فاطر
The Originator • 45 ayahs • Meccan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1الله لره ستاينه ده، له نوي سره د اسمانو او ځمكې پيدا كونكي (لره)، د دوه دوه، درې درې او څلورو څلورو وزرونو والا ملايكو استازى ګرځونكي (الله) لره، چې هغه په مخلوق كې څنګه غواړي هومره زياتوالى كوي يقيناً الله په هر څه قادر دى.
2الله چې خلكو ته خپل څه رحمت را پرانيزي نو د هغه څوك بندوونكى نشته، او څه چې بند كړي نو بيا له ده وروسته يې څوك جاري كوونكى نشته او همغه برلاسى او د حكمت والا دى.
3اې خلكو! الله چې پر تاسو څه پېرزوينه كړې هغه درياد كړئ، آيا له الله پرته كوم بل خالق شته چې له آسمان او ځمكې روزي دركړي؟ له هغه پرته كوم بل الله نشته، نو تاسو څنګه اړول كيږئ (له حقه).
4او كه تا درواغجن بولي نو (خير) له تا مخكې هم (ډېر) رسولان درواغجن ګڼل شوي او ټول كارونه الله ته ورګرځول كيږي.
5ای خلكو په رېښتيا د الله ژمنه رېښتينې ده نو (ګورئ) د دنيا ژوند مو ونه غولوي او غولوونكى (شيطان) مو په (حلم د) الله دوكه نه كړي.
6بېشكه شيطان ستاسي لپاره دښمن دى نو په دښمنۍ يې ونيسئ، هغه خو خپله ډله دېته رابولي چې دوزخيان شي.
7كوم كسان چې كافر شوي د هغو لپاره سخت عذاب دى او كوم كسان چې ايمان يې راوړی او ښه عملونه يې كړي د هغو لپاره مغفرت اولوى اجر دى.
8آيا نو څوك چې بد عمل يې ورته ښكلى شوی بيا يې هغه غوره بولي (د ښه سړي په شان دى؟) نو بېشكه چا ته چې الله وغواړي بې لارې كوي يې او چاته چې وغواړي سمه لار ورښايي، نو د هغوى په غم كې خپل ځان له منځه مه وړه، په رېښتيا الله پر هغو كارونو ښه پوه دى چې هغوى يې كوي.
9او الله هغه ذات دى چې بادونه راليږي بيا هغه (بادونه) ورېځې راپورته كوي بيا يې موږ يوې مړې (وچې) ځمكې ته بيايو چې په دې سره بيا هغه ځمكه له مرګه وروسته بېرته راژوندۍ كوو، په همدې ډول به بيا را ژوندي كېدل وي.
10څوك چې عزت غواړي نو عزت خو ټول الله لره دى، (ټولې) پاكې خبرې (د الله ستاينې) همغه ته ورخېژي (خو) نېك عمل (الله) اوچتوي، او هغه كسان چې د بديو چلونه کوي، هغوى لپاره سخت عذاب دى او د دغو خلکو چلونه به (ټول) تباه كيږي.
11الله تاسي له خاورې پيدا كړئ، بيا له نطفې، بيا يې ستاسي جوړې پيدا كړې (يعنې نر او ښځه). هېڅ ښځه نه حامله كېږي او نه ماشوم زېږوي مګر د الله په علم كې دي، او عمر نه ورکول کیږي هیڅ یوعمر ورکړل شوي لره او نه د چا په عمر كې څه كموالى راځي مګر په يو كتاب كې ليكل شوي دي، بېشکه الله لره دا ډېر آسانه دى.
12او نه (هغه) دوه سمندرونه سره برابر دي، (چې) دا يو ډیر خوږ، په څښلو کې ښه تېرېدونكى او دا بل مالګين تريخ دى، او له هر يوه تاسو تازه غوښې خورئ او داسې ګاڼه ترې را وباسئ چې اغوندئ يې، او بېړۍ ګانې پكې وينئ چې څېروونكې (پكې روانې) دي، تر څو د هغه له پېرزوينې څه ولټوئ او د دې لپاره چې شكر وباسئ.
