Al-Anfal

الأنفال

The Spoils of War75 ayahsMedinan

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

يَسۡـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلۡأَنفَالِۖ قُلِ ٱلۡأَنفَالُ لِلَّهِ وَٱلرَّسُولِۖ فَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ وَأَصۡلِحُواْ ذَاتَ بَيۡنِكُمۡۖ وَأَطِيعُواْ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥٓ إِن كُنتُم مُّؤۡمِنِينَ﴿١

1له تا څخه د غنيمتونو په باب پوښتنه كوي؟ ووايه: دا غنيمتونو خو د الله او د هغه د پيغمبر دى، نو تاسي له الله څخه ووېرېږئ او خپل منځي اړيكې سمې كړئ او د الله او د هغه د پيغمبر اطاعت وكړئ كه تاسو مومنان ياست.

إِنَّمَا ٱلۡمُؤۡمِنُونَ ٱلَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ ٱللَّهُ وَجِلَتۡ قُلُوبُهُمۡ وَإِذَا تُلِيَتۡ عَلَيۡهِمۡ ءَايَٰتُهُۥ زَادَتۡهُمۡ إِيمَٰنٗا وَعَلَىٰ رَبِّهِمۡ يَتَوَكَّلُونَ﴿٢

2رښتيني مومنان هغه دي چې د هغو زړونه د الله د ياد په اورېدلو لړزېږي او كله چې د هغو پر وړاندې د الله آيتونه لوستل كېږي نو د هغو ايمان زياتېږي او هغوى پر خپل رب اعتماد لري.

ٱلَّذِينَ يُقِيمُونَ ٱلصَّلَوٰةَ وَمِمَّا رَزَقۡنَٰهُمۡ يُنفِقُونَ﴿٣

3هغه كسان چې لمونځ قائموي او څه چې موږ هغوی ته وركړي دي له هغو څخه (زموږ په لار كې) لګوي.

أُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡمُؤۡمِنُونَ حَقّٗاۚ لَّهُمۡ دَرَجَٰتٌ عِندَ رَبِّهِمۡ وَمَغۡفِرَةٞ وَرِزۡقٞ كَرِيمٞ﴿٤

4همداسې خلك حقيقي مومنان دي، دوی لپاره د هغو له رب سره لويې درجې دي، له ګناهونو څخه تېرېدنه او ډېره غوره روزي ده.

كَمَآ أَخۡرَجَكَ رَبُّكَ مِنۢ بَيۡتِكَ بِٱلۡحَقِّ وَإِنَّ فَرِيقٗا مِّنَ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ لَكَٰرِهُونَ﴿٥

5لكه چې رب دې په حقه سره له كوره راووېستې او له مومنانو يوه ډله حتماً نا خوښه وه.

يُجَٰدِلُونَكَ فِي ٱلۡحَقِّ بَعۡدَ مَا تَبَيَّنَ كَأَنَّمَا يُسَاقُونَ إِلَى ٱلۡمَوۡتِ وَهُمۡ يَنظُرُونَ﴿٦

6بحث کوي دوی ستا سره په حق خبره کې وروسته له دې چې (حق) ښکاره شوی و، ګویا کې دوی بوتلل کیدل مرګ ته او حال دا دې چې دوی ویني مرګ لره (ښکاره).

وَإِذۡ يَعِدُكُمُ ٱللَّهُ إِحۡدَى ٱلطَّآئِفَتَيۡنِ أَنَّهَا لَكُمۡ وَتَوَدُّونَ أَنَّ غَيۡرَ ذَاتِ ٱلشَّوۡكَةِ تَكُونُ لَكُمۡ وَيُرِيدُ ٱللَّهُ أَن يُحِقَّ ٱلۡحَقَّ بِكَلِمَٰتِهِۦ وَيَقۡطَعَ دَابِرَ ٱلۡكَٰفِرِينَ﴿٧

7او ياد كړئ هغه وخت چې الله له تاسي سره وعده كوله چې له دوو ډلو څخه به يوه تاسي ته په لاس درشي، تاسي غوښتل چې بې وسلې (كمزورې) ډله دې په لاس درشي، خو د الله اراده دا وه چې په خپلو لارښوونو سره حق ثابت وښايي او د كافرانو سټه و باسي.

لِيُحِقَّ ٱلۡحَقَّ وَيُبۡطِلَ ٱلۡبَٰطِلَ وَلَوۡ كَرِهَ ٱلۡمُجۡرِمُونَ﴿٨

8تر څو حق ثابت شي او باطل له منځه ولاړ شي، كه دا د مجرمانو لپاره څومره ناكاره هم بريښي.

إِذۡ تَسۡتَغِيثُونَ رَبَّكُمۡ فَٱسۡتَجَابَ لَكُمۡ أَنِّي مُمِدُّكُم بِأَلۡفٖ مِّنَ ٱلۡمَلَٰٓئِكَةِ مُرۡدِفِينَ﴿٩

9هغه وخت چې كله تاسي خپل پروردګار ته فرياد كاوه، په ځواب كې هغه وفرمايل چې زه ستاسي د مرستې لپاره پرله پسې يو زر پرښتې درلېږم.

وَمَا جَعَلَهُ ٱللَّهُ إِلَّا بُشۡرَىٰ وَلِتَطۡمَئِنَّ بِهِۦ قُلُوبُكُمۡۚ وَمَا ٱلنَّصۡرُ إِلَّا مِنۡ عِندِ ٱللَّهِۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ﴿١٠

10او دا هر څه الله له دې لپاره وکړل چې تاسي لپاره زيرى وي او زړونه مو پرې ډاډه شي، كه نه نو مرسته خو چې هر كله كېږي د هماغه الله له لوري كېږي، په يقيني توګه الله برلاسی او د حكمت څښتن دى.

