Al-Hujurat
الحجرات
The Rooms • 18 ayahs • Medinan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا تُقَدِّمُواْ بَيۡنَ يَدَيِ ٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦۖ وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَۚ إِنَّ ٱللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٞ﴿١﴾
1اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړئ! مه وړاندې کیږئ د الله تعالی او د هغه د رسول نه او له الله نه ووېرېږئ پرته له شکه الله اورېدونكى ښه پوه دی.
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا تَرۡفَعُوٓاْ أَصۡوَٰتَكُمۡ فَوۡقَ صَوۡتِ ٱلنَّبِيِّ وَلَا تَجۡهَرُواْ لَهُۥ بِٱلۡقَوۡلِ كَجَهۡرِ بَعۡضِكُمۡ لِبَعۡضٍ أَن تَحۡبَطَ أَعۡمَٰلُكُمۡ وَأَنتُمۡ لَا تَشۡعُرُونَ﴿٢﴾
2اى هغو کسانو چې ايمان مو راوړئ! خپل غږ مو د نبي (عليه السلام) له غږ نه مه پورته کوئ او مه داسې په زوره خبره ورته كوئ لكه تاسي يې چې يو بل ته كوئ، هسې نه چې (ټول) عملونه مو برباد شي او تاسي خبر هم نه ياست.
إِنَّ ٱلَّذِينَ يَغُضُّونَ أَصۡوَٰتَهُمۡ عِندَ رَسُولِ ٱللَّهِ أُوْلَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ ٱمۡتَحَنَ ٱللَّهُ قُلُوبَهُمۡ لِلتَّقۡوَىٰۚ لَهُم مَّغۡفِرَةٞ وَأَجۡرٌ عَظِيمٌ﴿٣﴾
3بېشكه هغه كسان چې د رسول الله پر وړاندې خپل آوازونه ټيټ ساتي، هغوى داسې كسان دي چې الله (تعالى) يې زړونه د تقوى لپاره ازمويلي دي، د هغوى لپاره بخښنه او ستر اجر دى.
إِنَّ ٱلَّذِينَ يُنَادُونَكَ مِن وَرَآءِ ٱلۡحُجُرَٰتِ أَكۡثَرُهُمۡ لَا يَعۡقِلُونَ﴿٤﴾
4بېشکه هغه كسان چې اوازونه کوي تا ته د دېوالونو تر شا، ډیری د دوی نه پوهیږي.
وَلَوۡ أَنَّهُمۡ صَبَرُواْ حَتَّىٰ تَخۡرُجَ إِلَيۡهِمۡ لَكَانَ خَيۡرٗا لَّهُمۡۚ وَٱللَّهُ غَفُورٞ رَّحِيمٞ﴿٥﴾
5او كه هغوى (دومره) صبر كړى وای چې ته وربهر شې، هرومرو به ورته غوره وه او الله بخښونكى او رحم والا دى.
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِن جَآءَكُمۡ فَاسِقُۢ بِنَبَإٖ فَتَبَيَّنُوٓاْ أَن تُصِيبُواْ قَوۡمَۢا بِجَهَٰلَةٖ فَتُصۡبِحُواْ عَلَىٰ مَا فَعَلۡتُمۡ نَٰدِمِينَ﴿٦﴾
6ای هغو کسانو چې ايمان مو راوړئ! كه يو فاسق (سړى) څه خبر درته راوړي نو ښه پلټنه كوئ، هسې نه چې كوم قوم ته په ناپوهۍ سره څه ضرر ورسوئ، بيا به په خپلو كړو پښېمانه شئ.
وَٱعۡلَمُوٓاْ أَنَّ فِيكُمۡ رَسُولَ ٱللَّهِۚ لَوۡ يُطِيعُكُمۡ فِي كَثِيرٖ مِّنَ ٱلۡأَمۡرِ لَعَنِتُّمۡ وَلَٰكِنَّ ٱللَّهَ حَبَّبَ إِلَيۡكُمُ ٱلۡإِيمَٰنَ وَزَيَّنَهُۥ فِي قُلُوبِكُمۡ وَكَرَّهَ إِلَيۡكُمُ ٱلۡكُفۡرَ وَٱلۡفُسُوقَ وَٱلۡعِصۡيَانَۚ أُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلرَّٰشِدُونَ﴿٧﴾
7او پوه شئ چې په تاسي كې د الله رسول (موجود) دى، نو كه هغه په ډېرو كارو كې ستاسي خبره ومني، هرومرو به وكړيږئ. خو الله تاسي ته ايمان در خوښ كړ او ستاسي په زړونو كې يې ښكلى كړ او كفر، فسق او سرغړونه يې درته ناخوښه كړل، همدغه خلك لارموندونكي دي.
