An-Najm

النجم

The Star62 ayahsMeccan

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

وَٱلنَّجۡمِ إِذَا هَوَىٰ﴿١

1قسم په ستوري کله چې پریوزي.

مَا ضَلَّ صَاحِبُكُمۡ وَمَا غَوَىٰ﴿٢

2چې ستاسو ملګرى (رسول الله) نه بې لارې شوى او نه په غلطه (عقيده) دى.

وَمَا يَنطِقُ عَنِ ٱلۡهَوَىٰٓ﴿٣

3او نه له خپله هوسه غږيږي.

إِنۡ هُوَ إِلَّا وَحۡيٞ يُوحَىٰ﴿٤

4دا له وحي پرته بل څه نه دي چې ورته رالېږل كيږي.

عَلَّمَهُۥ شَدِيدُ ٱلۡقُوَىٰ﴿٥

5ډېر ځواكمنې (پرېښتې) ور ښوولې ده.

ذُو مِرَّةٖ فَٱسۡتَوَىٰ﴿٦

6چې د زور څښتنه ده، نو سيده ودرېده.

وَهُوَ بِٱلۡأُفُقِ ٱلۡأَعۡلَىٰ﴿٧

7او هغه د آسمان پر اوچتو څنډو و.

ثُمَّ دَنَا فَتَدَلَّىٰ﴿٨

8بيا نېږدې او ښه رانیږدې شو.

فَكَانَ قَابَ قَوۡسَيۡنِ أَوۡ أَدۡنَىٰ﴿٩

9نو د دوو ليندو ترمنځ يا تر هغه هم ورنېږدې شو.

فَأَوۡحَىٰٓ إِلَىٰ عَبۡدِهِۦ مَآ أَوۡحَىٰ﴿١٠

10نو د هغه (الله) بنده ته يې وحي كړل څه يې چې وحي كړل.

مَا كَذَبَ ٱلۡفُؤَادُ مَا رَأَىٰٓ﴿١١

11د هغه زړه درواغ نه دي ويلي په هغه څه كې چې ليدلي يې و.

أَفَتُمَٰرُونَهُۥ عَلَىٰ مَا يَرَىٰ﴿١٢

12آيا په هغه څه كې ورسره ناندرۍ وهئ چې هغه يې ويني؟

وَلَقَدۡ رَءَاهُ نَزۡلَةً أُخۡرَىٰ﴿١٣

13او يقيناً يو ځل مخكې يې هم ليدلى دى.

عِندَ سِدۡرَةِ ٱلۡمُنتَهَىٰ﴿١٤

14د آخرنۍ (لرې) بېرې (ونې) خواته.

عِندَهَا جَنَّةُ ٱلۡمَأۡوَىٰٓ﴿١٥

15چې له هغې سره جنت الماوٰى دى.

إِذۡ يَغۡشَى ٱلسِّدۡرَةَ مَا يَغۡشَىٰ﴿١٦

16هغه وخت چې بېره يې پټه كړې وه هغه څه چې پرې خپور شوى و.

مَا زَاغَ ٱلۡبَصَرُ وَمَا طَغَىٰ﴿١٧

17(د هغه) سترګې نه کږې شوې او نه له بريده واوښتې.

لَقَدۡ رَأَىٰ مِنۡ ءَايَٰتِ رَبِّهِ ٱلۡكُبۡرَىٰٓ﴿١٨

18په رېښتيا د خپل پالونکي څه سترې نښانې يې وليدې.

أَفَرَءَيۡتُمُ ٱللَّٰتَ وَٱلۡعُزَّىٰ﴿١٩

19آيا تاسي لات او عزى ليدلي [آیا د هغوی څه قدرت لویوالی شته]؟

وَمَنَوٰةَ ٱلثَّالِثَةَ ٱلۡأُخۡرَىٰٓ﴿٢٠

20او بل دريم منات؟

أَلَكُمُ ٱلذَّكَرُ وَلَهُ ٱلۡأُنثَىٰ﴿٢١

21آيا تاسي لره به زامن او د هغه به لوڼې (لورګانې) وي؟

تِلۡكَ إِذٗا قِسۡمَةٞ ضِيزَىٰٓ﴿٢٢

22دا خو بيا ډېر بې انصافه وېش دى!

