At-Tur

الطور

The Mount49 ayahsMeccan

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

وَٱلطُّورِ﴿١

1په طور (غره) قسم.

وَكِتَٰبٖ مَّسۡطُورٖ﴿٢

2او په ليكلي كتاب.

فِي رَقّٖ مَّنشُورٖ﴿٣

3په پرانيستې پاڼه كې.

وَٱلۡبَيۡتِ ٱلۡمَعۡمُورِ﴿٤

4او په ودان شوي كور.

وَٱلسَّقۡفِ ٱلۡمَرۡفُوعِ﴿٥

5او پورته شوي چت باندې قسم.

وَٱلۡبَحۡرِ ٱلۡمَسۡجُورِ﴿٦

6او په ډک شوي سمندر.

إِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ لَوَٰقِعٞ﴿٧

7چې په رېښتيا ستا د رب عذاب پېښېدونكى دى.

مَّا لَهُۥ مِن دَافِعٖ﴿٨

8هيڅوک يې ايسارونكى نشته.

يَوۡمَ تَمُورُ ٱلسَّمَآءُ مَوۡرٗا﴿٩

9هغه ورځ چې آسمان په (سختو) خوځېدلو سره وخوځيږي.

وَتَسِيرُ ٱلۡجِبَالُ سَيۡرٗا﴿١٠

10او غرونه روان وچليږي.

فَوَيۡلٞ يَوۡمَئِذٖ لِّلۡمُكَذِّبِينَ﴿١١

11نو په هغه ورځ درواغ ګڼونكو لره تباهي ده.

ٱلَّذِينَ هُمۡ فِي خَوۡضٖ يَلۡعَبُونَ﴿١٢

12هغوى چې په چټي خبرو جوړولو كې ساعت تېرى كوي.

يَوۡمَ يُدَعُّونَ إِلَىٰ نَارِ جَهَنَّمَ دَعًّا﴿١٣

13هغه ورځ چې په ټېلو ټېلو د جهنم اور ته ټېل وهل شي.

هَٰذِهِ ٱلنَّارُ ٱلَّتِي كُنتُم بِهَا تُكَذِّبُونَ﴿١٤

14دا همغه اور دى چې تاسو به درواغ ګڼلو.

أَفَسِحۡرٌ هَٰذَآ أَمۡ أَنتُمۡ لَا تُبۡصِرُونَ﴿١٥

15ښه نو دا كوډې دي كه يې تاسي وينئ نه؟

ٱصۡلَوۡهَا فَٱصۡبِرُوٓاْ أَوۡ لَا تَصۡبِرُواْ سَوَآءٌ عَلَيۡكُمۡۖ إِنَّمَا تُجۡزَوۡنَ مَا كُنتُمۡ تَعۡمَلُونَ﴿١٦

16ورننوځئ (اوس) نو كه صبر كوئ او يا صبر نه كوئ، درته یو شی دي، تاسو ته ايله د هغه څه بدله دركول كيږي چې كول به مو.

إِنَّ ٱلۡمُتَّقِينَ فِي جَنَّٰتٖ وَنَعِيمٖ﴿١٧

17بېشكه متقيان به په باغو او نعمتو كې وي.

فَٰكِهِينَ بِمَآ ءَاتَىٰهُمۡ رَبُّهُمۡ وَوَقَىٰهُمۡ رَبُّهُمۡ عَذَابَ ٱلۡجَحِيمِ﴿١٨

18څه چې خپل رب يې وركړي په هغو به خوشاله وي او خپل رب به يې د جهنم له عذابه وساتي.

كُلُواْ وَٱشۡرَبُواْ هَنِيٓـَٔۢا بِمَا كُنتُمۡ تَعۡمَلُونَ﴿١٩

19په مزه مزه خورئ او څښئ، د هغو عملونو په بدله كې چې تاسو به كول.

مُتَّكِـِٔينَ عَلَىٰ سُرُرٖ مَّصۡفُوفَةٖۖ وَزَوَّجۡنَٰهُم بِحُورٍ عِينٖ﴿٢٠

20په كتار اېښودل شوو تختونو به تكيه وهونكي وي او له غټ سترګو [بې عیبه غټ سترګې] حورو سره به يې واده وكړو.

وَٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَٱتَّبَعَتۡهُمۡ ذُرِّيَّتُهُم بِإِيمَٰنٍ أَلۡحَقۡنَا بِهِمۡ ذُرِّيَّتَهُمۡ وَمَآ أَلَتۡنَٰهُم مِّنۡ عَمَلِهِم مِّن شَيۡءٖۚ كُلُّ ٱمۡرِيِٕۭ بِمَا كَسَبَ رَهِينٞ﴿٢١

21او كومو خلكو چې ايمان راوړى او خېلخانو (اولادونو) يې هم په ايمان راوړو سره د هغوى پيروي کړې وي، خېلخانې (اولادونه) به يې هم ورسره يو ځاى كړو او له عملونو به يې هيڅ شى كم نه كړو، هر سړى به په خپل ترسره كړي عمل كې ګرو شوى وي.

