Al-Qari'ah

القارعة

The Striking Calamity11 ayahsMeccan

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

ٱلۡقَارِعَةُ﴿١

1(د زړونو) ټکوونکی.

مَا ٱلۡقَارِعَةُ﴿٢

2څه دی (د زړونو) ټکوونکی؟

وَمَآ أَدۡرَىٰكَ مَا ٱلۡقَارِعَةُ﴿٣

3او څه پوهه کړې ته چې څه دی (د زړونو) ټکوونکی؟

يَوۡمَ يَكُونُ ٱلنَّاسُ كَٱلۡفَرَاشِ ٱلۡمَبۡثُوثِ﴿٤

4هغه ورځ ده چې خلک به د خورو ورو پتنګانو غوندې وي.

وَتَكُونُ ٱلۡجِبَالُ كَٱلۡعِهۡنِ ٱلۡمَنفُوشِ﴿٥

5او غرونه به د شيندل شويو رنګه وړيو غوندې وي.

فَأَمَّا مَن ثَقُلَتۡ مَوَٰزِينُهُۥ﴿٦

6نو بيا چې د چا تلې درنې شي.

فَهُوَ فِي عِيشَةٖ رَّاضِيَةٖ﴿٧

7نو هغه به په خوشحاله ژوند کې وي.

وَأَمَّا مَنۡ خَفَّتۡ مَوَٰزِينُهُۥ﴿٨

8او د چا چې تلې سپکې شي.

فَأُمُّهُۥ هَاوِيَةٞ﴿٩

9نو د هغه د ورتګ ځای به ژوره کنده وي.

وَمَآ أَدۡرَىٰكَ مَا هِيَهۡ﴿١٠

10او ته څه خبر يې چې هغه څه ده.

نَارٌ حَامِيَةُۢ﴿١١

11سور اور دی.

RELATED SURAHS