An-Nisa

النساء

The Women176 ayahsMedinan

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ ٱتَّقُواْ رَبَّكُمُ ٱلَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفۡسٖ وَٰحِدَةٖ وَخَلَقَ مِنۡهَا زَوۡجَهَا وَبَثَّ مِنۡهُمَا رِجَالٗا كَثِيرٗا وَنِسَآءٗۚ وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ ٱلَّذِي تَسَآءَلُونَ بِهِۦ وَٱلۡأَرۡحَامَۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلَيۡكُمۡ رَقِيبٗا﴿١

1اې خلكو له خپل هغه رب مو وډارشئ چې له يوكس نه يې پيدا كړئ او له هغه يې بيا جوړه ورته پيدا كړه او بيا يې له دغو دواړه ډېر سړي او ښځې خپاره كړل او له هغه الله نه ووېريږئ چې خپلو كې غوښتنه پرې كوئ او هم د خپلوئ په اړه، يقيناً الله پر تاسو څارونكى دى.

وَءَاتُواْ ٱلۡيَتَٰمَىٰٓ أَمۡوَٰلَهُمۡۖ وَلَا تَتَبَدَّلُواْ ٱلۡخَبِيثَ بِٱلطَّيِّبِۖ وَلَا تَأۡكُلُوٓاْ أَمۡوَٰلَهُمۡ إِلَىٰٓ أَمۡوَٰلِكُمۡۚ إِنَّهُۥ كَانَ حُوبٗا كَبِيرٗا﴿٢

2او يتيمانو ته يې خپل مالونه وركوئ او ناپاك په پاك مه سره بدلوئ، او مه يې مالونه خپلو مالو سره (ګډ) خورئ، دا خامخا لويه ګناه ده.

وَإِنۡ خِفۡتُمۡ أَلَّا تُقۡسِطُواْ فِي ٱلۡيَتَٰمَىٰ فَٱنكِحُواْ مَا طَابَ لَكُم مِّنَ ٱلنِّسَآءِ مَثۡنَىٰ وَثُلَٰثَ وَرُبَٰعَۖ فَإِنۡ خِفۡتُمۡ أَلَّا تَعۡدِلُواْ فَوَٰحِدَةً أَوۡ مَا مَلَكَتۡ أَيۡمَٰنُكُمۡۚ ذَٰلِكَ أَدۡنَىٰٓ أَلَّا تَعُولُواْ﴿٣

3او كه وېرېدئ چې په يتيمانو كې به برابرى ونكړئ نو له دغو ښځو مو چې څه خوښه وي دوه دوه، درې درې او څلور څلور په نكاح كړئ، خو كه ډارېدئ چې برابرى نه شئ كولاى نوبيا يوه، يا هغه (مينځه) چې تاسو يې مالكان ياست، دا كار دې ته ډېر نږدې دى چې ظلم ونه كړئ.

وَءَاتُواْ ٱلنِّسَآءَ صَدُقَٰتِهِنَّ نِحۡلَةٗۚ فَإِن طِبۡنَ لَكُمۡ عَن شَيۡءٖ مِّنۡهُ نَفۡسٗا فَكُلُوهُ هَنِيٓـٔٗا مَّرِيٓـٔٗا﴿٤

4او ښځو ته يې خپل مهرونه په خوښۍ سره وركړئ، خو كه په خپله رضا يې تاسو ته د هغه څه برخه دركړه نو (ښه) په خوند سره يې بې ضرره خورئ.

وَلَا تُؤۡتُواْ ٱلسُّفَهَآءَ أَمۡوَٰلَكُمُ ٱلَّتِي جَعَلَ ٱللَّهُ لَكُمۡ قِيَٰمٗا وَٱرۡزُقُوهُمۡ فِيهَا وَٱكۡسُوهُمۡ وَقُولُواْ لَهُمۡ قَوۡلٗا مَّعۡرُوفٗا﴿٥

5او كم عقلانو ته مو هغه مالونه مه سپارئ چې الله د ګوزران سبب درته ګرځولي، البته خواړه پكې وركوئ، جامه وركوئ او ښه خبره ورته كوئ.

وَٱبۡتَلُواْ ٱلۡيَتَٰمَىٰ حَتَّىٰٓ إِذَا بَلَغُواْ ٱلنِّكَاحَ فَإِنۡ ءَانَسۡتُم مِّنۡهُمۡ رُشۡدٗا فَٱدۡفَعُوٓاْ إِلَيۡهِمۡ أَمۡوَٰلَهُمۡۖ وَلَا تَأۡكُلُوهَآ إِسۡرَافٗا وَبِدَارًا أَن يَكۡبَرُواْۚ وَمَن كَانَ غَنِيّٗا فَلۡيَسۡتَعۡفِفۡۖ وَمَن كَانَ فَقِيرٗا فَلۡيَأۡكُلۡ بِٱلۡمَعۡرُوفِۚ فَإِذَا دَفَعۡتُمۡ إِلَيۡهِمۡ أَمۡوَٰلَهُمۡ فَأَشۡهِدُواْ عَلَيۡهِمۡۚ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ حَسِيبٗا﴿٦

6او تر هغه يتيمان وازميئ چې د نكاح (عمر ته) ورسېږي نو كه بيا مو هوښياري ترې وليده نو مالونه يې وركړئ، او مالونه يې له دې وېرې په اسراف او بيړه مه خورئ چې بيا به دوى را لوى شي او هر څوك چې بډاى وي نو ځان دې پاك ترې وساتي او څوك چې بې وزله وي نو په مناسب ډول دې وخوري، بيا مو چې كله هغوى ته خپل مالونه وركول نو شاهدان پرې نيسئ او الله حساب كونكى بس دى.

لِّلرِّجَالِ نَصِيبٞ مِّمَّا تَرَكَ ٱلۡوَٰلِدَانِ وَٱلۡأَقۡرَبُونَ وَلِلنِّسَآءِ نَصِيبٞ مِّمَّا تَرَكَ ٱلۡوَٰلِدَانِ وَٱلۡأَقۡرَبُونَ مِمَّا قَلَّ مِنۡهُ أَوۡ كَثُرَۚ نَصِيبٗا مَّفۡرُوضٗا﴿٧

7نارينه و ته هغه متروكه (میراث) كې برخه ده چې مور، پلار او خپلوانو پريښې وي، او ښځو ته هم هغه متروكه كې برخه ده چې مور، پلار او خپلوانو پريښې وي، لږه وي او كه ډېره، دا برخه (د الله له لوري) ټاكل شوې ده.

وَإِذَا حَضَرَ ٱلۡقِسۡمَةَ أُوْلُواْ ٱلۡقُرۡبَىٰ وَٱلۡيَتَٰمَىٰ وَٱلۡمَسَٰكِينُ فَٱرۡزُقُوهُم مِّنۡهُ وَقُولُواْ لَهُمۡ قَوۡلٗا مَّعۡرُوفٗا﴿٨

8او كله چې د ويش پر مهال خپلوان او يتيمان او بيوزلي راشي نو پدې مال كې هغو ته هم څه وركړئ او هغوی ته ښه وینا وكړئ.

وَلۡيَخۡشَ ٱلَّذِينَ لَوۡ تَرَكُواْ مِنۡ خَلۡفِهِمۡ ذُرِّيَّةٗ ضِعَٰفًا خَافُواْ عَلَيۡهِمۡ فَلۡيَتَّقُواْ ٱللَّهَ وَلۡيَقُولُواْ قَوۡلٗا سَدِيدًا﴿٩

9او هغه كسان دې ووېريږي چې كه دوى هم تر شا بې وسې اولاد پريښی واى نو (څومره به) وېرېدل پرې، نو دوى دې هم له الله وډار شي او سمه سهي خبره دې كوي.

إِنَّ ٱلَّذِينَ يَأۡكُلُونَ أَمۡوَٰلَ ٱلۡيَتَٰمَىٰ ظُلۡمًا إِنَّمَا يَأۡكُلُونَ فِي بُطُونِهِمۡ نَارٗاۖ وَسَيَصۡلَوۡنَ سَعِيرٗا﴿١٠

10كوم خلك چې په ظلم سره د يتيمانو مالونه خوري په حقيقت كې هغوى خپلې خېټې له اوره ډكوي او هغوى به ارومرو د دوزخ تاوجن (ګرم) اور ته ورننوځي.

يُوصِيكُمُ ٱللَّهُ فِيٓ أَوۡلَٰدِكُمۡۖ لِلذَّكَرِ مِثۡلُ حَظِّ ٱلۡأُنثَيَيۡنِۚ فَإِن كُنَّ نِسَآءٗ فَوۡقَ ٱثۡنَتَيۡنِ فَلَهُنَّ ثُلُثَا مَا تَرَكَۖ وَإِن كَانَتۡ وَٰحِدَةٗ فَلَهَا ٱلنِّصۡفُۚ وَلِأَبَوَيۡهِ لِكُلِّ وَٰحِدٖ مِّنۡهُمَا ٱلسُّدُسُ مِمَّا تَرَكَ إِن كَانَ لَهُۥ وَلَدٞۚ فَإِن لَّمۡ يَكُن لَّهُۥ وَلَدٞ وَوَرِثَهُۥٓ أَبَوَاهُ فَلِأُمِّهِ ٱلثُّلُثُۚ فَإِن كَانَ لَهُۥٓ إِخۡوَةٞ فَلِأُمِّهِ ٱلسُّدُسُۚ مِنۢ بَعۡدِ وَصِيَّةٖ يُوصِي بِهَآ أَوۡ دَيۡنٍۗ ءَابَآؤُكُمۡ وَأَبۡنَآؤُكُمۡ لَا تَدۡرُونَ أَيُّهُمۡ أَقۡرَبُ لَكُمۡ نَفۡعٗاۚ فَرِيضَةٗ مِّنَ ٱللَّهِۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمٗا﴿١١

11ستاسي د اولادونو په اړه الله تاسي ته کلکه سپارښتنه كوي چې د (یو) نارينه برخه د دوو ښځو برابر ده، كه (د مړي وارثان) له دوو څخه زياتې لوڼې وي نو هغو ته دې د تركې له درېيو نه دوه برخې وركړاى شي او كه یوازې يوه لور وارثه وي نو نيمايي تركه د هغې ده. كه د مړي اولادونه وي نو د هغه مور او پلار هر يوه ته دې د تركې شپږمه برخه وركړل شي او كه يې اولاد نه وي او وارثان همدا مور او پلار وي نو مور ته دې درېيمه برخه وركړل شي. او كه د مړي ورونه او خويندې هم وي نو مور به د شپږمې برخې حقداره وي (دا ټولې برخې به) هغه وخت بېلېږي چې كه مړي وصيت كړى وي هغه پوره كړاى شي او كه پور ورباندې وي چې هغه ادا كړاى شي، تاسي نه پوهېږئ چې ستاسي د مور پلار او ستاسي له اولاد څخه كوم يو د ګټې له پلوه درته ډېر نږدې دى دا برخې الله ټاكلي دي، او په يقيني توګه الله عالم او د حكمت څښتن دى.

۞ وَلَكُمۡ نِصۡفُ مَا تَرَكَ أَزۡوَٰجُكُمۡ إِن لَّمۡ يَكُن لَّهُنَّ وَلَدٞۚ فَإِن كَانَ لَهُنَّ وَلَدٞ فَلَكُمُ ٱلرُّبُعُ مِمَّا تَرَكۡنَۚ مِنۢ بَعۡدِ وَصِيَّةٖ يُوصِينَ بِهَآ أَوۡ دَيۡنٖۚ وَلَهُنَّ ٱلرُّبُعُ مِمَّا تَرَكۡتُمۡ إِن لَّمۡ يَكُن لَّكُمۡ وَلَدٞۚ فَإِن كَانَ لَكُمۡ وَلَدٞ فَلَهُنَّ ٱلثُّمُنُ مِمَّا تَرَكۡتُمۚ مِّنۢ بَعۡدِ وَصِيَّةٖ تُوصُونَ بِهَآ أَوۡ دَيۡنٖۗ وَإِن كَانَ رَجُلٞ يُورَثُ كَلَٰلَةً أَوِ ٱمۡرَأَةٞ وَلَهُۥٓ أَخٌ أَوۡ أُخۡتٞ فَلِكُلِّ وَٰحِدٖ مِّنۡهُمَا ٱلسُّدُسُۚ فَإِن كَانُوٓاْ أَكۡثَرَ مِن ذَٰلِكَ فَهُمۡ شُرَكَآءُ فِي ٱلثُّلُثِۚ مِنۢ بَعۡدِ وَصِيَّةٖ يُوصَىٰ بِهَآ أَوۡ دَيۡنٍ غَيۡرَ مُضَآرّٖۚ وَصِيَّةٗ مِّنَ ٱللَّهِۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَلِيمٞ﴿١٢

12او ستاسي ښځو چې څه پريښي وي د هغه نيمايي برخه تاسي ته رسېږي كه اولاد يې نه وي، او كه اولاد يې وي بيا د تركې څلورمه برخه ستاسي ده، البته د هغوی د کړي وصیت او پور څخه وروسته، او ښځې به ستاسي له تركې نه د څلورمې برخې حقدارې وي كه تاسي بې اولاده یاست، او كه ستاسې اولاد وو نو بيا ستاسي له تركې څخه د هغو اتمه برخه ده، وروسته د وصيت له پوره كولو كه تاسي وصيت كړى وي او د پور له اداء كولو كه پور وړي یاست. او كه هغه نارينه يا ښځه (چې د هغه ميراث بايد وويشل شي) بې اولاده هم وي او مور پلار يې هم ژوندي نه وي، خو يو ورور يا يوه خور يې موجوده وي نو ورور او خور هر يوه ته به شپږمه برخه ورسېږي، او كه وروڼه او خويندې له يوه څخه زيات وي نو د ټولې تركې په درېيمه برخه كې به هغوى ټول برخه وال وي، كله چې هغه وصيت پوره كړاى شي چې كړى يې وي او هغه پور اداء شي چې ورباندې وي، په دې شان چې زيان رسوونكى نه وي. دا د الله له لورې حكم دى او الله پوه باخبره او صبرناک دى.

تِلۡكَ حُدُودُ ٱللَّهِۚ وَمَن يُطِعِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ يُدۡخِلۡهُ جَنَّٰتٖ تَجۡرِي مِن تَحۡتِهَا ٱلۡأَنۡهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَاۚ وَذَٰلِكَ ٱلۡفَوۡزُ ٱلۡعَظِيمُ﴿١٣

13دا د الله ټاكل شوې پولې دي څوك چې د الله او د هغه د پېغمبر اطاعت وكړي الله به هغه داسې باغونو ته ننباسي چې تر هغه لاندې به ويالې بهېږي او هغوى به په كې د تل لپاره استوګن وي او همدا ستر برياليتوب دى.

وَمَن يَعۡصِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَيَتَعَدَّ حُدُودَهُۥ يُدۡخِلۡهُ نَارًا خَٰلِدٗا فِيهَا وَلَهُۥ عَذَابٞ مُّهِينٞ﴿١٤

14او څوك چې د الله او د هغه له پېغمبر څخه سركښي وكړي او د هغه له ټاكل شوېو پولونه تيرى وكړي الله به هغه په اور كې وغورځوي چې په هغه كې به د تل لپاره استوګن وي او دهغه لپاره رسوا كوونكی عذاب دی.

وَٱلَّٰتِي يَأۡتِينَ ٱلۡفَٰحِشَةَ مِن نِّسَآئِكُمۡ فَٱسۡتَشۡهِدُواْ عَلَيۡهِنَّ أَرۡبَعَةٗ مِّنكُمۡۖ فَإِن شَهِدُواْ فَأَمۡسِكُوهُنَّ فِي ٱلۡبُيُوتِ حَتَّىٰ يَتَوَفَّىٰهُنَّ ٱلۡمَوۡتُ أَوۡ يَجۡعَلَ ٱللَّهُ لَهُنَّ سَبِيلٗا﴿١٥

15ستاسو له ښځو نه چې څوك بدکاري وکړي پر هغو باندې له تاسي څخه څلور شاهدان ونيسئ، نو كه څلور كسان شاهدي ووايي بیا یې په كورونو كې بنديانې كړئ تر څو ورته مرګ راشي يا الله د هغو لپاره څه (بله) لاره برابره كړي.

وَٱلَّذَانِ يَأۡتِيَٰنِهَا مِنكُمۡ فَـَٔاذُوهُمَاۖ فَإِن تَابَا وَأَصۡلَحَا فَأَعۡرِضُواْ عَنۡهُمَآۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ تَوَّابٗا رَّحِيمًا﴿١٦

16او هغه دوه سړي له تاسي نه چې د دې فعل (زنا/لواطت) مرتكب شي نو هغوى دواړه وځوروئ، بيا كه هغو توبه وايستله اوځانونه يې اصلاح كړل نو هغوى پرېږدئ يقيناً الله ډېر ښه توبه قبلوونكى او رحم كوونكى دى.

إِنَّمَا ٱلتَّوۡبَةُ عَلَى ٱللَّهِ لِلَّذِينَ يَعۡمَلُونَ ٱلسُّوٓءَ بِجَهَٰلَةٖ ثُمَّ يَتُوبُونَ مِن قَرِيبٖ فَأُوْلَٰٓئِكَ يَتُوبُ ٱللَّهُ عَلَيۡهِمۡۗ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمٗا﴿١٧

17بېشکه پر الله د توبې قبلولو حق د هغه كسانو لپاره دى چې د ناپوهۍ له امله كوم بد عمل ورڅخه صادر شي او ورپسې سمدلاسه توبه وباسي داسې خلكو ته بيا الله د خپلې مهربانۍ په نظر پاملرنه كوي او الله له ټولو خبرو خبردار دى او د حكمت او پوهې څښتن دى.

