القدر
The Power • 5 ayahs • Meccan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1بېشکه موږ هغه (قرآن) د قدر په شپه نازل کړی دی.
2او ته څه پوه يې چې د قدر شپه څه ده.
3د قدر شپه له زرو مياشتو غوره ده.
4په هغې کې پرېښتې او روح د خپل پالونکي په اجازه د هر (ټاکلي) کار لپاره را کوزيږي.
5هغه (ټوله) سلامتيا ده تر سهار راختلو پورې.