إِذۡ يُغَشِّيكُمُ ٱلنُّعَاسَ أَمَنَةٗ مِّنۡهُ وَيُنَزِّلُ عَلَيۡكُم مِّنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءٗ لِّيُطَهِّرَكُم بِهِۦ وَيُذۡهِبَ عَنكُمۡ رِجۡزَ ٱلشَّيۡطَٰنِ وَلِيَرۡبِطَ عَلَىٰ قُلُوبِكُمۡ وَيُثَبِّتَ بِهِ ٱلۡأَقۡدَامَ﴿١١

11كله چې پر تاسو يې له خپل لوري د ډاډينې لپاره پركالي راخپروله او پر تاسې يې له اسمانه اوبه راتويولې چې ورباندې پاك مو كړي، د شيطان پليتي در څخه يوسي، زړونه مو پرې قوي او پښې مو ورباندې ټينګې كړي.

إِذۡ يُوحِي رَبُّكَ إِلَى ٱلۡمَلَٰٓئِكَةِ أَنِّي مَعَكُمۡ فَثَبِّتُواْ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْۚ سَأُلۡقِي فِي قُلُوبِ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ ٱلرُّعۡبَ فَٱضۡرِبُواْ فَوۡقَ ٱلۡأَعۡنَاقِ وَٱضۡرِبُواْ مِنۡهُمۡ كُلَّ بَنَانٖ﴿١٢

12كله چې ستا رب ملايكو ته وحې وكړه چې زه خامخا درسره (مل) يم نو هغه خلك ټينګ كړئ چې مومنان دي، زه به ډېر زر د هغو كسانو په زړونو كې وېره واچوم چې كافر شوي دي نو پر غاړو يې ووهئ او بند په بند (يا ټولې ګوتې) يې ووهئ.

ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمۡ شَآقُّواْ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥۚ وَمَن يُشَاقِقِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ فَإِنَّ ٱللَّهَ شَدِيدُ ٱلۡعِقَابِ﴿١٣

13دا ځكه چې دې خلكو له الله او د هغه له پيغمبر سره مخالفت كړې ده او څوك چې له الله او د هغه له رسول سره مخالفت کوي نو بې شكه چې الله د سخت عذاب والا دى.

ذَٰلِكُمۡ فَذُوقُوهُ وَأَنَّ لِلۡكَٰفِرِينَ عَذَابَ ٱلنَّارِ﴿١٤

14دا ستاسي (دنيايي سزا ده) نو ويې څكئ او يقيناً (په آخرت كې) د كافرانو لپاره د اور عذاب دى.

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِذَا لَقِيتُمُ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ زَحۡفٗا فَلَا تُوَلُّوهُمُ ٱلۡأَدۡبَارَ﴿١٥

15اې مومنانو! كله چې كافرانو سره د يو لښكر په بڼه مخامخ شئ نو هغوى ته شا مه ورګرځوئ.

وَمَن يُوَلِّهِمۡ يَوۡمَئِذٖ دُبُرَهُۥٓ إِلَّا مُتَحَرِّفٗا لِّقِتَالٍ أَوۡ مُتَحَيِّزًا إِلَىٰ فِئَةٖ فَقَدۡ بَآءَ بِغَضَبٖ مِّنَ ٱللَّهِ وَمَأۡوَىٰهُ جَهَنَّمُۖ وَبِئۡسَ ٱلۡمَصِيرُ﴿١٦

16او څوك چې په هغه ورځ شا ور اړوي پرته له دې چې د جګړې لپاره ځاى بدلونكی يا بلې ډلې سره يوځاى كېدونكى وي نو هغه د الله له لوري په يو غضب اخته شو او استوګنځى يې جهنم دى او هغه د ورګرځېدو بد ځاى دى.

فَلَمۡ تَقۡتُلُوهُمۡ وَلَٰكِنَّ ٱللَّهَ قَتَلَهُمۡۚ وَمَا رَمَيۡتَ إِذۡ رَمَيۡتَ وَلَٰكِنَّ ٱللَّهَ رَمَىٰ وَلِيُبۡلِيَ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ مِنۡهُ بَلَآءً حَسَنًاۚ إِنَّ ٱللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٞ﴿١٧

17نو تاسو هغوى نه دي وژلى خو الله وژلي او تا نه دي ويشتلې هغه وخت چې ودې ويشتل بلكې الله وويشتل، او د دې لپاره چې مومنان له خپل لوري له يوې ښې ازموينې تېركړي، بې شكه الله ډېر پوه اورېدونكى دى.

ذَٰلِكُمۡ وَأَنَّ ٱللَّهَ مُوهِنُ كَيۡدِ ٱلۡكَٰفِرِينَ﴿١٨

18دا وشوه، او يقيناً الله د كافرانو د چلونو كمزورى كوونكى دى.

إِن تَسۡتَفۡتِحُواْ فَقَدۡ جَآءَكُمُ ٱلۡفَتۡحُۖ وَإِن تَنتَهُواْ فَهُوَ خَيۡرٞ لَّكُمۡۖ وَإِن تَعُودُواْ نَعُدۡ وَلَن تُغۡنِيَ عَنكُمۡ فِئَتُكُمۡ شَيۡـٔٗا وَلَوۡ كَثُرَتۡ وَأَنَّ ٱللَّهَ مَعَ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ﴿١٩

19(اى كفارو) كه تاسو (حقاني ډلې لپاره) برى غوښتلو نو دا دى برى درته راغلو، اوس كه تاسو (له جګړې) ايسار شوئ نو دا درته غوره ده، او كه بېرته (كفر او جګړى ته) وګرځئ نو موږ به هم در وګرځو او ستاسي ډله به هېڅ در څخه ايسار نكړى شي كه څه هم ډېره زياته وي او الله خو يقينا له مومنانو سره دى.

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ أَطِيعُواْ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَلَا تَوَلَّوۡاْ عَنۡهُ وَأَنتُمۡ تَسۡمَعُونَ﴿٢٠

20اې مومنانو د الله او د هغه د رسول اطاعت كوئ او مخ ترې مه اړوئ حال دا چې تاسو ښه اورئ.

وَلَا تَكُونُواْ كَٱلَّذِينَ قَالُواْ سَمِعۡنَا وَهُمۡ لَا يَسۡمَعُونَ﴿٢١

21د هغو خلكو په شان مه كېږئ چې وويل یې: موږ واورېدل په داسې حال كې چې دوى يې نه اوري.