وَلَيۡسَتِ ٱلتَّوۡبَةُ لِلَّذِينَ يَعۡمَلُونَ ٱلسَّيِّـَٔاتِ حَتَّىٰٓ إِذَا حَضَرَ أَحَدَهُمُ ٱلۡمَوۡتُ قَالَ إِنِّي تُبۡتُ ٱلۡـَٰٔنَ وَلَا ٱلَّذِينَ يَمُوتُونَ وَهُمۡ كُفَّارٌۚ أُوْلَٰٓئِكَ أَعۡتَدۡنَا لَهُمۡ عَذَابًا أَلِيمٗا﴿١٨

18خو د هغو خلكو لپاره توبه نشته چې پرله پسې بد كارونه كوي تر دې پورې چې كله له هغو نه د يو تن مرګ رارسېږي؛ نو په هغه وخت كې وايي چې اوس مې توبه وايستله او همدغه راز د هغو كسانو لپاره هم توبه نشته چې د مرګ تروخته پورې په كفر كې پاتې شي، د دغه ډول خلكو لپاره خو موږ دردناكه سزا تياره كړېده.

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا يَحِلُّ لَكُمۡ أَن تَرِثُواْ ٱلنِّسَآءَ كَرۡهٗاۖ وَلَا تَعۡضُلُوهُنَّ لِتَذۡهَبُواْ بِبَعۡضِ مَآ ءَاتَيۡتُمُوهُنَّ إِلَّآ أَن يَأۡتِينَ بِفَٰحِشَةٖ مُّبَيِّنَةٖۚ وَعَاشِرُوهُنَّ بِٱلۡمَعۡرُوفِۚ فَإِن كَرِهۡتُمُوهُنَّ فَعَسَىٰٓ أَن تَكۡرَهُواْ شَيۡـٔٗا وَيَجۡعَلَ ٱللَّهُ فِيهِ خَيۡرٗا كَثِيرٗا﴿١٩

19اې مومنانو دا درته روانه ده چې په زور (جبراً) ښځې په ميراث واخلئ، او نه به يې را ايساروئ چې د هغه مهر څه برخه ترې ووهئ كوم چې تاسو وركړى و، مګر خو كه ښكاره بدكاري يې وكړه، او له هغوى سره ښه ګوزران كوئ، نو كه بدې مو راتلې (نو صبر وكړئ) كېداى شي يو څه به ستاسو خوښ نه وي خو الله به ډېر خير پكى واچوي.

وَإِنۡ أَرَدتُّمُ ٱسۡتِبۡدَالَ زَوۡجٖ مَّكَانَ زَوۡجٖ وَءَاتَيۡتُمۡ إِحۡدَىٰهُنَّ قِنطَارٗا فَلَا تَأۡخُذُواْ مِنۡهُ شَيۡـًٔاۚ أَتَأۡخُذُونَهُۥ بُهۡتَٰنٗا وَإِثۡمٗا مُّبِينٗا﴿٢٠

20او كه مو يوه ښځه په بلې بدلول غوښتل او د هغوى كومې يوې ته مو ډېر مال هم وركړى وي نو بېرته به هېڅ شى نه ترې اخلئ، نو آيا په تور تپلو او ښكاره ګناه به يې اخلئ؟

وَكَيۡفَ تَأۡخُذُونَهُۥ وَقَدۡ أَفۡضَىٰ بَعۡضُكُمۡ إِلَىٰ بَعۡضٖ وَأَخَذۡنَ مِنكُم مِّيثَٰقًا غَلِيظٗا﴿٢١

21او څنګه به يې اخلئ حال دا چې تاسي يو بل ته (ډېر نږدې) رسېدلي ياست او هغوى له تاسي پوخ لوز هم اخيستى؟

وَلَا تَنكِحُواْ مَا نَكَحَ ءَابَآؤُكُم مِّنَ ٱلنِّسَآءِ إِلَّا مَا قَدۡ سَلَفَۚ إِنَّهُۥ كَانَ فَٰحِشَةٗ وَمَقۡتٗا وَسَآءَ سَبِيلًا﴿٢٢

22او له هغو ښځو نه څوك مه په نكاح كوئ چې پلرونو مو نكاح كړې وي، مګر څه چې مخكې تېرشوي، بې شكه دا يو ناوړه، د غضب وړ كار او بد چلند دى.

حُرِّمَتۡ عَلَيۡكُمۡ أُمَّهَٰتُكُمۡ وَبَنَاتُكُمۡ وَأَخَوَٰتُكُمۡ وَعَمَّٰتُكُمۡ وَخَٰلَٰتُكُمۡ وَبَنَاتُ ٱلۡأَخِ وَبَنَاتُ ٱلۡأُخۡتِ وَأُمَّهَٰتُكُمُ ٱلَّٰتِيٓ أَرۡضَعۡنَكُمۡ وَأَخَوَٰتُكُم مِّنَ ٱلرَّضَٰعَةِ وَأُمَّهَٰتُ نِسَآئِكُمۡ وَرَبَٰٓئِبُكُمُ ٱلَّٰتِي فِي حُجُورِكُم مِّن نِّسَآئِكُمُ ٱلَّٰتِي دَخَلۡتُم بِهِنَّ فَإِن لَّمۡ تَكُونُواْ دَخَلۡتُم بِهِنَّ فَلَا جُنَاحَ عَلَيۡكُمۡ وَحَلَٰٓئِلُ أَبۡنَآئِكُمُ ٱلَّذِينَ مِنۡ أَصۡلَٰبِكُمۡ وَأَن تَجۡمَعُواْ بَيۡنَ ٱلۡأُخۡتَيۡنِ إِلَّا مَا قَدۡ سَلَفَۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ غَفُورٗا رَّحِيمٗا﴿٢٣

23حرامې شوې دي پر تاسو مېندې مو، لوڼې مو، خويندې مو، ترورانې مو، توړۍ ګانې مو، ورېرې مو، خورزې مو، هغه ميندې مو چې تى يې دركړى، رضاعي خويندې مو، خواښې ګانې مو، او په خپل كوركې ستاسي د هغو مېرمنو پركټۍ چې ورسره نږدې شوي ياست خو كه ورنږدې شوى نه وئ نو بيا څه ګناه درباندې نشته او د خپلو اصلي زامنو مېرمنې مو او دا چې دوه خويندې يو ځاى سره په نكاح كړئ مګر څه چې مخكې تېرشوي، بې شكه الله مهربان بخښونكى دى.

۞ وَٱلۡمُحۡصَنَٰتُ مِنَ ٱلنِّسَآءِ إِلَّا مَا مَلَكَتۡ أَيۡمَٰنُكُمۡۖ كِتَٰبَ ٱللَّهِ عَلَيۡكُمۡۚ وَأُحِلَّ لَكُم مَّا وَرَآءَ ذَٰلِكُمۡ أَن تَبۡتَغُواْ بِأَمۡوَٰلِكُم مُّحۡصِنِينَ غَيۡرَ مُسَٰفِحِينَۚ فَمَا ٱسۡتَمۡتَعۡتُم بِهِۦ مِنۡهُنَّ فَـَٔاتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ فَرِيضَةٗۚ وَلَا جُنَاحَ عَلَيۡكُمۡ فِيمَا تَرَٰضَيۡتُم بِهِۦ مِنۢ بَعۡدِ ٱلۡفَرِيضَةِۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمٗا﴿٢٤

24او (همدا شان حرامې شوې دي) مېړوښې ښځې پرته له هغو چې ستاسو ښي لاسونه یې يې مالكان شوي دی (وینځې)، دا پر تاسي ليكلې الهي فريضه ده، او له دې پرته (نورې ښځې) درته روا شوې دي چې په خپلو مالو سره يې لټونكي ياست په داسې حال كې چې ځان ساتونكى ياست نه زنا كونكي، نو چې په دې (مال) سره له هغوى نه ګټه اخيستل وغواړئ، بيا يې نو هماغه فريضه مهرونه وركړئ او كه له مهر ټاكلو وروسته په څه (بخښلو) سره راضي شوئ نو څه ګناه درباندى نشته، بې شكه الله پوه حکمت والا دى.

وَمَن لَّمۡ يَسۡتَطِعۡ مِنكُمۡ طَوۡلًا أَن يَنكِحَ ٱلۡمُحۡصَنَٰتِ ٱلۡمُؤۡمِنَٰتِ فَمِن مَّا مَلَكَتۡ أَيۡمَٰنُكُم مِّن فَتَيَٰتِكُمُ ٱلۡمُؤۡمِنَٰتِۚ وَٱللَّهُ أَعۡلَمُ بِإِيمَٰنِكُمۚ بَعۡضُكُم مِّنۢ بَعۡضٖۚ فَٱنكِحُوهُنَّ بِإِذۡنِ أَهۡلِهِنَّ وَءَاتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ بِٱلۡمَعۡرُوفِ مُحۡصَنَٰتٍ غَيۡرَ مُسَٰفِحَٰتٖ وَلَا مُتَّخِذَٰتِ أَخۡدَانٖۚ فَإِذَآ أُحۡصِنَّ فَإِنۡ أَتَيۡنَ بِفَٰحِشَةٖ فَعَلَيۡهِنَّ نِصۡفُ مَا عَلَى ٱلۡمُحۡصَنَٰتِ مِنَ ٱلۡعَذَابِۚ ذَٰلِكَ لِمَنۡ خَشِيَ ٱلۡعَنَتَ مِنكُمۡۚ وَأَن تَصۡبِرُواْ خَيۡرٞ لَّكُمۡۗ وَٱللَّهُ غَفُورٞ رَّحِيمٞ﴿٢٥

25او له تاسو چې څوك د شتمنۍ له پلوه ونه شي كړلى چې اصيلې مومنې ښځى په نكاح كړي نو بيا دې ستاسو له مومنو وينځو نه چې تاسو يې مالكان ياست (څوك په نكاح كړى) او الله ستاسو په ايمان ښه پوه دى، تاسو يو له بله ياست، نو د خپلو خاوندانو په اجازه يې په نكاح كړئ او په ښه توګه يې مهرونه وركړئ، په نكاح سره پاكې ساتل شوې نه زنا كونكې او نه پټې يار نيونكې، نو كله چې مېړوښې شوې بيا يې كه ناوړه كار وكړ نو پر دوى به د ازادو مېرمنو نيمايي سزاوي، دا مو د هغه چا لپاره ده چې له ضرره (زنا) وېريږي او كه صبر وكړئ نو درته غوره ده او الله مهربان بخښونكى دى.

يُرِيدُ ٱللَّهُ لِيُبَيِّنَ لَكُمۡ وَيَهۡدِيَكُمۡ سُنَنَ ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِكُمۡ وَيَتُوبَ عَلَيۡكُمۡۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٞ﴿٢٦

26الله غواړي چې درته بيان يې كړي او دهغو خلكو چارچلند دروښايي چې له تاسو ړومبي وو او په رحمت سره دروګرځي او الله پوه حکمت والا دى.

وَٱللَّهُ يُرِيدُ أَن يَتُوبَ عَلَيۡكُمۡ وَيُرِيدُ ٱلَّذِينَ يَتَّبِعُونَ ٱلشَّهَوَٰتِ أَن تَمِيلُواْ مَيۡلًا عَظِيمٗا﴿٢٧

27او الله غواړي چې په رحمت سره در باندې را وګرځي او هغه كسان چې په خپلو نفسي غوښتنو پسې ځي، غواړي چې تاسو ډېر زيات كاږه شئ.

يُرِيدُ ٱللَّهُ أَن يُخَفِّفَ عَنكُمۡۚ وَخُلِقَ ٱلۡإِنسَٰنُ ضَعِيفٗا﴿٢٨

28الله غواړي چې له تاسو نه (بنديزونه) سپك كړي او انسان خو پيدا شوى دى كمزورى.

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا تَأۡكُلُوٓاْ أَمۡوَٰلَكُم بَيۡنَكُم بِٱلۡبَٰطِلِ إِلَّآ أَن تَكُونَ تِجَٰرَةً عَن تَرَاضٖ مِّنكُمۡۚ وَلَا تَقۡتُلُوٓاْ أَنفُسَكُمۡۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِكُمۡ رَحِيمٗا﴿٢٩

29ای مومنانو! مالونه مو خپلوكې په ناروا مه خورئ مګر دا چې ستاسو د خوښې كومه سودا وي، او خپل ځانونه مه وژنئ (كفر يا ګناه مه كوئ) بې شكه الله خو پر تاسو ډېر مهربان دى.

وَمَن يَفۡعَلۡ ذَٰلِكَ عُدۡوَٰنٗا وَظُلۡمٗا فَسَوۡفَ نُصۡلِيهِ نَارٗاۚ وَكَانَ ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرًا﴿٣٠

30او څوك چې په تېري او ظلم سره دا كاركوي، زر به يې اور ته ننباسو، او دا خو الله ته اسانه ده.

إِن تَجۡتَنِبُواْ كَبَآئِرَ مَا تُنۡهَوۡنَ عَنۡهُ نُكَفِّرۡ عَنكُمۡ سَيِّـَٔاتِكُمۡ وَنُدۡخِلۡكُم مُّدۡخَلٗا كَرِيمٗا﴿٣١

31كه له هغو لويو (بديو) چې ترې منع شوي ياست، ډډه وکړئ نو واړه ګناهونه به مو ورژوو او د ننوتلو پتمن ځاى ته به مو داخل كړو.

وَلَا تَتَمَنَّوۡاْ مَا فَضَّلَ ٱللَّهُ بِهِۦ بَعۡضَكُمۡ عَلَىٰ بَعۡضٖۚ لِّلرِّجَالِ نَصِيبٞ مِّمَّا ٱكۡتَسَبُواْۖ وَلِلنِّسَآءِ نَصِيبٞ مِّمَّا ٱكۡتَسَبۡنَۚ وَسۡـَٔلُواْ ٱللَّهَ مِن فَضۡلِهِۦٓۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِكُلِّ شَيۡءٍ عَلِيمٗا﴿٣٢

32او د هغه شي ارمانونه (هيلې) مه كوئ چې الله ستاسو ځينو ته پر ځينو زياتى وركړى، سړيو ته د خپل عمل (سره سمه) برخه ده او ښځو ته د خپل عمل (سره سمه) برخه ده، او الله نه د هغه لورينه وغواړئ يقيناً الله په هرڅه ښه پوه دى.

وَلِكُلّٖ جَعَلۡنَا مَوَٰلِيَ مِمَّا تَرَكَ ٱلۡوَٰلِدَانِ وَٱلۡأَقۡرَبُونَۚ وَٱلَّذِينَ عَقَدَتۡ أَيۡمَٰنُكُمۡ فَـَٔاتُوهُمۡ نَصِيبَهُمۡۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ شَهِيدًا﴿٣٣

33او هر چا ته مو د هغه څه لپاره وارثان ټاكلي چې مور، پلار او خپلوانو پريښي او هغوى ته يې هم خپله برخه وركړئ چې لوړې (قسمونه) مو ورسره كړي، بې شكه الله په هر څه شاهد دى.

ٱلرِّجَالُ قَوَّٰمُونَ عَلَى ٱلنِّسَآءِ بِمَا فَضَّلَ ٱللَّهُ بَعۡضَهُمۡ عَلَىٰ بَعۡضٖ وَبِمَآ أَنفَقُواْ مِنۡ أَمۡوَٰلِهِمۡۚ فَٱلصَّٰلِحَٰتُ قَٰنِتَٰتٌ حَٰفِظَٰتٞ لِّلۡغَيۡبِ بِمَا حَفِظَ ٱللَّهُۚ وَٱلَّٰتِي تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَٱهۡجُرُوهُنَّ فِي ٱلۡمَضَاجِعِ وَٱضۡرِبُوهُنَّۖ فَإِنۡ أَطَعۡنَكُمۡ فَلَا تَبۡغُواْ عَلَيۡهِنَّ سَبِيلًاۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلِيّٗا كَبِيرٗا﴿٣٤

34سړي پر ښځو سمبالونكي (ټاكل شوي) دي، د هغه فضيلت له امله هم چې الله ځينو ته پر ځينو وركړى او په هغه لګښت هم چې (سړي يې) له خپلو مالونو كوي، نو ښې ښځې تابعدارې او په غياب كې د هغه څه ساتونكې وي چې الله خوندي كړي، او هغه ښځې چې تاسو يې له ناړامۍ وېرېږئ نو نصيحت ورته وكړئ، په بستره كې ترې بېل شئ او ويې وهئ، بيا يې كه ستاسو منله نو چټي پلمې مه ورته لټوئ، بې شكه الله ډېر لوى اوچت دى.

وَإِنۡ خِفۡتُمۡ شِقَاقَ بَيۡنِهِمَا فَٱبۡعَثُواْ حَكَمٗا مِّنۡ أَهۡلِهِۦ وَحَكَمٗا مِّنۡ أَهۡلِهَآ إِن يُرِيدَآ إِصۡلَٰحٗا يُوَفِّقِ ٱللَّهُ بَيۡنَهُمَآۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلِيمًا خَبِيرٗا﴿٣٥

35او كه د هغو دواړو خپل منځي شخړې څخه وېرېدلئ نو يو دريم ګړی د ده له كورنۍ او يو د هغې له كورنۍ ورولېږئ نو كه دوى (مېړه او ښځې) سوله غوښتله، الله به يې ترمنځ جوړه راولي، يقيناً الله خبردار پوه دى.

