المسد
The Palm Fiber • 5 ayahs • Meccan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1د ابولهب دواړه لاسونه مات او هغه په خپله تباه شو.
2نه يې مال څه (عذاب) ترې ايسارکړ او نه يې ګټې.
3ډېر ژر به د لمبووالا اور ته ور ننوځي.
4او مېرمن يې هم چې د خسو خشاکو وړونکې وه.
5چې د خرماوو د پاڼو رسۍ به يې پر غاړه وي.