۞ إِنَّ شَرَّ ٱلدَّوَآبِّ عِندَ ٱللَّهِ ٱلصُّمُّ ٱلۡبُكۡمُ ٱلَّذِينَ لَا يَعۡقِلُونَ﴿٢٢

22بې شكه د الله پر وړاندې تر ټولو ژوو (حيواناتو) بدتر هغه كاڼه ګونګيان خلك دي چې عقل نه كاروي.

وَلَوۡ عَلِمَ ٱللَّهُ فِيهِمۡ خَيۡرٗا لَّأَسۡمَعَهُمۡۖ وَلَوۡ أَسۡمَعَهُمۡ لَتَوَلَّواْ وَّهُم مُّعۡرِضُونَ﴿٢٣

23او كه الله ته په دوى كې څه خير معلوم وى نو خامخا به يې دوی ته اورولي وو، او كه اورولي يې هم وى بيا به يې هم مخ ګرځولو او دوى به څنګ كوونكي وو.

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ ٱسۡتَجِيبُواْ لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمۡ لِمَا يُحۡيِيكُمۡۖ وَٱعۡلَمُوٓاْ أَنَّ ٱللَّهَ يَحُولُ بَيۡنَ ٱلۡمَرۡءِ وَقَلۡبِهِۦ وَأَنَّهُۥٓ إِلَيۡهِ تُحۡشَرُونَ﴿٢٤

24اې مومنانو! دالله او رسول بلنه منئ كله چې تاسو هغه څه ته بلي چې ژوندي كوي مو، او پوه شئ چې الله د انسان او د هغه د زړه ترمنځ پرده كيږي او د هماغه لور ته به تاسي ورغونډ كړاى شئ.

وَٱتَّقُواْ فِتۡنَةٗ لَّا تُصِيبَنَّ ٱلَّذِينَ ظَلَمُواْ مِنكُمۡ خَآصَّةٗۖ وَٱعۡلَمُوٓاْ أَنَّ ٱللَّهَ شَدِيدُ ٱلۡعِقَابِ﴿٢٥

25او له هغې فتنې ځان وساتئ چې په ځانګړې توګه به يوازې ستاسو هغو خلكو ته نه رسي چې ګناه يې كړې وي، او پوه شئ چې الله د سخت عذاب والا دى.

وَٱذۡكُرُوٓاْ إِذۡ أَنتُمۡ قَلِيلٞ مُّسۡتَضۡعَفُونَ فِي ٱلۡأَرۡضِ تَخَافُونَ أَن يَتَخَطَّفَكُمُ ٱلنَّاسُ فَـَٔاوَىٰكُمۡ وَأَيَّدَكُم بِنَصۡرِهِۦ وَرَزَقَكُم مِّنَ ٱلطَّيِّبَٰتِ لَعَلَّكُمۡ تَشۡكُرُونَ﴿٢٦

26او در ياد كړئ هغه مهال چې تاسو كمزوري كړاى شوي وئ په ځمكه كې، وېرېدئ به چې خلك به مو وتښتوي نو بيا يې تاسو ته ځاى دركړ او په خپلې مرستې يې قوت دركړ او پاكيزه شيان يې در روزي كړل، دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ.

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا تَخُونُواْ ٱللَّهَ وَٱلرَّسُولَ وَتَخُونُوٓاْ أَمَٰنَٰتِكُمۡ وَأَنتُمۡ تَعۡلَمُونَ﴿٢٧

27اې مومنانو! الله او رسول سره خيانت مه كوئ او هم خپل امانتونه مه خيانت كوئ حال دا چې تاسو (ښه) پوهېږئ هم.

وَٱعۡلَمُوٓاْ أَنَّمَآ أَمۡوَٰلُكُمۡ وَأَوۡلَٰدُكُمۡ فِتۡنَةٞ وَأَنَّ ٱللَّهَ عِندَهُۥٓ أَجۡرٌ عَظِيمٞ﴿٢٨

28او پوه شئ چې بې شكه مالونه او خېلخانى (اولادونه) مو ستاسو لپاره يو ازميښت دى، او يقيناً الله سره لوى اجر دى.

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِن تَتَّقُواْ ٱللَّهَ يَجۡعَل لَّكُمۡ فُرۡقَانٗا وَيُكَفِّرۡ عَنكُمۡ سَيِّـَٔاتِكُمۡ وَيَغۡفِرۡ لَكُمۡۗ وَٱللَّهُ ذُو ٱلۡفَضۡلِ ٱلۡعَظِيمِ﴿٢٩

29ای مومنانو! كه الله نه وېره وكړئ نو تاسو ته به د حق او باطل بېلولو هدايت (وجدان او رڼايې) دركړي او ګناهونه به مو ورژوي او بخښنه به درته وكړي او الله د لوى فضل خاوند دى.

وَإِذۡ يَمۡكُرُ بِكَ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ لِيُثۡبِتُوكَ أَوۡ يَقۡتُلُوكَ أَوۡ يُخۡرِجُوكَۚ وَيَمۡكُرُونَ وَيَمۡكُرُ ٱللَّهُۖ وَٱللَّهُ خَيۡرُ ٱلۡمَٰكِرِينَ﴿٣٠

30او كله چې تاته كافرانو دسيسې جوړولې چې بندي دې كړي، يا دې ووژني او يا دې (له مكې) وباسي. او چلونه يې جوړول او الله هغوى ته تدبير جوړولو او الله تر ټولو غوره تدبير جوړوونكى دى.

وَإِذَا تُتۡلَىٰ عَلَيۡهِمۡ ءَايَٰتُنَا قَالُواْ قَدۡ سَمِعۡنَا لَوۡ نَشَآءُ لَقُلۡنَا مِثۡلَ هَٰذَآ إِنۡ هَٰذَآ إِلَّآ أَسَٰطِيرُ ٱلۡأَوَّلِينَ﴿٣١

31او كله چې زموږ اّيتونه پرې لوستل كيږي وايي واموورېدل، كه وغواړو موږ هم داسې ويلى شو، دا د ړومبنيو له كيسو پرته بل څه نه دي.