۞ وَٱعۡبُدُواْ ٱللَّهَ وَلَا تُشۡرِكُواْ بِهِۦ شَيۡـٔٗاۖ وَبِٱلۡوَٰلِدَيۡنِ إِحۡسَٰنٗا وَبِذِي ٱلۡقُرۡبَىٰ وَٱلۡيَتَٰمَىٰ وَٱلۡمَسَٰكِينِ وَٱلۡجَارِ ذِي ٱلۡقُرۡبَىٰ وَٱلۡجَارِ ٱلۡجُنُبِ وَٱلصَّاحِبِ بِٱلۡجَنۢبِ وَٱبۡنِ ٱلسَّبِيلِ وَمَا مَلَكَتۡ أَيۡمَٰنُكُمۡۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ مَن كَانَ مُخۡتَالٗا فَخُورًا﴿٣٦

36او (يوازې) الله ولمانځئ او هيڅ شى مه ورسره شريكوئ، مور او پلار سره ښېګڼه كوئ خپلوانو سره، يتيمانو، مسكينانو، خپلوان ګاوندي، پردي ګاونډي، د څنګ ملګري، مسافر او له هغو سره چې ستاسو په واك كې وي بې شكه الله هغه څوك نه خوښوي چې ځان ستايونكي كبرجن وي.

ٱلَّذِينَ يَبۡخَلُونَ وَيَأۡمُرُونَ ٱلنَّاسَ بِٱلۡبُخۡلِ وَيَكۡتُمُونَ مَآ ءَاتَىٰهُمُ ٱللَّهُ مِن فَضۡلِهِۦۗ وَأَعۡتَدۡنَا لِلۡكَٰفِرِينَ عَذَابٗا مُّهِينٗا﴿٣٧

37هغوى چې هم په خپله بخيلي كوي او هم نورو خلكو ته د شومتيا سپارښت كوي او هغه څه پټوي چې الله له خپله فضله وركړي او كافرانو ته مو سپكونكى عذاب چمتو كړى.

وَٱلَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمۡوَٰلَهُمۡ رِئَآءَ ٱلنَّاسِ وَلَا يُؤۡمِنُونَ بِٱللَّهِ وَلَا بِٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِۗ وَمَن يَكُنِ ٱلشَّيۡطَٰنُ لَهُۥ قَرِينٗا فَسَآءَ قَرِينٗا﴿٣٨

38او (بل) هغوى چې خپل مالونه خلكوته ځان ښودنې لپاره لګوي او په الله او آخرت ورځ ايمان نه لري، او د چا چې شيطان ملګرى شى نو ډېر بد ملګرى (يې) دى.

وَمَاذَا عَلَيۡهِمۡ لَوۡ ءَامَنُواْ بِٱللَّهِ وَٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِ وَأَنفَقُواْ مِمَّا رَزَقَهُمُ ٱللَّهُۚ وَكَانَ ٱللَّهُ بِهِمۡ عَلِيمًا﴿٣٩

39او په دوى به څه شوي وو كه پر الله او آخرت ورځ يې ايمان راوړى وای او له هغې روزي نه چې الله وركړې څه يې (الله لپاره) لګولي واى او الله خو پر دوى ښه پوه دى.

إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَظۡلِمُ مِثۡقَالَ ذَرَّةٖۖ وَإِن تَكُ حَسَنَةٗ يُضَٰعِفۡهَا وَيُؤۡتِ مِن لَّدُنۡهُ أَجۡرًا عَظِيمٗا﴿٤٠

40بې شكه الله ذرې هومره ظلم نه كوي او كه هغه ښېګړه وي نو دوه برابره يې كوي او له خپل لوري لا ستر اجر هم وركوي.

فَكَيۡفَ إِذَا جِئۡنَا مِن كُلِّ أُمَّةِۭ بِشَهِيدٖ وَجِئۡنَا بِكَ عَلَىٰ هَٰٓؤُلَآءِ شَهِيدٗا﴿٤١

41نو څه حال به وي كله چې له هر امت نه څوك شاهد راولو او تا پر دغو شاهد راولو.

يَوۡمَئِذٖ يَوَدُّ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ وَعَصَوُاْ ٱلرَّسُولَ لَوۡ تُسَوَّىٰ بِهِمُ ٱلۡأَرۡضُ وَلَا يَكۡتُمُونَ ٱللَّهَ حَدِيثٗا﴿٤٢

42په هغه ورځ به چا چى كفر کړی وي او له دې رسوله یې سرغړونه كړې وي، دا خوښوي چې ارمان ځمكه پرې هواره شوې واى او الله نه به هيڅ خبره نه شي پټولاى.

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا تَقۡرَبُواْ ٱلصَّلَوٰةَ وَأَنتُمۡ سُكَٰرَىٰ حَتَّىٰ تَعۡلَمُواْ مَا تَقُولُونَ وَلَا جُنُبًا إِلَّا عَابِرِي سَبِيلٍ حَتَّىٰ تَغۡتَسِلُواْۚ وَإِن كُنتُم مَّرۡضَىٰٓ أَوۡ عَلَىٰ سَفَرٍ أَوۡ جَآءَ أَحَدٞ مِّنكُم مِّنَ ٱلۡغَآئِطِ أَوۡ لَٰمَسۡتُمُ ٱلنِّسَآءَ فَلَمۡ تَجِدُواْ مَآءٗ فَتَيَمَّمُواْ صَعِيدٗا طَيِّبٗا فَٱمۡسَحُواْ بِوُجُوهِكُمۡ وَأَيۡدِيكُمۡۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَفُوًّا غَفُورًا﴿٤٣

43ای مومنانو په داسې حال كې لمانځه ته مه نږدى كېږئ چې تاسو نېشه (يا مست) یاست، تر هغه پورې چې پوه شئ پر هغه څه چې تاسو يې وايئ، او (همداراز) نه په جنابت كې مګر دا چې لاروي ياست تر هغو چې غسل وكړئ او كه تاسو ناروغ وئ يا په مسافرۍ كې، يا كوم يو له ميتيازو راغلئ، يا مو ښځو سره نږدېوالى وكړ خو اوبه مو ونه موندې نو د پاكې خاورې تيمم وكړئ او پر خپلو مخونو اولاسونو يې ومښئ، بى شكه الله بخښونكى عفو كوونكى دى.

أَلَمۡ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ أُوتُواْ نَصِيبٗا مِّنَ ٱلۡكِتَٰبِ يَشۡتَرُونَ ٱلضَّلَٰلَةَ وَيُرِيدُونَ أَن تَضِلُّواْ ٱلسَّبِيلَ﴿٤٤

44آيا هغو ته دې پام نه دى كړى چې د كتاب يوه برخه وركړل شوې (خو) بې لاريتوب پيري او غواړي چې تاسو هم سمه لار وركه كړئ.

وَٱللَّهُ أَعۡلَمُ بِأَعۡدَآئِكُمۡۚ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ وَلِيّٗا وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ نَصِيرٗا﴿٤٥

45الله ستاسي په دښمنانو ښه پوه دی او ستاسي د مرستې او ملاتړ لپاره يوازې الله كافي دى.

مِّنَ ٱلَّذِينَ هَادُواْ يُحَرِّفُونَ ٱلۡكَلِمَ عَن مَّوَاضِعِهِۦ وَيَقُولُونَ سَمِعۡنَا وَعَصَيۡنَا وَٱسۡمَعۡ غَيۡرَ مُسۡمَعٖ وَرَٰعِنَا لَيَّۢا بِأَلۡسِنَتِهِمۡ وَطَعۡنٗا فِي ٱلدِّينِۚ وَلَوۡ أَنَّهُمۡ قَالُواْ سَمِعۡنَا وَأَطَعۡنَا وَٱسۡمَعۡ وَٱنظُرۡنَا لَكَانَ خَيۡرٗا لَّهُمۡ وَأَقۡوَمَ وَلَٰكِن لَّعَنَهُمُ ٱللَّهُ بِكُفۡرِهِمۡ فَلَا يُؤۡمِنُونَ إِلَّا قَلِيلٗا﴿٤٦

46ځينې له يهودو (د الله) كلام له خپلو ځايونو اړوي او وايي: اورېدلي مو دي خو منلي مو نه دي! او واوره نه اورول شويه، او د ژبو په تاوولو سره لفظ د (رَاعِنا) وايي، پر دين بد ويونكي دي، خو كه دوى ويلی واى (اورېدلي او منلي مو دي)، او واوره او پر موږ نظر كوه، نو دا به ورته غوره او ډېره سمه وه خو الله د كفر له امله دوى رټلي دي نو ځكه ايمان نه راوړي مګر ډېر لږ.

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ أُوتُواْ ٱلۡكِتَٰبَ ءَامِنُواْ بِمَا نَزَّلۡنَا مُصَدِّقٗا لِّمَا مَعَكُم مِّن قَبۡلِ أَن نَّطۡمِسَ وُجُوهٗا فَنَرُدَّهَا عَلَىٰٓ أَدۡبَارِهَآ أَوۡ نَلۡعَنَهُمۡ كَمَا لَعَنَّآ أَصۡحَٰبَ ٱلسَّبۡتِۚ وَكَانَ أَمۡرُ ٱللَّهِ مَفۡعُولًا﴿٤٧

47اې هغو چا ته چې كتاب وركړى شوى پر هغه څه ايمان راوړئ چې موږ نازل كړي او تاسو سره د موجود كتاب ریښتيا ګڼونكي دى، له هغه وړاندې چې (د ځينو خلكو) مخونه ور وېجاړ كړو او څټ ته يې واړوو يا يې داسې ورټو لكه د خالي ورځې خلك مو چې ورټل، او د الله امر (حتما) كېدونكى دى.

إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَغۡفِرُ أَن يُشۡرَكَ بِهِۦ وَيَغۡفِرُ مَا دُونَ ذَٰلِكَ لِمَن يَشَآءُۚ وَمَن يُشۡرِكۡ بِٱللَّهِ فَقَدِ ٱفۡتَرَىٰٓ إِثۡمًا عَظِيمًا﴿٤٨

48يقيناً الله شرك نه بخښي او له دې پرته (نور ګناهونه) چا ته چې وغواړي بخښي يې، او څوك چې الله سره شرك كوي نو بې شكه چې هغه لوى دروغ پورې كړل.

أَلَمۡ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ يُزَكُّونَ أَنفُسَهُمۚ بَلِ ٱللَّهُ يُزَكِّي مَن يَشَآءُ وَلَا يُظۡلَمُونَ فَتِيلًا﴿٤٩

49ايا هغو ته دې نه دې كتلي چې د خپلو ځانو پاكي ستايي، نه بلكې الله چې څوك وغواړي پاكوي يې او د يوه تار په اندازه به هم ظلم پرې ونه شي.

ٱنظُرۡ كَيۡفَ يَفۡتَرُونَ عَلَى ٱللَّهِ ٱلۡكَذِبَۖ وَكَفَىٰ بِهِۦٓ إِثۡمٗا مُّبِينًا﴿٥٠

50وګوره دوى په الله پورې څنګه دروغ تړي او همدا لويه ګناه (بالكل) بس ده.

أَلَمۡ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ أُوتُواْ نَصِيبٗا مِّنَ ٱلۡكِتَٰبِ يُؤۡمِنُونَ بِٱلۡجِبۡتِ وَٱلطَّٰغُوتِ وَيَقُولُونَ لِلَّذِينَ كَفَرُواْ هَٰٓؤُلَآءِ أَهۡدَىٰ مِنَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ سَبِيلًا﴿٥١

51ايا هغو ته دې نه دي كتلي چې له كتابه يو څه برخه وركړل شوې ده، خو دوى بيا هم په پوچو بې حقيقته انګيرنو او باطل معبود باوركوي او د كافرانو په اړه وايي چې دوى تر مومنانو ډېر په سمه لار دي.

أُوْلَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ لَعَنَهُمُ ٱللَّهُۖ وَمَن يَلۡعَنِ ٱللَّهُ فَلَن تَجِدَ لَهُۥ نَصِيرًا﴿٥٢

52دوى هماغه خلك دي چې الله رټلي دي، او هغه چې الله رټلي نو څوك ملاتړى به يې ونه مومې.

أَمۡ لَهُمۡ نَصِيبٞ مِّنَ ٱلۡمُلۡكِ فَإِذٗا لَّا يُؤۡتُونَ ٱلنَّاسَ نَقِيرًا﴿٥٣

53آيا په واكمنۍ كې د دوى كومه برخه ده، نو بيا خو به خلكو ته د كجور د زړي چاود (په اندازه شی) هم ورنكړي.

أَمۡ يَحۡسُدُونَ ٱلنَّاسَ عَلَىٰ مَآ ءَاتَىٰهُمُ ٱللَّهُ مِن فَضۡلِهِۦۖ فَقَدۡ ءَاتَيۡنَآ ءَالَ إِبۡرَٰهِيمَ ٱلۡكِتَٰبَ وَٱلۡحِكۡمَةَ وَءَاتَيۡنَٰهُم مُّلۡكًا عَظِيمٗا﴿٥٤

54او كه نه، خلكو سره په هغه څه حسد كوي چې الله په خپله لورينه وركړي، نو موږ خو د ابراهيم كورنۍ ته كتاب او حكمت وركړى او (لا دا چې) لويه پاچاهي مو وركړې.

فَمِنۡهُم مَّنۡ ءَامَنَ بِهِۦ وَمِنۡهُم مَّن صَدَّ عَنۡهُۚ وَكَفَىٰ بِجَهَنَّمَ سَعِيرًا﴿٥٥

55نو له هغوى (يهودو) نه ځينو ايمان پرې راوړ او ځينو يې ډډه ترې وكړه او هماغه لمبه اور د جهنم بس دى.

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ بِـَٔايَٰتِنَا سَوۡفَ نُصۡلِيهِمۡ نَارٗا كُلَّمَا نَضِجَتۡ جُلُودُهُم بَدَّلۡنَٰهُمۡ جُلُودًا غَيۡرَهَا لِيَذُوقُواْ ٱلۡعَذَابَۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَزِيزًا حَكِيمٗا﴿٥٦

56بې شكه هغوى چې كافر شوي دي زر به يې اور ته ننباسو، هر كله چې پوستكي يې پاخه شي، وربدل به كړو نور پوستكي ترڅو (ډېر) عذاب وڅكي، بې شكه الله برلاسى حکمت والا دى.

وَٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ سَنُدۡخِلُهُمۡ جَنَّٰتٖ تَجۡرِي مِن تَحۡتِهَا ٱلۡأَنۡهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدٗاۖ لَّهُمۡ فِيهَآ أَزۡوَٰجٞ مُّطَهَّرَةٞۖ وَنُدۡخِلُهُمۡ ظِلّٗا ظَلِيلًا﴿٥٧

57او چا چې ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي زر به يې هغو جنتونو ته ورننباسو چې ترې لاندې يې ويالې بهيږي، تلپاتې په هغه كې تر ابده، په هغه كې به دوى لره پاكيزه جوړې وي اوګڼ سيورى ته به يې ننباسو.

۞ إِنَّ ٱللَّهَ يَأۡمُرُكُمۡ أَن تُؤَدُّواْ ٱلۡأَمَٰنَٰتِ إِلَىٰٓ أَهۡلِهَا وَإِذَا حَكَمۡتُم بَيۡنَ ٱلنَّاسِ أَن تَحۡكُمُواْ بِٱلۡعَدۡلِۚ إِنَّ ٱللَّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُم بِهِۦٓۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ سَمِيعَۢا بَصِيرٗا﴿٥٨

58بې شكه الله تاسو ته امر كوي چې امانتونه خپل اهل ته وسپارئ او چې كله مو د خلكو ترمنځ فيصله كوله نو په عدل سره فيصله وكړئ، بې شكه الله تاسو ته د غوره څيز نصيحت كوي، يقيناً الله ليدونكى اورېدونكى دى.

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ أَطِيعُواْ ٱللَّهَ وَأَطِيعُواْ ٱلرَّسُولَ وَأُوْلِي ٱلۡأَمۡرِ مِنكُمۡۖ فَإِن تَنَٰزَعۡتُمۡ فِي شَيۡءٖ فَرُدُّوهُ إِلَى ٱللَّهِ وَٱلرَّسُولِ إِن كُنتُمۡ تُؤۡمِنُونَ بِٱللَّهِ وَٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِۚ ذَٰلِكَ خَيۡرٞ وَأَحۡسَنُ تَأۡوِيلًا﴿٥٩

59ای مومنانو! د الله حكم ومنئ! او د رسول ومنئ! او د خپلو چارواكو، نو كه په څه كى مو سره شخړه راغله نو الله او رسول ته يې ور وګرځوئ، كه (رښتيا) تاسو په الله او آخرت ورځ ايمان لرئ، دا غوره او په انجام كې ډېره ښه ده.

أَلَمۡ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ يَزۡعُمُونَ أَنَّهُمۡ ءَامَنُواْ بِمَآ أُنزِلَ إِلَيۡكَ وَمَآ أُنزِلَ مِن قَبۡلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُوٓاْ إِلَى ٱلطَّٰغُوتِ وَقَدۡ أُمِرُوٓاْ أَن يَكۡفُرُواْ بِهِۦۖ وَيُرِيدُ ٱلشَّيۡطَٰنُ أَن يُضِلَّهُمۡ ضَلَٰلَۢا بَعِيدٗا﴿٦٠

60آيا هغه دې نه دي ليدلي چې دعوی كوي په هغه څه يې ايمان راوړى چې پر تا نازل شوي او له تا مخكې نازل شوي، خو غواړي چې د پريكړې لپاره طاغوت (باطل خداى) ته ورشي، حال دا چې ورته امر شوي چې هغه دې نه مني، او شيطان (همدا) غواړي چې بې لارې يې كړي (له حقه) لرې بې لاريتوب سره.

