Adh-Dhariyat

الذاريات

The Scattering Winds60 ayahsMeccan

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

وَٱلذَّٰرِيَٰتِ ذَرۡوٗا﴿١

1قسم دى په الوزوونكو (بادونو) په الوتلو سره.

فَٱلۡحَٰمِلَٰتِ وِقۡرٗا﴿٢

2بيا په بار اوچتوونكو (وريځو).

فَٱلۡجَٰرِيَٰتِ يُسۡرٗا﴿٣

3بيا په نرمۍ سره چلېدونكو (بېړيو) باندې.

فَٱلۡمُقَسِّمَٰتِ أَمۡرًا﴿٤

4بيا تقسیمونکي کارونو لره.

إِنَّمَا تُوعَدُونَ لَصَادِقٞ﴿٥

5یقینا هغه څه چې تاسو سره یې وعده کیدی شي، رښتیا دي.

وَإِنَّ ٱلدِّينَ لَوَٰقِعٞ﴿٦

6او بېشكه چې (د عمل) سزا پېښېدونكې ده.

وَٱلسَّمَآءِ ذَاتِ ٱلۡحُبُكِ﴿٧

7قسم دى په آسمان، د لارو او ښكلا والا.

إِنَّكُمۡ لَفِي قَوۡلٖ مُّخۡتَلِفٖ﴿٨

8یقینا تاسو په خبره مختلفې کې یاست.

يُؤۡفَكُ عَنۡهُ مَنۡ أُفِكَ﴿٩

9له دې (اسلام) څخه هغه څوک اړول كيږي چې (په ازل كې) اړول شوى وي.

قُتِلَ ٱلۡخَرَّٰصُونَ﴿١٠

10اټكل كوونكي رټل شوي دي.

ٱلَّذِينَ هُمۡ فِي غَمۡرَةٖ سَاهُونَ﴿١١

11هغه کسان چې دوی په جهل کې غافل دي.

يَسۡـَٔلُونَ أَيَّانَ يَوۡمُ ٱلدِّينِ﴿١٢

12پوښتنې كوي چې (هغه) د سزا ورځ به كله وي؟

يَوۡمَ هُمۡ عَلَى ٱلنَّارِ يُفۡتَنُونَ﴿١٣

13هغه ورځ چې دوی به اور باندې اوسوځولی شي.

ذُوقُواْ فِتۡنَتَكُمۡ هَٰذَا ٱلَّذِي كُنتُم بِهِۦ تَسۡتَعۡجِلُونَ﴿١٤

14(اوس) د خپل عذاب خوند وڅكئ! دا دي هغه څه چې تاسو بيړه پرې كوله.

إِنَّ ٱلۡمُتَّقِينَ فِي جَنَّٰتٖ وَعُيُونٍ﴿١٥

15بېشكه متقيان په باغونو او چينو كې دي.

ءَاخِذِينَ مَآ ءَاتَىٰهُمۡ رَبُّهُمۡۚ إِنَّهُمۡ كَانُواْ قَبۡلَ ذَٰلِكَ مُحۡسِنِينَ﴿١٦

16څه چې خپل پالونکي يې وركړي د هغو را اخيستونكي به وي، بېشکه هغوى له دې وړاندې نيكان وو.

كَانُواْ قَلِيلٗا مِّنَ ٱلَّيۡلِ مَا يَهۡجَعُونَ﴿١٧

17هغوى به د شپې لږ (وخت) ويده كېدل.

وَبِٱلۡأَسۡحَارِ هُمۡ يَسۡتَغۡفِرُونَ﴿١٨

18او په سهارونو كې به يې بخښنې غوښتلې.

وَفِيٓ أَمۡوَٰلِهِمۡ حَقّٞ لِّلسَّآئِلِ وَٱلۡمَحۡرُومِ﴿١٩

19او په مالونو كې به يې د سوالګر او سوال نه كوونكي مسكين لپاره برخه وه.

وَفِي ٱلۡأَرۡضِ ءَايَٰتٞ لِّلۡمُوقِنِينَ﴿٢٠

20او په ځمكه كې (ډېرې) نښانې دي باور كوونكو لپاره.

