Al-Balad

البلد

The City20 ayahsMeccan

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

لَآ أُقۡسِمُ بِهَٰذَا ٱلۡبَلَدِ﴿١

1زه لوړه کوم پردې ښار (مکه).

وَأَنتَ حِلُّۢ بِهَٰذَا ٱلۡبَلَدِ﴿٢

2او ته (د هرې کړنې پر کولو) ازاد یې پدې ښار کې.

وَوَالِدٖ وَمَا وَلَدَ﴿٣

3او قسم دی په پلار او په هغه چا چې اولاد یې دی.

لَقَدۡ خَلَقۡنَا ٱلۡإِنسَٰنَ فِي كَبَدٍ﴿٤

4بېشکه انسان مو په سختۍ کې پيدا کړی.

أَيَحۡسَبُ أَن لَّن يَقۡدِرَ عَلَيۡهِ أَحَدٞ﴿٥

5آيا هغه انګېري چې هيڅوک به پرې برلاسی نه شي.

يَقُولُ أَهۡلَكۡتُ مَالٗا لُّبَدًا﴿٦

6وايي به ما زښته ډېر مال برباد کړ.

أَيَحۡسَبُ أَن لَّمۡ يَرَهُۥٓ أَحَدٌ﴿٧

7ايا ګومان کوي چې هيچا هغه نه دی ليدلی.

أَلَمۡ نَجۡعَل لَّهُۥ عَيۡنَيۡنِ﴿٨

8آيا هغه ته مو دوې سترګې نه دي ورکړې.

وَلِسَانٗا وَشَفَتَيۡنِ﴿٩

9او يوه ژبه او دوې شونډې.

وَهَدَيۡنَٰهُ ٱلنَّجۡدَيۡنِ﴿١٠

10او دوې څرګندې لارې مو ورته ښودلې دي.

فَلَا ٱقۡتَحَمَ ٱلۡعَقَبَةَ﴿١١

11خو هغه د سخت پېچومي زيار ونه اېستلو.

وَمَآ أَدۡرَىٰكَ مَا ٱلۡعَقَبَةُ﴿١٢

12او ته څه خبر يې چې هغه پېچومی څه دی.

فَكُّ رَقَبَةٍ﴿١٣

13د غاړې خلاصول دي (له غلامۍ څخه).

أَوۡ إِطۡعَٰمٞ فِي يَوۡمٖ ذِي مَسۡغَبَةٖ﴿١٤

14او يا د لوږې په ورځ خواړه ورکول دي.

يَتِيمٗا ذَا مَقۡرَبَةٍ﴿١٥

15کوم خپلوۍ والا يتيم ته.

أَوۡ مِسۡكِينٗا ذَا مَتۡرَبَةٖ﴿١٦

16او په خاورو سپېره کوم بې وزله ته.

ثُمَّ كَانَ مِنَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَتَوَاصَوۡاْ بِٱلصَّبۡرِ وَتَوَاصَوۡاْ بِٱلۡمَرۡحَمَةِ﴿١٧

17بيا له هغو کسانو وي چې ايمان يې راوړی وي او يو بل ته په زغم او مهربانۍ وصيت کوي.

أُوْلَٰٓئِكَ أَصۡحَٰبُ ٱلۡمَيۡمَنَةِ﴿١٨

18دا خلک د ښي اړخ څښتنان دي.

وَٱلَّذِينَ كَفَرُواْ بِـَٔايَٰتِنَا هُمۡ أَصۡحَٰبُ ٱلۡمَشۡـَٔمَةِ﴿١٩

19او هغه کسان چې زموږ له آیتونو منکر دي همدوی د کيڼ لاس څښتنان دي.

عَلَيۡهِمۡ نَارٞ مُّؤۡصَدَةُۢ﴿٢٠

20پر هغوی به ايسار شوی اور (مقرر) وي.

RELATED SURAHS