إِنۡ هِيَ إِلَّآ أَسۡمَآءٞ سَمَّيۡتُمُوهَآ أَنتُمۡ وَءَابَآؤُكُم مَّآ أَنزَلَ ٱللَّهُ بِهَا مِن سُلۡطَٰنٍۚ إِن يَتَّبِعُونَ إِلَّا ٱلظَّنَّ وَمَا تَهۡوَى ٱلۡأَنفُسُۖ وَلَقَدۡ جَآءَهُم مِّن رَّبِّهِمُ ٱلۡهُدَىٰٓ﴿٢٣

23دا پرته له يو څه نومونو بل څه نه دي چې تاسو او پلرونو مو اېښي دي، الله كوم دليل پرې نه دى نازل كړى. هغوى پرته له ګومان او نفسي غوښتنې بل څه پسې نه دي روان او پرته له شکه د هغوى د پالونکي له خوا لارښوونه ورغلې ده.

أَمۡ لِلۡإِنسَٰنِ مَا تَمَنَّىٰ﴿٢٤

24آيا (هغه كافر) انسان چې د څه هيله كوي همغه به ورته رسېدونكى وي؟

فَلِلَّهِ ٱلۡأٓخِرَةُ وَٱلۡأُولَىٰ﴿٢٥

25نو (يوازې) الله لره دي آخرت او دنيا.

۞ وَكَم مِّن مَّلَكٖ فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ لَا تُغۡنِي شَفَٰعَتُهُمۡ شَيۡـًٔا إِلَّا مِنۢ بَعۡدِ أَن يَأۡذَنَ ٱللَّهُ لِمَن يَشَآءُ وَيَرۡضَىٰٓ﴿٢٦

26او په آسمانو كې څومره پرېښتې دي چې سپارښتنه يې هيڅ ګټه نه شي رسولاى، مګر له هغه وروسته چې الله اجازه وركړي چاته چې وغواړي او پرې رضا شي.

إِنَّ ٱلَّذِينَ لَا يُؤۡمِنُونَ بِٱلۡأٓخِرَةِ لَيُسَمُّونَ ٱلۡمَلَٰٓئِكَةَ تَسۡمِيَةَ ٱلۡأُنثَىٰ﴿٢٧

27بېشكه هغه كسان چې پر آخرت ايمان نه لري، په پرېښتو ښځينه نومونه ږدي.

وَمَا لَهُم بِهِۦ مِنۡ عِلۡمٍۖ إِن يَتَّبِعُونَ إِلَّا ٱلظَّنَّۖ وَإِنَّ ٱلظَّنَّ لَا يُغۡنِي مِنَ ٱلۡحَقِّ شَيۡـٔٗا﴿٢٨

28او حال دا چې هغوى لره پرې څه پوهه نشته، له ګومانه پرته بل څه پسې نه ځي او په رېښتيا ګومان د حق پر وړاندې هيڅ كار نه شي وركولاى.

فَأَعۡرِضۡ عَن مَّن تَوَلَّىٰ عَن ذِكۡرِنَا وَلَمۡ يُرِدۡ إِلَّا ٱلۡحَيَوٰةَ ٱلدُّنۡيَا﴿٢٩

29نو له هغه چا مخ وګرځوه چې زموږ له ياده يې مخ اړولى او له دنيوي ژونده پرته بل څه نه غواړي.

ذَٰلِكَ مَبۡلَغُهُم مِّنَ ٱلۡعِلۡمِۚ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعۡلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِيلِهِۦ وَهُوَ أَعۡلَمُ بِمَنِ ٱهۡتَدَىٰ﴿٣٠

30همدا يې د پوهې وروستی بريد دى. بېشكه هماغه ستا پالونکی په هغه چا ډېر ښه پوه دى چې له لارې يې اوښتى او همغه پر لار موندونكو ښه پوه دى.

