Al-Humazah

الهمزة

The Gossipmonger9 ayahsMeccan

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

وَيۡلٞ لِّكُلِّ هُمَزَةٖ لُّمَزَةٍ﴿١

1تباهي ده هر پېغور ورکوونکي او پسې شا بد ويونکي لره.

ٱلَّذِي جَمَعَ مَالٗا وَعَدَّدَهُۥ﴿٢

2هغه چې مال يې غونډ کړی او شمېرلی يې (اېښی) دی.

يَحۡسَبُ أَنَّ مَالَهُۥٓ أَخۡلَدَهُۥ﴿٣

3ګومان کوي چې (دا) مال به يې تل ژوندی وساتي.

كَلَّاۖ لَيُنۢبَذَنَّ فِي ٱلۡحُطَمَةِ﴿٤

4هيڅکله نه، هغه به هرومرو په ټوټه ټوټه کوونکي (اور) کې غورځول کيږي.

وَمَآ أَدۡرَىٰكَ مَا ٱلۡحُطَمَةُ﴿٥

5او ته څه خبر يې چې ټوټه ټوټه کوونکی څه دی.

نَارُ ٱللَّهِ ٱلۡمُوقَدَةُ﴿٦

6د الله بل کړل شوی اور دی.

ٱلَّتِي تَطَّلِعُ عَلَى ٱلۡأَفۡـِٔدَةِ﴿٧

7همغه چې پر زړونو به ورخېژي.

إِنَّهَا عَلَيۡهِم مُّؤۡصَدَةٞ﴿٨

8بېشکه هغه پر هغوی را ايسار کړل شوی دی.

فِي عَمَدٖ مُّمَدَّدَةِۭ﴿٩

9په اوږدو ستنو کې.

RELATED SURAHS