نو اّيا عقل نه چلوئ؟

وَإِنَّ يُونُسَ لَمِنَ ٱلۡمُرۡسَلِينَ﴿١٣٩

139او بېشكه يونس له رسولانو څخه و.

إِذۡ أَبَقَ إِلَى ٱلۡفُلۡكِ ٱلۡمَشۡحُونِ﴿١٤٠

140كله چې هغې ډكې بېړۍ ته وروتښتېد.

فَسَاهَمَ فَكَانَ مِنَ ٱلۡمُدۡحَضِينَ﴿١٤١

141بيا يې چې پچه واچوله نو له بايلونكو څخه شو.

فَٱلۡتَقَمَهُ ٱلۡحُوتُ وَهُوَ مُلِيمٞ﴿١٤٢

142بيا ماهي (کب) ده لره روغ تېر کړ په داسې حال کې چې دی ملامتونكى و.

فَلَوۡلَآ أَنَّهُۥ كَانَ مِنَ ٱلۡمُسَبِّحِينَ﴿١٤٣

143نو كه چېرې هغه له تسبيح ويونكو څخه نه وى.

لَلَبِثَ فِي بَطۡنِهِۦٓ إِلَىٰ يَوۡمِ يُبۡعَثُونَ﴿١٤٤

144خامخا به د هغه ګېډه كې د بيا راپاڅېدو تر ورځې ځنډېدلى و.

۞ فَنَبَذۡنَٰهُ بِٱلۡعَرَآءِ وَهُوَ سَقِيمٞ﴿١٤٥

145بيا موږ په ناروغه حالت ډاګ ميدان كې وغورځولو.

وَأَنۢبَتۡنَا عَلَيۡهِ شَجَرَةٗ مِّن يَقۡطِينٖ﴿١٤٦

146او د كدو يو بوټى مو ورباندې را زرغون كړ.

وَأَرۡسَلۡنَٰهُ إِلَىٰ مِاْئَةِ أَلۡفٍ أَوۡ يَزِيدُونَ﴿١٤٧

147هغه موږ سل زره يا څه زياتو (خلكو) ته ور استولى و.

فَـَٔامَنُواْ فَمَتَّعۡنَٰهُمۡ إِلَىٰ حِينٖ﴿١٤٨

148نو هغوى ايمان راوړ، بيا مو تر څه وخته مهلت او سوكالي وركړه.

فَٱسۡتَفۡتِهِمۡ أَلِرَبِّكَ ٱلۡبَنَاتُ وَلَهُمُ ٱلۡبَنُونَ﴿١٤٩

149نو ته يې وپوښته، اّيا ستا رب لره به لورګانې وي او دوى لره زامن؟

أَمۡ خَلَقۡنَا ٱلۡمَلَٰٓئِكَةَ إِنَٰثٗا وَهُمۡ شَٰهِدُونَ﴿١٥٠

150(او) كه نه، دوى حاضر وو چې موږ ملايكې ښځينه پيدا كړل.

أَلَآ إِنَّهُم مِّنۡ إِفۡكِهِمۡ لَيَقُولُونَ﴿١٥١

151خبر اوسه یقینا دوى له خپلو ځینو درواغو داسې وايي.

وَلَدَ ٱللَّهُ وَإِنَّهُمۡ لَكَٰذِبُونَ﴿١٥٢

152چې الله بچى راوړى حال دا چې دوى حتماً دروغجن دي.

أَصۡطَفَى ٱلۡبَنَاتِ عَلَى ٱلۡبَنِينَ﴿١٥٣

153اّيا لورګانې يې پر زامنو غوره وګڼلې.

مَا لَكُمۡ كَيۡفَ تَحۡكُمُونَ﴿١٥٤

154په تاسو څه شوي؟ څنګه فيصله كوئ؟

أَفَلَا تَذَكَّرُونَ﴿١٥٥

155اّيا نو پند نه اخلئ؟

أَمۡ لَكُمۡ سُلۡطَٰنٞ مُّبِينٞ﴿١٥٦

156ايا تاسو سره كوم ښكاره دليل دی؟

فَأۡتُواْ بِكِتَٰبِكُمۡ إِن كُنتُمۡ صَٰدِقِينَ﴿١٥٧

157كه رښتيني ياست نو خپل كتاب مو راوړئ!

وَجَعَلُواْ بَيۡنَهُۥ وَبَيۡنَ ٱلۡجِنَّةِ نَسَبٗاۚ وَلَقَدۡ عَلِمَتِ ٱلۡجِنَّةُ إِنَّهُمۡ لَمُحۡضَرُونَ﴿١٥٨

158او دوى د الله او پيريانو ترمنځ نسب (خپلوي) جوړ كړی، پداسې حال كې چې پيريان ښه پوهېږي چې دوی به خامخا حاضر کړی شي په عذاب کې.