وَأَمۡدَدۡنَٰهُم بِفَٰكِهَةٖ وَلَحۡمٖ مِّمَّا يَشۡتَهُونَ﴿٢٢

22او موږ به زياتوالى وركړو په مېوه او غوښه سره، له هر څه نه يې چې زړه غواړي.

يَتَنَٰزَعُونَ فِيهَا كَأۡسٗا لَّا لَغۡوٞ فِيهَا وَلَا تَأۡثِيمٞ﴿٢٣

23(په ټوكو ټوکو) به له يو بل نه داسې ګيلاسونه اخلي چې نه به چټيات پكې وي او نه ګناه.

۞ وَيَطُوفُ عَلَيۡهِمۡ غِلۡمَانٞ لَّهُمۡ كَأَنَّهُمۡ لُؤۡلُؤٞ مَّكۡنُونٞ﴿٢٤

24او پرهغوى به داسې هلكان چاپېره ګرځي راګرځي لكه ساتل شوې مرغلرې.

وَأَقۡبَلَ بَعۡضُهُمۡ عَلَىٰ بَعۡضٖ يَتَسَآءَلُونَ﴿٢٥

25او په خپلو كې به يو بل ته مخ اړوي يوبل به پوښتي.

قَالُوٓاْ إِنَّا كُنَّا قَبۡلُ فِيٓ أَهۡلِنَا مُشۡفِقِينَ﴿٢٦

26وايي به بېشكه موږ مخکې لا خپلو كورونو كې (له عذابه) ډارېدلو.

فَمَنَّ ٱللَّهُ عَلَيۡنَا وَوَقَىٰنَا عَذَابَ ٱلسَّمُومِ﴿٢٧

27خو الله احسان راباندې وكړ او د ګرم عذابه يې وساتلو.

إِنَّا كُنَّا مِن قَبۡلُ نَدۡعُوهُۖ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلۡبَرُّ ٱلرَّحِيمُ﴿٢٨

28موږ به مخكې د هغه عبادت كولو، يقيناً همغه ښېګڼې والا مهربان دى.

فَذَكِّرۡ فَمَآ أَنتَ بِنِعۡمَتِ رَبِّكَ بِكَاهِنٖ وَلَا مَجۡنُونٍ﴿٢٩

29نو نصيحت كوه، ځكه چې ته د خپل پالونکي په لورېينه نه فال ګر يې او نه لېونى.

أَمۡ يَقُولُونَ شَاعِرٞ نَّتَرَبَّصُ بِهِۦ رَيۡبَ ٱلۡمَنُونِ﴿٣٠

30آيا هغوى وايي: شاعر دى، موږ به هغه ته د زمانې د پېښو انتظار كوو.

قُلۡ تَرَبَّصُواْ فَإِنِّي مَعَكُم مِّنَ ٱلۡمُتَرَبِّصِينَ﴿٣١

31ورته ووايه: انتظار كوئ! زه هم يقيناً تاسو ته انتظار كوونكى يم.

أَمۡ تَأۡمُرُهُمۡ أَحۡلَٰمُهُم بِهَٰذَآۚ أَمۡ هُمۡ قَوۡمٞ طَاغُونَ﴿٣٢

32آيا عقلونه يې همداسې امر ورته كوي، كه هغوى كوم سرکښه قوم دى؟

أَمۡ يَقُولُونَ تَقَوَّلَهُۥۚ بَل لَّا يُؤۡمِنُونَ﴿٣٣

33(او) كه هغوى وايي چې له ځانه يې جوړ كړى؟ په اصل كې هغوى ايمان نه راوړي.

فَلۡيَأۡتُواْ بِحَدِيثٖ مِّثۡلِهِۦٓ إِن كَانُواْ صَٰدِقِينَ﴿٣٤

34نو كه رېښتيني وي، هغوى دې هم داسې كومه خبره راوړي.

أَمۡ خُلِقُواْ مِنۡ غَيۡرِ شَيۡءٍ أَمۡ هُمُ ٱلۡخَٰلِقُونَ﴿٣٥

35آيا هغوى پرته له يو څه (خالق) څخه پيدا شوي (او) كه هغوى خپله پيدا كوونكي دي؟

أَمۡ خَلَقُواْ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَۚ بَل لَّا يُوقِنُونَ﴿٣٦

36كه هغوى آسمانونه او ځمكه پيدا كړي؟ بلكې هغوى باور نه كوي.