وَلِلَّهِ مَا فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِي ٱلۡأَرۡضِ لِيَجۡزِيَ ٱلَّذِينَ أَسَٰٓـُٔواْ بِمَا عَمِلُواْ وَيَجۡزِيَ ٱلَّذِينَ أَحۡسَنُواْ بِٱلۡحُسۡنَى﴿٣١

31او په آسمانونو او ځمكه كې چې څه دي هغه (يوازې) الله لره دي. تر څو بد عمله كسانو ته د خپلو عملو بدله وركړي او چا چې ښه كړي هغه ته په ښو سره بدله وركړي.

ٱلَّذِينَ يَجۡتَنِبُونَ كَبَٰٓئِرَ ٱلۡإِثۡمِ وَٱلۡفَوَٰحِشَ إِلَّا ٱللَّمَمَۚ إِنَّ رَبَّكَ وَٰسِعُ ٱلۡمَغۡفِرَةِۚ هُوَ أَعۡلَمُ بِكُمۡ إِذۡ أَنشَأَكُم مِّنَ ٱلۡأَرۡضِ وَإِذۡ أَنتُمۡ أَجِنَّةٞ فِي بُطُونِ أُمَّهَٰتِكُمۡۖ فَلَا تُزَكُّوٓاْ أَنفُسَكُمۡۖ هُوَ أَعۡلَمُ بِمَنِ ٱتَّقَىٰٓ﴿٣٢

32هغوى چې له غټو ګناهونو او بې شرميو ځان ساتي پرته له وړو وړو ګناهونو. بېشكه ستا رب د بخښنې پراخوونكى دى. هغه پر تاسي ښه پوه و چې كله يې له ځمكې راپيدا كړئ او كله چې تاسي د خپلو ميندو ګېډو كې (پټ) واړه بچيان واست. نو د خپلو ځانو پاكي مه بيانوئ، همغه متقيان ښه پېژني.

أَفَرَءَيۡتَ ٱلَّذِي تَوَلَّىٰ﴿٣٣

33آيا هغه دې وليد چې مخ يې واړولو؟

وَأَعۡطَىٰ قَلِيلٗا وَأَكۡدَىٰٓ﴿٣٤

34او لږ (خيرات، زكات) يې وركړ او (نور څه يې) ايسار كړل.

أَعِندَهُۥ عِلۡمُ ٱلۡغَيۡبِ فَهُوَ يَرَىٰٓ﴿٣٥

35آيا هغه سره د پټو پوهه ده چې (هر څه) ويني.

أَمۡ لَمۡ يُنَبَّأۡ بِمَا فِي صُحُفِ مُوسَىٰ﴿٣٦

36كه په هغه څه نه دى خبر شوى چې د موسى په پاڼو كې و.

وَإِبۡرَٰهِيمَ ٱلَّذِي وَفَّىٰٓ﴿٣٧

37او د هغه ابراهيم (پاڼو كې)، چې وفا يې وكړه.

أَلَّا تَزِرُ وَازِرَةٞ وِزۡرَ أُخۡرَىٰ﴿٣٨

38دا چې هيڅوك به د بل چا بار نه وړي؟

وَأَن لَّيۡسَ لِلۡإِنسَٰنِ إِلَّا مَا سَعَىٰ﴿٣٩

39او دا چې انسان ته بل څه نشته پرته له هغې بدلې چې خپله يې هڅه كړې وي.

وَأَنَّ سَعۡيَهُۥ سَوۡفَ يُرَىٰ﴿٤٠

40او بېشكه چې دا هڅه به يې زر وليدل شي.

ثُمَّ يُجۡزَىٰهُ ٱلۡجَزَآءَ ٱلۡأَوۡفَىٰ﴿٤١

41بيا به پوره پوره بدله وركړل شي.

وَأَنَّ إِلَىٰ رَبِّكَ ٱلۡمُنتَهَىٰ﴿٤٢

42او دا چې (همغه) ستا د رب لور ته ور رسېدل دي.

