سبأ
Sheba • 54 ayahs • Meccan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1ټولې ستاینې خاص الله لره دي، چې یوازې د هغه په اختیار کې دي څه چې په اسمانونو کې دي او څه چې په ځمکه کې دي، او په آخرت كې هم هغه لره ستاينه ده، هغه حكمت والا او باخبره دى.
2پوهيږي پر هغه څه چې په ځمكه كې ننوځي او څه چې ترې راوځي او څه چې له آسمانه راكوزيږي او څه ورپورته کیږي او همغه مهربان بخښونكى دى.
3او كافران وايي چې موږ ته به قيامت رانه شي! ورته ووايه: ولې نه، په رب مې دې قسم وي چې د غيبو عالم دى هرومرو به درته راشي، له هغه څخه نه په آسمانونو او نه پر ځمكه كې د يوې ذرې په اندازه څه نه پټيږي، او نه به له دې كوچنى او نه (ترې) لوى څه داسې شى وي چې هغه په يو څرګند كتاب كې نه وي.
4د دې لپاره چې هغو خلكو ته بدله وركړي چې ايمان يې راوړى او ښه كارونه يې كړي، د هغوى لپاره بخښنه او غوره روزي ده.
5او هغوى چې زموږ د آيتونو په را لاندې كولو كې او له مینځه وړلو کې يې هلې ځلې كړې دي، هغوى لپاره ناوړه دردوونکی عذاب دى.
6او چا ته چې پوهه وركړى شوې هغوى ويني چې ستا د رب لخوا څه درته نازل شوي هغه حق دي او د برلاسي ستايلي (ذات) لوري ته ښوونه كوي.
7او هغو کسانو چې کفر کړی وويل: آيا تاسي ته يو داسې سړى دروښايو چې هغه مو په دې خبروي چې كله تاسي پوره ذرې ذرې شئ نو تاسي به په يو نوي پيدايښت كې راشئ!
8آیا پر الله يې درواغ تړلي یا په هغه كې ليونتوب دى؟ (نه) بلكې هغوى چې آخرت نه مني په عذاب او (له حقه) په لېري بې لاريتوب كې دي.
9ايا دوى هغه اسمان او ځمكه نه دي ليدلي چې له دوی وړاندې او وروسته راچاپېر شوي دي؟ كه موږ وغواړو نو دوى به په ځمكه ننباسو، يا به د اسمان څه ټوټې پر دوى را وغورځوو، په حقيقت كې په دې كې د هر هغه بنده لپاره يوه نښانه ده چې د الله طرف ته ورګرځېدونكى وي.
10او موږ داود (علیه السلام) ته له خپل لوري فضيلت وركړى و، اې غرونو له هغه سره تسبيح تكراروئ او (اې) مرغانو (تاسو هم)، او هغه ته مو اوسپنه پسته كړه.
11چې ښې ښې (پوره) زغرې جوړوه او په اوبدلو كې اندازه ساته او (تاسي ټول) ښه ښه كارونه كوئ، بې شكه زه ستاسي د كړو وړو ليدونكى يم.
12او سليمان (علیه السلام) ته مو باد تابع كړى و چې د سهار مزل يې هم د مياشتې و او د ماښام يې هم د يوې مياشتې او هغه ته مو د تانبې چينه (هم) بیولې وه، او تابع کړي وو موږ د پېريانو څخه چې د خپل رب په حكم يې د هغه پر وړاندې كار كولو، او څوك چې په دوی کې زموږ د حکم څخه سرغړونه وکړي، هغه ته به د بل شوي اور عذاب ور وڅكو.
13سليمان (علیه السلام) به چې څه غوښتل هغه به دوى ورته جوړولو (لکه) عبادتخانې، مجسمې (څېرې)، د حوضونو په څېر خانكونه او په نغريو ولاړو دېګونه، اې د داود (علیه السلام) كورنۍ (د دې) شكرانې لپاره (نېك) عمل كوئ او زما بندګانو كې لږ شكر وېستونكي دي.
14بيا كله چې موږ پر سليمان (علیه السلام) د مرګ فيصله وكړه، نو پېريانو ته د هغه د مرګ خبر وركوونكى بل څه نه و پرته له هغه چینجي چې د هغه امسا يې خوړله، په دې ډول كله چې سليمان (علیه السلام) راولوېده، نو (خلکو ته) پېریان څرګند شول چې كه دوى په غيبو پوهېدلی نو دغه سپکونکی عذاب كې به نه وو پاتې شوي.
15د سبا (قوم) لپاره د هغوى په هېواد كې (لويه) نښانه وه، ښۍ او كيڼې خواته دوه باغونه وو (ورته وويل شول) خورئ د خپل رب له روزۍ څخه او شكر يې وباسئ، دا پاكيزه ښار او هغه بخښونكى رب دى.
16خو هغوى مخ واړولو نو يو زورور سيلاب مو ورباندې راخوشې کړ، او د هغوى دوه باغونه مو په داسې دوو باغونو وربدل كړل چې بې خونده مېوه، او د غز (ونې) او لږ څه بيره يې درلوده.