وَإِذَا قِيلَ لَهُمۡ تَعَالَوۡاْ إِلَىٰ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ وَإِلَى ٱلرَّسُولِ رَأَيۡتَ ٱلۡمُنَٰفِقِينَ يَصُدُّونَ عَنكَ صُدُودٗا﴿٦١

61او چې ورته وويل شي د الله رالېږلې خبرې ته راشئ او د رسول په لوري نو منافقان به وينې چې له تا نه په كلكه ډډه كوي.

فَكَيۡفَ إِذَآ أَصَٰبَتۡهُم مُّصِيبَةُۢ بِمَا قَدَّمَتۡ أَيۡدِيهِمۡ ثُمَّ جَآءُوكَ يَحۡلِفُونَ بِٱللَّهِ إِنۡ أَرَدۡنَآ إِلَّآ إِحۡسَٰنٗا وَتَوۡفِيقًا﴿٦٢

62نو بيا به څنګه وي چې په خپلو لاسو وړاندې لېږلي عمل په وجه يو مصيبت ور ورسيږي، بيا درته راشي په الله به قسمونه كوي چې موږ خو له ښېګړى او جوړښت پرته بل څه نه غوښتل.

أُوْلَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ يَعۡلَمُ ٱللَّهُ مَا فِي قُلُوبِهِمۡ فَأَعۡرِضۡ عَنۡهُمۡ وَعِظۡهُمۡ وَقُل لَّهُمۡ فِيٓ أَنفُسِهِمۡ قَوۡلَۢا بَلِيغٗا﴿٦٣

63دوى هغه خلك دي چې په زړوكې يې موجودو خبرو باندې الله پوهيږى نو څنګ ترې وكړه، نصيحت ورته وكړه او په اړه يې زړه پرېوتونكې خبره ورته وكړه.

وَمَآ أَرۡسَلۡنَا مِن رَّسُولٍ إِلَّا لِيُطَاعَ بِإِذۡنِ ٱللَّهِۚ وَلَوۡ أَنَّهُمۡ إِذ ظَّلَمُوٓاْ أَنفُسَهُمۡ جَآءُوكَ فَٱسۡتَغۡفَرُواْ ٱللَّهَ وَٱسۡتَغۡفَرَ لَهُمُ ٱلرَّسُولُ لَوَجَدُواْ ٱللَّهَ تَوَّابٗا رَّحِيمٗا﴿٦٤

64او پرته له دې چې د الله په حكم يې اطاعت وكړي شي، بل څه لپاره مو يو رسول هم نه دى رالېږلى او كه دوى هغه وخت درته راغلي واى چې پر ځانو يې ظلم كړى و بيا يې خپله هم الله نه بخښنه غوښتې واى او رسول هم بخښنه ورته غوښتې واى نو الله به يې مهربان توبه منونكى موندلى و.

فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤۡمِنُونَ حَتَّىٰ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيۡنَهُمۡ ثُمَّ لَا يَجِدُواْ فِيٓ أَنفُسِهِمۡ حَرَجٗا مِّمَّا قَضَيۡتَ وَيُسَلِّمُواْ تَسۡلِيمٗا﴿٦٥

65نو، نه، په رب دې قسم تر هغه نه شي مومنان كېدلى چې خپل منځي شخړو كې دې فيصله كوونكى ونه ټاكي، بيا ستا له پرېكړې په زړونو كې څه خپګان هم ونه مومي او ښه پخه يې ومني.

وَلَوۡ أَنَّا كَتَبۡنَا عَلَيۡهِمۡ أَنِ ٱقۡتُلُوٓاْ أَنفُسَكُمۡ أَوِ ٱخۡرُجُواْ مِن دِيَٰرِكُم مَّا فَعَلُوهُ إِلَّا قَلِيلٞ مِّنۡهُمۡۖ وَلَوۡ أَنَّهُمۡ فَعَلُواْ مَا يُوعَظُونَ بِهِۦ لَكَانَ خَيۡرٗا لَّهُمۡ وَأَشَدَّ تَثۡبِيتٗا﴿٦٦

66او كه پر دوى مو دا فرض كړې واى چې ځانونه ووژنئ او له كورو مو ووځئ نو له كمو پرته به يې چا داسې نه و كړي، خو كه هغه څه يې كړي واى چې نصيحت يې ورته كيږي نو خامخا به ورته غوره او ډېر محكم و په ډاډينه كې.

وَإِذٗا لَّأٓتَيۡنَٰهُم مِّن لَّدُنَّآ أَجۡرًا عَظِيمٗا﴿٦٧

67او بيا به مو له خپل لوري ستر اجر وركړی و.

وَلَهَدَيۡنَٰهُمۡ صِرَٰطٗا مُّسۡتَقِيمٗا﴿٦٨

68او حتماً به مو نېغه لار ورته ښوولې وه.

وَمَن يُطِعِ ٱللَّهَ وَٱلرَّسُولَ فَأُوْلَٰٓئِكَ مَعَ ٱلَّذِينَ أَنۡعَمَ ٱللَّهُ عَلَيۡهِم مِّنَ ٱلنَّبِيِّـۧنَ وَٱلصِّدِّيقِينَ وَٱلشُّهَدَآءِ وَٱلصَّٰلِحِينَۚ وَحَسُنَ أُوْلَٰٓئِكَ رَفِيقٗا﴿٦٩

69او څوك چې د الله او رسول خبره مني نو دوى به له هغو سره وي چې الله پرې لورينه كړې له نبيانو، صديقانو، شهيدانو او نېكانو سره او دوى څومره ښه خلك دي په ملګرتيا كې.

ذَٰلِكَ ٱلۡفَضۡلُ مِنَ ٱللَّهِۚ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ عَلِيمٗا﴿٧٠

70دا لورينه د الله له خوا ده او ښه پوه الله كافى دى.

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ خُذُواْ حِذۡرَكُمۡ فَٱنفِرُواْ ثُبَاتٍ أَوِ ٱنفِرُواْ جَمِيعٗا﴿٧١

71ای مومنانو! چمتو والى مو ونيسئ بيا نو يا ټولى ټولى ووځئ يا ټول په ګډه.

وَإِنَّ مِنكُمۡ لَمَن لَّيُبَطِّئَنَّ فَإِنۡ أَصَٰبَتۡكُم مُّصِيبَةٞ قَالَ قَدۡ أَنۡعَمَ ٱللَّهُ عَلَيَّ إِذۡ لَمۡ أَكُن مَّعَهُمۡ شَهِيدٗا﴿٧٢

72او بې شكه په تاسو كې ځينى خامخا لټي كوي نو بيا كه څه مصيبت در ورسيږي، وايي رښتيا چې الله پر ما فضل وكړ كله چې هغو سره حاضر نه وم.

وَلَئِنۡ أَصَٰبَكُمۡ فَضۡلٞ مِّنَ ٱللَّهِ لَيَقُولَنَّ كَأَن لَّمۡ تَكُنۢ بَيۡنَكُمۡ وَبَيۡنَهُۥ مَوَدَّةٞ يَٰلَيۡتَنِي كُنتُ مَعَهُمۡ فَأَفُوزَ فَوۡزًا عَظِيمٗا﴿٧٣

73خو كه د الله له لورې كوم فضل (يا ګټه) درورسيږي بيا نو لكه ستاسو او هغه ترمنځ چې هيڅ كومه دوستي نه وي، وايي ارمان زه هم ورسره واى چې ښه لوى برى مې ګټلى واى.

۞ فَلۡيُقَٰتِلۡ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ ٱلَّذِينَ يَشۡرُونَ ٱلۡحَيَوٰةَ ٱلدُّنۡيَا بِٱلۡأٓخِرَةِۚ وَمَن يُقَٰتِلۡ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ فَيُقۡتَلۡ أَوۡ يَغۡلِبۡ فَسَوۡفَ نُؤۡتِيهِ أَجۡرًا عَظِيمٗا﴿٧٤

74نو هغه خلك دې د الله په لار كې وجنګيږي چې دنيايي ژوند په آخرت پلوري، او څوك چې د الله په لاره كې جنګيږي بيا ووژل شي يا بريالي شي نو زر به لوى ثواب وركړو.

وَمَا لَكُمۡ لَا تُقَٰتِلُونَ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ وَٱلۡمُسۡتَضۡعَفِينَ مِنَ ٱلرِّجَالِ وَٱلنِّسَآءِ وَٱلۡوِلۡدَٰنِ ٱلَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَآ أَخۡرِجۡنَا مِنۡ هَٰذِهِ ٱلۡقَرۡيَةِ ٱلظَّالِمِ أَهۡلُهَا وَٱجۡعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيّٗا وَٱجۡعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيرًا﴿٧٥

75او په تاسو څه شوي چې د الله په لار كې او د هغو بې وزلو سړيو، ښځو او ماشومانو (ژغورنې) لپاره نه جنګېږئ چې وايي زموږ ربه له دې كلى مو وباسه چې خلك يې ظالمان دي، او له خپل لوري څوك پالونكى راته وټاكه او له خپلې خوا څوك مرستندوى راته وټاكه.

ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ يُقَٰتِلُونَ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِۖ وَٱلَّذِينَ كَفَرُواْ يُقَٰتِلُونَ فِي سَبِيلِ ٱلطَّٰغُوتِ فَقَٰتِلُوٓاْ أَوۡلِيَآءَ ٱلشَّيۡطَٰنِۖ إِنَّ كَيۡدَ ٱلشَّيۡطَٰنِ كَانَ ضَعِيفًا﴿٧٦

76چا چې ايمان راوړى د الله په لار كې جنګيږي او څوك چې كافر شوي د شيطان په لار كې جنګيږي، نو د شيطان ملګرو سره وجنګيږئ چې د شيطان تدبير حتماً كمزورى دى.

أَلَمۡ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ قِيلَ لَهُمۡ كُفُّوٓاْ أَيۡدِيَكُمۡ وَأَقِيمُواْ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتُواْ ٱلزَّكَوٰةَ فَلَمَّا كُتِبَ عَلَيۡهِمُ ٱلۡقِتَالُ إِذَا فَرِيقٞ مِّنۡهُمۡ يَخۡشَوۡنَ ٱلنَّاسَ كَخَشۡيَةِ ٱللَّهِ أَوۡ أَشَدَّ خَشۡيَةٗۚ وَقَالُواْ رَبَّنَا لِمَ كَتَبۡتَ عَلَيۡنَا ٱلۡقِتَالَ لَوۡلَآ أَخَّرۡتَنَآ إِلَىٰٓ أَجَلٖ قَرِيبٖۗ قُلۡ مَتَٰعُ ٱلدُّنۡيَا قَلِيلٞ وَٱلۡأٓخِرَةُ خَيۡرٞ لِّمَنِ ٱتَّقَىٰ وَلَا تُظۡلَمُونَ فَتِيلًا﴿٧٧

77آيا هغو ته دې نه دي كتلي چې ورته وويل شول: لاسونه مو (له جنګه ونيسئ) لمونځ كوئ او زكات وركوئ، خو كله چې جنګ ورباندې فرض شو نو دا دى يوه ډله يې له خلكو داسې ډاريږي لكه الله نه وېرېدل يا له هغه هم زياته وېره، او ويل يې: زموږ ربه! ولې دې جګړه را باندى فرض كړه؟ ولې دې تر څه نږدې نېټې ونه ځنډولو؟ ورته وايه دنيايي ګټه سامان ډېر لږ دى او آخرت غوره دى چا ته چې ځان يې وساتلو او وېښته غوندې ظلم به نه درسره كيږي.

أَيۡنَمَا تَكُونُواْ يُدۡرِككُّمُ ٱلۡمَوۡتُ وَلَوۡ كُنتُمۡ فِي بُرُوجٖ مُّشَيَّدَةٖۗ وَإِن تُصِبۡهُمۡ حَسَنَةٞ يَقُولُواْ هَٰذِهِۦ مِنۡ عِندِ ٱللَّهِۖ وَإِن تُصِبۡهُمۡ سَيِّئَةٞ يَقُولُواْ هَٰذِهِۦ مِنۡ عِندِكَۚ قُلۡ كُلّٞ مِّنۡ عِندِ ٱللَّهِۖ فَمَالِ هَٰٓؤُلَآءِ ٱلۡقَوۡمِ لَا يَكَادُونَ يَفۡقَهُونَ حَدِيثٗا﴿٧٨

78هرچېرې چې ياست مرګ به مو بيامومي كه څه هم په كلكو پخو كلاګانو كې ياست، او كه څه ښېګړه ور ورسيږي وايي دا د الله له لوري وه، خو چې كړاو ورپېښ شي، وايي: دا له تا ده، ورته وايه دا ټول د الله له لوري دي، نو په دې خلكو څه شوي چې په هېڅ خبره نه پوهيږي؟

مَّآ أَصَابَكَ مِنۡ حَسَنَةٖ فَمِنَ ٱللَّهِۖ وَمَآ أَصَابَكَ مِن سَيِّئَةٖ فَمِن نَّفۡسِكَۚ وَأَرۡسَلۡنَٰكَ لِلنَّاسِ رَسُولٗاۚ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ شَهِيدٗا﴿٧٩

79(خبره داده) كومه ښېګړه چې در ورسي د الله له خوا ده او كه څه كړاو در پېښ شي نو ستا له خپله ځانه ده، او ته مو خلكو ته يو استازى لېږلى يې، او الله د شاهد په توګه بس دى.

مَّن يُطِعِ ٱلرَّسُولَ فَقَدۡ أَطَاعَ ٱللَّهَۖ وَمَن تَوَلَّىٰ فَمَآ أَرۡسَلۡنَٰكَ عَلَيۡهِمۡ حَفِيظٗا﴿٨٠

80څوك چې د رسول حكم مني د الله حكم يې ومنلو او څوك چې مخ واړوي نو ته مو پر دوى څارونكى نه يې لېږلى.

وَيَقُولُونَ طَاعَةٞ فَإِذَا بَرَزُواْ مِنۡ عِندِكَ بَيَّتَ طَآئِفَةٞ مِّنۡهُمۡ غَيۡرَ ٱلَّذِي تَقُولُۖ وَٱللَّهُ يَكۡتُبُ مَا يُبَيِّتُونَۖ فَأَعۡرِضۡ عَنۡهُمۡ وَتَوَكَّلۡ عَلَى ٱللَّهِۚ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ وَكِيلًا﴿٨١

81او دوى وايي منل كوو، خو كله چې له تا نه ووځي نو د دوى يوه ډله په شپه كى د هغه څه پر خلاف مركې كوي چې (دلته يې) وايى، او الله يې دا د شپې مركې ليكي، نو څنګ ترې وكړه او په الله بروسه كوه او الله كار جوړوونكى بس دى.

أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ ٱلۡقُرۡءَانَۚ وَلَوۡ كَانَ مِنۡ عِندِ غَيۡرِ ٱللَّهِ لَوَجَدُواْ فِيهِ ٱخۡتِلَٰفٗا كَثِيرٗا﴿٨٢

82نو آيا دوى قرآن ته نه ځير كيږي؟ (تدبر نه کوي)، او كه هغه (قرآن) د غير الله له خوا واى نو خامخا به يې ډېره ګډوډي پكې موندلې وه.

وَإِذَا جَآءَهُمۡ أَمۡرٞ مِّنَ ٱلۡأَمۡنِ أَوِ ٱلۡخَوۡفِ أَذَاعُواْ بِهِۦۖ وَلَوۡ رَدُّوهُ إِلَى ٱلرَّسُولِ وَإِلَىٰٓ أُوْلِي ٱلۡأَمۡرِ مِنۡهُمۡ لَعَلِمَهُ ٱلَّذِينَ يَسۡتَنۢبِطُونَهُۥ مِنۡهُمۡۗ وَلَوۡلَا فَضۡلُ ٱللَّهِ عَلَيۡكُمۡ وَرَحۡمَتُهُۥ لَٱتَّبَعۡتُمُ ٱلشَّيۡطَٰنَ إِلَّا قَلِيلٗا﴿٨٣

83او كله چې هغوى ته د ډاډ يا وېرې كوم خبر راشي نو (سملاسى يې) خپوركړي، خو كه هغه يې رسول او خپلو چارواكو ته رسولى واى نو خامخا به يې هغه كسان ښه ورباندې پوهېدلي وو چې څه ترې را اېستلى شي او بيا هم كه پر تاسو د الله لورينه او پېرزوينه نه واى خامخا به مو له كمو پرته (زياتره) په شيطان پسې شوي واى.

فَقَٰتِلۡ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ لَا تُكَلَّفُ إِلَّا نَفۡسَكَۚ وَحَرِّضِ ٱلۡمُؤۡمِنِينَۖ عَسَى ٱللَّهُ أَن يَكُفَّ بَأۡسَ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْۚ وَٱللَّهُ أَشَدُّ بَأۡسٗا وَأَشَدُّ تَنكِيلٗا﴿٨٤

84نو د الله په لار كې جنګېږه، له ځانه پرته په بل چا مکلف نه یې، او مومنان (جګړې ته) هڅوه، نږدې ده چې الله د كافرانو جګړه ايساره كړي، او د الله جګړه هم ډېره سخته ده او سزا يې هم ډېره شديده ده.