وَفِيٓ أَنفُسِكُمۡۚ أَفَلَا تُبۡصِرُونَ﴿٢١

21او ستاسي په خپلو ځانو كې هم، نو آيا تاسو يې نه وينئ؟

وَفِي ٱلسَّمَآءِ رِزۡقُكُمۡ وَمَا تُوعَدُونَ﴿٢٢

22او ستاسي روزي او څه چې درسره ژمنه كيږي (ټول) په آسمان كې دي.

فَوَرَبِّ ٱلسَّمَآءِ وَٱلۡأَرۡضِ إِنَّهُۥ لَحَقّٞ مِّثۡلَ مَآ أَنَّكُمۡ تَنطِقُونَ﴿٢٣

23نو د آسمان او ځمكې په رب قسم چې دا بالكل رېښتيا دي لكه دا تاسو چې خبرې كوئ.

هَلۡ أَتَىٰكَ حَدِيثُ ضَيۡفِ إِبۡرَٰهِيمَ ٱلۡمُكۡرَمِينَ﴿٢٤

24آيا د ابراهيم (عليه السلام) د عزتمنو مېلمنو خبر درته راغلى؟

إِذۡ دَخَلُواْ عَلَيۡهِ فَقَالُواْ سَلَٰمٗاۖ قَالَ سَلَٰمٞ قَوۡمٞ مُّنكَرُونَ﴿٢٥

25كله چې په هغه ورننوتل وېلې سلام دې وي، هغه وويل سلام دې (پر تاسي هم) وي، څه نا اشنا خلک یاست.

فَرَاغَ إِلَىٰٓ أَهۡلِهِۦ فَجَآءَ بِعِجۡلٖ سَمِينٖ﴿٢٦

26بيا غلى كور ته ولاړ او يو چاغ (څرب) خوسى يې راوړ.

فَقَرَّبَهُۥٓ إِلَيۡهِمۡ قَالَ أَلَا تَأۡكُلُونَ﴿٢٧

27چې هغوى ته يې نېږدې كړ، وېلې: ولې يې نه خورئ؟

فَأَوۡجَسَ مِنۡهُمۡ خِيفَةٗۖ قَالُواْ لَا تَخَفۡۖ وَبَشَّرُوهُ بِغُلَٰمٍ عَلِيمٖ﴿٢٨

28نو له هغوى نه يې په زړه كې وېره راغله، هغوى ويل: مه وېرېږه او د يو ښه عالم هلک (زوى) زېرى يې وركړ.

فَأَقۡبَلَتِ ٱمۡرَأَتُهُۥ فِي صَرَّةٖ فَصَكَّتۡ وَجۡهَهَا وَقَالَتۡ عَجُوزٌ عَقِيمٞ﴿٢٩

29نو ښځه يې په حيرانۍ رامخكې شوه، غږ يې وكړ نو مخ ته يې ټس وركړ وېلې: بوډۍ او شنډه!

قَالُواْ كَذَٰلِكِ قَالَ رَبُّكِۖ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلۡحَكِيمُ ٱلۡعَلِيمُ﴿٣٠

30هغوى وويل: (هو) همداسې ستا رب ويلي دي، بېشكه هغه حكمت والا ښه پوه دى.

۞ قَالَ فَمَا خَطۡبُكُمۡ أَيُّهَا ٱلۡمُرۡسَلُونَ﴿٣١

31وویل (ابراهيم): ستاسو کار (مقصد) څه دی؟ ای رالېږل شویو استازو!

قَالُوٓاْ إِنَّآ أُرۡسِلۡنَآ إِلَىٰ قَوۡمٖ مُّجۡرِمِينَ﴿٣٢

32هغوی وېلې: موږ يو مجرم قوم ته لېږل شوي يو.

لِنُرۡسِلَ عَلَيۡهِمۡ حِجَارَةٗ مِّن طِينٖ﴿٣٣

33ترڅو پر هغوی دپخې شوې خټې تيږې و وروو.

مُّسَوَّمَةً عِندَ رَبِّكَ لِلۡمُسۡرِفِينَ﴿٣٤

34كوم چې ستا له پالونکي سره د همغو زياتي كوونكو لپاره نښاني شوي دي.