17د هغوى په ناشكرۍ مو همدا بدله وركړه او موږ پرته له ناشكره بل چا ته (داسې) بدله نه وركوو.
18او موږ د دوى او هغو كليو ترمنځ چې بركت مو پكې اچولى دى څه نور (په لاره) څرګند كلي هم آباد كړي او (د) تګ راتګ (پړاوونه) مو پكې اندازه كړي وو، (چې) د شپې او ورځې بې غمه پكې ګرځئ.
19(خو) بيا هغوى وويل: زموږ ربه! زموږ سفرونه لرې كړه او په خپلو ځانونو يې ظلم وكړ نو بيا مو هغوى (پخوانۍ) کيسې وګرځول او په بشپړ ډول مو سره وپاشل، بې شكه په دې كې هرومرو د هر صبرناك شكر اېستونكي لپاره (ډېرې) نښانې دي.
20او په رېښتيا چې ابليس پر هغوى خپل ګومان رښتيا وموند، چې د مؤمنانو له يوې ډلې پرته ډېرو يې پيروي وكړه.
21او (حال دا چې) د ابليس خو پر هغوى كوم زور هم نه و، خو يوازې د دې لپاره چې معلوم كړو [خلکو ته] څوك په آخرت ايمان لري له هغو نه چې د آخرت په اړه په شك كې دي او ستا پالونکی په هر څه ساتونكى دى.
22ووايه: راوبولئ كوم چې تاسي له الله پرته (معبودان) انګېرلي، هغوى خو د يوې ذرې په اندازه څه په واك كې نه لري، نه په آسمانونو كې او نه په زمكه كې او نه يې په دې دواړو كې څه برخه شته او نه له هغوى څوك د الله مرستندوى دى.
23او د هغه پر وړاندې سپارښتنه هم چاته ګټه نه رسوي پرته له هغه چې اجازه يې ورته كړې وي، تر هغو چې له زړونو يې وېره لېرې شي، وايي: ستاسو رب څه وويل؟ (په ځواب كې) ورته وايي حق (يې وويل) او همغه ډېر اوچت او لوى دى.
24ورته ووايه: تاسي ته له آسمانونو او زمكې څوك روزي دركوي؟ (خپله) ورته ووايه: الله، او دا چې په موږ اوتاسو کې څوک په پوره هدایت دی او يا څرګند بې لارېتوب کې دی.
25ووايه: تاسي له هغو بدو نه پوښتل كيږئ چې موږ كړي وي او له هغو موږ نه پوښتل كيږو چې تاسو يې كوئ.
26ووايه زموږ پالونکی به مو راغونډوي بيا به په حقه سره زموږ تر منځ پرېکړه كوي او همغه ډېر پوه ښه پرېکړه كوونكى دى.
27ووايه: ماته راوښايئ هغه چې تاسو د شريكانو په توګه ورسره نښلولي دي، خو نه؛ بلکې په اصل كې برلاسى او د حكمت والا همغه الله دى.
28او ته مو ټولو خلكو ته پرته له يو زېري وركونكي او وېروونكي بل څه نه يې لېږلى خو زياتره خلك نه پوهيږي.
29او هغوى وايي: كه تاسو ریښتيني ياست نو دا ژمنه به كله وي؟
30ووايه ستاسو لپاره د ژمنې يوه ټاكلې ورځ ده چې نه به يو ساعت ترې وروسته كېږئ او نه به وړاندې كېږئ.
31او كوم كسان چې كافر شوي وايي هيڅكله به نه په دې قرآن ايمان راوړو او نه په هغه چې ترې مخكې و. او كه ته دا ظالمان ووينې چې د خپل رب په وړاندې درول شوي، يو بل ته خبره ورګرځوي، څوك چې كمزوري ګڼل شوي وو هغوى به لويي غوښتونكو ته وايي چې كه تاسو نه واى موږ به هرومرو مؤمنان وو.
32لويي غوښتونكي به ضعيفانو ته وايي چې آيا له هغه وروسته هم موږ له هدايته ايسار كړي وئ چې درته راغى؟ خو نه په اصل كې (خپله) تاسو مجرمان وئ.
33او (بيا به) كمزوري ګڼل شوي كسان لويي غوښتونكو ته وايي چې نه په اصل كې همدا ستاسو د شپې ورځې چلونه وو چې موږ ته مو امر كولو تر څو پر الله كفر وکړو او هغه سره شريكان وګرځوو، او كله چې عذاب وويني نو هغوى (ټول) به په پټه (ډېره) پښيماني وكړي، او كوم كسان چې كافر شوي دي په غاړو كې به يې ځنځيرونه ورواچوو، آيا هغوی ته له هغو عملونو پرته چې هغوى به كول د بل څه بدله وركول كيږي؟
34او په هر كلي كې چې موږ څوك خبردارى وركوونكى لېږلى له دې پرته بل څه نه و چې سوكاله خلكو به يې ويل: له څه شي سره چې تاسي رالېږل شوي ياست موږ له هغه منكر يو.