مَّن يَشۡفَعۡ شَفَٰعَةً حَسَنَةٗ يَكُن لَّهُۥ نَصِيبٞ مِّنۡهَاۖ وَمَن يَشۡفَعۡ شَفَٰعَةٗ سَيِّئَةٗ يَكُن لَّهُۥ كِفۡلٞ مِّنۡهَاۗ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ مُّقِيتٗا﴿٨٥

85څوك چې ښه (روا، نېك) سپارښت وكړي نو د هغه به پكې خاصه برخه وي، او څوك چې بد سپارښت وكړي نو هغه لره به د ګناه يو پېټى پكې وي، او الله په هر څه باندې قادر (يا څارونكى) دى.

وَإِذَا حُيِّيتُم بِتَحِيَّةٖ فَحَيُّواْ بِأَحۡسَنَ مِنۡهَآ أَوۡ رُدُّوهَآۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٍ حَسِيبًا﴿٨٦

86او كله چې سلام درته وويل شو نو تر هغه لا ښه سلام ورته وواياست يا هماغه ور وګرځوئ، بې شكه الله په هر څه ښه حساب كوونكى دى.

ٱللَّهُ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَۚ لَيَجۡمَعَنَّكُمۡ إِلَىٰ يَوۡمِ ٱلۡقِيَٰمَةِ لَا رَيۡبَ فِيهِۗ وَمَنۡ أَصۡدَقُ مِنَ ٱللَّهِ حَدِيثٗا﴿٨٧

87الله هماغه دى چې له هغه پرته كوم بل خداى نشته، خامخا به مو د قيامت په هغه ورځ راغونډ كړي چې څه شك پكې نشته او تر الله زياته رښتينې خبره به د چاوي؟

۞ فَمَا لَكُمۡ فِي ٱلۡمُنَٰفِقِينَ فِئَتَيۡنِ وَٱللَّهُ أَرۡكَسَهُم بِمَا كَسَبُوٓاْۚ أَتُرِيدُونَ أَن تَهۡدُواْ مَنۡ أَضَلَّ ٱللَّهُۖ وَمَن يُضۡلِلِ ٱللَّهُ فَلَن تَجِدَ لَهُۥ سَبِيلٗا﴿٨٨

88او په تاسو څه شوي چې د منافقانو په هكله دوه ډلې شوئ، حال دا چې الله دوى د خپلو عملونو له امله نسكور كړي دي، آيا غواړئ هغه په سمه لار كړئ چې الله بې لارې كړي او الله چې څوك بې لارې كړي نو كومه لار به ورته بيا نه مومې.

وَدُّواْ لَوۡ تَكۡفُرُونَ كَمَا كَفَرُواْ فَتَكُونُونَ سَوَآءٗۖ فَلَا تَتَّخِذُواْ مِنۡهُمۡ أَوۡلِيَآءَ حَتَّىٰ يُهَاجِرُواْ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِۚ فَإِن تَوَلَّوۡاْ فَخُذُوهُمۡ وَٱقۡتُلُوهُمۡ حَيۡثُ وَجَدتُّمُوهُمۡۖ وَلَا تَتَّخِذُواْ مِنۡهُمۡ وَلِيّٗا وَلَا نَصِيرًا﴿٨٩

89هغوى دا خوښوي چې كه تاسو هم داسې كافران شئ لكه دوى چې كافر شوي نو بيا به سره برابر شئ، نو ترهغه له دوى نه دوستان مه نيسئ چې د الله په لار كې يې هجرت نه وي كړى، نو كه يې مخ واړاوو بيا يې راونيسئ او چېرى مو چې وموندل وژنئ يې، او مه ترې څوك دوست نيسئ او نه كوم مرستندوى.

إِلَّا ٱلَّذِينَ يَصِلُونَ إِلَىٰ قَوۡمِۭ بَيۡنَكُمۡ وَبَيۡنَهُم مِّيثَٰقٌ أَوۡ جَآءُوكُمۡ حَصِرَتۡ صُدُورُهُمۡ أَن يُقَٰتِلُوكُمۡ أَوۡ يُقَٰتِلُواْ قَوۡمَهُمۡۚ وَلَوۡ شَآءَ ٱللَّهُ لَسَلَّطَهُمۡ عَلَيۡكُمۡ فَلَقَٰتَلُوكُمۡۚ فَإِنِ ٱعۡتَزَلُوكُمۡ فَلَمۡ يُقَٰتِلُوكُمۡ وَأَلۡقَوۡاْ إِلَيۡكُمُ ٱلسَّلَمَ فَمَا جَعَلَ ٱللَّهُ لَكُمۡ عَلَيۡهِمۡ سَبِيلٗا﴿٩٠

90له هغو پرته چې له يو داسې قوم سره يو ځاى كيږي چې ستاسو او هغوى ترمنځ تړون وي، يا هغه چې تاسو ته په داسې حال راځي چې نور يې زړونه تنګ شوي چې له تاسو يا خپل قوم سره وجنګيږي، او كه الله غوښتي واى نو حتماً به يې درباندې مسلط كړي او بيا به درسره جنګېدل، نو كه درنه ډډې ته شول او درسره ونه جنګېدل او سوله يې درته وړاندې كړه نو بيا الله تاسو ته پر دوى كومه لار نه ده پريښې.

سَتَجِدُونَ ءَاخَرِينَ يُرِيدُونَ أَن يَأۡمَنُوكُمۡ وَيَأۡمَنُواْ قَوۡمَهُمۡ كُلَّ مَا رُدُّوٓاْ إِلَى ٱلۡفِتۡنَةِ أُرۡكِسُواْ فِيهَاۚ فَإِن لَّمۡ يَعۡتَزِلُوكُمۡ وَيُلۡقُوٓاْ إِلَيۡكُمُ ٱلسَّلَمَ وَيَكُفُّوٓاْ أَيۡدِيَهُمۡ فَخُذُوهُمۡ وَٱقۡتُلُوهُمۡ حَيۡثُ ثَقِفۡتُمُوهُمۡۚ وَأُوْلَٰٓئِكُمۡ جَعَلۡنَا لَكُمۡ عَلَيۡهِمۡ سُلۡطَٰنٗا مُّبِينٗا﴿٩١

91زر به تاسو نورهم داسى خلك بيامومئ چې غواړي هم له تاسو او هم له خپله قومه بى غمه واوسي، خو كله چې د كوم فساد په لور وبلل شي نو (بې ضرورته) پكې پرېوځي، نو كه درنه په څنګ نه شول، سوله يې دروړاندې نه كړه او (له جګړې يې) لاس وانه خیست، نو بيا يې، را نيسئ او چېرته يې چې مومئ وژنئ يې، او پر همدې خلكو مو تاسو ته ښكاره سند دركړى دى.

وَمَا كَانَ لِمُؤۡمِنٍ أَن يَقۡتُلَ مُؤۡمِنًا إِلَّا خَطَـٔٗاۚ وَمَن قَتَلَ مُؤۡمِنًا خَطَـٔٗا فَتَحۡرِيرُ رَقَبَةٖ مُّؤۡمِنَةٖ وَدِيَةٞ مُّسَلَّمَةٌ إِلَىٰٓ أَهۡلِهِۦٓ إِلَّآ أَن يَصَّدَّقُواْۚ فَإِن كَانَ مِن قَوۡمٍ عَدُوّٖ لَّكُمۡ وَهُوَ مُؤۡمِنٞ فَتَحۡرِيرُ رَقَبَةٖ مُّؤۡمِنَةٖۖ وَإِن كَانَ مِن قَوۡمِۭ بَيۡنَكُمۡ وَبَيۡنَهُم مِّيثَٰقٞ فَدِيَةٞ مُّسَلَّمَةٌ إِلَىٰٓ أَهۡلِهِۦ وَتَحۡرِيرُ رَقَبَةٖ مُّؤۡمِنَةٖۖ فَمَن لَّمۡ يَجِدۡ فَصِيَامُ شَهۡرَيۡنِ مُتَتَابِعَيۡنِ تَوۡبَةٗ مِّنَ ٱللَّهِۗ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمٗا﴿٩٢

92او يو مومن ته نه ښايي چې بل مومن ووژني مګر په خطايي، او چا چى په خطا سره كوم مومن وواژه نو (پر هغه) د يو مومن مريې ازادول او كورنۍ ته يې د وينى بيه ورسپارل دي، مګر دا چې ويې بخښي، خو كه هغه (وژل شوى) كس مومن او ستاسو له دښمن قومه و نو بيا يوازې د يو مومن مريي ازادول دي، او كه له يو داسې قومه و چې ستاسو او هغوى ترمنځ تړون وي، نو ټبر ته يې د وينې سپارل شوې بيه او د يو مومن مريي ازادول دي، خو كه څوك يې نه مومي نو پر هغه پرله پسې دوه مياشتې روژه ده د الله له لوري د توبى قبلولو لپاره، او الله پوه حکمت والا دى.

وَمَن يَقۡتُلۡ مُؤۡمِنٗا مُّتَعَمِّدٗا فَجَزَآؤُهُۥ جَهَنَّمُ خَٰلِدٗا فِيهَا وَغَضِبَ ٱللَّهُ عَلَيۡهِ وَلَعَنَهُۥ وَأَعَدَّ لَهُۥ عَذَابًا عَظِيمٗا﴿٩٣

93او څوك چې قصداً كوم مومن وژني نو سزا يې جهنم دى، تلپاتې په هغه كې، او الله پرې غضب كړى، رټلى يې دى او سترعذاب يې ورته چمتو كړى.

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِذَا ضَرَبۡتُمۡ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ فَتَبَيَّنُواْ وَلَا تَقُولُواْ لِمَنۡ أَلۡقَىٰٓ إِلَيۡكُمُ ٱلسَّلَٰمَ لَسۡتَ مُؤۡمِنٗا تَبۡتَغُونَ عَرَضَ ٱلۡحَيَوٰةِ ٱلدُّنۡيَا فَعِندَ ٱللَّهِ مَغَانِمُ كَثِيرَةٞۚ كَذَٰلِكَ كُنتُم مِّن قَبۡلُ فَمَنَّ ٱللَّهُ عَلَيۡكُمۡ فَتَبَيَّنُوٓاْۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِمَا تَعۡمَلُونَ خَبِيرٗا﴿٩٤

94ای مومنانو! كله چې د الله په لار كې (غزاته) ولاړئ نو ښه څېړنه وكړئ او څوك چې تاسو ته سلام در واچوي نو سمدلاسه مه ورته وايئ چې ته مومن نه يې، تاسو د دنيا مال سامان لټوئ نو الله سره خو ډير غنيمتونه دي، تاسو هم پخوا دغه شان وئ بيا الله ښېګړه درسره وكړه، نو ښه تحقيق كوئ، بې شكه الله مو په كړو وړو ښه خبردى.

لَّا يَسۡتَوِي ٱلۡقَٰعِدُونَ مِنَ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ غَيۡرُ أُوْلِي ٱلضَّرَرِ وَٱلۡمُجَٰهِدُونَ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ بِأَمۡوَٰلِهِمۡ وَأَنفُسِهِمۡۚ فَضَّلَ ٱللَّهُ ٱلۡمُجَٰهِدِينَ بِأَمۡوَٰلِهِمۡ وَأَنفُسِهِمۡ عَلَى ٱلۡقَٰعِدِينَ دَرَجَةٗۚ وَكُلّٗا وَعَدَ ٱللَّهُ ٱلۡحُسۡنَىٰۚ وَفَضَّلَ ٱللَّهُ ٱلۡمُجَٰهِدِينَ عَلَى ٱلۡقَٰعِدِينَ أَجۡرًا عَظِيمٗا﴿٩٥

95د مومنانو بې عذره ناست كسان او د الله په لار كې په مالونو او ځانو جهاد كوونكي سره برابر نه دي، په مال او ځان مجاهدينو ته الله پر دغو ناستو كسانو د خاصې درجى فضيلت وركړى دى. (كه څه هم) الله له هر يوه سره د ښې بدلې لوز كړى، خو مجاهدينو ته يې پر ناستو د لوى اجر فضيلت وركړى.

دَرَجَٰتٖ مِّنۡهُ وَمَغۡفِرَةٗ وَرَحۡمَةٗۚ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورٗا رَّحِيمًا﴿٩٦

96چى د ده له خوا درجې، بخښنه او لورينه ده، او الله مهربان بخښونكى دى.

إِنَّ ٱلَّذِينَ تَوَفَّىٰهُمُ ٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ ظَالِمِيٓ أَنفُسِهِمۡ قَالُواْ فِيمَ كُنتُمۡۖ قَالُواْ كُنَّا مُسۡتَضۡعَفِينَ فِي ٱلۡأَرۡضِۚ قَالُوٓاْ أَلَمۡ تَكُنۡ أَرۡضُ ٱللَّهِ وَٰسِعَةٗ فَتُهَاجِرُواْ فِيهَاۚ فَأُوْلَٰٓئِكَ مَأۡوَىٰهُمۡ جَهَنَّمُۖ وَسَآءَتۡ مَصِيرًا﴿٩٧

97بې شكه هغوی چې ملائكې يې سا اخلي په داسې حال كې چې پر خپلو ځانو ظالمان وو، (ملائكې) ورته وايي په څه حال كې وئ؟ دوى به وايي موږ په ځمكه كې كمزوري وو، ورته وايي آيا د الله ځمكه پراخه نه وه چې هجرت مو پكې كړى وى؟ نو د دې خلكو استوګنځى جهنم دى او هغه د ورګرځېدلو ډېر بد ځاى دى.

إِلَّا ٱلۡمُسۡتَضۡعَفِينَ مِنَ ٱلرِّجَالِ وَٱلنِّسَآءِ وَٱلۡوِلۡدَٰنِ لَا يَسۡتَطِيعُونَ حِيلَةٗ وَلَا يَهۡتَدُونَ سَبِيلٗا﴿٩٨

98پرته له هغو كمزورو نارينه و، ښځو او ماشومانو چې نه څه چاره لري او نه كومه لار پېژني.

فَأُوْلَٰٓئِكَ عَسَى ٱللَّهُ أَن يَعۡفُوَ عَنۡهُمۡۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَفُوًّا غَفُورٗا﴿٩٩

99نو ښايي چې الله يې و بخښي او الله مهربان تېرېدونكى دى.

۞ وَمَن يُهَاجِرۡ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ يَجِدۡ فِي ٱلۡأَرۡضِ مُرَٰغَمٗا كَثِيرٗا وَسَعَةٗۚ وَمَن يَخۡرُجۡ مِنۢ بَيۡتِهِۦ مُهَاجِرًا إِلَى ٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ ثُمَّ يُدۡرِكۡهُ ٱلۡمَوۡتُ فَقَدۡ وَقَعَ أَجۡرُهُۥ عَلَى ٱللَّهِۗ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورٗا رَّحِيمٗا﴿١٠٠

100او چا چى د الله په لار كې هجرت وكړ نو په ځمكه كې به ډېر استوګنځايونه او پراخي ومومي او څوك چې له خپله كوره د الله او رسول په لور هجرت كوونكى ووځي او مرګ يې بيامومي نو اجر يې يقيناً د الله په ذمه شو او الله مهربان بخښونكى دى.

وَإِذَا ضَرَبۡتُمۡ فِي ٱلۡأَرۡضِ فَلَيۡسَ عَلَيۡكُمۡ جُنَاحٌ أَن تَقۡصُرُواْ مِنَ ٱلصَّلَوٰةِ إِنۡ خِفۡتُمۡ أَن يَفۡتِنَكُمُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓاْۚ إِنَّ ٱلۡكَٰفِرِينَ كَانُواْ لَكُمۡ عَدُوّٗا مُّبِينٗا﴿١٠١

101او كله مو چې په ځمكه كې سفر كولو نو څه ګناه درباندې نشته چې د لمانځه نه څه رالنډ كړئ، كه وېرېدلئ چې كافران به مو وځوروي، او كافران خو يقيناً ستاسو ښكاره دښمنان دي.

وَإِذَا كُنتَ فِيهِمۡ فَأَقَمۡتَ لَهُمُ ٱلصَّلَوٰةَ فَلۡتَقُمۡ طَآئِفَةٞ مِّنۡهُم مَّعَكَ وَلۡيَأۡخُذُوٓاْ أَسۡلِحَتَهُمۡۖ فَإِذَا سَجَدُواْ فَلۡيَكُونُواْ مِن وَرَآئِكُمۡ وَلۡتَأۡتِ طَآئِفَةٌ أُخۡرَىٰ لَمۡ يُصَلُّواْ فَلۡيُصَلُّواْ مَعَكَ وَلۡيَأۡخُذُواْ حِذۡرَهُمۡ وَأَسۡلِحَتَهُمۡۗ وَدَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ لَوۡ تَغۡفُلُونَ عَنۡ أَسۡلِحَتِكُمۡ وَأَمۡتِعَتِكُمۡ فَيَمِيلُونَ عَلَيۡكُم مَّيۡلَةٗ وَٰحِدَةٗۚ وَلَا جُنَاحَ عَلَيۡكُمۡ إِن كَانَ بِكُمۡ أَذٗى مِّن مَّطَرٍ أَوۡ كُنتُم مَّرۡضَىٰٓ أَن تَضَعُوٓاْ أَسۡلِحَتَكُمۡۖ وَخُذُواْ حِذۡرَكُمۡۗ إِنَّ ٱللَّهَ أَعَدَّ لِلۡكَٰفِرِينَ عَذَابٗا مُّهِينٗا﴿١٠٢

102او چې كله ته په دوى كې وې او د لمانځه اقامت ورته وكړې نو د هغوى يو ټولى دې تا سره ودرېږي او خپلې وسلې دې واخلي، نو چې سجده يې وكړه بيا دې ستاسو تر شا اوسي او هغه بل ټولى دې راشي چې لمونځ يې لا نه دى كړى نو تا سره دې لمونځ وكړې او دوى دې هم خپل چمتووالى او وسلې ورسره واخلي، كافران خوښوي چې كه تاسو له خپلو وسلو او سامانونو لږ غافل شئ نو يو ځلي به درباندې راتوى شي، خو كه د باران له امله ځورېدئ يا ناروغان وئ نو بيا څه وبال درباندې نشته چې خپلې وسلې كيږدئ خو چمتووالى مو نيسئ، بې شكه الله كافرانو ته سپكوونكى عذاب تيار كړى دى.