وَإِذۡ قَالُواْ ٱللَّهُمَّ إِن كَانَ هَٰذَا هُوَ ٱلۡحَقَّ مِنۡ عِندِكَ فَأَمۡطِرۡ عَلَيۡنَا حِجَارَةٗ مِّنَ ٱلسَّمَآءِ أَوِ ٱئۡتِنَا بِعَذَابٍ أَلِيمٖ﴿٣٢

32او كله چې دوى وويل: اى الله! كه چېرى دا كلام حق او ستا له لوري وي نو پر موږ له اسمانه كاڼي را وواروه يا كوم (بل) دردناك عذاب را باندې راوله.

وَمَا كَانَ ٱللَّهُ لِيُعَذِّبَهُمۡ وَأَنتَ فِيهِمۡۚ وَمَا كَانَ ٱللَّهُ مُعَذِّبَهُمۡ وَهُمۡ يَسۡتَغۡفِرُونَ﴿٣٣

33او حال دا چې الله يې عذابوونكى نه و تر څو چې ته پكې موجود وې او نه يې الله په هغه وخت كې عذابوونكى و چې دوى بخښنه غوښته.

وَمَا لَهُمۡ أَلَّا يُعَذِّبَهُمُ ٱللَّهُ وَهُمۡ يَصُدُّونَ عَنِ ٱلۡمَسۡجِدِ ٱلۡحَرَامِ وَمَا كَانُوٓاْ أَوۡلِيَآءَهُۥٓۚ إِنۡ أَوۡلِيَآؤُهُۥٓ إِلَّا ٱلۡمُتَّقُونَ وَلَٰكِنَّ أَكۡثَرَهُمۡ لَا يَعۡلَمُونَ﴿٣٤

34او الله به يې ولې نه عذابوي په داسې حال كې چې هغوى د مسجد حرام نه (خلك) ايساروي او دوى يې واكداران هم نه دي، واكداران خويې له متقيانو پرته بل څوك نه دي، خو زياتره يې نه پوهېږي.

وَمَا كَانَ صَلَاتُهُمۡ عِندَ ٱلۡبَيۡتِ إِلَّا مُكَآءٗ وَتَصۡدِيَةٗۚ فَذُوقُواْ ٱلۡعَذَابَ بِمَا كُنتُمۡ تَكۡفُرُونَ﴿٣٥

35او د بيت الله خواكې د دوى لمونځ خو له شپېليو او چكچكو پرته بل څه نه و، نو په دې چې تاسو كفر كولو (اوس) نو دا عذاب وڅكئ.

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ يُنفِقُونَ أَمۡوَٰلَهُمۡ لِيَصُدُّواْ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِۚ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيۡهِمۡ حَسۡرَةٗ ثُمَّ يُغۡلَبُونَۗ وَٱلَّذِينَ كَفَرُوٓاْ إِلَىٰ جَهَنَّمَ يُحۡشَرُونَ﴿٣٦

36بې شكه هغوى چې كافران شوي خپل مالونه د دې لپاره لګوي چې خلك د الله له لارې ايسار كړي، نو وبه يې لګوي خو بيا به ورباندې پښيمانتيا وي او بيا به مغلوب هم شي، او هغوى چې كافران شوي دي ټول به جهنم ته ورغونډ كړى شي.

لِيَمِيزَ ٱللَّهُ ٱلۡخَبِيثَ مِنَ ٱلطَّيِّبِ وَيَجۡعَلَ ٱلۡخَبِيثَ بَعۡضَهُۥ عَلَىٰ بَعۡضٖ فَيَرۡكُمَهُۥ جَمِيعٗا فَيَجۡعَلَهُۥ فِي جَهَنَّمَۚ أُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡخَٰسِرُونَ﴿٣٧

37د دې لپاره چې الله ناپاكي له پاكۍ څخه را بېله کړي، او ځينې يې پر ځينو ور واچوي او ټول سره لاندې باندې ډېرۍ کړي، او بيا يې په جهنم كې واچوي، همدا خلك تاوانيان دي.

قُل لِّلَّذِينَ كَفَرُوٓاْ إِن يَنتَهُواْ يُغۡفَرۡ لَهُم مَّا قَدۡ سَلَفَ وَإِن يَعُودُواْ فَقَدۡ مَضَتۡ سُنَّتُ ٱلۡأَوَّلِينَ﴿٣٨

38كافر شوو ته وايه چې: كه اوس هم راواوړي نو څه چې مخكې شوي دي هغه به ورته و بخښل شي او كه بيا ور وګرځي نو يقيناً د پخوانيو لار تېره شوې ده.

وَقَٰتِلُوهُمۡ حَتَّىٰ لَا تَكُونَ فِتۡنَةٞ وَيَكُونَ ٱلدِّينُ كُلُّهُۥ لِلَّهِۚ فَإِنِ ٱنتَهَوۡاْ فَإِنَّ ٱللَّهَ بِمَا يَعۡمَلُونَ بَصِيرٞ﴿٣٩

39او تر هغه ورسره وجنګېږئ، څو چې فتنه پاتې نه شي او ټول دين د الله لپاره شي، نو كه (له فتنې) ايسار شول نو الله يې د هغو كارو چې دوى يې كوي ښه ليدونكى دى.

وَإِن تَوَلَّوۡاْ فَٱعۡلَمُوٓاْ أَنَّ ٱللَّهَ مَوۡلَىٰكُمۡۚ نِعۡمَ ٱلۡمَوۡلَىٰ وَنِعۡمَ ٱلنَّصِيرُ﴿٤٠

40او كه مخ يې وګرځولو نو پوه شئ چې الله يقيناً ستاسو مولا دى، ډېر ښه ساتونكى او ډېر ښه مرستندوى دی.

