التكاثر
The Rivalry in Worldly Increase • 8 ayahs • Meccan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1تاسو زياتولو بې پروا کړي ياست.
2تردې چې قبرونو ته ورسېږئ.
3نه داسې نه ده، ژر به تاسي پوه شئ.
4بيا هيڅکله داسې نه ده، ژر به پوه شئ.
5هيڅکله نه، که تاسي په يقيني پوهه پوهېدلای.
6تاسي به هرومرو دوزخ ووينئ.
7بيا به هرومرو د يقين په سترګو هغه ووينئ.
8بيا به هرومرو تاسي په هغه ورځ د (دغو) نعمتونو په اړه وپوښتل شئ.