البينة
The Clear Proof • 8 ayahs • Medinan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1له اهل کتاب او مشرکانو څخه چې چا کفر کړی و، هغوی (له خپله کفره) نه وو بېلېدونکي ترڅو چې يو ښکاره دليل ورته راشي.
2یعني د الله له لوري يو رسول چې پاکې صحيفې تلاوت کوي.
3چې په هغو کې ښې سمې ليکنې وي.
4او چاته چې کتاب ورکړل شوی و، هغوی سره بېل نه شول، مګر وروسته تر هغه چې څرګند دليل ورته راغی.
5او هغوی ته (هم) بل څه امر نه و شوی، پرته له دې چې الله ولمانځي، په داسې حال کې چې هغه لره د خپل دين سوچه کوونکي حق پلوي اوسي، لمونځ دې ترسره کوي، زکات دې ورکوي او همدا سم سهي دين دی.
6بېشکه هغه کسان چې له اهل کتاب او مشرکانو څخه يې کفر کړی دی تل به د دوزخ په اور کې وي همدوی تر ټولو بد خلک دي.
7بېشکه هغه کسان چې ايمان يې راوړی او ښه کارونه يې کړي دي همدوی تر ټولو ښه خلک دي.
8د خپل پالونکي په وړاندې يې بدله داسې د تل اوسېدو جنتونه دي چې لاندې به ترې ويالې بهيږي، په هغو کې به تل اوسېدونکي وي، الله له هغوی راضي دی او هغوی له الله راضي دي، دا د هغه چا لپاره چې له خپل پالونکي وېرېدلی وي.