At-Tin

التين

The Fig8 ayahsMeccan

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

وَٱلتِّينِ وَٱلزَّيۡتُونِ﴿١

1قسم دی پر انځر او ښوون.

وَطُورِ سِينِينَ﴿٢

2او پر طور سينا (غره) قسم.

وَهَٰذَا ٱلۡبَلَدِ ٱلۡأَمِينِ﴿٣

3اوپه دې له امن څخه ډك ښار (مكې) باندې.

لَقَدۡ خَلَقۡنَا ٱلۡإِنسَٰنَ فِيٓ أَحۡسَنِ تَقۡوِيمٖ﴿٤

4په رېښتيا موږ انسان په ډېر ښه صوررت کې پيداکړی دی.

ثُمَّ رَدَدۡنَٰهُ أَسۡفَلَ سَٰفِلِينَ﴿٥

5بيا مو تر ټولو لاندېنيو لاندې وګرځولو.

إِلَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ فَلَهُمۡ أَجۡرٌ غَيۡرُ مَمۡنُونٖ﴿٦

6مګر هغه کسان چې ايمان يې راوړی او ښه کارونه يې کړي دي، چې د هغوی لپاره نه ختمېدونکې بدله ده.

فَمَا يُكَذِّبُكَ بَعۡدُ بِٱلدِّينِ﴿٧

7نو له دې وروسته دې د بدلې (د ورځې) په اړه څه شی درواغجنوي.

أَلَيۡسَ ٱللَّهُ بِأَحۡكَمِ ٱلۡحَٰكِمِينَ﴿٨

8ايا الله تر ټولو حاکمانو ښه حاکم نه دی؟

RELATED SURAHS