الواقعة
The Event • 96 ayahs • Meccan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1كله چې قيامت راپېښ شي.
2چې پېښېدلو كې يې هيڅ درواغ نشته.
3هغه ښكته كوونكى او پورته كوونكى دى.
4كله چې ځمكه په سختو لړزولو ولړزول شي.
5او غرونه يومخ ميده ميده ورژول شي.
6نو خوره وره دوړه به شي.
7او تاسو به درې ډلې شئ.
8نو د ښي لاس والا خلک، څومره ښه دي د ښي لاس والا خلک!
9او د كيڼ (چپ) لاس والا خلک! څومره بد دي د كيڼ (چپ) لاس والا خلک!
10او مخکې کېدونکي خو مخکې کېدونکي دي.
11همدوى نېږدې كړى شوي دي.
12د نعمتونو والا جنتو كې به وي.
13(د هغوى) لويه ډله به له لومړنيو وي.
14او لږ به له وروستنيو (خلكو) وي.
15پر زرينو او بدل شوو تختونو به وي.
16پر هغو يو بل ته مخامخ ډډه وهونكي (ناست) وي.
17تل (پاتې) هلكان به ورباندې ګرځي راګرځي.
18له ګيلاسونو او كوزو سره، او د روانو (بهېدونكو شرابو) له جامونو سره.
19چې نه ترې سر خوږى كيږي او نه بې هوښه كيږي.
20او مېوې، له هغو نه چې هغوى يې خوښوي.
21او د مرغانو غوښې، كومې چې زړه يې غواړي.
22او د غټو سترګو والا حورې.
23لكه د پټو ساتل شوو ملغرو غوندې.
24د دوى د هغو عملونو په بدله كې چې كول يې.
25نه به چټيات پكې اوري او نه د ګناه څه خبره.
26پرته له سلام، سلام ويلو.
27او د ښي لاس والا خلک! څومره ښه دي ښي لاس والا خلک!
28په بې اغزيو بېرو كې به وي.
29او له بېخه تر سره په ډكو ډكو كيلو كې به وي.
30او په اوږده غځېدلي سيوري كې به وي.
31او را تويېدونكو اوبو كې به وي.
32او ډېرو مېوو كې.
33چې نه ختمېدونكې او نه ترې ايسارېدونكې دي.
34او اوچتو فرشو كې به وي.
35بېشکه موږ هغه (حورې) په يو ځانګړي پيدايښت سره پيدا كړې دي.
36او هغوى مو (تل) پېغلې ګرځولې دي.
37.(مېړونو ته) ګرانې همزولې
38د ښي لاس والا خلكو لپاره.
39یوه لويه ډله له مخکېنيو څخه.
40او بله لويه ډله له وروستنيو خلكو څخه.
41او د كيڼ (چپ) لاس والا خلک! څومره بد دي د كيڼ (چپ) لاس والا خلک!
42په توده هوا او خوټېدلو اوبو كې.
43او د تور لوګي په سيوري كې به وي.
44چې نه به سوړ وي او نه عزت راحت والا.
45بېشكه هغوى له دې مخکې نازولي خوشاله وو.
46او پر لويه ګناه (كفر) به يې ټينګار كولو.
47او هغوى به ويل: آيا كله چې مړه شو او خاورې هډوكې يو نو آيا بيا به راپورته كېدونكي يو؟
48آيا زموږ مخکني پلرونه هم؟
49ورته ووايه: بېشكه مخکني او وروستني (ټول).
50هرومرو د يوې ټاكلې ورځې وخت ته را يو ځاى كېدونكي دي.
51بيا به هرومرو تاسي اې لار وركو درواغ ګڼونكو!
52هرومرو د زقوم له ونې خوراک كوونكي ياست.
53او له هغې به د خپلو ګېډو ډكوونكي ياست.
54بيا به پر هغه (خوراک) د خوټېدونكو اوبو څښونكي ياست.
55او څښونكي هم د تږو اوښانو غوندي څښاک.
56د قيامت په ورځ د هغوى مېلمستيا همدغه ده!
57تاسي (ټول) خو موږ راپيدا كړئ نو ولې باور نه كوئ؟
58آيا هغه مني ته مو پام كړئ چې تاسي يې څڅوئ؟
59آيا تاسي يې پيدا كوئ، كه موږ پيدا كوونكي يو؟
60(همدا) موږ ستاسو ترمنځ مرګ ټاكلى او موږ له دې څخه عاجز كېدونكي نه يو.
61چې ستاسو غوندې نور خلک به مو په بدل كې راولو او تاسي به له سره په داسې حالت پيدا كړو چې تاسي نه پرې پوهېږئ.
62او پرته له شکه تاسو ته خو لومړنی پيدايښت معلوم دى، نو ولې عبرت نه اخلئ؟
63آيا نو د هغه څه خبر به راكړئ چې تاسي يې كرئ؟
64آيا تاسي يې راشنه كوئ كه موږ يې زرغونوونكي يو؟
65كه موږ وغواړو هرومرو به هغه وچ ټوټه ټوټه كړو بيا به (ټوله ورځ) تعجب سره خبرې كوئ.
66چې بېشكه موږ تاواني شولو.
67بلكې موږ بيخې بې برخې يو.
68آيا هغه اوبه مو ليدلې چې (تل) يې تاسو څښئ؟
69آيا هغه تاسي له ورېځو راتويې كړې دي كه موږ يې را وروونكي يو؟
70كه موږ وغواړو هغه به تروې ترخې كړو نو ولې شكر نه باسئ؟
71آيا هغه اور ته مو كتلي چې تاسي يې بلوئ؟
72آيا تاسي يې ونه راپيدا كړې ده كه موږ يې پيدا كوونكي يو؟
73هغه خو موږ عبرت او د مسافرو لپاره ګټوره ګرځولې ده.
74نو د خپل لوى پالونکي په نوم پاکي بيانوه.
75نو زه د ستورو د پرېوتلو پر ځايونو قسم كوم.
76او كه پوهېږئ دا په رېښتيا لوى قسم دى.
77چې پرته له شکه دا يو عزتمن قرآن دى.
78چې په يو پټ ساتل شوي كتاب كې دى.
79هغه ته پرته له ډېرو پاکو بل څوك لاس نه وروړي.
80د رب العالمين له خوا نازل شوى دى.
81آيا نو تاسي د دې خبرى (قرآن) سپک ګڼونكي ياست؟
82او (يوازې دا خبره) خپله برخه ګرځوئ چې درواغ يې ګڼئ.
83نو ولې هغه وخت چې (روح) مرۍ ته ورسيږي.
84او تاسي هغه وخت (په سترګو) ګورئ.
85او موږ له تاسي زيات ورنېږدې يو خو تاسي نه وينئ.
86نو كه تاسي ته جزا نه دركول كيږي.
87ولې (هغه روح) نه راستنوئ كه تاسي رښتيني ياست.
88نو بيا كه چېرې هغه (الله ته) له نېږدې كړى شوو څخه وي.
89نو هوسايي، ښه روزي او نعمتونو والا جنت دى.
90او كه هغه له ښي لاس والا كسانو څخه وي.
91نو (بيا هم) تاته سلامتي ده چې د ښي لاس والا خلكو څخه يې.
92خو كه چېرې له درواغ ګڼونكو لار وركو څخه وي.
93نو (هغه ته) د خوټېدونكو اوبو مېلمستيا ده.
94او دوزخ ته ورننه اېستل دي.
95يقيناً همدا حق او يقيني ده.
96د خپل لوى پالونکي په نوم پاکي بيانوه.