35او ويل به يې موږ په مالونو او اولادونو كې ډېر زيات يو او موږ په عذابېدونكي نه يو.
36ووايه: په رېښتيا زما رب چا ته چې وغواړي روزي يې پراخوي او (يا يې) تنګوي خو زياتره خلك نه پوهيږي.
37نه دي مالونه ستاسي او نه اولادونه ستاسي په هغه درجه کې چې موږ ته مو نزدې کړي په نزدیوالي سره، لیکن هغه چا چې ایمان راوړی وي اونیک عملونه یې کړي وي، پس دوی لره به د دوی د کړنې له امله دو چنده بدله وي، او هغوى به بې غمه په دنګو ماڼيو كې وي.
38او كوم كسان چې زموږ د آيتونو په كمزوري كولو كې هلې ځلې كوي، هغوى په عذاب كې حاضرېدونکي دي.
39ورته ووايه: یقینا زما رب روزي پراخوي چا ته چې وغواړي له خپلو بندګانو او (يا يې) ورته تنګوي او هغه څه چې تاسو يې (په خير كې) لګوئ نو هغه (الله) يې بدله دركوي او همغه تر ټولو ښه روزي وركونكى دى.
40او هغه ورځ چې دوى ټول راغونډ كړي بيا به پرېښتو ته وايي آيا دې خلكو ستاسي عبادت كولو؟
41هغوى به وايي: تا لره پاكي ده، ته زموږ دوست يې نه هغوى، (زمونږ عبادت یې نه دی کړی) بلکې د پېريانو عبادت یې کاوه زياترو يې پر هغوى ايمان درلود.
42نو نن به تاسې د يو بل لپاره د هيڅ ګټې او تاوان واك نه لرئ او كومو خلكو چې ظلم كړى موږ به هغوى ته ووايو: (اوس) د هغه اور عذاب وڅكئ چې تاسو به درواغ ګڼلو.
43او كله چې پر هغوى زموږ څرګند آيتونه لوستل كيږي، وايي دا بل څه نه دي پرته له يو داسې سړي چې غواړي له هغه څه مو راوګرځوي چې ستاسو پلرونو به یې عبادت کاوه، او وايي به: دا له ځانه جوړ شوو درواغو پرته بل څه نه دي. او كوم خلك چې كافر شوي دي كله چې حق ورته راغى (نو) ويلې دا خو له ښكاره كوډو پرته بل هيڅ نه دي!
44موږ له تا مخكې دوی ته نه څه كتابونه وركړي وو چې هغه یې لوستل، او نه مو ورته څوك وېروونكى وراستولى و.
45او له دوى مخكې خلكو هم (زموږ خبره) دروغ ګڼلې وه او هغوى ته مو چې څومره وركړي وو، دوى يې لسمې (برخې) ته هم نه دي رسېدلي خو چې زما رسولان يې دروغجن وګڼل نو بيا زما عذاب څنګه و؟
46ورته ووايه: زه تاسي ته يوازې د يوې خبرې نصيحت كوم: دا چې الله ته دوه دوه ودرېږئ او (يا) يو يو، بيا (ښه) سوچ وكړئ، ستاسي په (دې) ملګري كې خو څه ليونتوب نشته، هغه خو د يو سخت عذاب پر وړاندې ستاسو لپاره له يو وېروونكي پرته بل څه نه دى.
47ورته وايه: که څه مزدوري مې درڅخه وغوښته [په دې دعوت] هغه دې ستاسو وي، زما بدله له الله پرته پر بل چا نه ده، او همغه پر هر څه شاهد دى.
48ووايه: بېشكه زما رب حق په کلکه بیانوي، پر پټو ډېر ښه پوه دی.
49ووايه: حق راغى، او باطل (معبود) نه لومړی څه پيدا كړي دي او نه يې بيا پيدا كولاى شي.
50ووايه: كه زه بې لارې شوى يم نو د بې لارې كېدو تاوان مې پر خپل ځان دى او كه په سمه لار يم نو د هغې وحي په واسطه چې زما رب يې راته كوي، بېشكه همغه ښه اورېدونكى رانېږدې دى.
51که چیرته تا (دا حالت) لیدلای (ای مخاطبه!) چې كله ووېريږي [ملک الموت یا عذاب ورته راشۍ] پټېدلای به نه شي، او په كوم نېږدې ځاى كې به راګير كړى شي.
52وايي به: موږ پرې ايمان راوړى دى، نو څرنکه به شي دوی لپاره (له مرګ وروسته د ایمان رانیول) له لېرې ځایه (له دنیا څخه)؟
53حال دا چې مخکې ترې منكر شوي وو، او له لېرې ځايه به يې د غيبو ويشتل كول.
54او د هغوى او غوښتنو تر منځ يې پرده جوړه شوې ده لكه چې لا مخکې يې په سيالانو دا كار شوى و، بېشكه هغوى هم په زړه نا زړه كوونكي شك كې وو.