القمر
The Moon • 55 ayahs • Meccan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1قيامت رانېږدې شو او سپوږمۍ وچاوده.
2او هغوى چې كومه نښانه وويني، مخ ترې واړوي، وايي دا خو له پخوا نه راروانې كوډې دي.
3او درواغ يې ګڼي او خپلو هوسونو پسې ځي او هر كار (په خپل وخت) په ځاى كېدونكى دى.
4او بېشكه هغوى ته له (پخوانيو) خبرونو هغه څه راغلي چې په هغو كې نصيحت (يا له كفره ايسارېدل) و.
5د پوره هوښيارۍ خبرې، خو دې وېروونكو هم څه ګټه ونه كړه.
6نو مخ ترې واړوه، هغه ورځ چې يو بلونكى د ډېر ناخوښه شي لور ته بلنه كوي.
7په خړو خوارو سترګو به له قبرونو راوزي، لكه هغوى چې خواره واره ملخان وي.
8د بلونكي خواته ځغلېدونكي وي، كافران به وايي دا يوه سخته ورځ ده.
9له هغوى مخكې د نوح قوم (حق) درواغ وګڼلو، بيا يې زموږ بنده درواغجن وباله، وېلې لېونى او (له خلكو) ايسار شوى دى.
10نو هغه خپل پالونکي ته دعا وكړه چې زه بالكل بې وسه شوى يم نو بدل واخله.
11بيا موږ په زښتو ډېرو اوبو د آسمان دروازې پرانېستلې.
12او له ځمكې مو چينې روانې كړې، نو دواړه ډوله اوبه پر يوه ټاكل شوي كار سره يو ځاى شوې.
13او دى (نوح) مو پر دړو (تختو) او مېخونو والا (بېړۍ) سپور كړ.
14چې زموږ تر سترګو لاندې چلېدله، د هغه چا لپاره بدله چې نا شکري يې شوى وه [د الله ناشکري شوې وه، چا چې نا شکري کړې د هغوی لپاره دا عذاب سزا وه]
15او په رېښتيا هغه مو د يوې نښانې په توګه پرېښوده، نو آيا څوک درس اخيستونكى شته؟
16نو زما عذاب او وېرول څنګه وو؟
17او بېشكه موږ قرآن د پوهېدلو (تلاوت) لپاره آسان كړى نو آيا څوک نصيحت اخيستونكى شته؟
18عاديانو هم درواغ وګڼلو نو زما عذاب او وېرول څنګه وو؟
19په يوه پرله پسې شومه ورځ كې مو سخته سيلۍ پرې والوزوله.
20چې خلک به يې داسې راوېستل لكه چې د كجورو له بېخه را اېستل شوي تنې چې وي.
21نو زما عذاب او وېرول څنګه وو؟
22او بېشكه موږ قرآن د پوهېدو لپاره آسان كړى نوآيا څوک نصيحت اخيستونكى شته؟
23ثموديانو هم وېروونكي درواغجن وګڼل.
24نو ويل يې چې آيا موږ په خپلو كې (يوازې) د يو سړي خبره ومنو؟ بيا خو به موږ هرومرو په غلطۍ او ليونتوب كې يو.
25آيا زموږ ترمنځ يوازې پر هغه وحي راپرېوته؟ نه، بلكې دى په خپله ډېر درواغجن او كبرجن دى.
26دا دى سبا به هغوى پوه شي چې ډېر درواغجن كبرجن څوك دى؟
27بېشکه موږ د هغوى د ازمويښت لپاره يوه اوښه لېږونکي يو، نو ته يې (اى صالحه) انتظار كوه او صبر وكړه.
28او خبر يې كړه چې دا اوبه يې ترمنځه وېشل شوې دي، هر وار څښلو ته به (خپل خاوند) حاضرېدونكى وي.
29خو هغوى خپل ملګري ته نارې كړې نو را ويې نيوله او پښې يې ترې غوڅې كړې.
30نو زما عذاب او وېرول څنګه وو؟
31بېشكه موږ پر هغوى يوه چيغه راولېږله نو داسې شول لكه د غوجل مات رامات واښه.
32او بېشكه قرآن مو د پوهېدو لپاره آسان كړى دى نو آيا څوك عبرت اخيستونكى شته؟
33د لوط قوم وېروونكي درواغجن وګڼل.
34موږ پر هغوى كاڼي وروونكى باد ور ولېږلو، (مګر) پرته د لوط له كورنۍ چې سباوون مهال مو وژغورله.
35زموږ له خوا د لورينې په توګه. څوك چې شكر باسي موږ همداسې بدله وركوو.
36او پرته له شکه هغوی يې زموږ له نيولو وېرولي وو خو هغوى په وېروونكو شک وکړ.
37او له هغه يې د مېلمنو د ورسپارلو غوښتنه وکړه خو موږ يې سترګې ړندې كړې نو (اوس) زما د عذاب او وېرولو خوند وڅكئ.
38او په رېښتيا چې سهار وختي پر هغوى يو پاتېدونكى عذاب راغلو او تباه يې كړل.
39نو زما د عذاب او وېرولو خوند وڅكئ.
40او په رېښتيا موږ قرآن د نصيحت لپاره آسانه كړى دى نو آيا څوك درس اخيستونكى شته؟
41او بېشكه فرعونيانو ته وېروونكي ورغلي وو.
42هغوى زموږ ګردې نښانې درواغ وګڼلې نو بيا مو د برلاسي قادر (الله) په نيولو سره راګير كړل.
43آيا ستاسو كافران تر هغوى غوره دي يا تاسو ته په پخوانيو كتابونو كې څه خلاصون راغلى دى؟
44(او) كه هغوى وايي چې موږ يو بل سره مرستيال غچ اخېستونكى ټولى يو؟
45دا ټولى به زر ماتې وخوري او شاوې به واړوي.
46په اصل كې قيامت د هغوى د ژمنې ټاكلى وخت دى او قيامت ډېر سخت او تريخ دى.
47بېشکه دا مجرمان په بې لارۍ او ليونتوب (يا بل اور) كې دي.
48هغه ورځ چې هغوى پړمخ په اور كې كشول كيږي چې (اوس) د دوزخ اور د رسېدلو مزه وڅكئ.
49بېشكه موږ هر شى په يوه ټاكلې اندازه پيدا كړي.
50او زموږ امر پرته له يو وار بل شان نه دى، لكه د ستر ګو رپ.
51او په رېښتيا موږ ستاسي (مخكېني) سيالان هم تباه كړي دي نو آيا څوك عبرت اخېستونكى شته؟
52او هر څه چې هغوى كړي په كتابو كې دي.
53او هره وړه غټه (پېښه) ليكل شوې ده.
54بېشكه متقيان به په باغونو او ويالو كې وي.
55د رېښتينولۍ او عزت په مجلس كې، د لوى قدرت والا پاچا پر وړاندې.