فَإِذَا قَضَيۡتُمُ ٱلصَّلَوٰةَ فَٱذۡكُرُواْ ٱللَّهَ قِيَٰمٗا وَقُعُودٗا وَعَلَىٰ جُنُوبِكُمۡۚ فَإِذَا ٱطۡمَأۡنَنتُمۡ فَأَقِيمُواْ ٱلصَّلَوٰةَۚ إِنَّ ٱلصَّلَوٰةَ كَانَتۡ عَلَى ٱلۡمُؤۡمِنِينَ كِتَٰبٗا مَّوۡقُوتٗا﴿١٠٣

103نو چې لمونځ ختم كړئ بيا هم په ولاړه، ناسته او اړخ ملاسته الله يادوئ، او كله چې ډاډه شوئ نو بيا (سم پوره) لمونځ كوئ، بې شكه لمونځ په ټاكلو وختو كې پر مومنانو فرض دى.

وَلَا تَهِنُواْ فِي ٱبۡتِغَآءِ ٱلۡقَوۡمِۖ إِن تَكُونُواْ تَأۡلَمُونَ فَإِنَّهُمۡ يَأۡلَمُونَ كَمَا تَأۡلَمُونَۖ وَتَرۡجُونَ مِنَ ٱللَّهِ مَا لَا يَرۡجُونَۗ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا﴿١٠٤

104او د دې ډلې (كافرانو) په لټون كې سستي مه كوئ، كه تاسو خوږيږئ نو دوى هم ستاسو په شان خوږيږي، حال دا چې تاسو د الله نه هغه هيلې هم لرئ چې دوى يې نه لري، او الله د حكمت او پوهې خاوند دى.

إِنَّآ أَنزَلۡنَآ إِلَيۡكَ ٱلۡكِتَٰبَ بِٱلۡحَقِّ لِتَحۡكُمَ بَيۡنَ ٱلنَّاسِ بِمَآ أَرَىٰكَ ٱللَّهُۚ وَلَا تَكُن لِّلۡخَآئِنِينَ خَصِيمٗا﴿١٠٥

105بې شكه دا كتاب مو په حقه سره تا ته رانازل كړی، تر څو د خلكو ترمنځ په هغه څه فيصله وكړې چې الله درښودلي، او د خائنانو لپاره شخړه كوونكى مه اوسه.

وَٱسۡتَغۡفِرِ ٱللَّهَۖ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ غَفُورٗا رَّحِيمٗا﴿١٠٦

106له الله نه بخښنه وغواړه، بې شکه هغه ستر بخښونكى او مهربان دى.

وَلَا تُجَٰدِلۡ عَنِ ٱلَّذِينَ يَخۡتَانُونَ أَنفُسَهُمۡۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ مَن كَانَ خَوَّانًا أَثِيمٗا﴿١٠٧

107كوم كسان چې له خپل ځان سره خيانت كوي ته د هغوی لخوا جنګ مه كوه، الله خائن ګناهګار نه خوښوي.

يَسۡتَخۡفُونَ مِنَ ٱلنَّاسِ وَلَا يَسۡتَخۡفُونَ مِنَ ٱللَّهِ وَهُوَ مَعَهُمۡ إِذۡ يُبَيِّتُونَ مَا لَا يَرۡضَىٰ مِنَ ٱلۡقَوۡلِۚ وَكَانَ ٱللَّهُ بِمَا يَعۡمَلُونَ مُحِيطًا﴿١٠٨

108خلكو نه يې پټول غواړي او الله نه يې نه پټوي حال دا چى دى (الله) خو هغه مهال هم ورسره و چې د شپى په مشوره كې يې نا خوښه خبرې كولې او الله له هغو كارو چې دوى يې كوي راچاپېردى.

هَٰٓأَنتُمۡ هَٰٓؤُلَآءِ جَٰدَلۡتُمۡ عَنۡهُمۡ فِي ٱلۡحَيَوٰةِ ٱلدُّنۡيَا فَمَن يُجَٰدِلُ ٱللَّهَ عَنۡهُمۡ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِ أَم مَّن يَكُونُ عَلَيۡهِمۡ وَكِيلٗا﴿١٠٩

109ای تاسو هغه خلك ياست چې د دنيا په ژوند كې مو د دوى په مخ كې جنګونه كول نو د قيامت په ورځ به د دوى له خوا څوك الله سره جګړه كوي يا به څوك د دوى وكيل شي؟

وَمَن يَعۡمَلۡ سُوٓءًا أَوۡ يَظۡلِمۡ نَفۡسَهُۥ ثُمَّ يَسۡتَغۡفِرِ ٱللَّهَ يَجِدِ ٱللَّهَ غَفُورٗا رَّحِيمٗا﴿١١٠

110او چا چى بدي وكړه يا يې پر خپل ځان ظلم وكړ بيا يې الله نه بخښنه وغوښته نو الله به مهربان بخښونكى بيامومي.

وَمَن يَكۡسِبۡ إِثۡمٗا فَإِنَّمَا يَكۡسِبُهُۥ عَلَىٰ نَفۡسِهِۦۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمٗا﴿١١١

111او څوك چې ګناه كوي نو پر خپل ځان يې كوي او الله خو د حكمت او پوهې خاوند دى.

وَمَن يَكۡسِبۡ خَطِيٓـَٔةً أَوۡ إِثۡمٗا ثُمَّ يَرۡمِ بِهِۦ بَرِيٓـٔٗا فَقَدِ ٱحۡتَمَلَ بُهۡتَٰنٗا وَإِثۡمٗا مُّبِينٗا﴿١١٢

112او چا چې كومه خطا يا ګناه وكړه بيا يې تور په كوم بې ګناه كس ولګاوه، نو رښتيا چې د لوى بهتان او څرګندې ګناه پېټى يې واخيست.

وَلَوۡلَا فَضۡلُ ٱللَّهِ عَلَيۡكَ وَرَحۡمَتُهُۥ لَهَمَّت طَّآئِفَةٞ مِّنۡهُمۡ أَن يُضِلُّوكَ وَمَا يُضِلُّونَ إِلَّآ أَنفُسَهُمۡۖ وَمَا يَضُرُّونَكَ مِن شَيۡءٖۚ وَأَنزَلَ ٱللَّهُ عَلَيۡكَ ٱلۡكِتَٰبَ وَٱلۡحِكۡمَةَ وَعَلَّمَكَ مَا لَمۡ تَكُن تَعۡلَمُۚ وَكَانَ فَضۡلُ ٱللَّهِ عَلَيۡكَ عَظِيمٗا﴿١١٣

113او كه د الله فضل او لورينه درباندې نه واى نو د هغو يوې ډلى خو دا غوښتل چې تا تېر باسي، حال دا چې له خپلو ځانو پرته يې بل څوك نه شو تېر اېستلى، او تا ته يې هم كوم تاوان نشو در رسولى، او الله پر تا باندى كتاب او حكمت را نازل كړى او هغه څه يې در ښوولي چې تا ته معلوم نه وو او پر تا د الله ډېر ستر فضل دى.

۞ لَّا خَيۡرَ فِي كَثِيرٖ مِّن نَّجۡوَىٰهُمۡ إِلَّا مَنۡ أَمَرَ بِصَدَقَةٍ أَوۡ مَعۡرُوفٍ أَوۡ إِصۡلَٰحِۭ بَيۡنَ ٱلنَّاسِۚ وَمَن يَفۡعَلۡ ذَٰلِكَ ٱبۡتِغَآءَ مَرۡضَاتِ ٱللَّهِ فَسَوۡفَ نُؤۡتِيهِ أَجۡرًا عَظِيمٗا﴿١١٤

114په زياترو پټو ناستو (مرکو) يې خير نشته پرته له هغه چې څوك د خيرات، كومې ښېګړې يا د خلكو ترمنځ د سولې امر وكړي، او چا چې د الله د رضا په لټه داسې وكړل نو زر به ستره بدله وركړو.

وَمَن يُشَاقِقِ ٱلرَّسُولَ مِنۢ بَعۡدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُ ٱلۡهُدَىٰ وَيَتَّبِعۡ غَيۡرَ سَبِيلِ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ نُوَلِّهِۦ مَا تَوَلَّىٰ وَنُصۡلِهِۦ جَهَنَّمَۖ وَسَآءَتۡ مَصِيرًا﴿١١٥

115او څوك چې له رسول نه مخالفت كوي له هغه وروسته چې سمه لار هم ورته څرګنده شي او د مومنانو له لارې پرته په بلې پسې شي نو هماغه لوري ته به يې ورګرځوو چې ده ور مخه كړې او هغه د ورتلو بد ځاى دى.

إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَغۡفِرُ أَن يُشۡرَكَ بِهِۦ وَيَغۡفِرُ مَا دُونَ ذَٰلِكَ لِمَن يَشَآءُۚ وَمَن يُشۡرِكۡ بِٱللَّهِ فَقَدۡ ضَلَّ ضَلَٰلَۢا بَعِيدًا﴿١١٦

116بې شكه الله دا نه بخښي چې له ده سره شرك وشي، خو له دې راښكته (هرڅه) چا ته چې وغواړي بخښي يې، او چا چې الله سره شريك ونيوه نو يقيناً چې (له حق نه) په ډېر لرې بې لاريتوب كې ولاړ.

إِن يَدۡعُونَ مِن دُونِهِۦٓ إِلَّآ إِنَٰثٗا وَإِن يَدۡعُونَ إِلَّا شَيۡطَٰنٗا مَّرِيدٗا﴿١١٧

117دوى خو له الله پرته يوازې ښځينه لمانځى او له سركښ شيطانه پرته بل څه نه لمانځي.

لَّعَنَهُ ٱللَّهُۘ وَقَالَ لَأَتَّخِذَنَّ مِنۡ عِبَادِكَ نَصِيبٗا مَّفۡرُوضٗا﴿١١٨

118هماغه چې الله رټلى او ده ويلي دي چې ستا له بندګانو به حتماً يوه ټاكلې برخه ترلاسه كوم.

وَلَأُضِلَّنَّهُمۡ وَلَأُمَنِّيَنَّهُمۡ وَلَأٓمُرَنَّهُمۡ فَلَيُبَتِّكُنَّ ءَاذَانَ ٱلۡأَنۡعَٰمِ وَلَأٓمُرَنَّهُمۡ فَلَيُغَيِّرُنَّ خَلۡقَ ٱللَّهِۚ وَمَن يَتَّخِذِ ٱلشَّيۡطَٰنَ وَلِيّٗا مِّن دُونِ ٱللَّهِ فَقَدۡ خَسِرَ خُسۡرَانٗا مُّبِينٗا﴿١١٩

119او بې لارې كوم به يې او په (باطلو) هيلو كې به يې اچوم او خامخا به امر ورته كوم نو د څارويو غوږونه به غوڅوي او حتماً به امر ورته كوم نو د الله د مخلوق جوړښت به بدلوي او څوك چې له الله پرته شيطان ملګرى نيسي نو په څرګند تاوان سره تاواني شو.

يَعِدُهُمۡ وَيُمَنِّيهِمۡۖ وَمَا يَعِدُهُمُ ٱلشَّيۡطَٰنُ إِلَّا غُرُورًا﴿١٢٠

120وعدې ورسره كوي او په هيلو كې يې اچوي خو شيطان له دوكې پرته بله وعده نه ورسره كوي.

أُوْلَٰٓئِكَ مَأۡوَىٰهُمۡ جَهَنَّمُ وَلَا يَجِدُونَ عَنۡهَا مَحِيصٗا﴿١٢١

121د دوى استوګنځى جهنم دى چې هېڅ خلاصون به ترې ونه مومي.

وَٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ سَنُدۡخِلُهُمۡ جَنَّٰتٖ تَجۡرِي مِن تَحۡتِهَا ٱلۡأَنۡهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدٗاۖ وَعۡدَ ٱللَّهِ حَقّٗاۚ وَمَنۡ أَصۡدَقُ مِنَ ٱللَّهِ قِيلٗا﴿١٢٢

122او هغوى چې ايمان یې راوړى اوسم كارونه يې كړي، زر به يې داسې جنتونو ته ننباسو چې ويالې ترې لاندې بهيږي، تلپاتې په هغه كې تر ابده، د الله رښتينې وعده ده، او څوك به الله نه زيات په خبرو كې رښتينى وي؟

لَّيۡسَ بِأَمَانِيِّكُمۡ وَلَآ أَمَانِيِّ أَهۡلِ ٱلۡكِتَٰبِۗ مَن يَعۡمَلۡ سُوٓءٗا يُجۡزَ بِهِۦ وَلَا يَجِدۡ لَهُۥ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَلِيّٗا وَلَا نَصِيرٗا﴿١٢٣

123نه ستاسو په هيلو (برابره) ده او نه د اهل كتابو، چا چې ناوړه كار وكړ د هماغه بدله وركول كيږي، او ځان ته به له الله پرته نه كوم دوست مومي او نه څوك مرستندوى.

وَمَن يَعۡمَلۡ مِنَ ٱلصَّٰلِحَٰتِ مِن ذَكَرٍ أَوۡ أُنثَىٰ وَهُوَ مُؤۡمِنٞ فَأُوْلَٰٓئِكَ يَدۡخُلُونَ ٱلۡجَنَّةَ وَلَا يُظۡلَمُونَ نَقِيرٗا﴿١٢٤

124او څوك چې ښه عملونه وكړي، نارينه وي كه ښځينه خو چې مومن وي نو دغسې خلك به جنت ته ننوځي او د كجور زړي د چاود په اندازه به ظلم پرې ونه شي.

وَمَنۡ أَحۡسَنُ دِينٗا مِّمَّنۡ أَسۡلَمَ وَجۡهَهُۥ لِلَّهِ وَهُوَ مُحۡسِنٞ وَٱتَّبَعَ مِلَّةَ إِبۡرَٰهِيمَ حَنِيفٗاۗ وَٱتَّخَذَ ٱللَّهُ إِبۡرَٰهِيمَ خَلِيلٗا﴿١٢٥

125او له هغه چا نه په دين كې څوك غوره دى چې الله ته يې ځان تسليم كړى، حال دا چې ښېګڼې والا دی، او د حق پلوي ابراهيم په دين پسې روان وي او الله خو ابراهيم خپل دوست نيولى.

وَلِلَّهِ مَا فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِي ٱلۡأَرۡضِۚ وَكَانَ ٱللَّهُ بِكُلِّ شَيۡءٖ مُّحِيطٗا﴿١٢٦

126او څه چې په اسمانو كې دي او څه چې په ځمكه كې دي، هغه (ټول) د الله دي، او الله له هر څه راچاپېر دى.

وَيَسۡتَفۡتُونَكَ فِي ٱلنِّسَآءِۖ قُلِ ٱللَّهُ يُفۡتِيكُمۡ فِيهِنَّ وَمَا يُتۡلَىٰ عَلَيۡكُمۡ فِي ٱلۡكِتَٰبِ فِي يَتَٰمَى ٱلنِّسَآءِ ٱلَّٰتِي لَا تُؤۡتُونَهُنَّ مَا كُتِبَ لَهُنَّ وَتَرۡغَبُونَ أَن تَنكِحُوهُنَّ وَٱلۡمُسۡتَضۡعَفِينَ مِنَ ٱلۡوِلۡدَٰنِ وَأَن تَقُومُواْ لِلۡيَتَٰمَىٰ بِٱلۡقِسۡطِۚ وَمَا تَفۡعَلُواْ مِنۡ خَيۡرٖ فَإِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِهِۦ عَلِيمٗا﴿١٢٧

127او د ښځو په هكله درنه فتوى غواړي، ورته وايه الله په دوى كې هم فتوى دركوي او هغه څه هم (د رښايي) چې په كتاب كې درباندې لوستل كيږي يعنې د هغو يتيمو ښځو په هكله چې ټاكلى مهر يې نه وركوئ او غواړئ چې په نكاح يې كړئ او د كمزورو ماشومانو په هكله هم، او دا چې د يتيمانو په اړه په عدل ولاړ اوسئ، او كوم د خير كار چى كوئ نو الله ډېر ښه ورباندې پوه دى.

وَإِنِ ٱمۡرَأَةٌ خَافَتۡ مِنۢ بَعۡلِهَا نُشُوزًا أَوۡ إِعۡرَاضٗا فَلَا جُنَاحَ عَلَيۡهِمَآ أَن يُصۡلِحَا بَيۡنَهُمَا صُلۡحٗاۚ وَٱلصُّلۡحُ خَيۡرٞۗ وَأُحۡضِرَتِ ٱلۡأَنفُسُ ٱلشُّحَّۚ وَإِن تُحۡسِنُواْ وَتَتَّقُواْ فَإِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِمَا تَعۡمَلُونَ خَبِيرٗا﴿١٢٨

128او كه كومه ښځه د خپل خاوند له ناوړه چلند يا مخ اړونې په اندېښنه كې وه نو څه ګناه ورباندې نشته كه خپلو كې څه جوړه سره وكړي، او جوړه خو ډېره ښه ده او نفسونه زړه تنګى ته حاضر شوي دي، او كه تاسو ښېګڼه او ځان ساتنه وكړئ نو بې شكه الله په هغه چې تاسو يې كوئ ښه خبر دى.

