At-Tariq

الطارق

The Night Comer17 ayahsMeccan

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

وَٱلسَّمَآءِ وَٱلطَّارِقِ﴿١

1په اسمان او د شپې په راتلونکي قسم.

وَمَآ أَدۡرَىٰكَ مَا ٱلطَّارِقُ﴿٢

2او ته څه خبر يې چې د شپې راتلونکی څه دی.

ٱلنَّجۡمُ ٱلثَّاقِبُ﴿٣

3ځلېدونکی ستوری دی.

إِن كُلُّ نَفۡسٖ لَّمَّا عَلَيۡهَا حَافِظٞ﴿٤

4هيڅوک داسې نشته چې پر هغو دې يو ساتونکی نه وي.

فَلۡيَنظُرِ ٱلۡإِنسَٰنُ مِمَّ خُلِقَ﴿٥

5نو انسان دې وګوري چې له څه پيدا شوی دی.

خُلِقَ مِن مَّآءٖ دَافِقٖ﴿٦

6له ټوپ وهونکو اوبو پيدا دی.

يَخۡرُجُ مِنۢ بَيۡنِ ٱلصُّلۡبِ وَٱلتَّرَآئِبِ﴿٧

7چې د شا او سينې د هډوکو له منځه راوځي.

إِنَّهُۥ عَلَىٰ رَجۡعِهِۦ لَقَادِرٞ﴿٨

8بېشکه هغه (الله) يې پر بيا پيدا کولو ځواکمن دی.

يَوۡمَ تُبۡلَى ٱلسَّرَآئِرُ﴿٩

9په کومه ورځ چې پټ شيان رابرسېره کړل شي.

فَمَا لَهُۥ مِن قُوَّةٖ وَلَا نَاصِرٖ﴿١٠

10بيا به نه څه (خپله زور) لري او نه مرستندوی.

وَٱلسَّمَآءِ ذَاتِ ٱلرَّجۡعِ﴿١١

11او قسم دی پر آسمان؛ راګرځیدونکي (په اورښت سره).

وَٱلۡأَرۡضِ ذَاتِ ٱلصَّدۡعِ﴿١٢

12او پر چاودېدونکې ځمکه قسم.

إِنَّهُۥ لَقَوۡلٞ فَصۡلٞ﴿١٣

13بېشکه هغه يوه بېلوونکې وينا ده.

وَمَا هُوَ بِٱلۡهَزۡلِ﴿١٤

14او څه ټوکه او مسخره نه ده.

إِنَّهُمۡ يَكِيدُونَ كَيۡدٗا﴿١٥

15بېشکه هغوی چل کوي چل.

وَأَكِيدُ كَيۡدٗا﴿١٦

16او زه هم تدبیر(پلان) کوم تدبیر.

فَمَهِّلِ ٱلۡكَٰفِرِينَ أَمۡهِلۡهُمۡ رُوَيۡدَۢا﴿١٧

17نو کافرانو ته مهلت ورکړه او لږ يې پرېږده.

RELATED SURAHS