۞ وَٱعۡلَمُوٓاْ أَنَّمَا غَنِمۡتُم مِّن شَيۡءٖ فَأَنَّ لِلَّهِ خُمُسَهُۥ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي ٱلۡقُرۡبَىٰ وَٱلۡيَتَٰمَىٰ وَٱلۡمَسَٰكِينِ وَٱبۡنِ ٱلسَّبِيلِ إِن كُنتُمۡ ءَامَنتُم بِٱللَّهِ وَمَآ أَنزَلۡنَا عَلَىٰ عَبۡدِنَا يَوۡمَ ٱلۡفُرۡقَانِ يَوۡمَ ٱلۡتَقَى ٱلۡجَمۡعَانِۗ وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ قَدِيرٌ﴿٤١

41او پوه شئ! كوم شى چې تاسو ولجه كړى (په غنیمت نیولی) نو پنځمه (برخه) يې د الله، رسول، خپلوانو يتيمانو، مسكينانو او مسافرو لپاره ده، كه تاسو (رښتيا) په الله ايمان راوړى وي او په هغه څه چې موږ پر خپل بنده د فيصلې په ورځ رانازل كړي وو په هغه ورځ چې دواړه لښكرې سره مخامخ شوې، او الله په هر څه قادر دى.

إِذۡ أَنتُم بِٱلۡعُدۡوَةِ ٱلدُّنۡيَا وَهُم بِٱلۡعُدۡوَةِ ٱلۡقُصۡوَىٰ وَٱلرَّكۡبُ أَسۡفَلَ مِنكُمۡۚ وَلَوۡ تَوَاعَدتُّمۡ لَٱخۡتَلَفۡتُمۡ فِي ٱلۡمِيعَٰدِ وَلَٰكِن لِّيَقۡضِيَ ٱللَّهُ أَمۡرٗا كَانَ مَفۡعُولٗا لِّيَهۡلِكَ مَنۡ هَلَكَ عَنۢ بَيِّنَةٖ وَيَحۡيَىٰ مَنۡ حَيَّ عَنۢ بَيِّنَةٖۗ وَإِنَّ ٱللَّهَ لَسَمِيعٌ عَلِيمٌ﴿٤٢

42هغه مهال چې تاسو د ناو په نږدې غاړه او هغوى يې په لرې غاړه (دېره) وو، حال دا چې كاروان له تاسو كوز و. او كه يو بل سره مو (د جګړې) وعده كړې وى نو خامخا به مو په وعده كې مخالفت كړى وى (خو دا پېښه شوه) د دې لپاره چې الله هغه كار ترسره كړي چې كېدونكى و، تر څو هلاكېدونكي له ښكاره دليل سره هلاك او ژوندى له څرګند حجت سره ژوندى پاتې شي او بې شكه الله خامخا پوه اورېدونكی دى.

إِذۡ يُرِيكَهُمُ ٱللَّهُ فِي مَنَامِكَ قَلِيلٗاۖ وَلَوۡ أَرَىٰكَهُمۡ كَثِيرٗا لَّفَشِلۡتُمۡ وَلَتَنَٰزَعۡتُمۡ فِي ٱلۡأَمۡرِ وَلَٰكِنَّ ٱللَّهَ سَلَّمَۚ إِنَّهُۥ عَلِيمُۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ﴿٤٣

43كله چې تاته الله هغوى په خوب كې كم دروښودل او كه زيات يې درښودلي وى نو خامخا بې زړه كېدلئ او په دې كار كې به مو شخړه كړې وه، خو الله ترې سلامت وساتلئ، بې شكه هغه د سينو په رازونو ښه پوه دى.

وَإِذۡ يُرِيكُمُوهُمۡ إِذِ ٱلۡتَقَيۡتُمۡ فِيٓ أَعۡيُنِكُمۡ قَلِيلٗا وَيُقَلِّلُكُمۡ فِيٓ أَعۡيُنِهِمۡ لِيَقۡضِيَ ٱللَّهُ أَمۡرٗا كَانَ مَفۡعُولٗاۗ وَإِلَى ٱللَّهِ تُرۡجَعُ ٱلۡأُمُورُ﴿٤٤

44او كله يې چې د نښتې پر مهال هغوی ستاسو په نظر كم دروښودل او تاسو يې د هغوى په نظر كې كمولئ ترڅو الله د هغه كار پرېکړه وكړي چې كېدونكى و، او ټولې چارې هماغه الله ته ورګرځي.

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِذَا لَقِيتُمۡ فِئَةٗ فَٱثۡبُتُواْ وَٱذۡكُرُواْ ٱللَّهَ كَثِيرٗا لَّعَلَّكُمۡ تُفۡلِحُونَ﴿٤٥

45ای مومنانو! كله چې له كومې ډلې سره ونښلئ نو ټينګ پاتې شئ او الله ډېر يادوئ ښايې بريالي شئ.

وَأَطِيعُواْ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَلَا تَنَٰزَعُواْ فَتَفۡشَلُواْ وَتَذۡهَبَ رِيحُكُمۡۖ وَٱصۡبِرُوٓاْۚ إِنَّ ٱللَّهَ مَعَ ٱلصَّٰبِرِينَ﴿٤٦

46او د الله او د هغه د رسول خبره منئ او خپلو كې شخړې مه كوئ، كنه بې زړه به شئ او باد (قوت) به مو لاړ شي، او صبر كوئ، يقيناً الله صابرانو سره (مل) دى.

وَلَا تَكُونُواْ كَٱلَّذِينَ خَرَجُواْ مِن دِيَٰرِهِم بَطَرٗا وَرِئَآءَ ٱلنَّاسِ وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِۚ وَٱللَّهُ بِمَا يَعۡمَلُونَ مُحِيطٞ﴿٤٧

47او د هغو په شان مه كيږئ چې له خپلو كورو په وياړ او خلكو ته ځان ښودنې لپاره ووتل او د الله له لارې يې (خلك) ايسارول، او الله په هغو چارو چې دوى يې كوي را چاپېر دى.