أَمۡ عِندَهُمۡ خَزَآئِنُ رَبِّكَ أَمۡ هُمُ ٱلۡمُصَۜيۡطِرُونَ﴿٣٧

37كه له هغوى سره ستا د پالونکي زېرمې دي؟ يا هغوى څه واكداران دي؟

أَمۡ لَهُمۡ سُلَّمٞ يَسۡتَمِعُونَ فِيهِۖ فَلۡيَأۡتِ مُسۡتَمِعُهُم بِسُلۡطَٰنٖ مُّبِينٍ﴿٣٨

38يا له هغوى سره څه پوړۍ (زينه) ده چې (آسمان ته خيژي) پكې اوري؟ نو كوم اورېدونكى خو دې څه ښكاره دليل راوړي!

أَمۡ لَهُ ٱلۡبَنَٰتُ وَلَكُمُ ٱلۡبَنُونَ﴿٣٩

39آيا هغه لره لوڼې او تاسي لره زامن دي؟

أَمۡ تَسۡـَٔلُهُمۡ أَجۡرٗا فَهُم مِّن مَّغۡرَمٖ مُّثۡقَلُونَ﴿٤٠

40كه ته له هغوى څه بدله غواړې چې هغوى له تاوانه درانده كړاى شوي؟

أَمۡ عِندَهُمُ ٱلۡغَيۡبُ فَهُمۡ يَكۡتُبُونَ﴿٤١

41يا له هغوى سره (علم) غيب دى چې ليكي يې؟

أَمۡ يُرِيدُونَ كَيۡدٗاۖ فَٱلَّذِينَ كَفَرُواْ هُمُ ٱلۡمَكِيدُونَ﴿٤٢

42كه (نه) هغوى څه چل جوړول غواړي؟ نو هغه کسان چې كفر يې کړی په رېښتيا په خپله پر هغوى چل شوى دى.

أَمۡ لَهُمۡ إِلَٰهٌ غَيۡرُ ٱللَّهِۚ سُبۡحَٰنَ ٱللَّهِ عَمَّا يُشۡرِكُونَ﴿٤٣

43آيا هغوى لره له الله پرته بل اله دى؟ الله لره له هغه څه پاكي ده چې هغوى يې ورسره شريكوي.

وَإِن يَرَوۡاْ كِسۡفٗا مِّنَ ٱلسَّمَآءِ سَاقِطٗا يَقُولُواْ سَحَابٞ مَّرۡكُومٞ﴿٤٤

44او كه هغوى له آسمانه يوه رالوېدونكې ټوټه وويني، وايي به غبرګه ډبله ورېځ ده!

فَذَرۡهُمۡ حَتَّىٰ يُلَٰقُواْ يَوۡمَهُمُ ٱلَّذِي فِيهِ يُصۡعَقُونَ﴿٤٥

45نو پرېږده يې چې له خپلې هغې ورځې سره مخامخ شي چې بې هوښه به شي پكې.

يَوۡمَ لَا يُغۡنِي عَنۡهُمۡ كَيۡدُهُمۡ شَيۡـٔٗا وَلَا هُمۡ يُنصَرُونَ﴿٤٦

46كومه ورځ چې (دا) چلونه به يې هيڅ شى ترې ايسار نه كړى شي او نه به يې څه مرسته وشي.

وَإِنَّ لِلَّذِينَ ظَلَمُواْ عَذَابٗا دُونَ ذَٰلِكَ وَلَٰكِنَّ أَكۡثَرَهُمۡ لَا يَعۡلَمُونَ﴿٤٧

47او د هغو كسانو لپاره په رېښتيا له دې پرته بل عذاب هم شته خو ډېری يې نه پوهيږي.

وَٱصۡبِرۡ لِحُكۡمِ رَبِّكَ فَإِنَّكَ بِأَعۡيُنِنَاۖ وَسَبِّحۡ بِحَمۡدِ رَبِّكَ حِينَ تَقُومُ﴿٤٨

48او د خپل پالونکي حكم ته صبر كوه، ځكه ته زموږ د سترګو لاندې يې او سهار چې كله راپاڅېږې نو د خپل پالونکي له ستاينې سره د هغه پاکي بيانوه.

وَمِنَ ٱلَّيۡلِ فَسَبِّحۡهُ وَإِدۡبَٰرَ ٱلنُّجُومِ﴿٤٩

49او د شپې څه وختونه يې هم پاکي بيانوه او له ستورو (ډوبېدو) وروسته هم.

RELATED SURAHS