13همغه (ذات) شپه په ورځ كې ننباسي او ورځ په شپه كې ننباسي او لمر او سپوږمۍ يې په كار اچولي دي، ټول تر ټاكلې نېټې پورې چليږي، الله همدا دى ستاسو رب، پاچايي هغه لره ده، او کوم شيان چې له هغه پرته يې تاسو رابولئ د كجورې د زړي د پوټكي څښتنان هم نه دي.
14که تاسو یې را وبلئ، هغوی ستاسو اواز نه اوري، که یې واهم وري منلی یې نه شي، او د قیامت پر ورځ به ستاسو له شرک انکار کوي، او د با خبر (الله) په شان به دي هيڅوك خبر نه كړي.
15اې خلكو تاسو الله ته اړ (محتاج) ياست او الله په خپله بې پروا ستايل شوى ذات دى.
16كه وغواړي تاسو به له منځه يوسي او نوي خلك به راولي.
17او دا پر الله باندې څه ګرانه نه ده.
18او هيڅ بار وړونكى به د بل بار نه وړي، او كوم دروند باری كه خپل بار ته بل څوك رابولي نو د هغه هيڅ شى به نه شي پورته كولى كه څه هم خپلوان يې وي، بېشکه خبره دا ده چې ته يوازې هغه خلك وېرولاى شې چې په غيبو له الله وېريږي او لمونځ يې ودرولای وي، او چا چې ځان پاك كړ، نو د خپل ځان لپاره يې پاك كړ او ورتګ خو د الله په لور دى.
19او نه برابریږي سره ړوند او لیدونکی.
20او نه تيارې او رڼا.
21او نه سيورى او نه تود باد.
22او نه ژوندي او مړه سره برابريږي، بېشكه چا ته چې الله وغواړي وراوروي یې، او ته د هغو اوروونكى نه يې څوك چې په قبرو كې دي.
23نه يې ته (ای محمده!) مګر ویروونکی.
24پرته له شکه ته مو له حق سره زېرى وركوونكى او وېروونكى لېږلى يې او هيڅ يو داسې ولس به نه وي چې كوم وېروونكى پكې نه وې تېر شوى.
25او كه هغوى دې درواغجن وبولي نو له هغوى مخكې خلكو هم (رسولان) درواغجن بللي وو، هغوى ته هم خپل رسولان له څرګندو نښانو، صحيفو او روښانه كتاب سره راغلي وو.
26بيا مې ونیول هغه كسان چې كافران شوي وو، نو بيا څنګه و عذاب زما.
27آيا نه وينې چې الله له آسمانه اوبه راتويې كړې دي چې بيا مو په هغو سره (ډېرې) مېوې را اېستې چې بېل بېل رنګونه يې دي، او له غرونو څخه هم ځينې لارې (يا ټوټې) دي، سپينې او سرې د بېلو بېلو رنګونو والا او څه تكې تورې.
28او همدارنګه د خلكو، ځناورو او څارويو نه هم ځينې د بېلو بېلو رنګونو والا دي خو حقه خبره دا ده چې له الله يوازې د هغه پوه بندګان ډاريږي، بېشكه الله برلاسى او بخښونكى دى.
29بې شکه كوم خلك چې د الله كتاب لولي، لمونځ یې ودرولای وي او څه چې موږ ور روزي كړي له هغو په پټه او ښكاره لګښت كوي، هغوى د يوې داسې سوداګرۍ هيله كوي چې هيڅكله به هلاکه نه شي [تاوان نكوي].
30تر دې چې (الله به يې) اجرونه پوره وركړي او له خپله فضله به لا نور هم زيات وركړي، هغه له شک پرته بخښونكى احسان قبلوونكى دى.
31او موږ چې تا ته له كتابه څه په وحي درلېږلې، همغه حق دي چې له هغه د مخكني كتاب تصديق هم كوي، بې شكه الله په خپلو بندګانو هرومرو ښه باخبر ليدونكى دى.
32بيا مو هغه كسان د دې كتاب وارثان وګرځول چې له خپلو بندګانو مو را چاڼ كړي وو، نو له هغوی ځينې پر خپل ځان ظالمان، ځينې يې منځني او ځينې يې د الله په حكم (توفيق) سره نېكيو ته ور مخکې كېدونكي دي، همدا ډېر لوى فضل دى.