وَأَنَّهُۥ هُوَ أَضۡحَكَ وَأَبۡكَىٰ﴿٤٣

43او دا چې هغه (خلک) خندوي او ژړوي.

وَأَنَّهُۥ هُوَ أَمَاتَ وَأَحۡيَا﴿٤٤

44او دا چې همغه مړه كوي او ژوندي كوي.

وَأَنَّهُۥ خَلَقَ ٱلزَّوۡجَيۡنِ ٱلذَّكَرَ وَٱلۡأُنثَىٰ﴿٤٥

45او دا چې همغه دوې جوړې پيدا كړې دي نارينه او ښځينه.

مِن نُّطۡفَةٍ إِذَا تُمۡنَىٰ﴿٤٦

46له يو څاڅكې (مني) چې وڅڅول شي.

وَأَنَّ عَلَيۡهِ ٱلنَّشۡأَةَ ٱلۡأُخۡرَىٰ﴿٤٧

47او دا چې بل وار پيدا كول هم پر هغه دي.

وَأَنَّهُۥ هُوَ أَغۡنَىٰ وَأَقۡنَىٰ﴿٤٨

48او دا چې بېشكه همغه شتمن كوي او پانګه وركوي.

وَأَنَّهُۥ هُوَ رَبُّ ٱلشِّعۡرَىٰ﴿٤٩

49او دا چې په رېښتيا هغه د شِعرا (ستوري) رب دى.

وَأَنَّهُۥٓ أَهۡلَكَ عَادًا ٱلۡأُولَىٰ﴿٥٠

50او دا چې همغه لومړني عاديان هلاك كړي دي.

وَثَمُودَاْ فَمَآ أَبۡقَىٰ﴿٥١

51او ثموديان چې (څوک يې ترې) پرېنښودل.

وَقَوۡمَ نُوحٖ مِّن قَبۡلُۖ إِنَّهُمۡ كَانُواْ هُمۡ أَظۡلَمَ وَأَطۡغَىٰ﴿٥٢

52او له دې مخکې د نوح قوم. بېشكه چې همدوى ډېر ظالمان او سركښان وو.

وَٱلۡمُؤۡتَفِكَةَ أَهۡوَىٰ﴿٥٣

53او نسكور شوي كلي (همده) لاندې وغورځول.

فَغَشَّىٰهَا مَا غَشَّىٰ﴿٥٤

54بيا يې پټ كړل په هغه څه چې پټ يې كړل.

فَبِأَيِّ ءَالَآءِ رَبِّكَ تَتَمَارَىٰ﴿٥٥

55نو د خپل رب پر كوم كوم نعمت شک كوې؟

هَٰذَا نَذِيرٞ مِّنَ ٱلنُّذُرِ ٱلۡأُولَىٰٓ﴿٥٦

56دا (نبى عليه السلام) يو وېرونكى دى له مخکېنيو وېروونكو څخه.

أَزِفَتِ ٱلۡأٓزِفَةُ﴿٥٧

57راتلونكى (قيامت) رانېږدې شو.

لَيۡسَ لَهَا مِن دُونِ ٱللَّهِ كَاشِفَةٌ﴿٥٨

58له الله پرته بل څوک د هغه (د وخت) راښكاروونكى نشته.

أَفَمِنۡ هَٰذَا ٱلۡحَدِيثِ تَعۡجَبُونَ﴿٥٩

59آيا نو تاسي له دې خبرې تعجب كوئ؟

وَتَضۡحَكُونَ وَلَا تَبۡكُونَ﴿٦٠

60او خاندئ خو ژاړئ نه؟

وَأَنتُمۡ سَٰمِدُونَ﴿٦١

61او تاسي چټي لوبې كوئ.

فَٱسۡجُدُواْۤ لِلَّهِۤ وَٱعۡبُدُواْ۩﴿٦٢

62نو الله ته سجده وكړئ او عبادت وكړئ.

RELATED SURAHS