ق
Qaf • 45 ayahs • Meccan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1ق [1] قسم دی په قران شرافت والا.
2بلكې هغوى په دې تعجب كوي چې (څنګه) په خپله له همدوى يو وېروونكى ورته راغى نو كافرانو وويل: دا يو عجيب شى دى.
3ايا كله چې موږ مړه او خاورې شو (نو دوهم ځل به بيا را ژوندي كېږو؟) دا بېرته راګرځيدل خو (له پوهې) لرې دي.
4موږ ته رېښتيا معلوم دي هغه څه چې کموي یې زمکه د دوی نه، او موږ سره يو کتاب دی ساتونكى (د دوی د عملونو).
5بلكې دوى دروغجن ګڼي حق لره هر کله چې دوی ته راغی، نو دوی په خبره ګډه وډه کې دي.
6ایا آسمان ته يې نه دي كتلي چې موږ څنګه جوړ كړى، ښكلى كړى مو دى او هيڅ چاود پكې نشته.
7او ځمكه موږ (هواره) وغوړوله او كلك ولاړ غرونه مو پكې واچول او هر ډول ښكلي تازه بوټي مو پكې زرغون كړي.
8لپاره د پوهولو، او یادداشت دی هر غاړه اېښودونکي بنده لره.
9او موږ له آسمانه بركتي اوبه وورولې بيا مو باغونه او رېبلو والا (غلې) دانې پرې زرغونې كړې.
10او د كجورو دنګې دنګې ونې چې لاندې باندې (ډک) وږي لري.
11د بندګانو د روزۍ لپاره او مړ (شاړ) ښار مو پرې ژوندى كړ، دغسې راوتل دي (له قبرونو څخه).
12تر هغوى مخكې د نوح قوم، رس والاوو او ثموديانو (رسولان) درواغ ګڼلي وو.
13او (همدارنګه) عاديانو، فرعون او د لوط (قومي) ورونو.
14او د ځنګله والا وو او د تبع قوم (دې) ټولو رسولان درواغجن وګڼل نو (زما د عذاب) ژمنه پرې ثابته شوه.
15آيا نو موږ په لومړي (ځل) پيدا كولو (ډېر) ستومانه شو؟ بلكې هغوى له نوي پيدايښته په شک كې دي.
16او بېشكه موږ انسان پيدا كړ او كوم خيالونه يې چې په زړه كې پيدا كيږي هغه راته معلوم دي او موږ هغه ته له شارګه هم ورنېږدې يو.
17هغه وخت چې دوه اخېستونكي اخېستنه (ثبت) كوي چې ښي اوكيڼ لوري ته ناست وي.
18هغه (انسان) يوه وینا هم داسې له خولې نشي اېسلتى چې خوا كې يې چمتو څارونكى نه وي.
19او راغلې سختي د مرګ په رښتیا سره ( نو وبه ویلی شي) دا هغه څه دي چې ته له هغې نه تښتېدلې.
20او شپېلۍ كې به پو كړى شي، دا د عذاب د ژمنې ورځ ده.
21او هر كس به (داسې) راشي چې يو راوستونكى (چلوونکی) او يو شاهد به ورسره وي.
22يقيناً ته له دې نه بې پروايي كې وې خو موږ دې هغه پرده درنه لرې كړه نو نظر دې نن (ښه) تېز دى.
23او ملګرې (پرېښته) به يې ووايي دا دي څه چې ما سره و چمتو دي.
24( وبه ویلی شي) وغورځوئ په جهنم كې هر كافر عنادي [ضدي].
25د خير ايساروونكى، تېرى كوونكى او شك كوونكى.
26هغه څوک چې له الله سره يې بل معبود جوړ كړى و نو (اوس) يې په سخت عذاب كې وغورځوئ.
27ملګرى به يې وايي: زموږ ربه ما خو نه و بې لارې كړى خو دى په خپله په لرې بې لارې توب كې و.
28الله به ووايي: (اوس) زما پر وړاندې ناندرۍ مه وهئ، ما خو لا مخکې د عذاب ژمنه درلېږلې وه.
29له ما سره خبره نشي بدلېدلاى او نه زه پر خپلو بندګانو ظلم كوونكى يم.
30هغه ورځ چې جهنم ته ووايو: آيا ډک شوې؟ او هغه به وايي: آيا څه نور شته؟
31او متقيانو ته به جنت رانېږدې كړى شي (هيڅ) لرې به نه وي.
32دا هغه څه دي چې ژمنه به يې درسره كېدله، د هر راګرځېدونكي (الله ته) او (شريعت) ساتونكي لپاره.
33څوک چې په غيبو له رحمانه وېرېدلى او په راګرځېدونكي زړه (الله ته) راغلى وي.
34(وبه ويلی شي) داخل شئ جنت ته په سلامتیا سره، دا ورځ د همیشوالي ده.
35د هغوى لپاره به هلته هغه څه وي چې غواړي يې او موږ سره لا زيات هم شته.
36موږ له دوى نه مخکې ډير داسې قومونه هلاک كړي دي چې له دوى نه ډير زيات زورور وو او ډېر هيوادونه يې لټولي وو، آیا هغوى كوم پناه ځاى وموندلى شو؟
37بېشکه په دې كې د هغه چا لپاره عبرت دى چې (روغ) زړه لري يا غوږ نيسي او دى (ښه) حاضر (متوجه) وي.
38او بېشكه موږ آسمانونه، ځمكه او څه يې چې ترمنځ دي په شپږو ورځو كې پيدا كړل او څه ستوماني را ونه رسېده.
39نو هغوى چې څه وايي پر هغه صبر كوه او د خپل رب له ستاينې سره د هغه تسبيح وايه، له لمر ختو مخكې او له لمر لوېدو نه مخكې.
40او د شپې (څه وختونه) يې هم تسبيح وايه او له سجدو (لمنځونو) وروسته هم.
41او غوږ ونيسه هغه ورځ چې يو آواز كوونكى له كوم نېږدې ځايه نارې وكړي.
42كومه ورځ چې هغوى په رېښتيا سره هغه چيغه واوري، همغه د وتلو ورځ ده.
43په رېښتيا موږ ژوندي كوو او مړه كوو او زموږ خواته راستنېدل دي.
44هغه ورځ چې ځمكه ترې وچوي منډې به وهي دا راغونډول پر موږ آسانه دي.
45موږ په هغو خبرو ډېر ښه پوه يو چې هغوى يې وايي او ته ورباندې جبر كوونكى نه يې، نو هغه چا ته په قرآن سره نصيحت كوه چې زما د عذاب له ژمنو ډاريږي.