فَضۡلٗا مِّنَ ٱللَّهِ وَنِعۡمَةٗۚ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٞ﴿٨﴾
8د الله له لورې يو فضل او لورينه ده، او الله ډېر پوه حكمت والا دى.
وَإِن طَآئِفَتَانِ مِنَ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ ٱقۡتَتَلُواْ فَأَصۡلِحُواْ بَيۡنَهُمَاۖ فَإِنۢ بَغَتۡ إِحۡدَىٰهُمَا عَلَى ٱلۡأُخۡرَىٰ فَقَٰتِلُواْ ٱلَّتِي تَبۡغِي حَتَّىٰ تَفِيٓءَ إِلَىٰٓ أَمۡرِ ٱللَّهِۚ فَإِن فَآءَتۡ فَأَصۡلِحُواْ بَيۡنَهُمَا بِٱلۡعَدۡلِ وَأَقۡسِطُوٓاْۖ إِنَّ ٱللَّهَ يُحِبُّ ٱلۡمُقۡسِطِينَ﴿٩﴾
9او كه د مومنانو دوې ډلې سره په جګړه شي نو تر منځ يې سوله وكړئ، بيا كه يوې پر بلې تېرى وكړ نو تاسي له تېري كوونكې ډلې سره تر هغه وجنګېږئ څو د الله حكم ته راوګرځي، نو كه راوګرځېده بيا يې په عدالت سره ترمنځ سوله وكړئ، او انصاف كوئ بېشكه الله انصاف كوونكي خوښوي.
إِنَّمَا ٱلۡمُؤۡمِنُونَ إِخۡوَةٞ فَأَصۡلِحُواْ بَيۡنَ أَخَوَيۡكُمۡۚ وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ لَعَلَّكُمۡ تُرۡحَمُونَ﴿١٠﴾
10له شک پرته مومنان (سره) ورونه دي نو د خپلو دوو وروڼو ترمنځ سوله كوئ او له الله ووېرېږئ ښايي چې رحم درباندې وكړل شي.
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا يَسۡخَرۡ قَوۡمٞ مِّن قَوۡمٍ عَسَىٰٓ أَن يَكُونُواْ خَيۡرٗا مِّنۡهُمۡ وَلَا نِسَآءٞ مِّن نِّسَآءٍ عَسَىٰٓ أَن يَكُنَّ خَيۡرٗا مِّنۡهُنَّۖ وَلَا تَلۡمِزُوٓاْ أَنفُسَكُمۡ وَلَا تَنَابَزُواْ بِٱلۡأَلۡقَٰبِۖ بِئۡسَ ٱلِٱسۡمُ ٱلۡفُسُوقُ بَعۡدَ ٱلۡإِيمَٰنِۚ وَمَن لَّمۡ يَتُبۡ فَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلظَّٰلِمُونَ﴿١١﴾
11ای هغو کسانو چې ايمان مو راوړی! يو قوم دې پر بل ملنډې نه وهي، ښايي هغوى ترې غوره وي او نه دې ښځې پر ښځو، ښايي هغوى ترې غوره وي، او يو پر بل عيبونه مه واياست او مه يو تر بله بد نومونه اخلئ، له ايمانه وروسته د فسق نوم (يادول) ډېر بد دي او څوک چې توبه نه باسي هم هغوى ظالمان دي.
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ ٱجۡتَنِبُواْ كَثِيرٗا مِّنَ ٱلظَّنِّ إِنَّ بَعۡضَ ٱلظَّنِّ إِثۡمٞۖ وَلَا تَجَسَّسُواْ وَلَا يَغۡتَب بَّعۡضُكُم بَعۡضًاۚ أَيُحِبُّ أَحَدُكُمۡ أَن يَأۡكُلَ لَحۡمَ أَخِيهِ مَيۡتٗا فَكَرِهۡتُمُوهُۚ وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَۚ إِنَّ ٱللَّهَ تَوَّابٞ رَّحِيمٞ﴿١٢﴾
12اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړی! له ډېرو بد ګومانيو ځان وساتئ، پرته له شکه ځينې بد ګومانونه ګناه ده او (د چا عيب) پلټل مه كوئ او يو د بل غيبت مه كوئ، آيا له تاسي كوم يو دا خوښوي چې د خپل مړه ورور غوښه وخوري؟ نو تاسي خو يې بده ګڼئ، بېشكه الله ښه توبه قبلوونكى مهربان دى.
يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ إِنَّا خَلَقۡنَٰكُم مِّن ذَكَرٖ وَأُنثَىٰ وَجَعَلۡنَٰكُمۡ شُعُوبٗا وَقَبَآئِلَ لِتَعَارَفُوٓاْۚ إِنَّ أَكۡرَمَكُمۡ عِندَ ٱللَّهِ أَتۡقَىٰكُمۡۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٞ﴿١٣﴾
13اې خلکو! موږ تاسي (ټول) له يو نارينه او ښځې پيدا كړي ياست، او د دې لپاره مو خېلونه او قبيلې وګرځولئ چې سره وپېژنئ، (كنه) بېشکه د الله پر وړاندې ستاسي ډېر عزتمن هغه دى چې ډېر تقوى لرونكى وي، بېشكه الله ښه پوه خبردار دى.
۞ قَالَتِ ٱلۡأَعۡرَابُ ءَامَنَّاۖ قُل لَّمۡ تُؤۡمِنُواْ وَلَٰكِن قُولُوٓاْ أَسۡلَمۡنَا وَلَمَّا يَدۡخُلِ ٱلۡإِيمَٰنُ فِي قُلُوبِكُمۡۖ وَإِن تُطِيعُواْ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ لَا يَلِتۡكُم مِّنۡ أَعۡمَٰلِكُمۡ شَيۡـًٔاۚ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٞ رَّحِيمٌ﴿١٤﴾
14بانډه چيان وايي چې موږ ايمان راوړى، ورته ووايه: تاسي ايمان نه دى راوړی خو داسې وواياست چې مسلمانان شوي يو. او ستاسي زړونو كې ايمان لا نه دى ننوتى او كه د الله او د هغه د رسول خبره ومنئ، نو الله به ستاسي له عملونو هيڅ كم نه كړي بېشكه الله بخښونكى مهربان دى.
إِنَّمَا ٱلۡمُؤۡمِنُونَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ ثُمَّ لَمۡ يَرۡتَابُواْ وَجَٰهَدُواْ بِأَمۡوَٰلِهِمۡ وَأَنفُسِهِمۡ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِۚ أُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلصَّٰدِقُونَ﴿١٥﴾
15بېشکه مومنان هغه كسان دي چې پر الله او د هغه پر رسول يې (پوخ) ايمان راوړى وي بيا (هيڅ) شک ونه كړي او د الله په لار كې په خپلو مالو او ځانونو جهاد كوي، همدا خلک رېښتيني دي.
قُلۡ أَتُعَلِّمُونَ ٱللَّهَ بِدِينِكُمۡ وَٱللَّهُ يَعۡلَمُ مَا فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِي ٱلۡأَرۡضِۚ وَٱللَّهُ بِكُلِّ شَيۡءٍ عَلِيمٞ﴿١٦﴾
16ورته ووايه: آيا تاسي الله په خپله ديندارۍ خبروئ؟ حال دا چې الله پر (ټولو) هغو شيانو پوهيږي چې په آسمانونو او ځمكه كې دي او الله پر هر څه ښه پوه دى.
يَمُنُّونَ عَلَيۡكَ أَنۡ أَسۡلَمُواْۖ قُل لَّا تَمُنُّواْ عَلَيَّ إِسۡلَٰمَكُمۖ بَلِ ٱللَّهُ يَمُنُّ عَلَيۡكُمۡ أَنۡ هَدَىٰكُمۡ لِلۡإِيمَٰنِ إِن كُنتُمۡ صَٰدِقِينَ﴿١٧﴾
17هغوی پر تا د خپلو مسلمانېدو احسان باروي! ورته ووايه: د خپلې مسلمانۍ احسان پر ما مه اچوئ، بلكې الله احسان درباندې كړى چې د ايمان په لور يې هدايت درته كړى، كه تاسي رښتيني ياست.
إِنَّ ٱللَّهَ يَعۡلَمُ غَيۡبَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۚ وَٱللَّهُ بَصِيرُۢ بِمَا تَعۡمَلُونَ﴿١٨﴾
18الله په رېښتيا د آسمانونو او ځمكې پر پټو پوهيږي او الله ستاسي د كړو وړو ليدونكى دى.