وَلَن تَسۡتَطِيعُوٓاْ أَن تَعۡدِلُواْ بَيۡنَ ٱلنِّسَآءِ وَلَوۡ حَرَصۡتُمۡۖ فَلَا تَمِيلُواْ كُلَّ ٱلۡمَيۡلِ فَتَذَرُوهَا كَٱلۡمُعَلَّقَةِۚ وَإِن تُصۡلِحُواْ وَتَتَّقُواْ فَإِنَّ ٱللَّهَ كَانَ غَفُورٗا رَّحِيمٗا﴿١٢٩

129او هيڅكله به ونه شئ كړاى چې د ښځو ترمنځ عدل وكړئ كه څه هم تلوسه يې ولرئ، نو (يوه لوري ته) په كامله توګه مه اوړئ چې (بله) د ځوړندې په شان پرېږدئ او كه سوله او تقوى وكړئ نو بې شكه الله مهربان بخښونكى دى.

وَإِن يَتَفَرَّقَا يُغۡنِ ٱللَّهُ كُلّٗا مِّن سَعَتِهِۦۚ وَكَانَ ٱللَّهُ وَٰسِعًا حَكِيمٗا﴿١٣٠

130او كه (ښځه او خاوند) سره بېل هم شي نو الله به يې خپل پراخ فضل سره هر يو غني كړي او الله د حكمت او پراخۍ څښتن دى.

وَلِلَّهِ مَا فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِي ٱلۡأَرۡضِۗ وَلَقَدۡ وَصَّيۡنَا ٱلَّذِينَ أُوتُواْ ٱلۡكِتَٰبَ مِن قَبۡلِكُمۡ وَإِيَّاكُمۡ أَنِ ٱتَّقُواْ ٱللَّهَۚ وَإِن تَكۡفُرُواْ فَإِنَّ لِلَّهِ مَا فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِي ٱلۡأَرۡضِۚ وَكَانَ ٱللَّهُ غَنِيًّا حَمِيدٗا﴿١٣١

131او په اسمانو او ځمكه كې هر څه الله لره دي او يقيناً موږ هغو ته هم دا حكم كړى و چې له تاسو ړومبى كتاب وركړى شوى و او تاسو ته هم چې الله نه ووېرېږئ، او كه كافران شئ نو بې شكه په اسمانو كې هر څه او په ځمكه كې هر څه ټول د الله دي او الله ستايل شوى غني دى.

وَلِلَّهِ مَا فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِي ٱلۡأَرۡضِۚ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ وَكِيلًا﴿١٣٢

132او څه چې په اسمانو كې دي او څه چې په ځمكه كې دي ټول الله لره دي، او الله بس دى ښه كارجوړوونكى.

إِن يَشَأۡ يُذۡهِبۡكُمۡ أَيُّهَا ٱلنَّاسُ وَيَأۡتِ بِـَٔاخَرِينَۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلَىٰ ذَٰلِكَ قَدِيرٗا﴿١٣٣

133كه وغواړي نو تاسو به له منځه يوسي او نور به راولي، او الله په دې ښه برلاسى دى.

مَّن كَانَ يُرِيدُ ثَوَابَ ٱلدُّنۡيَا فَعِندَ ٱللَّهِ ثَوَابُ ٱلدُّنۡيَا وَٱلۡأٓخِرَةِۚ وَكَانَ ٱللَّهُ سَمِيعَۢا بَصِيرٗا﴿١٣٤

134څوك چې (يوازى) دنيايى بدله غواړي نو (خبردې شي) چې الله سره هم دنيايى بدله شته او هم د آخرت او الله ليدونكى اورېدونكى دى.

۞ يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ كُونُواْ قَوَّٰمِينَ بِٱلۡقِسۡطِ شُهَدَآءَ لِلَّهِ وَلَوۡ عَلَىٰٓ أَنفُسِكُمۡ أَوِ ٱلۡوَٰلِدَيۡنِ وَٱلۡأَقۡرَبِينَۚ إِن يَكُنۡ غَنِيًّا أَوۡ فَقِيرٗا فَٱللَّهُ أَوۡلَىٰ بِهِمَاۖ فَلَا تَتَّبِعُواْ ٱلۡهَوَىٰٓ أَن تَعۡدِلُواْۚ وَإِن تَلۡوُۥٓاْ أَوۡ تُعۡرِضُواْ فَإِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِمَا تَعۡمَلُونَ خَبِيرٗا﴿١٣٥

135اى مومنانو (تل) په عدل (محكم) ولاړ اوسېږئ، د الله لپاره شاهدان، كه څه هم پر خپلو ځانو مو وي يا پر مور، پلار او خپلوانو، شتمن وي كه بېوزله، خو الله تر هر چا زيات د هغو دواړو خواو خيرغوښتونكى دى، نو په (خپل) هوس پسې مه ځئ چې بيا له حقه هم واوړئ او كه ژبې واړوئ راواړوئ يا څنګ وكړئ نو بې شكه په هغو كارو الله ښه خبر دى چې تاسو يې كوئ.

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ ءَامِنُواْ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ وَٱلۡكِتَٰبِ ٱلَّذِي نَزَّلَ عَلَىٰ رَسُولِهِۦ وَٱلۡكِتَٰبِ ٱلَّذِيٓ أَنزَلَ مِن قَبۡلُۚ وَمَن يَكۡفُرۡ بِٱللَّهِ وَمَلَٰٓئِكَتِهِۦ وَكُتُبِهِۦ وَرُسُلِهِۦ وَٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِ فَقَدۡ ضَلَّ ضَلَٰلَۢا بَعِيدًا﴿١٣٦

136اى مومنانو! په الله، په رسول او په هغه كتاب ايمان راوړئ چې الله پر خپل رسول را نازل كړى او په هغه كتاب چې مخکې يې نازل كړى او څوك چې له الله، ملايكو يى، كتابونو يى، رسولانو يې او وروستۍ ورځې نه منكر شي نو رښتيا چې هغه په بې لاريتوب كې ډېر لرې ولاړ.

إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ ثُمَّ كَفَرُواْ ثُمَّ ءَامَنُواْ ثُمَّ كَفَرُواْ ثُمَّ ٱزۡدَادُواْ كُفۡرٗا لَّمۡ يَكُنِ ٱللَّهُ لِيَغۡفِرَ لَهُمۡ وَلَا لِيَهۡدِيَهُمۡ سَبِيلَۢا﴿١٣٧

137يقيناً هغوى چې ايمان راوړو بيا كافر شول بيا يې ايمان راوړو بيا كافر شول او بيا يى په كفر كې ښه زياتوالى وكړ نو الله به نه دوى ته بخښنه وكړي او نه به ورته سمه لار وښايي.

بَشِّرِ ٱلۡمُنَٰفِقِينَ بِأَنَّ لَهُمۡ عَذَابًا أَلِيمًا﴿١٣٨

138منافقانو ته زېرى وركړه چې دوى ته دردناك عذاب (ټاكل شوى) دى.

ٱلَّذِينَ يَتَّخِذُونَ ٱلۡكَٰفِرِينَ أَوۡلِيَآءَ مِن دُونِ ٱلۡمُؤۡمِنِينَۚ أَيَبۡتَغُونَ عِندَهُمُ ٱلۡعِزَّةَ فَإِنَّ ٱلۡعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعٗا﴿١٣٩

139هماغه كسان چې له مومنانو پرته كافران په دوستۍ نيسي، آيا د هغو په خوا كې عزت لټوي؟ حال دا چې عزت خو ټول الله سره دى.

وَقَدۡ نَزَّلَ عَلَيۡكُمۡ فِي ٱلۡكِتَٰبِ أَنۡ إِذَا سَمِعۡتُمۡ ءَايَٰتِ ٱللَّهِ يُكۡفَرُ بِهَا وَيُسۡتَهۡزَأُ بِهَا فَلَا تَقۡعُدُواْ مَعَهُمۡ حَتَّىٰ يَخُوضُواْ فِي حَدِيثٍ غَيۡرِهِۦٓ إِنَّكُمۡ إِذٗا مِّثۡلُهُمۡۗ إِنَّ ٱللَّهَ جَامِعُ ٱلۡمُنَٰفِقِينَ وَٱلۡكَٰفِرِينَ فِي جَهَنَّمَ جَمِيعًا﴿١٤٠

140او حقيقت دا دى چې تاسو ته خو په كتاب كې دا نازل شوى وو چې كله مو واورېدل د الله په ايتونو كفر كيږي او ملنډې پرې وهل كيږي نو تر هغه مه ورسره كېنئ چې په نورو خبرو كې بوخت شي، كنه بيا خو به تاسو هم د دوى په شان وئ، بې شكه الله په جهنم كې د منافقانو او (نورو) كافرانو راټولوونكى دى.

ٱلَّذِينَ يَتَرَبَّصُونَ بِكُمۡ فَإِن كَانَ لَكُمۡ فَتۡحٞ مِّنَ ٱللَّهِ قَالُوٓاْ أَلَمۡ نَكُن مَّعَكُمۡ وَإِن كَانَ لِلۡكَٰفِرِينَ نَصِيبٞ قَالُوٓاْ أَلَمۡ نَسۡتَحۡوِذۡ عَلَيۡكُمۡ وَنَمۡنَعۡكُم مِّنَ ٱلۡمُؤۡمِنِينَۚ فَٱللَّهُ يَحۡكُمُ بَيۡنَكُمۡ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِۚ وَلَن يَجۡعَلَ ٱللَّهُ لِلۡكَٰفِرِينَ عَلَى ٱلۡمُؤۡمِنِينَ سَبِيلًا﴿١٤١

141هغه (منافقان) چې ستاسو په اړه انتظار كوي، نو كه د الله له خوا مو برى نصيب شو دوى وايي آيا موږ درسره نه وو او كه د كافرانو څه په برخه شو نو (هغوته) وايي آيا موږ درباندې برلاسي نه و او له مومنانو مو ونه ژغورلئ، نو الله به د قيامت په ورځ ستاسو ترمنځ فيصله كوي او الله به هيڅكله كافرانو ته پرمومنانو (د برلاسۍ) لاره ورنه كړي.

إِنَّ ٱلۡمُنَٰفِقِينَ يُخَٰدِعُونَ ٱللَّهَ وَهُوَ خَٰدِعُهُمۡ وَإِذَا قَامُوٓاْ إِلَى ٱلصَّلَوٰةِ قَامُواْ كُسَالَىٰ يُرَآءُونَ ٱلنَّاسَ وَلَا يَذۡكُرُونَ ٱللَّهَ إِلَّا قَلِيلٗا﴿١٤٢

142بې شكه دا منافقان الله سره ټګي كوي او په حقيقت كې الله هغوى په دوكه كې غورځولي دي او كله چې لمانځه ته پاڅيږي نو په لټۍ سره پاڅيږي، خلكو ته ځان ښودنه كوي او الله نه يادوي مګر ډېر لږ.

مُّذَبۡذَبِينَ بَيۡنَ ذَٰلِكَ لَآ إِلَىٰ هَٰٓؤُلَآءِ وَلَآ إِلَىٰ هَٰٓؤُلَآءِۚ وَمَن يُضۡلِلِ ٱللَّهُ فَلَن تَجِدَ لَهُۥ سَبِيلٗا﴿١٤٣

143د دې ترمنځه زړه نازړه دي، نه د دغو په لوري دي او نه د هغو او څوك چې الله يې بې لارې كړي نو هيڅكله به لار ورته ونه مومې.

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا تَتَّخِذُواْ ٱلۡكَٰفِرِينَ أَوۡلِيَآءَ مِن دُونِ ٱلۡمُؤۡمِنِينَۚ أَتُرِيدُونَ أَن تَجۡعَلُواْ لِلَّهِ عَلَيۡكُمۡ سُلۡطَٰنٗا مُّبِينًا﴿١٤٤

144اى مومنانو! د مومنانو په ځاى له كافرانو سره ملګرتيا مه كوئ آيا غواړئ چې د ځان پر خلاف الله ته څرګند سند وركړئ.

إِنَّ ٱلۡمُنَٰفِقِينَ فِي ٱلدَّرۡكِ ٱلۡأَسۡفَلِ مِنَ ٱلنَّارِ وَلَن تَجِدَ لَهُمۡ نَصِيرًا﴿١٤٥

145بې شكه منافقان به د اور په بيخي لانديني تل كې وي او ته به هيڅكله دوى ته څوك مرستندوى ونه مومې.

إِلَّا ٱلَّذِينَ تَابُواْ وَأَصۡلَحُواْ وَٱعۡتَصَمُواْ بِٱللَّهِ وَأَخۡلَصُواْ دِينَهُمۡ لِلَّهِ فَأُوْلَٰٓئِكَ مَعَ ٱلۡمُؤۡمِنِينَۖ وَسَوۡفَ يُؤۡتِ ٱللَّهُ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ أَجۡرًا عَظِيمٗا﴿١٤٦

146پرته له هغو چې توبه يې ووېسته او سم يې كړل (عملونه) او په (دين د) الله يې منګولې ولګولې او خپل دين يې الله لره سوچه كړ نو داسې خلك به له مومنانو سره وي، او الله به ډير زر مومنانو ته لويه بدله وركړي.

مَّا يَفۡعَلُ ٱللَّهُ بِعَذَابِكُمۡ إِن شَكَرۡتُمۡ وَءَامَنتُمۡۚ وَكَانَ ٱللَّهُ شَاكِرًا عَلِيمٗا﴿١٤٧

147الله به ستاسو په ځورولو څه كوي، كه شكر مو ووېست او ايمان مو راوړ او الله خو پوه شكر قبلوونكى دى.

۞ لَّا يُحِبُّ ٱللَّهُ ٱلۡجَهۡرَ بِٱلسُّوٓءِ مِنَ ٱلۡقَوۡلِ إِلَّا مَن ظُلِمَۚ وَكَانَ ٱللَّهُ سَمِيعًا عَلِيمًا﴿١٤٨

148الله بده وینا نه خوښوي، پرته له هغه چا چې زياتى ورسره شوى وي، او الله پوه اورېدونكى دى.

إِن تُبۡدُواْ خَيۡرًا أَوۡ تُخۡفُوهُ أَوۡ تَعۡفُواْ عَن سُوٓءٖ فَإِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَفُوّٗا قَدِيرًا﴿١٤٩

149كه ښېګڼه څرګندوئ، يا يې پټوئ او يا له څه بدو تېرېږئ نو بې شكه الله هم سره له وسې تېرېدونكى دى.

إِنَّ ٱلَّذِينَ يَكۡفُرُونَ بِٱللَّهِ وَرُسُلِهِۦ وَيُرِيدُونَ أَن يُفَرِّقُواْ بَيۡنَ ٱللَّهِ وَرُسُلِهِۦ وَيَقُولُونَ نُؤۡمِنُ بِبَعۡضٖ وَنَكۡفُرُ بِبَعۡضٖ وَيُرِيدُونَ أَن يَتَّخِذُواْ بَيۡنَ ذَٰلِكَ سَبِيلًا﴿١٥٠

150بې شكه هغوى چې له الله او رسولانو يې منكريږي او غواړي چې د الله او د رسولانو ترمنځ يې بېلتون وكړي (داسې چې) وايي په ځېنو ايمان راوړو او ځينې نه منو او غواړي چې د دې (كفر او اسلام) ترمنځ بله لار ونيسي.

أُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡكَٰفِرُونَ حَقّٗاۚ وَأَعۡتَدۡنَا لِلۡكَٰفِرِينَ عَذَابٗا مُّهِينٗا﴿١٥١

151دا خلك نو پاخه كافران دي او دغسې كافرانو ته مو سپكوونكى عذاب تيار كړى.

وَٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ بِٱللَّهِ وَرُسُلِهِۦ وَلَمۡ يُفَرِّقُواْ بَيۡنَ أَحَدٖ مِّنۡهُمۡ أُوْلَٰٓئِكَ سَوۡفَ يُؤۡتِيهِمۡ أُجُورَهُمۡۚ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورٗا رَّحِيمٗا﴿١٥٢

152او چا چې په الله او رسولانو يې ايمان راوړ او د هغو يوه كې يې هم څه توپير ونه كړ نو دوى ته به يې ډېر زر خپلې بدلې وركړي او الله مهربان بخښونكى دى.

يَسۡـَٔلُكَ أَهۡلُ ٱلۡكِتَٰبِ أَن تُنَزِّلَ عَلَيۡهِمۡ كِتَٰبٗا مِّنَ ٱلسَّمَآءِۚ فَقَدۡ سَأَلُواْ مُوسَىٰٓ أَكۡبَرَ مِن ذَٰلِكَ فَقَالُوٓاْ أَرِنَا ٱللَّهَ جَهۡرَةٗ فَأَخَذَتۡهُمُ ٱلصَّٰعِقَةُ بِظُلۡمِهِمۡۚ ثُمَّ ٱتَّخَذُواْ ٱلۡعِجۡلَ مِنۢ بَعۡدِ مَا جَآءَتۡهُمُ ٱلۡبَيِّنَٰتُ فَعَفَوۡنَا عَن ذَٰلِكَۚ وَءَاتَيۡنَا مُوسَىٰ سُلۡطَٰنٗا مُّبِينٗا﴿١٥٣

153اهل كتاب در څخه غواړي چې له اسمانه يوه کتاب پرې نازل كړې، نو دوى خو له موسى نه تر دې ډېره لويه غوښتنه كړې وه، ورته ويلي يې وو چې الله په څرګنده راوښايه! چې د همدغې ناړامۍ له امله بيا تندر پرې راولوېد، بيا يې خوسى (ځان ته) په خدايۍ ونيوه (دا هم) وروسته له هغه چې ښكاره نښې ورته راغلې، خو له هغه هم موږ ورتېر شو، او موسى ته مو څرګند فرمان وركړ.