سُبۡحَٰنَ ٱللَّهِ عَمَّا يَصِفُونَ﴿١٥٩

159الله لره پاكي ده له هغه څه چې دوى يې بيانوي.

إِلَّا عِبَادَ ٱللَّهِ ٱلۡمُخۡلَصِينَ﴿١٦٠

160پرته د الله له سوچه بندګانو.

فَإِنَّكُمۡ وَمَا تَعۡبُدُونَ﴿١٦١

161نو بېشكه تاسو او هغه چې عبادت يې کوئ.

مَآ أَنتُمۡ عَلَيۡهِ بِفَٰتِنِينَ﴿١٦٢

162په دې (شرك) سره (د هيچا) بې لارې كوونكي نه ياست.

إِلَّا مَنۡ هُوَ صَالِ ٱلۡجَحِيمِ﴿١٦٣

163پرته له هغه چې (خپله) دوزخ ته ننوتونكى دى.

وَمَا مِنَّآ إِلَّا لَهُۥ مَقَامٞ مَّعۡلُومٞ﴿١٦٤

164او (ملايکې وايي) له موږ نه هيڅوك داسې نشته چې ټاكلى ځاى يې نه وي.

وَإِنَّا لَنَحۡنُ ٱلصَّآفُّونَ﴿١٦٥

165او بېشكه موږ (په عبادت كې) كتار جوړوونكي يو.

وَإِنَّا لَنَحۡنُ ٱلۡمُسَبِّحُونَ﴿١٦٦

166او بېشکه موږ تسبيح ويونكي يو.

وَإِن كَانُواْ لَيَقُولُونَ﴿١٦٧

167او بېشكه دوى (كافرانو) به ويل.

لَوۡ أَنَّ عِندَنَا ذِكۡرٗا مِّنَ ٱلۡأَوَّلِينَ﴿١٦٨

168چې كه موږ سره له پخوانيو نه كوم ذكر وى.

لَكُنَّا عِبَادَ ٱللَّهِ ٱلۡمُخۡلَصِينَ﴿١٦٩

169نو (اوس به) موږ خامخا د الله سوچه بندګان وو.

فَكَفَرُواْ بِهِۦۖ فَسَوۡفَ يَعۡلَمُونَ﴿١٧٠

170خو بيا په هغه (قراّن) كافر شول نو زر به پوه شي.

وَلَقَدۡ سَبَقَتۡ كَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا ٱلۡمُرۡسَلِينَ﴿١٧١

171او بېشكه زموږ خبره د خپلو استول شوو بندګانو په هكله لا پخوا شوې وه.

إِنَّهُمۡ لَهُمُ ٱلۡمَنصُورُونَ﴿١٧٢

172چې يقيناً هغوى سره به خامخا مرسته كيږي.

وَإِنَّ جُندَنَا لَهُمُ ٱلۡغَٰلِبُونَ﴿١٧٣

173او یقینا همدا زموږ لښکر به برلاسى شي.

فَتَوَلَّ عَنۡهُمۡ حَتَّىٰ حِينٖ﴿١٧٤

174نو تر څه وخته له هغوى نه مخ وګرځوه.

وَأَبۡصِرۡهُمۡ فَسَوۡفَ يُبۡصِرُونَ﴿١٧٥

175او هغوى ته ګوره زر به دوى هم (خپل انجام) وګوري.

أَفَبِعَذَابِنَا يَسۡتَعۡجِلُونَ﴿١٧٦

176نو آيا دوى زموږ د عذاب لپاره بيړه كوي؟

فَإِذَا نَزَلَ بِسَاحَتِهِمۡ فَسَآءَ صَبَاحُ ٱلۡمُنذَرِينَ﴿١٧٧

177خو هغه وخت چې د دوى پر ميدان (عذاب) راپرېوځي نو بيا به د وېرول شوو ډېر بد سبا وي.

وَتَوَلَّ عَنۡهُمۡ حَتَّىٰ حِينٖ﴿١٧٨

178او تر څه وخته له دوى څخه مخ وګرځوه.

وَأَبۡصِرۡ فَسَوۡفَ يُبۡصِرُونَ﴿١٧٩

179او ليدونكى اوسه، ډېر زربه دوى پخپله وويني.

سُبۡحَٰنَ رَبِّكَ رَبِّ ٱلۡعِزَّةِ عَمَّا يَصِفُونَ﴿١٨٠

180ستا رب لره پاكي ده چې د (ډېر) عزت والا رب دى، له هغو خبرو نه چې دوى يې بيانوي.

وَسَلَٰمٌ عَلَى ٱلۡمُرۡسَلِينَ﴿١٨١

181او سلام دى پراستول شوو (رسولانو).

وَٱلۡحَمۡدُ لِلَّهِ رَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ﴿١٨٢

182او د ټولو مخلوقاتو رب، الله لره ستاينه ده.

RELATED SURAHS