وَإِذۡ زَيَّنَ لَهُمُ ٱلشَّيۡطَٰنُ أَعۡمَٰلَهُمۡ وَقَالَ لَا غَالِبَ لَكُمُ ٱلۡيَوۡمَ مِنَ ٱلنَّاسِ وَإِنِّي جَارٞ لَّكُمۡۖ فَلَمَّا تَرَآءَتِ ٱلۡفِئَتَانِ نَكَصَ عَلَىٰ عَقِبَيۡهِ وَقَالَ إِنِّي بَرِيٓءٞ مِّنكُمۡ إِنِّيٓ أَرَىٰ مَا لَا تَرَوۡنَ إِنِّيٓ أَخَافُ ٱللَّهَۚ وَٱللَّهُ شَدِيدُ ٱلۡعِقَابِ﴿٤٨

48او كله چې شيطان يې عملونه ورته ښايسته كړل او ورته ويې ويل: نن په خلكو كې څوك پر تاسي برلاسې نشته او زه هم تاسو سره مل يم خو كله چې دواړو ډلو سره وليدل نو بېرته يې په پوندو (په شا) منډې كړې او ويل يې: زه درنه بېزاريم، زه هغه څه وينم چې تاسو يې نه وينئ، زه خو الله نه وېرېږم، او الله ډېر سخت سزا وركوونكى دى.

إِذۡ يَقُولُ ٱلۡمُنَٰفِقُونَ وَٱلَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ غَرَّ هَٰٓؤُلَآءِ دِينُهُمۡۗ وَمَن يَتَوَكَّلۡ عَلَى ٱللَّهِ فَإِنَّ ٱللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٞ﴿٤٩

49كله چې منافقانو او هغو چې په زړونو كې يې ناروغي وه، ويل: دا خلك (مومنان) خپل دين مغرور (ليوني) كړي دي، او څوك چې په الله بروسه وكړي نو بې شكه الله حكيم برلاسى دى.

وَلَوۡ تَرَىٰٓ إِذۡ يَتَوَفَّى ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ ٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ يَضۡرِبُونَ وُجُوهَهُمۡ وَأَدۡبَٰرَهُمۡ وَذُوقُواْ عَذَابَ ٱلۡحَرِيقِ﴿٥٠

50او كه هغه كافران ووينې چې ملايكې يې روح اخلي او په مخونو او څټونو يې وهي او (ورته وايي) اوس د سوځېدو عذاب وڅكئ.

ذَٰلِكَ بِمَا قَدَّمَتۡ أَيۡدِيكُمۡ وَأَنَّ ٱللَّهَ لَيۡسَ بِظَلَّٰمٖ لِّلۡعَبِيدِ﴿٥١

51دا (سزا) د هغه (بد عمل) له امله ده چې خپلو لاسو مو وړاندې ليږلى و، او بې شکه الله پر خپلو بندګانو ظلم كوونكى نه دى.

كَدَأۡبِ ءَالِ فِرۡعَوۡنَ وَٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِهِمۡۚ كَفَرُواْ بِـَٔايَٰتِ ٱللَّهِ فَأَخَذَهُمُ ٱللَّهُ بِذُنُوبِهِمۡۚ إِنَّ ٱللَّهَ قَوِيّٞ شَدِيدُ ٱلۡعِقَابِ﴿٥٢

52لكه د فرعونيانو او هغو نه مخكنيو خلكو په شان چې د الله آيتونه يې ونه منل نو بيا الله پر خپلو ګناهونو راونيول، بې شكه الله زورور او سخت عذاب وركوونكى دى.

ذَٰلِكَ بِأَنَّ ٱللَّهَ لَمۡ يَكُ مُغَيِّرٗا نِّعۡمَةً أَنۡعَمَهَا عَلَىٰ قَوۡمٍ حَتَّىٰ يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنفُسِهِمۡ وَأَنَّ ٱللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٞ﴿٥٣

53دا ځكه چې الله هيڅكله د هغه نعمت بدلوونكى نه دى چې په كوم قوم يې پېرزو كړى وي تر هغه چې هغو خپله كړنلاره نه وي بدله كړي او دا چې يقيناً الله ډېر پوه اورېدونكى دى.

كَدَأۡبِ ءَالِ فِرۡعَوۡنَ وَٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِهِمۡۚ كَذَّبُواْ بِـَٔايَٰتِ رَبِّهِمۡ فَأَهۡلَكۡنَٰهُم بِذُنُوبِهِمۡ وَأَغۡرَقۡنَآ ءَالَ فِرۡعَوۡنَۚ وَكُلّٞ كَانُواْ ظَٰلِمِينَ﴿٥٤

54لكه د فرعونيانو او هغو نه مخكنيو خلكو په شان چې د خپل رب آيتونه يې دروغ وګڼل نو بيا مو هغوى په خپلو ګناهونو تباه كړل او فرعونيان مو ډوب كړل او دوى ټول ظالمان وو.

إِنَّ شَرَّ ٱلدَّوَآبِّ عِندَ ٱللَّهِ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ فَهُمۡ لَا يُؤۡمِنُونَ﴿٥٥

55بې شكه د الله په وړاندې په خوځېدونكو مخلوقاتو كې تر ټولو بد هغه خلك دي چې كافر شوي او (بيا) ايمان نه راوړي.

ٱلَّذِينَ عَٰهَدتَّ مِنۡهُمۡ ثُمَّ يَنقُضُونَ عَهۡدَهُمۡ فِي كُلِّ مَرَّةٖ وَهُمۡ لَا يَتَّقُونَ﴿٥٦

56هغه خلك چې تا ورسره تړون كړى بيا دوى په هر ځل خپل لوز ماتوي او (الله څخه) وېره نه كوي.

فَإِمَّا تَثۡقَفَنَّهُمۡ فِي ٱلۡحَرۡبِ فَشَرِّدۡ بِهِم مَّنۡ خَلۡفَهُمۡ لَعَلَّهُمۡ يَذَّكَّرُونَ﴿٥٧

57نو كه دوى په جګړه كې بيا مومې نو د دوى په واسطه هغه خلك وشړه (او وډار كړه) چې تر شا يې دي، ښايي چې هغوى عبرت واخلي.

وَإِمَّا تَخَافَنَّ مِن قَوۡمٍ خِيَانَةٗ فَٱنۢبِذۡ إِلَيۡهِمۡ عَلَىٰ سَوَآءٍۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ ٱلۡخَآئِنِينَ﴿٥٨

58او كه د كوم قوم له ټګۍ وېرېږې نو (په څرګنده يې تړون) ور وغورځوه يو برابره، بې شكه الله خائنان نه خوښوي.

