الشرح
The Relief • 8 ayahs • Meccan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1آيا سينه مو درته پراخه نه کړه.
2او ستا هغه پېټی مو در څخه کوز کړ.
3هغه چې ستا ملا يې درنه کړې وه.
4او ستا ذکر(ياد) مو درته اوچت کړ.
5نو بېشکه له سختۍ سره آسانتيا هم شته.
6بېشکه چې له سختۍ سره آساني هم شته.
7نو کله چې وزګار وې، ځان ستړی کړه.
8او د پالونکي لوري ته دې مخه کړه.