وَرَفَعۡنَا فَوۡقَهُمُ ٱلطُّورَ بِمِيثَٰقِهِمۡ وَقُلۡنَا لَهُمُ ٱدۡخُلُواْ ٱلۡبَابَ سُجَّدٗا وَقُلۡنَا لَهُمۡ لَا تَعۡدُواْ فِي ٱلسَّبۡتِ وَأَخَذۡنَا مِنۡهُم مِّيثَٰقًا غَلِيظٗا﴿١٥٤

154او د دوى پخې ژمنې لپاره مو طور(غر) پرې اوچت كړ او ورته و مو ويل په دې وره به سجده كونكي ننوځئ، او (دا مو هم) ورته وويل چې د خالي په ورځ به تېرى نه كوئ او پوخ لوز مو ترې واخيست.

فَبِمَا نَقۡضِهِم مِّيثَٰقَهُمۡ وَكُفۡرِهِم بِـَٔايَٰتِ ٱللَّهِ وَقَتۡلِهِمُ ٱلۡأَنۢبِيَآءَ بِغَيۡرِ حَقّٖ وَقَوۡلِهِمۡ قُلُوبُنَا غُلۡفُۢۚ بَلۡ طَبَعَ ٱللَّهُ عَلَيۡهَا بِكُفۡرِهِمۡ فَلَا يُؤۡمِنُونَ إِلَّا قَلِيلٗا﴿١٥٥

155نو د دوی د لوز ماتولو، د الله له آيتونو منكرېدلو او د (يو شمېر) رسولانو په نا حقه وژلو او د هغى وينا له امله يې چې ويل به يې زموږ زړونه په پردو كې دي چې په حقيقت كې د هغوى د كفر په وجه الله مهر پرې لګولى و (نو دا دى اوس) ډېر لږ ايمان راوړي.

وَبِكُفۡرِهِمۡ وَقَوۡلِهِمۡ عَلَىٰ مَرۡيَمَ بُهۡتَٰنًا عَظِيمٗا﴿١٥٦

156او د كفر له امله يې او پر مريمې د لوى بهتان ويلو له امله يې.

وَقَوۡلِهِمۡ إِنَّا قَتَلۡنَا ٱلۡمَسِيحَ عِيسَى ٱبۡنَ مَرۡيَمَ رَسُولَ ٱللَّهِ وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَٰكِن شُبِّهَ لَهُمۡۚ وَإِنَّ ٱلَّذِينَ ٱخۡتَلَفُواْ فِيهِ لَفِي شَكّٖ مِّنۡهُۚ مَا لَهُم بِهِۦ مِنۡ عِلۡمٍ إِلَّا ٱتِّبَاعَ ٱلظَّنِّۚ وَمَا قَتَلُوهُ يَقِينَۢا﴿١٥٧

157او دا خبره يې چې موږ د الله رسول مسيح عيسى د مريمې زوى وژلى دى حال دا چې نه يې وژلى او نه يې په سولۍ كړى و، بلكې ورته مشابه كړى شو (بل كس د عيسى په رنګ کې) او بې شكه هغوى چې د ده په هكله شخړه كوي، خامخا په دې اړه په شك كې دي، له ګومانه پرته د دوى څه علم پرې نشته او يقيني خو يې نه دى وژلى.

بَل رَّفَعَهُ ٱللَّهُ إِلَيۡهِۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمٗا﴿١٥٨

158بلكې الله هغه خپل لوري ته اوچت كړ، او الله ډېر زورور او د حكمت څښتن دى.

وَإِن مِّنۡ أَهۡلِ ٱلۡكِتَٰبِ إِلَّا لَيُؤۡمِنَنَّ بِهِۦ قَبۡلَ مَوۡتِهِۦۖ وَيَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِ يَكُونُ عَلَيۡهِمۡ شَهِيدٗا﴿١٥٩

159او له اهل كتابو نه به هېڅوك داسې نه وي چې له مرګه مخكې يې پر هغه ايمان رانه وړي او د قيامت په ورځ به هغه ورباندې شاهد وي.

فَبِظُلۡمٖ مِّنَ ٱلَّذِينَ هَادُواْ حَرَّمۡنَا عَلَيۡهِمۡ طَيِّبَٰتٍ أُحِلَّتۡ لَهُمۡ وَبِصَدِّهِمۡ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ كَثِيرٗا﴿١٦٠

160نو د يهودو د همدې ظلم (او زياتي) په اساس او په دې چې د الله له لارې ډېر ايسارول كوي، زياتره هغه پاكيزه شيان مو پرې حرام كړل چې ورته حلال وو.

وَأَخۡذِهِمُ ٱلرِّبَوٰاْ وَقَدۡ نُهُواْ عَنۡهُ وَأَكۡلِهِمۡ أَمۡوَٰلَ ٱلنَّاسِ بِٱلۡبَٰطِلِۚ وَأَعۡتَدۡنَا لِلۡكَٰفِرِينَ مِنۡهُمۡ عَذَابًا أَلِيمٗا﴿١٦١

161او همدارنګه د سود اخيستل يې چې ترې منع شوي هم وو او په نا حقه يې د خلكو مالونو خوړلو په وجه او دوى نه چې څوك كافران وو هغو ته مو دردناك عذاب تيار كړى دى.

لَّٰكِنِ ٱلرَّٰسِخُونَ فِي ٱلۡعِلۡمِ مِنۡهُمۡ وَٱلۡمُؤۡمِنُونَ يُؤۡمِنُونَ بِمَآ أُنزِلَ إِلَيۡكَ وَمَآ أُنزِلَ مِن قَبۡلِكَۚ وَٱلۡمُقِيمِينَ ٱلصَّلَوٰةَۚ وَٱلۡمُؤۡتُونَ ٱلزَّكَوٰةَ وَٱلۡمُؤۡمِنُونَ بِٱللَّهِ وَٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِ أُوْلَٰٓئِكَ سَنُؤۡتِيهِمۡ أَجۡرًا عَظِيمًا﴿١٦٢

162خو له دوى نه د پاخه علم خاوندان او هغه مومنان چې هم پر تا رانازل شوى (دين) مني او هم له تا مخكې نازل شوي (كتابونه) او د لمانځه او زكات ادا كوونكي او په الله او وروستۍ ورځ ايمان راوړونكي دوي (ټولو) ته به لوى اجر وركړو.

۞ إِنَّآ أَوۡحَيۡنَآ إِلَيۡكَ كَمَآ أَوۡحَيۡنَآ إِلَىٰ نُوحٖ وَٱلنَّبِيِّـۧنَ مِنۢ بَعۡدِهِۦۚ وَأَوۡحَيۡنَآ إِلَىٰٓ إِبۡرَٰهِيمَ وَإِسۡمَٰعِيلَ وَإِسۡحَٰقَ وَيَعۡقُوبَ وَٱلۡأَسۡبَاطِ وَعِيسَىٰ وَأَيُّوبَ وَيُونُسَ وَهَٰرُونَ وَسُلَيۡمَٰنَۚ وَءَاتَيۡنَا دَاوُۥدَ زَبُورٗا﴿١٦٣

163يقيناً موږ تا ته هماغه شان وحې درلېږلې ده لكه نوح او له هغه وروسته نبيانو ته مو چې ورلېږلې ده او (لكه چې) وحې مو لېږلې وه ابراهيم، اسماعيل، اسحاق، يعقوب او اولادې ته يې، عيسى، ايوب، يونس، هارون او سليمان ته، او داود ته مو زبور وركړى و.

وَرُسُلٗا قَدۡ قَصَصۡنَٰهُمۡ عَلَيۡكَ مِن قَبۡلُ وَرُسُلٗا لَّمۡ نَقۡصُصۡهُمۡ عَلَيۡكَۚ وَكَلَّمَ ٱللَّهُ مُوسَىٰ تَكۡلِيمٗا﴿١٦٤

164او (هغو) رسولانو ته هم چې مخكې يې موږ يادونه درته كړې او هغو رسولانو ته هم چې يادونه يې موږ تا ته نه ده كړې او موسى سره الله په ځانګړي شان خبرې كړې دي.

رُّسُلٗا مُّبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ لِئَلَّا يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى ٱللَّهِ حُجَّةُۢ بَعۡدَ ٱلرُّسُلِۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمٗا﴿١٦٥

165(دا ټول) رسولان زېرى وركوونكي او وېروونكي (لېږل شوي وو) تر څو له رسولانو وروسته خلكو ته د الله پر وړاندې كوم دليل پاتې نه شي، او الله د حكمت والا برلاسى دى.

لَّٰكِنِ ٱللَّهُ يَشۡهَدُ بِمَآ أَنزَلَ إِلَيۡكَۖ أَنزَلَهُۥ بِعِلۡمِهِۦۖ وَٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ يَشۡهَدُونَۚ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ شَهِيدًا﴿١٦٦

166خو الله شهادت وركوي چې څه يې تا ته نازل كړي، هغه يې په خپل علم نازل كړي او ملايكې هم په دې شاهدي وركوي (كه څه هم) د الله شاهدي بيخى بس ده.

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ وَصَدُّواْ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ قَدۡ ضَلُّواْ ضَلَٰلَۢا بَعِيدًا﴿١٦٧

167بې شكه هغوى چې كافران شوي او (نور يې هم) د الله له لارې ايسار كړي دي، نو رښتيا چې په بې لاريتوب كې ډېر لرې پراته دي.

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ وَظَلَمُواْ لَمۡ يَكُنِ ٱللَّهُ لِيَغۡفِرَ لَهُمۡ وَلَا لِيَهۡدِيَهُمۡ طَرِيقًا﴿١٦٨

168يقيناً څوك چې كافر شوي او ظلم يې كړى نو الله به نه بخښنه ورته وكړي او نه به كومه لاره ورته وښايې.

إِلَّا طَرِيقَ جَهَنَّمَ خَٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدٗاۚ وَكَانَ ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرٗا﴿١٦٩

169پرته د جهنم له لارې چې هلته پكې تلپاتي وي ابدي او دا خو الله ته (ډېره) اسانه ده.

يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ قَدۡ جَآءَكُمُ ٱلرَّسُولُ بِٱلۡحَقِّ مِن رَّبِّكُمۡ فَـَٔامِنُواْ خَيۡرٗا لَّكُمۡۚ وَإِن تَكۡفُرُواْ فَإِنَّ لِلَّهِ مَا فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمٗا﴿١٧٠

170اى خلكو يقيناً چې دا رسول مو د خپل رب له لوري له حق سره درغلى، نو ايمان پرې راوړئ، دا درته غوره ده او كه كافران شوئ نو بې شكه څه چې په اسمانو كې دي او څه چې په ځمكه كې دي، ټول د الله دي او الله د حكمت والا پوه دى.

يَٰٓأَهۡلَ ٱلۡكِتَٰبِ لَا تَغۡلُواْ فِي دِينِكُمۡ وَلَا تَقُولُواْ عَلَى ٱللَّهِ إِلَّا ٱلۡحَقَّۚ إِنَّمَا ٱلۡمَسِيحُ عِيسَى ٱبۡنُ مَرۡيَمَ رَسُولُ ٱللَّهِ وَكَلِمَتُهُۥٓ أَلۡقَىٰهَآ إِلَىٰ مَرۡيَمَ وَرُوحٞ مِّنۡهُۖ فَـَٔامِنُواْ بِٱللَّهِ وَرُسُلِهِۦۖ وَلَا تَقُولُواْ ثَلَٰثَةٌۚ ٱنتَهُواْ خَيۡرٗا لَّكُمۡۚ إِنَّمَا ٱللَّهُ إِلَٰهٞ وَٰحِدٞۖ سُبۡحَٰنَهُۥٓ أَن يَكُونَ لَهُۥ وَلَدٞۘ لَّهُۥ مَا فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِي ٱلۡأَرۡضِۗ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ وَكِيلٗا﴿١٧١

171ای اهل كتابو! په خپل دين كې مو بې اندازې تېرى مكوئ او د الله په اړه له حقه پرته څه مه واياست، خبره دا ده چې مسيح عيسى د مريمې زوى د الله رسول او هغه فرمان و چې مريمې ته يې ولېږه او د الله له لوري يو روح و، نو په الله او رسولانو يې ايمان راوړئ، او مه واياست چې درې دي، ډډه وكړئ، همدا درته غوره ده، په حقيقت كې الله يوازنى (په حقه) معبود دى، هماغه له دې پاك دى چې څوك د هغه زوى وي، د اسمانو او ځمكې هر څه خو يوازې د هغه دي او الله ساتونكى څارونكى بس دى.

لَّن يَسۡتَنكِفَ ٱلۡمَسِيحُ أَن يَكُونَ عَبۡدٗا لِّلَّهِ وَلَا ٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ ٱلۡمُقَرَّبُونَۚ وَمَن يَسۡتَنكِفۡ عَنۡ عِبَادَتِهِۦ وَيَسۡتَكۡبِرۡ فَسَيَحۡشُرُهُمۡ إِلَيۡهِ جَمِيعٗا﴿١٧٢

172نه مسيح له دې څه ننـګ كوي چې د الله يو بنده واوسي او نه مقربې ملايكې، او هرڅوك چې د الله له عبادته ننګ او لويي كوي نو ډېر زر به ټول خپلې خوا ته راغونډ كړي.

فَأَمَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ فَيُوَفِّيهِمۡ أُجُورَهُمۡ وَيَزِيدُهُم مِّن فَضۡلِهِۦۖ وَأَمَّا ٱلَّذِينَ ٱسۡتَنكَفُواْ وَٱسۡتَكۡبَرُواْ فَيُعَذِّبُهُمۡ عَذَابًا أَلِيمٗا وَلَا يَجِدُونَ لَهُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ وَلِيّٗا وَلَا نَصِيرٗا﴿١٧٣

173نو چا چى ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي نو بد له به يې هم پوره پوره وركړي او له خپله فضله به لا نورهم ور زيات كړي، خو چا چې (له عبادته) ننګ او لويي كړې وي نو په دردناك عذاب به يې وكړوي، او له الله پرته به نه څوك اشنا ومومي او نه كوم مرستندوى.

يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ قَدۡ جَآءَكُم بُرۡهَٰنٞ مِّن رَّبِّكُمۡ وَأَنزَلۡنَآ إِلَيۡكُمۡ نُورٗا مُّبِينٗا﴿١٧٤

174اې خلكو يقيناً چې د خپل رب له لوري مو ښكاره دليل (چې محمد دى) درغلى او تاسو ته مو څرګنده رڼا نازله كړې (چى قرآن دى).

فَأَمَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ بِٱللَّهِ وَٱعۡتَصَمُواْ بِهِۦ فَسَيُدۡخِلُهُمۡ فِي رَحۡمَةٖ مِّنۡهُ وَفَضۡلٖ وَيَهۡدِيهِمۡ إِلَيۡهِ صِرَٰطٗا مُّسۡتَقِيمٗا﴿١٧٥

175نو هر هغه چې په الله يې ايمان راوړى او منګولې يې پرې لګولي دي نو زر به يې په خپل رحمت او پېرزوينه كې داخل كړي او خپل لوري ته نېغه لار به ور وښايي.

يَسۡتَفۡتُونَكَ قُلِ ٱللَّهُ يُفۡتِيكُمۡ فِي ٱلۡكَلَٰلَةِۚ إِنِ ٱمۡرُؤٌاْ هَلَكَ لَيۡسَ لَهُۥ وَلَدٞ وَلَهُۥٓ أُخۡتٞ فَلَهَا نِصۡفُ مَا تَرَكَۚ وَهُوَ يَرِثُهَآ إِن لَّمۡ يَكُن لَّهَا وَلَدٞۚ فَإِن كَانَتَا ٱثۡنَتَيۡنِ فَلَهُمَا ٱلثُّلُثَانِ مِمَّا تَرَكَۚ وَإِن كَانُوٓاْ إِخۡوَةٗ رِّجَالٗا وَنِسَآءٗ فَلِلذَّكَرِ مِثۡلُ حَظِّ ٱلۡأُنثَيَيۡنِۗ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ لَكُمۡ أَن تَضِلُّواْۗ وَٱللَّهُ بِكُلِّ شَيۡءٍ عَلِيمُۢ﴿١٧٦

176دوى فتوى درنه غواړي، ورته وايه د كلاله (چى نه يي پلار وى نه اولاد) په هكله الله (داسې) فتوى دركوي چې: كه يوكس ومري، زوى يې نه وي او يوه خور يې وي نو دې لره د هغه څه نيمايي ده چې هغه پريښي، او دى به له دې خور نه هر څه به ميراث وړي، كه زوى يې نه و نو كه هغوى دوه خويندې وې بيا يې د پريښي مال له دريو دوه برخې دي او كه وارثان (ډېر) ورونه، خويندى وي نو هر نارينه ته به لكه د دوو ښځو برخه وي، (دا حكمونه) الله درته بيانوي تر څو بې لارې نه شئ او الله خو په هر څه ښه پوه دى.

RELATED SURAHS