وَلَا يَحۡسَبَنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ سَبَقُوٓاْۚ إِنَّهُمۡ لَا يُعۡجِزُونَ﴿٥٩

59او هغه خلك چې كافر شوي داسې دې نه انګېري چې هغوى (روغ) و تښتېدل، دوى هېڅكله (الله) نه شي كمزورى كولى.

وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا ٱسۡتَطَعۡتُم مِّن قُوَّةٖ وَمِن رِّبَاطِ ٱلۡخَيۡلِ تُرۡهِبُونَ بِهِۦ عَدُوَّ ٱللَّهِ وَعَدُوَّكُمۡ وَءَاخَرِينَ مِن دُونِهِمۡ لَا تَعۡلَمُونَهُمُ ٱللَّهُ يَعۡلَمُهُمۡۚ وَمَا تُنفِقُواْ مِن شَيۡءٖ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ يُوَفَّ إِلَيۡكُمۡ وَأَنتُمۡ لَا تُظۡلَمُونَ﴿٦٠

60او تر خپلې وسې د هغوى (د مقابلې) لپاره ښه ځواك او روزل شوي اسونه چمتو كړئ چې په هغه سره هم د الله او هم خپل غليم ووېروئ او هغه نور (غليمان) چې تاسو يې نه پېژنئ، يو الله يې پېژني او څه چې د الله په لار كې لګوئ، اجر به يې پوره پوره دركړل شي او پر تاسو به ظلم نه كيږي.

۞ وَإِن جَنَحُواْ لِلسَّلۡمِ فَٱجۡنَحۡ لَهَا وَتَوَكَّلۡ عَلَى ٱللَّهِۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡعَلِيمُ﴿٦١

61او كه هغوى سولې ته ميلان ولري نو ته هم ورته تيار شه او پر الله بروسه وكړه يقيناً هماغه ډېر پوه اورېدونكى دى.

وَإِن يُرِيدُوٓاْ أَن يَخۡدَعُوكَ فَإِنَّ حَسۡبَكَ ٱللَّهُۚ هُوَ ٱلَّذِيٓ أَيَّدَكَ بِنَصۡرِهِۦ وَبِٱلۡمُؤۡمِنِينَ﴿٦٢

62او كه دوى غواړي چې دوكه دركړي نو الله دې كافى دى، دى هماغه ذات دى چې په خپله مرسته او د مومنانو په وسيله يې ستا ملاتړ وكړ.

وَأَلَّفَ بَيۡنَ قُلُوبِهِمۡۚ لَوۡ أَنفَقۡتَ مَا فِي ٱلۡأَرۡضِ جَمِيعٗا مَّآ أَلَّفۡتَ بَيۡنَ قُلُوبِهِمۡ وَلَٰكِنَّ ٱللَّهَ أَلَّفَ بَيۡنَهُمۡۚ إِنَّهُۥ عَزِيزٌ حَكِيمٞ﴿٦٣

63او د دوى په زړونو كې يې مينه واچوله، تا خو كه د ځمكې ټوله شتمني لګولې وى نو د هغوى په زړونو كې به دې مينه نه وه اچولې خو الله يې ترمنځ مینه واچوله، بې شكه هغه ځيرک برلاسى دى.

يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِيُّ حَسۡبُكَ ٱللَّهُ وَمَنِ ٱتَّبَعَكَ مِنَ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ﴿٦٤

64اې نبي! ستا لپاره او ستا د تابعدارو مومنانو لپاره الله كافي دى.

يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِيُّ حَرِّضِ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ عَلَى ٱلۡقِتَالِۚ إِن يَكُن مِّنكُمۡ عِشۡرُونَ صَٰبِرُونَ يَغۡلِبُواْ مِاْئَتَيۡنِۚ وَإِن يَكُن مِّنكُم مِّاْئَةٞ يَغۡلِبُوٓاْ أَلۡفٗا مِّنَ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ بِأَنَّهُمۡ قَوۡمٞ لَّا يَفۡقَهُونَ﴿٦٥

65ای نبي! مومنان جګړې ته وهڅوه، كه له تاسو نه شل تنه صابران وي نو پر دوو سوو به برلاسي شي او كه له تاسو نه سل تنه صابران وي نو د كافرانو په زرو تنو به برلاسي وي ځكه چې هغوى داسې خلك دي چې نه پوهيږي.

ٱلۡـَٰٔنَ خَفَّفَ ٱللَّهُ عَنكُمۡ وَعَلِمَ أَنَّ فِيكُمۡ ضَعۡفٗاۚ فَإِن يَكُن مِّنكُم مِّاْئَةٞ صَابِرَةٞ يَغۡلِبُواْ مِاْئَتَيۡنِۚ وَإِن يَكُن مِّنكُمۡ أَلۡفٞ يَغۡلِبُوٓاْ أَلۡفَيۡنِ بِإِذۡنِ ٱللَّهِۗ وَٱللَّهُ مَعَ ٱلصَّٰبِرِينَ﴿٦٦

66خو اوس الله پر تاسو اساني راوسته او معلومه يې كړه چې په تاسو كې كمزورتيا ده، نو كه له تاسو نه سل تنه صابران وو پر دوو سوو به غالب شي او كه له تاسو زر تنه وو د الله په حكم به پر دوو زرو غالب شي او الله صابرانو سره (مل) دى.

مَا كَانَ لِنَبِيٍّ أَن يَكُونَ لَهُۥٓ أَسۡرَىٰ حَتَّىٰ يُثۡخِنَ فِي ٱلۡأَرۡضِۚ تُرِيدُونَ عَرَضَ ٱلدُّنۡيَا وَٱللَّهُ يُرِيدُ ٱلۡأٓخِرَةَۗ وَٱللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٞ﴿٦٧

67له هېڅ نبي سره نه ښايي چې هغه سره بنديان وي تر هغه چې په ځمكه كې دښمن ښه وټكوي (وینه یې توی کړئ)، تاسو د دنيا ګټه (يا سامان) غواړئ او الله (تاسو ته) آخرت غواړي او الله حكيم برلاسى دى.