33(هغه) د تل اوسېدلو باغونه دي چې دوى ورننوځي، په هغو كې به دوى ته د سرو زرو او ملغلرو بنګړي وراچول كيږي او پوښاك به يې هلته ورېښم وي.
34او هغوى به ووايي هغه الله لره ستاينه ده چې له موږ يې خپګان لرې كړ، بې شكه زموږ پالونکی هرومرو بخښونكى احسان قبلوونكى دى.
35همغه چې موږ يې په خپل فضل سره په تلپاتې كور كې مېشت كړو، چې (اوس) نه څه كړاو پكې رارسيږي او نه پكې ستوماني رارسي.
36او څوك چې كافر شوي د هغوی لپاره د جهنم اور دى، نه به ورباندې پرې پرېکړه كيږي چې مړه شي او نه به يې څه عذاب ترې سپكيږي، هر نا شكره ته موږ همدا ډول سزا وركوو.
37او هغوى به پكې چيغې وهي چې اې زموږ ربه! موږ وباسه چې ښه كارونه وكړو، هغسې نه چې موږ به كول (وبه ويلې شي) آيا موږ دومره عمر نه و دركړى چې (كه) څوك پكې څه درس اخلي، درس اخيستلاى شي او وېروونكى هم درغلى و، نو اوس يې (خوند) وڅكئ، د ظالمانو لپاره څوك مرستندوى نشته.
38بې شكه الله د آسمانونو او ځمكې د غيبو عالم دى، بې شكه هغه د سينو پر رازونو ښه پوه دى.
39الله همغه دى چې تاسو يې په ځمكه كې ځای ناستي ګرځولي ياست، نو چا چې کفر وکړ، كفر يې خپله پر هغه دى او كافرانو ته يې كفر د خپل رب پر وړاندې پرته له غضبه بل څه نه ور زياتوي، او كافرانو ته يې خپل كفر پرته له تاوانه بل څه نه ورزياتوي.
40ورته وايه: د هغو شریکانو په اړه خبر راکړئ كوم چې تاسي له الله پرته رابولئ، را وښايئ چې هغوى د ځمكې (له شيانو) څه پيدا كړي دي؟ يا يې په آسمانونو كې څه شراكت دى؟ يا موږ هغوى ته كوم كتاب وركړى دى چې هغوى يې په څه دليل ولاړ دي؟ خو نه، په اصل كې دا ظالمان يو بل ته يوازې د دوكې ژمنې وركوي.
41بې شكه الله آسمانونه او ځمكه (محكم) نيسي چې (له خپله ځايه) ونه خوځي او كه چېرې هغه دواړه بې ځايه شي نو له هغه پرته به يې هيڅوك هم ونه ساتي، په رېښتيا هغه ډېر د زغم والا بخښونكى دى.
42او هغوى پر الله خپلې پخې پخې لوړې وکړې چې كه څوك وېروونكى ورته راشي نو بيا به هغوى هرومرو له نورو قومونو زيات ښه لار موندونكي وي، خو كله چې هغه بيا ورته راغلو نو له کرکې يې بل څه ورزيات نه كړل.
43په ځمكه كې دلویي کولو او ناوړه دسيسو له امله، او ناوړه چلونه له خپل وړ كسانو پرته له چا راچاپېريږي، نو آيا هغوى له پخوانيو سره د شوي چلند پرته د بل څه انتظار كوي؟ نو د الله عادت لره خو به هيڅكله څه بدلون ونه مومې او نه به هيڅكله د الله عادت لره څه ګرځېدل ومومې.
44آيا هغوى په ځمكه كې نه دي ګرځېدلي چې وويني د هغو خلكو پايله څنګه وه چې له هغوى مخكې وو، حال دا چې هغوى په قوت كې لاترې زيات وو، او الله داسې نه دى چې كوم شى به يې كمزورى كړى، نه په آسمانونو كې او نه په ځمكه كې، په رېښتيا هغه ډېر پوه ځواکمن دى.
45او كه چېرې الله دا خلك په خپلو عملونو نيولاى نو د ځمكې پر مخ به يې يو ژوندى خوځېدونكى هم نه واى پرېښى خو هغه يې تر يوې ټاكلې نېټې پورې ځنډوي، بيا چې كله يې نېټه راورسيږي نو بې شكه الله پر خپلو بندګانو ښه ليدونكى دى.