فَأَخۡرَجۡنَا مَن كَانَ فِيهَا مِنَ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ﴿٣٥

35نو له مومنانو چې څوک هلته پكې وو، هغوى مو ترې واېستل.

فَمَا وَجَدۡنَا فِيهَا غَيۡرَ بَيۡتٖ مِّنَ ٱلۡمُسۡلِمِينَ﴿٣٦

36خو د مسلمانانو له يو كور پرته نور مو پكې ونه موندل.

وَتَرَكۡنَا فِيهَآ ءَايَةٗ لِّلَّذِينَ يَخَافُونَ ٱلۡعَذَابَ ٱلۡأَلِيمَ﴿٣٧

37او په هغه (کلي) كې مو د دردوونکي عذاب نه د وېرېدونكو خلكو لپاره يوه (لويه) نښانه پرېښوده.

وَفِي مُوسَىٰٓ إِذۡ أَرۡسَلۡنَٰهُ إِلَىٰ فِرۡعَوۡنَ بِسُلۡطَٰنٖ مُّبِينٖ﴿٣٨

38او د موسى په قصه كې (هم نصيحت دى) كله مو چې له څرګند دليل سره فرعون ته ولېږلو.

فَتَوَلَّىٰ بِرُكۡنِهِۦ وَقَالَ سَٰحِرٌ أَوۡ مَجۡنُونٞ﴿٣٩

39خو فرعون په خپل ځواک سره مخ ترې واړولو او ويل يې چې كوډګر يا ليونى دى.

فَأَخَذۡنَٰهُ وَجُنُودَهُۥ فَنَبَذۡنَٰهُمۡ فِي ٱلۡيَمِّ وَهُوَ مُلِيمٞ﴿٤٠

40نو موږ هغه او لښكر يې راګير او سيند كې مو واچول په داسې حال کې چې ځان یې ملامته کاوه.

وَفِي عَادٍ إِذۡ أَرۡسَلۡنَا عَلَيۡهِمُ ٱلرِّيحَ ٱلۡعَقِيمَ﴿٤١

41او په عاديانو كې (هم عبرت دى) هغه وخت چې يو شنډ (بې خيره) باد مو پرې راولېږلو.

مَا تَذَرُ مِن شَيۡءٍ أَتَتۡ عَلَيۡهِ إِلَّا جَعَلَتۡهُ كَٱلرَّمِيمِ﴿٤٢

42په هر شي به چې راغى هغه به يې پرته له رژولو (ميده كولو) بل ډول نه پرېښودلو.

وَفِي ثَمُودَ إِذۡ قِيلَ لَهُمۡ تَمَتَّعُواْ حَتَّىٰ حِينٖ﴿٤٣

43او په ثموديانو كې هم كله چې ورته وويل شول تر څه وخته (له ژونده) ګټه واخلئ.

فَعَتَوۡاْ عَنۡ أَمۡرِ رَبِّهِمۡ فَأَخَذَتۡهُمُ ٱلصَّٰعِقَةُ وَهُمۡ يَنظُرُونَ﴿٤٤

44نو د خپل پالونکي له امره يې سرغړونه وکړه نو هغوى ورته كتل چې ټكه (تندر) پرې را پرېوته.

فَمَا ٱسۡتَطَٰعُواْ مِن قِيَامٖ وَمَا كَانُواْ مُنتَصِرِينَ﴿٤٥

45بيا نه پاڅېدى شول او نه غچ اخيستونكي وو.

وَقَوۡمَ نُوحٖ مِّن قَبۡلُۖ إِنَّهُمۡ كَانُواْ قَوۡمٗا فَٰسِقِينَ﴿٤٦

46او له دې مخکې د نوح قوم، بېشكه هغوى (هم) بې لارې خلک وو.

وَٱلسَّمَآءَ بَنَيۡنَٰهَا بِأَيۡيْدٖ وَإِنَّا لَمُوسِعُونَ﴿٤٧

47او آسمان مو په خپل قدرت سره جوړ كړى او موږ هرومرو پراخوونكي يو.