لَّوۡلَا كِتَٰبٞ مِّنَ ٱللَّهِ سَبَقَ لَمَسَّكُمۡ فِيمَآ أَخَذۡتُمۡ عَذَابٌ عَظِيمٞ﴿٦٨

68كه د الله (ازلي) ليكنه نه وى چې ړومبى شوې ده نو څه مو چې اخيستي دي په هغه سره به لوى عذاب دررسېدلى و.

فَكُلُواْ مِمَّا غَنِمۡتُمۡ حَلَٰلٗا طَيِّبٗاۚ وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَۚ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٞ رَّحِيمٞ﴿٦٩

69نو څه مو چې ولجه كړي (په غنیمت نیولي) هغه پاك حلال خورئ او الله نه وېره كوئ، بې شكه الله مهربان بخښونكى دى.

يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِيُّ قُل لِّمَن فِيٓ أَيۡدِيكُم مِّنَ ٱلۡأَسۡرَىٰٓ إِن يَعۡلَمِ ٱللَّهُ فِي قُلُوبِكُمۡ خَيۡرٗا يُؤۡتِكُمۡ خَيۡرٗا مِّمَّآ أُخِذَ مِنكُمۡ وَيَغۡفِرۡ لَكُمۡۚ وَٱللَّهُ غَفُورٞ رَّحِيمٞ﴿٧٠

70ای نبي! هغو بنديانو ته چې ستاسو په لاس كې دي، ووايه: كه الله ته معلومه وي چې ستاسو په زړونو كې څه خير شته نو تر هغه به غوره (بدل) دركړي چې تاسو څخه اخيستل شوی او بخښنه به هم درته وكړي، او الله مهربان بخښونكى دى.

وَإِن يُرِيدُواْ خِيَانَتَكَ فَقَدۡ خَانُواْ ٱللَّهَ مِن قَبۡلُ فَأَمۡكَنَ مِنۡهُمۡۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ﴿٧١

71او كه له تا سره د ټګۍ كولو خيال لري نو دوى الله سره لا مخكې ټګي كړې وه چې بيا يې (تاسو) پرې غالب كړئ او الله حكمت والا ډېر پوه دى.

إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَهَاجَرُواْ وَجَٰهَدُواْ بِأَمۡوَٰلِهِمۡ وَأَنفُسِهِمۡ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ وَٱلَّذِينَ ءَاوَواْ وَّنَصَرُوٓاْ أُوْلَٰٓئِكَ بَعۡضُهُمۡ أَوۡلِيَآءُ بَعۡضٖۚ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَلَمۡ يُهَاجِرُواْ مَا لَكُم مِّن وَلَٰيَتِهِم مِّن شَيۡءٍ حَتَّىٰ يُهَاجِرُواْۚ وَإِنِ ٱسۡتَنصَرُوكُمۡ فِي ٱلدِّينِ فَعَلَيۡكُمُ ٱلنَّصۡرُ إِلَّا عَلَىٰ قَوۡمِۭ بَيۡنَكُمۡ وَبَيۡنَهُم مِّيثَٰقٞۗ وَٱللَّهُ بِمَا تَعۡمَلُونَ بَصِيرٞ﴿٧٢

72يقيناً هغوى چې ايمان راوړى، هجرت يې كړى او په مالونو او ځانونو سره يې د الله په لار كې جهاد كړى، او هغو چې ځاى وركړ او مرسته يې وكړه، دا ټول يو د بل دوستان دي او هغوى چې ايمان راوړى او هجرت يې نه دى كړى نو هغو سره ستاسو كومه دوستانه اړيكه نشته، تر څو چې هجرت يې نه وي كړى، او كه د دين په هكله درنه مرسته وغواړي نو پر تاسو يې مرسته لازمه ده، خو نه د هغو خلكو پر خلاف چې ستاسو او هغوى ترمنځ تړون وي، اوالله د هغو چارو ليدونكى دى چې تاسو يې كوئ.

وَٱلَّذِينَ كَفَرُواْ بَعۡضُهُمۡ أَوۡلِيَآءُ بَعۡضٍۚ إِلَّا تَفۡعَلُوهُ تَكُن فِتۡنَةٞ فِي ٱلۡأَرۡضِ وَفَسَادٞ كَبِيرٞ﴿٧٣

73او هغوى چې كافر شوي (ټول) يو د بل دوستان دي، كه تاسو دا ونه كړئ نو په ځمكه كې به فتنه او لوى فساد وي.

وَٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَهَاجَرُواْ وَجَٰهَدُواْ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ وَٱلَّذِينَ ءَاوَواْ وَّنَصَرُوٓاْ أُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡمُؤۡمِنُونَ حَقّٗاۚ لَّهُم مَّغۡفِرَةٞ وَرِزۡقٞ كَرِيمٞ﴿٧٤

74او هغوى چې ايمان راوړى، هجرت يې كړى او د الله په لار كې يې جهاد كړى، او چا چې ځاى وركړى او مرسته يې كړې، همدا خلک رښتيني مومنان دي، دوى ته بخښنه او ډېره ښه روزي ده.

وَٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ مِنۢ بَعۡدُ وَهَاجَرُواْ وَجَٰهَدُواْ مَعَكُمۡ فَأُوْلَٰٓئِكَ مِنكُمۡۚ وَأُوْلُواْ ٱلۡأَرۡحَامِ بَعۡضُهُمۡ أَوۡلَىٰ بِبَعۡضٖ فِي كِتَٰبِ ٱللَّهِۚ إِنَّ ٱللَّهَ بِكُلِّ شَيۡءٍ عَلِيمُۢ﴿٧٥

75او هغو چې وروسته ايمان راوړ، هجرت يې وكړ، او تاسو سره مل يې جهاد وكړ، نو دوى هم ستاسي (له ډلې) دي، خو د خپلوۍ څښتنان د الله په كتاب كې ځينې يې پر ځينو زيات حقدار دي، بې شكه الله په هر څه پوه دى.

RELATED SURAHS