العاديات
The Chargers • 11 ayahs • Meccan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1پر سختو ځغلېدونکو آسونو قسم.
2بيا پر اور ویستونکو د پښو وهلو سره.
3بيا په سباوون کې پر يرغل کوونکو قسم.
4بيا دوړې پرې جګې کړي.
5او د ټولي منځته ځان ننباسي.
6بېشکه چې انسان د خپل پالونکي ډېر ناشکره دی.
7او هغه په خپله هم پرې هرومرو شاهد دی.
8او بېشکه هغه د مال په مينه کې ډېر تکړه دی.
9آيا هغه نه پوهيږي کله (به) چې هغه څه راپورته کړی شي کوم چې په قبرونو کې دي.
10او را ښکاره به شي څه چې په سينو کې دي.
11بېشکه په هغه ورځ به يې پالونکی ښه پرې خبر وي.