وَٱلۡأَرۡضَ فَرَشۡنَٰهَا فَنِعۡمَ ٱلۡمَٰهِدُونَ﴿٤٨

48او ځمكه مو فرش كړې ده نو موږ (څنګه) ښه غوړوونكي (هوارونكي) يو!

وَمِن كُلِّ شَيۡءٍ خَلَقۡنَا زَوۡجَيۡنِ لَعَلَّكُمۡ تَذَكَّرُونَ﴿٤٩

49او له هر شي مو جوړې پيدا كړې دي چې تاسي پند واخلئ.

فَفِرُّوٓاْ إِلَى ٱللَّهِۖ إِنِّي لَكُم مِّنۡهُ نَذِيرٞ مُّبِينٞ﴿٥٠

50نو الله ته وروتښتئ! په رېښتيا زه د هغه له خوا ستاسي لپاره ښكاره وېروونكى يم.

وَلَا تَجۡعَلُواْ مَعَ ٱللَّهِ إِلَٰهًا ءَاخَرَۖ إِنِّي لَكُم مِّنۡهُ نَذِيرٞ مُّبِينٞ﴿٥١

51او الله سره بل معبود مه ګرځوئ، زه دهغه له خوا تاسو ته يو ښكاره وېروونكى يم.

كَذَٰلِكَ مَآ أَتَى ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِهِم مِّن رَّسُولٍ إِلَّا قَالُواْ سَاحِرٌ أَوۡ مَجۡنُونٌ﴿٥٢

52همدغه شان تر هغوی مخکې خلكو ته چې هر رسول ورغلى، هغوى ويلي چې كوډګر يا لېونى دى.

أَتَوَاصَوۡاْ بِهِۦۚ بَلۡ هُمۡ قَوۡمٞ طَاغُونَ﴿٥٣

53آيا هغوى يو بل ته په دې خبره سپارښتنه کړې وه؟ بلكې هغوى سركښ خلک وو.

فَتَوَلَّ عَنۡهُمۡ فَمَآ أَنتَ بِمَلُومٖ﴿٥٤

54نو له هغوى مخ وګرځوه ته خو پرې څه ملامت نه يې.

وَذَكِّرۡ فَإِنَّ ٱلذِّكۡرَىٰ تَنفَعُ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ﴿٥٥

55او (البته) نصيحت كوه ځكه چې دا نصيحت په رېښتيا مومنانو ته ګټه رسوي.

وَمَا خَلَقۡتُ ٱلۡجِنَّ وَٱلۡإِنسَ إِلَّا لِيَعۡبُدُونِ﴿٥٦

56او ما پيری او انسان بل څه ته نه دي پيدا كړي پرته له دې چې زما عبادت وکړي [د توحید عقیده ولري].

مَآ أُرِيدُ مِنۡهُم مِّن رِّزۡقٖ وَمَآ أُرِيدُ أَن يُطۡعِمُونِ﴿٥٧

57له هغوى څخه نه روزي غواړم او نه دا غواړم چې خواړه راكړي.

إِنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلرَّزَّاقُ ذُو ٱلۡقُوَّةِ ٱلۡمَتِينُ﴿٥٨

58پرته له شکه همغه الله ښه روزي وركوونكى محكم (کلک) قوت والا دى.

فَإِنَّ لِلَّذِينَ ظَلَمُواْ ذَنُوبٗا مِّثۡلَ ذَنُوبِ أَصۡحَٰبِهِمۡ فَلَا يَسۡتَعۡجِلُونِ﴿٥٩

59نو چا چې ظلمونه كړي يقيناً د عذاب برخه يې د خپلو ملګرو د برخې په شان ده نو په ېیړه دې دعذاب غوښتنه را څخه نه كوي.

فَوَيۡلٞ لِّلَّذِينَ كَفَرُواْ مِن يَوۡمِهِمُ ٱلَّذِي يُوعَدُونَ﴿٦٠

60نو چا چې كفر كړى د خپلې هغې ورځې له امله تباهي ورپېښه ده كومه چې ژمنه يې ورسره كيږي.

RELATED SURAHS